• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۶ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکې ویلي، چې روسیې تېره شپه پر اوکراین له ۴۵۰ څخه ډیر ډرون او ۴۵ توغندیز بریدونه کړې دي.

بلخوا د اوکراین لومړۍ وزیرې یولیا سویریدینکو ویلي، چې یاد بریدونه د کیف، پولتاوا او خارکیف په ښارونو کې د انرژۍ پر تاسیساتو شوي، چې له امله یې ۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۴

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۵

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

•
•
•

نور کیسې

فلسطیني وسله والو د یو بل یرغمل شوي کس جسد اسراییل ته وسپاره

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۸ GMT+۰
100%

د فلسطین اسلامي جهاد وسله والې ډلې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د تړون د یوې برخې په توګه د یو بل اسراییلي یرغمل شوي کس جسد وسپاره.

د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ، د پیژندنې له مرحلې وروسته تایید کړه چې, ورسپارل شوی جسد د یوه اسراییلي وګړي«لیور روداف» دی.

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، یو تابوت چې د یرغمل شوي کس پاتې شوني پکې وو د سره صلیب له لارې په غزه کې اسراییلي امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي دي.

اسلامي جهاد یوه وسله واله ډله ده چې د حماس سره متحده ده. دوی دا کسان د ۲۰۲۳کال د اکتوبر د ۷مې په برید کې یرغمل نیولي وو، چې د غزې جګړې لامل شو.

د اوربند د تړون له مخې، حماس ټول یرغمل شوي اسرایلیان چې د نږدې ۲۰۰۰فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې یې په غزه کې د اسراییلو له برید راهیسې ساتلي وو، وسپارل.

واشنګټن پوسټ: امریکا په غزه کې د بشري مرستو د څار مسوولیت له اسراییل واخیست

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۶ GMT+۰
100%

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د څو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې امریکا د غزې تړانګې ته د بشري مرستو د داخلېدو د څارنې مسوولیت له اسراییلو څخه اخیستی دی.

په راپور کې راغلي، امریکا په اسراییلو کې د کریات‌ګات په ښار کې یو ګډ «ملکي ـ نظامي» د همغږي مرکز جوړ کړی، چې د مرستو د واردولو بهیر څاري او د پرېکړې اصلي واک له اسراییلو څخه امریکا ته انتقال شوی دی.

واشنګټن پوسټ لیکي، د دې بدلون له مخې، اسراییل اوس یوازې ثانوي رول لري او وروستۍ پرېکړه چې کوم توکي غزې ته داخلېږي، د امریکا په واک کې ده.

سرچینې وايي، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) هم خپل حضور او نظارت پر مرستو، او همدارنګه د اوربند پر وضعیت او د حماس ډلې سره د اړیکو څارنه پیاوړې کړې ده.

دغه اقدام په داسې حال کې کېږي چې د غزې وضعیت لا هم ترینګلی دی، او د نړیوالو سازمانونو په وینا، د سیمې میلیونونه اوسېدونکي د خوراکي توکو، درملو او څښاک اوبو له سختې کمښت سره مخ دي.

د روسیې ډرون الوتکو د اوکراین ډنیپرو ښار کې یو کس وژلی او ۱۰ نور ټپیان دي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۴ GMT+۰
100%

روسیې د ډنیپرو ښار په مرکز کې د ډرون برید ترسره کړی، چې له کبله یو کس وژل شوی او د لسو تنو په ګډون دوه ماشومان ټپیان دي.

د ډنیپرو ښار د چارواکو په وینا، د روسيې ځواکونو د ډرون برید په ترڅ کې د ښار په یوه څو پوړیزه ودانۍ کې ځینې اپارتمانونه بشپړ ویجاړ شوي.

د اوکراین د دولتي بیړنیو خدماتو ادارې وویل چې، ددغه برید له امله شپږ تنه روغتون ته لېږدل شوي دي. د ډنیپرو ولایت والي، ولادیسلاو هایوانینکو، راپور ورکړ چې د ټپیانو په ډله کې یو دوه کلن او یو ۱۳ کلن ماشوم هم شامل دي.

