• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په پنجشیر کې د پارنده برېښنا بند جوړولو چارې بشپړې شوي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۱ GMT+۰

په پنجشیر کې د طالبانو والي محمد اغا حکیم ویلي، چې د پارنده بند د څلور میګاواټه برېښنا دتولید ظرفیت لري او په دې سره به د ټول ولایت د برېښنا اړتیا پوره شي.

په پنجشیر کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یاد ولایت د والي د ویاند سیف الدین لټون له قوله ویلي، چې د تولیدي برېښنا یاده پروژه بشپړه شوې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په پنجشیر کې طالب چارواکو ویلي، چې یاده پروژه د اوکرایني متخصصینو او انټر ګلوبل میډل ایسټ له خوا د ۷،۵ میلیونو ډالرو په لګښت پلې شوې ده.

د یاد بند جوړولو بنسټ په ۲۰۱۳ کال کې اېښودل شوی ، خو د ځینو لاملونو له امله یې رغنیزي چارې درول شوې وي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د مزارشریف ښار بې له ښاري پلان جوړونې په چټکۍ سره پراخېږي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۱ GMT+۰
ملګري ملتونه: د مزارشریف ښار بې له ښاري پلان جوړونې په چټکۍ سره پراخېږي
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو داستوګنې او ښاري پراختیا پروګرام (هیبیتات)ویلي چې د مزارشریف ښار په تېرو دوو لسیزو کې بې له ښاري پلان جوړونې او منظمې نقشه په چټکۍ سره پراخ شوی دی.

دغه ادارې پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې ښاري پراختیا هغه وخت ریښتینی پرمختګ ګڼل کېږي، کله چې دا د منظمې ښاري پلان جوړونې پر بنسټ ترسره شي.

هیبیتات زیاته کړې: «راځئ داسې ښارونه جوړ کړو چې د ټولو لپاره ګټور او کارېدونکي وي.»

یادې ادارې ویلي، د مزارشریف بې‌پلانه پرمختګ ښاري ستونزې زیاتې کړې دي، لکه د استوګنې بې‌نظمې ساحې، د خدماتو کمښت، او د چاپېریال د مدیریت نشتوالی.

دغه ادارې تر دې وړاندې د هرات او فیروزکوه ښارونو د غیرمعیاري پراختیا په اړه هم خبرداری ورکړی و.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د افغانستان په کچه د ښارونو د اوسېدونکو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي، او که د ښاري پراختیا لپاره واضح پلان جوړ نه شي، ښاري بې‌نظمۍ به د راتلونکو کلونو یوه لویه ستونزه شي.

طالبانو په زابل کې له بندیانو څخه د «سیرت النبي» ازموینه اخیستي ده

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۹ GMT+۰
طالبانو په زابل کې له بندیانو څخه د «سیرت النبي» ازموینه اخیستي ده
100%

په زابل کې د طالبانو د اطلاتو او کلتور ریاست ویلي، چې په یاد ولایت کې یې له بندیانو څخه د "سیرت النبي" ازموینه اخیستي او په ازموینه کې ۱۱ تنو لوړو نمرو ترلاسه کوونکو بندیانو ته ډالۍ هم ورکړې دي.

د زابل په زندان کې د" سیرت النبي" د ازموینې د پایلو د اعلان په مراسمو کې د یاد ولایت ګڼو سیمه ییزو طالب چارواکو هم ګډون کړی و.

په زابل کې د‌ طالبانو د اطلاتو او کلتور رییس رحمت الله حماد وايي:«انسان هغه وخت د کمال درجې ته سېږي، چې د خپل پیغبمر سیرت وپېژني او عملي کې راولي. د سیرت زده کړه یوازې د علم خبره نه ده، بلکې د ټولنې اصلاح هم د همدي سیرت په عملي کولو کې نغښتې ده.»

‍خو د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې د طالبانو له خوا د "سیرت النبي" په نوم چاپ شوی او په پراخه کچه وېشل شوی کتاب کې د افغانستان د تاریخي پیښو په اړه ناسم معلومات لیکل شوي دي.

په دغه کتاب کې لیکل شوي، چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو شمېر ۷۸۱ زره تنه وو، خو د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو شمېر ۱۴۰ زره تنه وو.

په یاد کتاب کې د اصلي متحوا پرځای طالبانو خپل روایات د تاریخي پیښو په توګه لیکلي دي.

