• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکي: د ایران مېشتو افغانانو مخکېني په لاس‌لیکل شوي پاسپورټونه باید برېښنايي شي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۳ GMT+۰

د ایران د وګړو او بهرنیو کډوالو د چارو مرکز مشر نادر یار احمدي د طالبانو د سفارت سرپرست فضل محمد حقاني سره په تهران کې د ایران مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي. هغه ویلي، ایران کې مېشت هغه افغان کډوال چې لا هم په لاس‌لیکل شوي پاسپورټونه لري؛ باید برېښنايي هغه واخلي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه پروسه باید د شپږو میاشتو په موده کې بشپړه شي. د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د (لړم ۱۸مه) راپور ورکړی، چې نادر یار احمدي د دغه لیدنې پر مهال د ایران او افغانستان د پولو د جدي کنټرول غوښتنه کړې؛ څو دغه هېواد ته د افغانانو د ناقانونه تګ راتګ مخه ډب شي.

د راپور له مخې؛ فضل محمد حقاني ژمنه کړې، چې د طالبانو اداره به د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کې له ایران سره همکاري وکړي. نوموړي دارنګه نادر یار احمدي ته د هغو افغانانو د هویت د تثبیت او برېښنايي کولو د بهیر په اړه معلومات ورکړي، چې د «امایش کارتونه» لري. همدا راز یې د پخوانیو په لاس‌لیکل شویو پاسپورټونو د برېښنايي کېدو په تړاو هم ډاډ ورکړی دی.

نادر یار احمدي له دې وړاندې اعلان کړی و، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یو مېلیون او ۴۵۰زره افغان کډوال چې د قانوني استوګنې اسناد یې نه لرل، له دغه هېواده اېستلي دي. نوموړي ویلي و، چې د ایران حکومت غواړي په نږدې راتلونکي کې همدومره نور افغانان هم وباسي.

ترویج لرونکی

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی
۱

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۲

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۳

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۴

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

۵

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له ایران سره پر بانکي همکارۍ او د چابهار بندر په تړاو خبرې کړې دي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۸ GMT+۰
طالبانو له ایران سره پر بانکي همکارۍ او د چابهار بندر په تړاو خبرې کړې دي
100%

په ایران کې د طالبانو سفیر مولوي فضل محمد حقاني دوشنبه د (لړم ۱۸مه) د دغه هېواد د چابهار ازاد اقتصادي زون له عمومي مشر محمد سعید اربابي سره د بانکي همکاریو او یاد بندر کې د استازولۍ دفتر پرانېستلو په تړاو ناسته کړې ده.

په همدې تړاو خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو وړاندیز کړی چې په چابهار بندر کې د دوی د سوداګرۍ او صنعت وزارت د استازولۍ دفتر ولري. همدا راز زیاته شوې، د مالي لېږد رالېږد لپاره د افغانستان او ایران پر ګډ بانکي سېسټم جوړېدو هم په یاده لیدنه کې بحثونه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړه لوریو د افغان سوداګرو لپاره د اوږدمهاله اقامو پر صادرېدو او د هغوی د نورو ستونزو د حل پر اړتیا هم په دغه ناسته کې ټینګار کړی. پر کابل واکمنه ډله چې په ښکاره یې له پاکستان سره اړیکې ترینګلې ښکاري هڅه کوي، چې خپل سوداګریز مسیر چابهار بندر ته بدل کړي او ډېره تکیه هم پر همدې لاره وکړي.

وخت ناوخت د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د شخړو له امله پر ډیورنډ کرښه سوداګریزې لارې بندېږي، چې سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړوي. د دواړه لوریو سوداګرو نیوکه کړې، چې باید دوی د سیاسي کشمکشونو قرباني نه‌شي او افغان سوداګرو بیا غوښتنې کړې، چې د بدیل په توګه دې ورته چابهار بندر کې اسانتیاوې برابرې شي.

