طالبانو په ننګرهار کې د هبت الله د فرمانونو د تطبیق په اړه د عامه پوهاوي غونډه کړې

د طالبانو د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ددغه ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې د هبت الله د فرمانونو د لا ښه تطبيق په موخه د عامه پوهاوي غونډه شوې. د طالبانو چارواکو ویلي، چې د دغو فرمانونو عملي کول د اسلامي عدالت، ټولنیزې نېکمرغۍ او د بدو دودونو د مخنیوي لپاره اړین دي.