په یاد کتاب کې لیکل شوي:«د امت عالمان د مذهبي متنونو څخه د استنباط له مخې، په متفقه توګه د اسلامي حکومت جوړول نه یوازې د امت لپاره یو ثابت حق ګني، بلکې د مسلمانانو لپاره یو دیني دنده او وجیبه هم ګڼي.»

د یاد کتاب یوه برخه د طالبانو د بنسټ اېښودونکو،یادې ډلې د مشرانو په ځانګړې توګه د اسلامي حکومت په وړاندې د مسلمانانو مکلففیت، د طالبانو اهدافو، په افغانستان کې د وژل شویو نړیوالو ځواکونو شمېر او نورو مسایلو په اړه پوښتونو ته وقف شوې ده.

داوود ناجي: طالبان د «ټي ټي پي» د ملاتړ لپاره د افغانستان خلک قرباني کوي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۰ GMT+۰
داوود ناجي: طالبان د «ټي ټي پي» د ملاتړ لپاره د افغانستان خلک قرباني کوي
100%

د ازادۍ جبهې د سیاسي چارو مسوول داوود ناجي وايي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانې شخړې د افغانستان د خلکو په زیان دي، او طالبان د پاکستاني طالبانو(ټي ټي پي)د ملاتړ لپاره افغانان قرباني کوي.

ناجي په ایکس خواله رسنۍ په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د استانبول د خبرو د ناکامۍ وړاندوینه لا له وړاندې کېدله، ځکه طالبان اوس د «ټي ټي پي» د ملاتړ له امله له اسلام‌اباد سره په مخامخ شخړه کې دي.

هغه زیاته کړې چې د دواړو لورو د اړیکو خرابېدو له امله پوله تړلې، سوداګر زیانمن شوي، د خامو موادو بیې لوړې شوې، او افغانستان د پاکستان سره د یوې تمام عیارې جنګ پر درشل ولاړ دی.

د ده په وینا، دا حالت د دې معنا لري چې طالبان د پاکستاني طالبانو د خوندیتوب په بدل کې د افغانستان خلکو ته زیان رسوي.

ناجي ټینګار کړی: «طالبان د پاکستاني طالبانو د دفاع لپاره د افغانستان خلک قرباني کوي. دا کړنه د هېواد له ملي ګټو او د خلکو له خیر سره په ټکر کې ده.»

د ازادۍ جبهې د سیاسي چارو مسوول په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د طالبانو او پاکستان تر منځ په ترکیه کې خبرې اترې بې له کومې پایلې درېدلي دي.

تېره ورځ ناوخته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او په ترکیه کې د مذاکراتي پلاوي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې پاکستاني لوري د خپلو غوښتنو اته ماده ییز لېست د طالبانو مذاکراتي پلاوي ته سپارلی چې له مخې یې پاکستان غواړي طالبان د ټي ټي پي اړوند وسله واله په افغانستان کې بې وسلې ځای پر ځای کړي.

د سرچینې په خبره، پاکستان ادعا کړې چې افغان طالبان د ټي ټي پي د ملاتړ سربېره په پاکستان کې د ټي ټي پي د وسله والو سره اوږه په اوږه د پاکستان د حکومت پر وړاندې جنګیږي چې د طالبانو له خوا په مذاکراتو کې رد شوې ده.

په ترکیه کې د مذاکراتي پلاوي یوې سرچینې بیا ویلي چې د طالبانو پلاوي د داعش - خراسان ډلې په تړاو شواهد چې په بلوچستان او یو شمېر قبایلي سیمو کې د پاکستان د حکومت تر څار لاندې فعالیت کوي منځګړو هېوادونو ته سپارلي دي.

سرچینه وايي چې طالبانو له منځګړیو هېوادونو غوښتي، تر څو پاکستان قانع کړي چې داعش ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د دوی پر ضد د پاکستان له خاورې استفاده وکړي، خو پاکستان دغه ادعا رد کړې ده.

طالبان: په هرات کې مو ۵۰ ټنه نشه یي توکي سوځولي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۰
طالبان: په هرات کې مو ۵۰ ټنه نشه یي توکي سوځولي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وازرت ویلي، چې په هرات ولایت کې کې یې ۵۰ ټنه نشه يي توکي چې تریاک، شیشه، هیروین، چرس، نشه يي ټابلیټ، زرګونه لیټره الکولي مشروبات، لسګونه زره کیلو ګرامه اومان او ایف مواد سوځولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د یادو نشه يي توکو په تور د نیول شویو کسانو په اړه جزییات نه دې ورکړل شوي.