یونېسف وایي، افغانستان کې یې د مور او ماشوم د اړیکو پیاوړي کېدو ۷۰مرکزونه جوړ کړي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۶ GMT+۰
یونېسف وایي، افغانستان کې یې د مور او ماشوم د اړیکو پیاوړي کېدو ۷۰مرکزونه جوړ کړي
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ نړۍوال صندوق (یونسېف) وایي، بېلابېلو ولایتونو کې یې د ماشومانو د لومړنۍ ودې ۷۰مرکزونه جوړ کړي دي. دغه بنسټ وایي، له دې کاره یې موخه د مېندو او ماشومانو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول دي.

دوشنبه د (لړم ۱۹مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې تر اوسه ۲۰زره ماشومان او مېندې له دې پروګرام څخه برخمنې شوې دي. په هرات ولایت کې ماشومان او مېندې راټولې شوې دي. یوې ماشومې نجلۍ ته چکچکې وهي او هغه کرار، کرار قدمونه اخلي. د دغه پروګرام یوه روزونکې ازیتا صدیقي په وینا؛ دغه پروګرام کې یې مېندو ته ور زده کړي چې څه ډول خپل اولادونه وپالي. د هغې په خبره: «دوی ته ور زده کوو، چې څه ډول خپلو اولادونو سره چلند وکړي او څه ډول لوبې وکړي».

نوموړې وویل، چې دغه روزنیز پروګرام د ماشومانو او مېندو ترمنځ په چلند کې مثبت بدلون رامنځته کړی دی. د څېړنو له مخې؛ افغان مېندې تر زېږون وړاندې او وروسته له سختو روحي ستونزو سره مخ وي. لامل یې فقر او بې‌وزلي ښوول شوې، چې ډېر کله مېندې د خپلو اولادونو پالنه کې له کړاوونو سره مخ کېږي.

همدا راز کورني تاوتریخوالي هم د ماشومانو او مېندو پر رواني روغتیا ژورې اغېزې لري، چې د راپورونو پر بنسټ افغان مېرمنې له دې اړخه هم اغېزمنې دي.

شکریه بارکزۍ د «ازادۍ نړۍوال کانګرس» مرستیاله وټاکل شوه

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۵ GMT+۰
شکریه بارکزۍ د «ازادۍ نړۍوال کانګرس» مرستیاله وټاکل شوه
100%

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې غړې او په ناروې کې پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ د «ازادۍ نړۍوال کانګرس» مرستیاله ټاکل شوې ده.

دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه ټاکنه د ازادۍ نړۍوال کانګرس د هغه ژمنې څرګندونه کوي چې د ګډ او ټول‌ګډونه مشرتابه، د ښځو د ونډې پیاوړتیا او د ازادۍ، برابرۍ او انساني کرامت د ارزښتونو د پلي کولو لپاره یې کړې ده.

شکریه بارکزۍ د کانګرس غړو ته په خپل پیغام کې د ګډ کار او یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي: «موږ د ازادۍ، برابرۍ او عدالت لپاره یوځای ولاړ یو؛ پیاوړي، یو موټي او د نړۍوال بدلون لپاره ژمن یو».

د ازادۍ نړۍوال کانګرس دویمه ناسته پرون د جرمني په پلازمېنه برلین کې د شاوخوا (۶۰) هېوادونو د استازو په ګډون پیل شوه. دغه درې ورځنۍ ناسته د استبدادي حکومتونو پر وړاندې د مبارزې، د سیاسي بندیانو د وضعیت او د ولسي مقاومت د پیاوړتیا پر تګلارو متمرکزه ده.

په دې غونډه کې د ازادۍ نړۍوال کانګرس ټاکنې هم ترسره شوې او د یاد کانګرس مشرتابه ډله له دوو کلونو وروسته بدله شوه. د یاد کانګرس موخه دا ده، چې د بې‌عدالتۍ پر وړاندې د یووالي او همکارۍ فضا رامنځته کړي او د نړۍوالو ارزښتونو لکه د ازادو ټاکنو، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ ملاتړ وکړي.

طالبانو ننګرهار کې پر «سودي راکړې ورکړې» بندیز لګولی

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۸ GMT+۰
طالبانو ننګرهار کې پر «سودي راکړې ورکړې» بندیز لګولی
100%

په ننګرهار کې د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو رییس محمد یاسین حقپرست وایي، په دغه ولایت کې یې پر «سودي معاملاتو» بندیز لګولی دی. هغه وایي، په دې تړاو یې ننګرهار کې له سوداګرو او کاروباریانو سره اصلاحي ناستې هم کړې دي.

