• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو ننګرهار کې پر «سودي راکړې ورکړې» بندیز لګولی

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۸ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو رییس محمد یاسین حقپرست وایي، په دغه ولایت کې یې پر «سودي معاملاتو» بندیز لګولی دی. هغه وایي، په دې تړاو یې ننګرهار کې له سوداګرو او کاروباریانو سره اصلاحي ناستې هم کړې دي.

نوموړي وویل: «سوداګر او عام ولس مو له دې خبر کړل، چې سودي معاملات کول یا رباع د اسلام مبارک دین خلاف او ناروا عمل دی. همدارنګه په ټولنه کې ورورلي، باور او اقتصادي سلامتیا ته خطرناک او زیانونه رامنځته کوي».

د طالبانو دغه چارواکي ننګرهار کې کاروباریانو او عامو وګړو ته سپارښتنه کړې، چې له هر ډول سودي معاملاتو نه ډډه وکړي. د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت پر اېکس پاڼه د پکتیا پوهنتون د اقتصادي پوهنځي رییس پوهنیار عبدالله حبیبي غږ هم خپور کړی، چې په‌کې یې د سودي معاملاتو پر زیانونو خبرې کړې دي.

د هغه په وینا: «سودي معاملات د عاید او شتمنۍ د غیر عادلانه وېش یوه لویه منبعه ده او له لارې د ټولنې شتمن وګړي نور هم شتمن کېږي او بې‌وزله وګړي نور هم فقیر پاتې کېږي. د سود نشتوالي له کبله بازار کې مستقیمه پانګونه زیاتېږي، حسنه پور ورکوونه هم ورسره زیاتېږي».

د راپورونو له مخې؛ د هېواد په صرافیو کې د «سودي معاملاتو» مسایل ډېر دي او له کبله یې خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي. همدا راز په موټر پلورنځیو کې هم دغه مسله د اندېښنې وړ بلل شوې او ډېر کله اړمن کسان اړ کېږي، چې له اصلي بیو په لوړو بیو د «نېټو په نوم»‌ د اوږد مهال لپاره موټرونه واخلي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو افغان پوسټ ننګرهار کې تر کورونو د پاسپورټ رسولو بهیر پیل کړ

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۰
د طالبانو افغان پوسټ ننګرهار کې تر کورونو د پاسپورټ رسولو بهیر پیل کړ
100%

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، په دغه ولایت کې د دوی د افغان پوسټ ادارې له لوري خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د نویو پاسپورټونو تر کوره رسولو لړۍ پیل شوې ده. دوی وایي، له دې چارې سره به له خنډ او ځنډ پرته د پاسپورټ غوښتونکو ستونزې حل شي.

یکشنبه د (لړم ۱۸مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان پوسټ تر کوره د پاسپورټونو رسولو لګښت به یوازې «سل افغانۍ» وي او اختیاري بڼه لري. د‌ طالبانو د پاسپورټ ریاست رییس عبدالکریم حسیب په دې موخه جوړو شویو مراسمو کې وویل: «دغه نوښت چټک، اصولي او قانوني دی».

د طالبانو د افغان پوسټ عمومي مشر رحمت الله مکي وایي، چې په ټول هېواد کې «۳۶۴پوسته خانې» لري او د کورونو منظم ادرسونه هم ورسره ثبت دي. د هغه په خبره؛ له همدې امله به تر کورونو د دوی د پاسپورټ رسونې دغه بهیر بریالی شي.

طالبانو همدا راز ډاډ څرګند کړی، چې تر کورونو د پاسپورټونو او نورو اسنادو رسونه خوندي او محرمه ده. د مخکېني جمهوري نظام پر مهال هم د اسان خدمت په نوم ادارې او افغان پوسټ ورته خدمتونه په کابل کې پیل کړي وو؛ خو یوازې محدودې سیمې یې تر پوښښ لاندې وې او د پراختیا په حال کې و.

له دې سره، سره د طالبانو په واکمنۍ کې د پاسپورټ اخیستلو بهیر هم له کړاوونو ډک و او سلګونه زره کسان اړ شوي، چې له قانوني پیسو پرته یې د ترلاسه کولو لپاره رشوتونه هم ورکړي. د طالبانو دننه کړیو هم په یاده اداره کې پراخ اداري فساد تایید کړی او ان څو، څو ځلې یې ځینې کمېشنکاران هم نیولي دي.