د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري او چارواکي وايي چې د ټپيانو شمېر ممکن زیات شي.

امریکایي چارواکی: د ایران له‌خوا په مکسیکو کې د اسراییل سفیرې د وژلو پلان شنډ شوی دی

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۰ GMT+۰
100%

یوه امریکایي چارواکي د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) ویلي، د ایران سپاه پاسداران تېر کال هڅه کړې وه، چې په مکسیکو کې د اسراییل سفیره عینات کرانز نایګر ووژني، خو دا پلان شنډ شوی او اوس داسې ګواښ نه‌شته.

وروسته بیا د مکسیکو حکومت اعلان وکړ چې د اسراییل د سفیرې پر وړاندې د احتمالي برید په اړه یې معلومات نه‌لرل.

دغه امریکایي چارواکی، چې نه‌ یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ویلي د یادې دسیسې فعالیت د روان کال تر لومړۍ نیمایي پورې روان و.

هغه رویټرز ته ویلي: «دا پلان مهار شوی او اوس هېڅ فعال ګواښ نه‌شته.»

ایران لاتر اوسه د دغې ادعا په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

ډونالډ ټرمپ وایي، د سویلي افریقا جي‌۲۰ غونډه کې به هېڅ امریکایي چارواکی ګډون ونه‌کړي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۹ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې د امریکا هېڅ حکومتي چارواکی به د شلو سترو صنعتي هېوادونو (جي‌۲۰) سرمشریزې غونډې ته، چې د روانې میاشتې په وروستیو کې سویلي افریقا کې جوړېږي، ګډون ونه کړي. ترمپ د دغې پرېکړې دلیل په دغه هېواد کې د بشري حقونو روانې سرغړونې یادې کړي دي.

ټرمپ د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) پر «ټروت» لیکلي: «شرم دی چې د جي‌۲۰ سرمشریزه غونډه په سویلي افریقا کې ترسره کیږي. افریکنر قوم وژل کیږي، ذبح کیږي او د دوی ځمکې او فارمونه په غیرقانوني توګه نیول کېږي.»

ټرمپ ادعا کوي، چې افریکنر قوم د تور پوستو اکثریت هېواد کې د خپل نژاد له امله له ځورونې سره مخ دی، خو سویلي‌ افریقا بیا دغه ادعا رد کړې ده.

ټرمپ زیاته کړه: «تر هغو چې د بشري حقونو دغه سرغړونې پایته نه وي رسېدلي، د سویلي افریقا جي‌۲۰ غونډه کې به هېڅ امریکایي چارواکی ګډون ونه‌کړي. زه په۲۰۲۶کال کې د جي‌۲۰ کوربه‌توب ته په میامي او فلوریډا کې سترګې په لاره یم.»

ټرمپ تېره میاشت د امریکا د کډوالو د منلو کچه تر ټولو ټېټې اندازې ته راکمه کړه او ویې ویل، چې د منل کېدونکو کسانو تمرکز به تر ډېره پر سپین‌پوستو افریکنرانو وي.

د راپورونو له مخې، تمه وه چې د ټرمپ مرستیالد نومبر په ۲۲ او ۲۳مه د جوهانسبرګ غونډې ته ولاړ شي، خو اوس نه ځي.

ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې د سویلي افریقا له کورنیو او بهرنیو پالیسیو سره مخالفت ښودلی او سویلي افریقا بیا د غزې جګړه کې اسراییل پر نسل وژنې تورن کړی دی.

سویلي افریقا د ۲۰۲۴کال له ډسمبر راهیسې د ۲۰۲۵ کال تر نومبر پورې د جي‌۲۰ سرمشریزې مشري په غاړه لري او له هغې وروسته به دغه مشري امریکا ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې افریکنران هغه سپین پوستي هالنډي کډوال دي چې په ۱۷مه پېړۍ کې سویلي افریقا ته تللي دي. دوی خپله ژبه لري چې افریکانس نومېږي او ډېری یې لا هم په سویلي افریقا او نامیبیا کې اوسېږي.