نوموړي وویل: «سوداګر او عام ولس مو له دې خبر کړل، چې سودي معاملات کول یا رباع د اسلام مبارک دین خلاف او ناروا عمل دی. همدارنګه په ټولنه کې ورورلي، باور او اقتصادي سلامتیا ته خطرناک او زیانونه رامنځته کوي».

د طالبانو دغه چارواکي ننګرهار کې کاروباریانو او عامو وګړو ته سپارښتنه کړې، چې له هر ډول سودي معاملاتو نه ډډه وکړي. د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت پر اېکس پاڼه د پکتیا پوهنتون د اقتصادي پوهنځي رییس پوهنیار عبدالله حبیبي غږ هم خپور کړی، چې په‌کې یې د سودي معاملاتو پر زیانونو خبرې کړې دي.

د هغه په وینا: «سودي معاملات د عاید او شتمنۍ د غیر عادلانه وېش یوه لویه منبعه ده او له لارې د ټولنې شتمن وګړي نور هم شتمن کېږي او بې‌وزله وګړي نور هم فقیر پاتې کېږي. د سود نشتوالي له کبله بازار کې مستقیمه پانګونه زیاتېږي، حسنه پور ورکوونه هم ورسره زیاتېږي».

د راپورونو له مخې؛ د هېواد په صرافیو کې د «سودي معاملاتو» مسایل ډېر دي او له کبله یې خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي. همدا راز په موټر پلورنځیو کې هم دغه مسله د اندېښنې وړ بلل شوې او ډېر کله اړمن کسان اړ کېږي، چې له اصلي بیو په لوړو بیو د «نېټو په نوم»‌ د اوږد مهال لپاره موټرونه واخلي.

د طالبانو افغان پوسټ ننګرهار کې تر کورونو د پاسپورټ رسولو بهیر پیل کړ

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۰
د طالبانو افغان پوسټ ننګرهار کې تر کورونو د پاسپورټ رسولو بهیر پیل کړ
100%

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، په دغه ولایت کې د دوی د افغان پوسټ ادارې له لوري خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د نویو پاسپورټونو تر کوره رسولو لړۍ پیل شوې ده. دوی وایي، له دې چارې سره به له خنډ او ځنډ پرته د پاسپورټ غوښتونکو ستونزې حل شي.

یکشنبه د (لړم ۱۸مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان پوسټ تر کوره د پاسپورټونو رسولو لګښت به یوازې «سل افغانۍ» وي او اختیاري بڼه لري. د‌ طالبانو د پاسپورټ ریاست رییس عبدالکریم حسیب په دې موخه جوړو شویو مراسمو کې وویل: «دغه نوښت چټک، اصولي او قانوني دی».

د طالبانو د افغان پوسټ عمومي مشر رحمت الله مکي وایي، چې په ټول هېواد کې «۳۶۴پوسته خانې» لري او د کورونو منظم ادرسونه هم ورسره ثبت دي. د هغه په خبره؛ له همدې امله به تر کورونو د دوی د پاسپورټ رسونې دغه بهیر بریالی شي.

طالبانو همدا راز ډاډ څرګند کړی، چې تر کورونو د پاسپورټونو او نورو اسنادو رسونه خوندي او محرمه ده. د مخکېني جمهوري نظام پر مهال هم د اسان خدمت په نوم ادارې او افغان پوسټ ورته خدمتونه په کابل کې پیل کړي وو؛ خو یوازې محدودې سیمې یې تر پوښښ لاندې وې او د پراختیا په حال کې و.

له دې سره، سره د طالبانو په واکمنۍ کې د پاسپورټ اخیستلو بهیر هم له کړاوونو ډک و او سلګونه زره کسان اړ شوي، چې له قانوني پیسو پرته یې د ترلاسه کولو لپاره رشوتونه هم ورکړي. د طالبانو دننه کړیو هم په یاده اداره کې پراخ اداري فساد تایید کړی او ان څو، څو ځلې یې ځینې کمېشنکاران هم نیولي دي.