د ایران په خراسان رضوي کې افغان زده‌کوونکو ته ښوونځیو کې د نوم‌لیکنې اسانتیا برابره شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۸ GMT+۰
د ایران په خراسان رضوي کې افغان زده‌کوونکو ته ښوونځیو کې د نوم‌لیکنې اسانتیا برابره شوې
100%

د ایران د خراسان رضوي ولایت د پوهنې ریاست خبر ورکړی، چې ښوونځیو کې یې د افغان کډوالو زده‌کوونکو د نوم‌لیکنې ستونزه اواره کړې ده. ویل شوي د نوې تګلارې له مخې؛ هغه زده‌کوونکي چې د سرشمېرنې پاڼه ولري یا یې پخوا ایران کې زده‌کړې کړې وي، ښوونځیو کې نوم‌لیکنه کولای شي.

د خراسان رضوي د پوهنې رياست د وګړو چارو مسوول سيد مهدي حسيني ويلي، چې د هغو کډوالو زده‌کوونکو د نوم‌ليکنې ستونزه چې د سرشمېرنې پاڼه لري يا له زده‌کړو پاتې دي، حل شوې ده. حسيني د ایران د پوهنې وزارت د نړۍوالو چارو او د بهرنیو ښوونځیو مرکز د يوه رسمي ليک له مخې څرګنده کړې، د هغو کډوالو زده‌کوونکو نوم‌ليکنه ستونزه نه‌لري چې د ياد شوي ليک درې شرطونه پوره کړي.

د دې لارښود له مخې؛ زده‌کوونکي بايد په تېر ښوونیز کال کې د هېواد په يوه ښوونځي کې نوم‌ليکنه او زده‌کړه کړې وي او همدا راز د زده‌کوونکي د کورنۍ لږ تر لږه يو غړی (خور يا ورور) بايد په روان کال کې نوم‌ليکنه کړې وي. په دې شرطونو کې درېیم یې دا دی، چې زده‌کوونکي بايد د سرشمېرنې پاڼه ولري او د فراجا له ادارې څخه یې د لنډمهالي اقامت سند ترلاسه کړی وي.

په ليک کې په ټینګار سره د ښوونځيو مديرانو ته سپارښتنه شوې، چې په چټک ډول د دغه زده‌کوونکو د نوم‌ليکنې او زده‌کړو زمينه برابره کړي. حسيني وويل، چې دغه حکم د ټولو ښوونځيو مديرانو ته لېږل شوی دی. د ده په وينا؛ د دغو زده‌کوونکو د مور او پلار دنده ده، چې ژر تر ژره د وګړو چارو مديريت ته ولاړ شي، د لنډمهاله اقامت پېژندپاڼه او د زده‌کړې رسمي پېژند پاڼې ترلاسه کړي.

نوموړي له کډوالو کورنيو وغوښتل، چې د خپل استوګن‌ځي تر ټولو نږدې ښوونځي ته ولاړ شي او زياته يې کړه چې د ښوونيز کال له پيل څخه له يوې مياشتې زيات وخت تېر شوی او ښايي ځينې ښوونځي نور تش ځایونه ونه لري. هغه وويل، که د نوم‌ليکنې پر مهال له ستونزې سره مخ شي؛ نو کورنۍ دې د پوهنې اړوندې ادارې يا د سيمې د «فعاليت د ارزونې مديريت» ته مراجعه وکړي.

د ایران خراسان رضوي د وګړو چارو مسوول وويل، چې د زده‌کوونکو نوم‌ليکنه لومړيتوب لري او کورنۍ تر يوې مياشتې وخت لري؛ څو خپل اسناد بشپړ کړي. له دې وړاندې د تهران د پوهنې رياست د عامه اړيکو دفتر هم ښوونځيو ته د بهرنيو زده‌کوونکو د نوم‌ليکنې د تګلارې د اصلاح خبر ورکړی و.

په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو لویه ستونزه په ښوونځیو کې د دوی د اولادونو د شاملولو مساله ده. په دواړو هېوادونو کې ډېری وخت ان افغان ماشومان د ښوونکو او ښوونځیو د ادارو له لوري له تبعیضي چلند او رواني شکنجې سره هم مخ شوي‌ دي.

د طالبانو سرې میاشتې په بغلان کې له بېرته ستنو شویو ۱۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته کړې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۰ GMT+۰
د طالبانو سرې میاشتې په بغلان کې له بېرته ستنو شویو ۱۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته کړې
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې په بغلان ولایت کې یې له ګاونډیو هېوادونو نه د بېرته ستنو شویو ۱۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته کړې. یکشنبه د (لړم ۱۸مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې ټول ټال ۲۲نیم مېلیونه افغانۍ وېشل شوې چې هرې کورنۍ ته ۱۵زره افغانۍ رسېدلې دي.

