• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونېسف وایي، افغانستان کې یې د مور او ماشوم د اړیکو پیاوړي کېدو ۷۰مرکزونه جوړ کړي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۶ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ نړۍوال صندوق (یونسېف) وایي، بېلابېلو ولایتونو کې یې د ماشومانو د لومړنۍ ودې ۷۰مرکزونه جوړ کړي دي. دغه بنسټ وایي، له دې کاره یې موخه د مېندو او ماشومانو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول دي.

دوشنبه د (لړم ۱۹مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې تر اوسه ۲۰زره ماشومان او مېندې له دې پروګرام څخه برخمنې شوې دي. په هرات ولایت کې ماشومان او مېندې راټولې شوې دي. یوې ماشومې نجلۍ ته چکچکې وهي او هغه کرار، کرار قدمونه اخلي. د دغه پروګرام یوه روزونکې ازیتا صدیقي په وینا؛ دغه پروګرام کې یې مېندو ته ور زده کړي چې څه ډول خپل اولادونه وپالي. د هغې په خبره: «دوی ته ور زده کوو، چې څه ډول خپلو اولادونو سره چلند وکړي او څه ډول لوبې وکړي».

نوموړې وویل، چې دغه روزنیز پروګرام د ماشومانو او مېندو ترمنځ په چلند کې مثبت بدلون رامنځته کړی دی. د څېړنو له مخې؛ افغان مېندې تر زېږون وړاندې او وروسته له سختو روحي ستونزو سره مخ وي. لامل یې فقر او بې‌وزلي ښوول شوې، چې ډېر کله مېندې د خپلو اولادونو پالنه کې له کړاوونو سره مخ کېږي.

همدا راز کورني تاوتریخوالي هم د ماشومانو او مېندو پر رواني روغتیا ژورې اغېزې لري، چې د راپورونو پر بنسټ افغان مېرمنې له دې اړخه هم اغېزمنې دي.

ترویج لرونکی

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی
۱

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۲

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۳

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۴

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

۵

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

شکریه بارکزۍ د «ازادۍ نړۍوال کانګرس» مرستیاله وټاکل شوه

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۵ GMT+۰
شکریه بارکزۍ د «ازادۍ نړۍوال کانګرس» مرستیاله وټاکل شوه
100%

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې غړې او په ناروې کې پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ د «ازادۍ نړۍوال کانګرس» مرستیاله ټاکل شوې ده.

دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه ټاکنه د ازادۍ نړۍوال کانګرس د هغه ژمنې څرګندونه کوي چې د ګډ او ټول‌ګډونه مشرتابه، د ښځو د ونډې پیاوړتیا او د ازادۍ، برابرۍ او انساني کرامت د ارزښتونو د پلي کولو لپاره یې کړې ده.

شکریه بارکزۍ د کانګرس غړو ته په خپل پیغام کې د ګډ کار او یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي: «موږ د ازادۍ، برابرۍ او عدالت لپاره یوځای ولاړ یو؛ پیاوړي، یو موټي او د نړۍوال بدلون لپاره ژمن یو».

د ازادۍ نړۍوال کانګرس دویمه ناسته پرون د جرمني په پلازمېنه برلین کې د شاوخوا (۶۰) هېوادونو د استازو په ګډون پیل شوه. دغه درې ورځنۍ ناسته د استبدادي حکومتونو پر وړاندې د مبارزې، د سیاسي بندیانو د وضعیت او د ولسي مقاومت د پیاوړتیا پر تګلارو متمرکزه ده.

په دې غونډه کې د ازادۍ نړۍوال کانګرس ټاکنې هم ترسره شوې او د یاد کانګرس مشرتابه ډله له دوو کلونو وروسته بدله شوه. د یاد کانګرس موخه دا ده، چې د بې‌عدالتۍ پر وړاندې د یووالي او همکارۍ فضا رامنځته کړي او د نړۍوالو ارزښتونو لکه د ازادو ټاکنو، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ ملاتړ وکړي.

طالبانو ننګرهار کې پر «سودي راکړې ورکړې» بندیز لګولی

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۸ GMT+۰
طالبانو ننګرهار کې پر «سودي راکړې ورکړې» بندیز لګولی
100%

په ننګرهار کې د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو رییس محمد یاسین حقپرست وایي، په دغه ولایت کې یې پر «سودي معاملاتو» بندیز لګولی دی. هغه وایي، په دې تړاو یې ننګرهار کې له سوداګرو او کاروباریانو سره اصلاحي ناستې هم کړې دي.

نوموړي وویل: «سوداګر او عام ولس مو له دې خبر کړل، چې سودي معاملات کول یا رباع د اسلام مبارک دین خلاف او ناروا عمل دی. همدارنګه په ټولنه کې ورورلي، باور او اقتصادي سلامتیا ته خطرناک او زیانونه رامنځته کوي».

د طالبانو دغه چارواکي ننګرهار کې کاروباریانو او عامو وګړو ته سپارښتنه کړې، چې له هر ډول سودي معاملاتو نه ډډه وکړي. د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت پر اېکس پاڼه د پکتیا پوهنتون د اقتصادي پوهنځي رییس پوهنیار عبدالله حبیبي غږ هم خپور کړی، چې په‌کې یې د سودي معاملاتو پر زیانونو خبرې کړې دي.