طالبان یاد نشه‌ يي توکي پرداسې مهال له منځه وړي، چې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرایمو د څار دفتر ویلي، چې سږکال کار د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د کوکنارو کر شل سلنه کم شوی دی، خو د مصنوعي نشه يي توکو او په ځانګړې توګه د مېتامفټامینو (شیشې) تولید او قاچاق ورځ تر بلې د ډېریدو په حال کې دی.

د یادې ادارې په وینا؛ له هغې راوروسته چې په افغانستان کې طالبانو د تریاکو پر کرکیله بندیز لګولی، د مصنوعي نشه‌يي توکو تولید او قاچاق د پام وړ زیاتوالی موندلی دی. د راپور له مخې؛ د دغه توکو د نیولو قضیې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د ۲۰۲۴کال تر پایه د ۲۰۲۳کال د درېیمې ربعې پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه ډېرې شوې دي.

حلیم فدایي: طالبان نن هغه غوښتنې تکراروي چې پرون یې «کفر» ګڼلې

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۶ GMT+۰
حلیم فدایي: طالبان نن هغه غوښتنې تکراروي چې پرون یې «کفر» ګڼلې
100%

د مخکني جمهوري نظام پر مهال د خوست والي حلیم فدایي ویلي، طالبان نن هغه غوښتنې له پاکستان سره تکراروي چې پخوا یې «کفر» بللې وې. نوموړي له طالبانو او پاکستانه غوښتي چې د جګړې پر ځای خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي، ځکه د جګړې پایلې به د اسلام اباد د خوښې خلاف وي.

حلیم فدایي په اېکس لیکلي، د مخکني جمهوري نظام له‌خوا به چې اعلامیه خپره شوه «د افغانستان خاوره به د بل هېچا پر ضد نه کارول کېږي»، نو په پاکستان کې ناستو طالب‌مسلک شیخانو به «کفري» بلله.

هغه لیکلي:«دوی ویل چې ستاسو دا عمل کفري دی، ځکه تاسې د مظلومو مسلمانو خلکو غوښتنو ته رسېدګي نه کوئ او دایې هم ویل چې اسلام کې سرحدونه نشته.»

فدایي ټینګار کړی چې اوس هم طالبان له پاکستان او نورو هېوادونو ته همدا ډاډورکوي، هماغه څه چې پخوا یې رد کړي وو او دا تکرار هغه تغیر ښيي چې «نن یوازې ملا په قدرت کې دی او بس.»

هغه همدارنګه د ترکیې د خبرو یادونه کړې او ویلي یې دي چې «ظاهرا د ترکیې خبرې ناکامې شوې»، خو لیکلي یې دي که جګړه وشوه، نو جګړه یوازې په وسلو نه ګټل کېږي، بلکې د جګړې عامل د خلکو، شعارونو او انګیزو په بدلولو کې دی.

فدایي دا هم لیکلي:«جګړه وسلې او مهمات نه کوي، جګړه د وسلې ترشا سړي او بیا د سړو تر شاه انګیزه کوي.»

په ضمن کې فدایي خپل واضح دریځ هم څرګند کړی: «زه نه د جګړې او نه د طالب پلوی یم»، خو خبرداری یې ورکړی چې که حالات داسې پرمخ لاړ شي چې پاکستان له طالبانو سره په یو لوري وي او د طالبانو مخالف ځواکونه ته پناه ورکړي، ممکن جګړه خطرناکه لار غوره کړي.

فدایي ویلي، طالبان باید پر پاکستان تمرکز پرېږدي او «له ټولو مخالفو افغانانو سره عاجل بین‌الافغاني مذاکرات» پیل کړي ترڅو داخلي اختلافات حل او یو مشروع، د ولس د خوښې حکومت رامنځته شي.

هغه وایی:«مخکې له دې چې افغانان د پاکستان غېږې ته ور ټېل شي، خپله او د خپل حاکمیت غېږ ورته خلاصه کړئ او د پخوانیو حکومتونو غلطي مه کوئ.»

فدایي اندېښمنه څرګندوي چې که طالبان خپل چلند همداسې وساتي، نو وروستۍ قرباني به افغانان وي، او په نهایت کې د جګړې زیان به د ملت پر اوږه وي؛ هغه طالبان ته سپارښتنه کوي چې خپل داخلي شخړې له خبرو سره حل کړي نه له بهرنیو متقابل عملونو.