د طالبانو یاده اداره وایي، له دې مرستو یې موخه دغو بېرته ستنو شویو کورنیو ته د لومړنیو اړتیاوو برابرول دي. دغه مرستې د بغلان په مرکز پلخمري او ډنډ غوري ولسوالۍ کې وېشل شوې دي. په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو اېستلو یو ځل بیا زور اخیستی، چې په کور دننه یې د بېرته ستنېدونکو پر وړاندې ننګونې هم ډېرې کړې دي.

د روان زېږدیز کال له پیله یادو دواړو ګاونډیو هېوادونو نږدې شاوخوا ۲مېلیونه افغان کډوال په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه کړي او دغه لړۍ یې یو ځل بیا په داسې حال کې چټکه کړې، چې افغانستان له سخت بشري کړکېچ او اقتصادي ناورین سره مخ دی.

له دې سره، سره په افغانستان کې سیاسي بې‌ثباتي او د مشروع حکومت نشتوالي هم د تازه ستنو شویو کډوالو سره د مرستو بهیر ټکنی کړی. ملګرو ملتونو هم اندېښنه ښوولې، چې تازه بېرته ستنېدونکي کډوال د سرپناوو، روزګار، د نجونو زده‌کړو او د ښځو د کار په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

افغانستان کې د یاد سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر عرفات جمال په وار، وار اندېښنه څرګنده کړې، چې د تازه ستنو شویو افغان کډوالو لپاره کافي مالي سرچینې نه‌لري او د نړۍوالې ټولنې تر څنګ باید مرستندویه سازمانونه هم په دې برخه کې د دوی لاسنیوی وکړي.

سره له دې چې طالبان د بېرته ستنېدونکو سره د مرستو خبرونه ورکوي؛ خو راپورونه څرګندوي چې دغه ډله له ګاونډیو هېوادونو د اېستل کېدونکو افغانانو د روانې لړۍ په مدیریت کې پاتې راغلې او د بشري مرستو په چمتووالي کې هم بې‌وسه ده. طالبانو له خیریه بنسټونو او مرستندویه ادارو سره په ناستو کې په وار، وار ترې غوښتي، چې د بېرته ستنېدونکو په برخه کې یې لاسنېوی وکړي.

احمد مسعود: که په افغانستان اوسنی وضعیت دوام وکړي، نو تر لسو کلونو به بل ناورین رامنځته شي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۴ GMT+۰
احمد مسعود: که په افغانستان اوسنی وضعیت دوام وکړي، نو تر لسو کلونو به بل ناورین رامنځته شي
100%

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په فرانسه کې «د راتلونکو کتنو» په کلنۍ غونډه کې خبرداری ورکړ، که د افغانستان مسلې ته حل لاره ونه‌موندل شي، نو تر راتلونکو لسو کلونو به نوی ناورین رامنځته شي او په وینا یې د لوېدیځ په ملاتړ کېدای شي له هغه ناورین څخه مخنیوی وشي.

احمد مسعود (د شنبې په ورځ د لړم ۱۷مه) د فرانسې د وار ولایت په سن‌رافایل ښار کې «د راتلونکو کتنو» په نوم کلنۍ غونډه کې ادعا وکړه، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو د روزنې پر نړۍوال مرکز بدل شوی دی.

طالبانو تر دې مخکې په وار- وار اعلان کړی، چې د دوی په واکمنۍ کې هېڅ ترهګره ډله نه‌شته او هېڅ یوه فرد یا ډلې ته هم د دې اجازه نه‌ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

نوموړي په دې تړاو چې ولې یې د طالبانو پر وړاندې وسله‌واله مبارزه غوره کړې، وویل: «موږ هېڅکله هم وسله‌واله مبارزه خپله موخه نه ده ګڼلې. موږ خبرې اترې هم وازمویلې، خو طالبانو هغه رد کړې.»

مسعود زیاته کړه، وسله‌وال مقاومت موخه نه ده، بلکې سیاسي حل لارې ته د رسېدو لپاره یوه وسیله ده.

احمد مسعود څرګنده کړه، د مقاومت جبهې ځواکونه د افغانستان د راتلونکې لپاره جنګېږي، چې په‌کې افغانان په خپله خوښه حکومت غوره کړي، نجونې زده کړې وکړي او ښځې په برابره توګه په ټولنه کې ژوند وکړي.

نوموړي ویلي، په داسې حال کې چې لوېديځوال باوري و چې طالبان بدل شوي، خو په وینا یې طالبانو تغییر نه دی کړی او د لومړي پړاو واکمنۍ په څېر پر خلکو «ظلم» کوي او همداراز یې څرګنده کړې، چې اوس په افغانستان کې د طالبانو روانو چارو ته په کتو هېڅ هېواد یاد باور نه تاییدوي.

هغه په ډاګه کړې: «موږ له نورو نه‌غواړو چې زموږ پر ځای وجنګېږي. موږ هغه څه چې له نړۍ یې غواړو دا دي، چې افغانستان او خلک یې هېر نه شي او په نه‌سترګه ورته ونه‌ګوري.»

د مقاومت جبهې مشر د خپلې وینا په یوې برخه کې ازادي، ولسواکي، د ښځو حقونه، د بیان ازادي او دې ته ورته نور ارزښتونه له اروپاییانو سره د افغانستان ګډ ارزښتونه یاد کړل او زیاته یې کړه، چې طالبانو دغه ارزښتونه ځپلي دي.

هغه یو ځل بیا له نړۍوالو وغوښتل، چې افغانستان باید په سیاسي او بشري برخو کې په لومړیتوبونو کې پاتې شي، د جرمونو د نړۍوالې محکمې له چارو ملاتړ وکړي، پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لرې نه‌کړي او په رسمیت یې هم ونه‌پېژني.

احمد مسعود د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستیو نښتو ته په اشارې سره وویل: «پلار مې په ۱۹۹۷ کال کې د دغه وضعیت وړاندوېنه کړې وه. هغه ویل چې له طالبانو ملاتړ د پاکستان ستراتیژیکه تېروتنه ده.»

د هغه په وینا، پاکستان داسې انګېرله چې کولی شي طالبان کنټرول کړي، خو طالبان بیا د ټي‌ټي‌پي په څېر پروژه، ایډیولوژي او متحدین لري چې د پاکستان د نیولو مدعیان دي.

د یادونې وړ ده، چې «د راتلونکو کتنو» غونډه هر کال د یو شمېر سیاستوالو، روڼ‌اندو او همداراز سیاسي او ټولنیزو فعالینو په حضور سره په فرانسه کې جوړېږي.

سمیع سادات: اوس په ټوله سوېلي او منځنۍ اسیا کې د افغان پخواني پوځ نشتوالی احساسېږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۸ GMT+۰
سمیع سادات: اوس په ټوله سوېلي او منځنۍ اسیا کې د افغان پخواني پوځ نشتوالی احساسېږي
100%

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات وایي، اوس په سیمه کې د افغان پخواني پوځ نشتوالی احساسېږي او دغه وضعیت به د ترهګرۍ د پراختیا او همداراز د بې ثباتۍ لامل شي. هغه طالبان یو ځل بیا د سیمې لپاره ګواښ وبلل او له ګاونډیو هېوادونو یې وغوښتل، له دغې ډلې خپل ملاتړ ته د پای ټکی کېږدي.

جنرال سمیع سادات د یکشنبې په ماښام (د لړم ۱۸مه) په خپله اېکس پاڼه د سیمې د امنیت په ساتنه کې د افغان پخواني پوځ رول ته په اشارې سره په پاکستان کې د بې‌ثباتۍ لامل د طالبانو پر وړاندې د دغه هېواد ناسمې پالیسۍ وبللې.

سادات په ډاګه کړې، چې په ایران کې هم «څو ډلې» شته چې له ترهګرۍ د خپلو موخه لپاره استفاده کوي او ټينګار یې کړی، چې په منځنۍ اسیا کې به شخړې ډېرې جدي شي.

سادات زیاته کړې: «ټوله سیمه د طالبانو له حضور څخه رنځېږي. د سخت دریځۍ کچه د لوړېدو په حال کې ده او اقتصاد هم ورسره سخت زیانمن شوی دی.»

هغه د افغانستان له ګاونډیانو غوښتي، چې طالبانو ته د یوه «ګواښ» په سترګه وګوري او له دغې ډلې خپل ملاتړ ودروي.

د افغان پخواني پوځ دغه قومندان خبرداری ورکړی، د ترهګرۍ په پراخېدو سره به له پاکستان وروسته دغه «وبا» هند او ایران ته هم ورسېږي.

جنرال سمیع سادات وايي، په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال له پاکستان څخه په ځلونو غوښتل شوي و، چې له طالبانو ملاتړ ودروي، خو اسلام‌اباد د کابل دغې غوښتنې ته پام نه‌کاوه.

د افغان پوځ دغه پخوانی قومندان په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل د طالبانو له لارې پاکستان ګڼي او په وینا یې اوس یې ورسره اړیکې ډېرې ترېنګلې دي.

د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ دغه وضعیت ان مخامخ جګړې ته ورسېد او ورسره د سولې لپاره د دوحې او استانبول خبرې پیل شوې او له لومړي پړاو پرته چې په‌کې پر اوربند سلا شوې «هغه هم ماتېدونکی» د خبرو دوه نور پړاونه یې په استانبول کې له کومې پایلې پرته پای ته رسېدلي دي.