د هغه په وینا: «سودي معاملات د عاید او شتمنۍ د غیر عادلانه وېش یوه لویه منبعه ده او له لارې د ټولنې شتمن وګړي نور هم شتمن کېږي او بې‌وزله وګړي نور هم فقیر پاتې کېږي. د سود نشتوالي له کبله بازار کې مستقیمه پانګونه زیاتېږي، حسنه پور ورکوونه هم ورسره زیاتېږي».

د راپورونو له مخې؛ د هېواد په صرافیو کې د «سودي معاملاتو» مسایل ډېر دي او له کبله یې خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي. همدا راز په موټر پلورنځیو کې هم دغه مسله د اندېښنې وړ بلل شوې او ډېر کله اړمن کسان اړ کېږي، چې له اصلي بیو په لوړو بیو د «نېټو په نوم»‌ د اوږد مهال لپاره موټرونه واخلي.

د طالبانو افغان پوسټ ننګرهار کې تر کورونو د پاسپورټ رسولو بهیر پیل کړ

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۰
د طالبانو افغان پوسټ ننګرهار کې تر کورونو د پاسپورټ رسولو بهیر پیل کړ
100%

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، په دغه ولایت کې د دوی د افغان پوسټ ادارې له لوري خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د نویو پاسپورټونو تر کوره رسولو لړۍ پیل شوې ده. دوی وایي، له دې چارې سره به له خنډ او ځنډ پرته د پاسپورټ غوښتونکو ستونزې حل شي.

یکشنبه د (لړم ۱۸مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان پوسټ تر کوره د پاسپورټونو رسولو لګښت به یوازې «سل افغانۍ» وي او اختیاري بڼه لري. د‌ طالبانو د پاسپورټ ریاست رییس عبدالکریم حسیب په دې موخه جوړو شویو مراسمو کې وویل: «دغه نوښت چټک، اصولي او قانوني دی».

د طالبانو د افغان پوسټ عمومي مشر رحمت الله مکي وایي، چې په ټول هېواد کې «۳۶۴پوسته خانې» لري او د کورونو منظم ادرسونه هم ورسره ثبت دي. د هغه په خبره؛ له همدې امله به تر کورونو د دوی د پاسپورټ رسونې دغه بهیر بریالی شي.

طالبانو همدا راز ډاډ څرګند کړی، چې تر کورونو د پاسپورټونو او نورو اسنادو رسونه خوندي او محرمه ده. د مخکېني جمهوري نظام پر مهال هم د اسان خدمت په نوم ادارې او افغان پوسټ ورته خدمتونه په کابل کې پیل کړي وو؛ خو یوازې محدودې سیمې یې تر پوښښ لاندې وې او د پراختیا په حال کې و.

له دې سره، سره د طالبانو په واکمنۍ کې د پاسپورټ اخیستلو بهیر هم له کړاوونو ډک و او سلګونه زره کسان اړ شوي، چې له قانوني پیسو پرته یې د ترلاسه کولو لپاره رشوتونه هم ورکړي. د طالبانو دننه کړیو هم په یاده اداره کې پراخ اداري فساد تایید کړی او ان څو، څو ځلې یې ځینې کمېشنکاران هم نیولي دي.

د ایران په خراسان رضوي کې افغان زده‌کوونکو ته ښوونځیو کې د نوم‌لیکنې اسانتیا برابره شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۸ GMT+۰
د ایران په خراسان رضوي کې افغان زده‌کوونکو ته ښوونځیو کې د نوم‌لیکنې اسانتیا برابره شوې
100%

د ایران د خراسان رضوي ولایت د پوهنې ریاست خبر ورکړی، چې ښوونځیو کې یې د افغان کډوالو زده‌کوونکو د نوم‌لیکنې ستونزه اواره کړې ده. ویل شوي د نوې تګلارې له مخې؛ هغه زده‌کوونکي چې د سرشمېرنې پاڼه ولري یا یې پخوا ایران کې زده‌کړې کړې وي، ښوونځیو کې نوم‌لیکنه کولای شي.

د خراسان رضوي د پوهنې رياست د وګړو چارو مسوول سيد مهدي حسيني ويلي، چې د هغو کډوالو زده‌کوونکو د نوم‌ليکنې ستونزه چې د سرشمېرنې پاڼه لري يا له زده‌کړو پاتې دي، حل شوې ده. حسيني د ایران د پوهنې وزارت د نړۍوالو چارو او د بهرنیو ښوونځیو مرکز د يوه رسمي ليک له مخې څرګنده کړې، د هغو کډوالو زده‌کوونکو نوم‌ليکنه ستونزه نه‌لري چې د ياد شوي ليک درې شرطونه پوره کړي.

د دې لارښود له مخې؛ زده‌کوونکي بايد په تېر ښوونیز کال کې د هېواد په يوه ښوونځي کې نوم‌ليکنه او زده‌کړه کړې وي او همدا راز د زده‌کوونکي د کورنۍ لږ تر لږه يو غړی (خور يا ورور) بايد په روان کال کې نوم‌ليکنه کړې وي. په دې شرطونو کې درېیم یې دا دی، چې زده‌کوونکي بايد د سرشمېرنې پاڼه ولري او د فراجا له ادارې څخه یې د لنډمهالي اقامت سند ترلاسه کړی وي.

په ليک کې په ټینګار سره د ښوونځيو مديرانو ته سپارښتنه شوې، چې په چټک ډول د دغه زده‌کوونکو د نوم‌ليکنې او زده‌کړو زمينه برابره کړي. حسيني وويل، چې دغه حکم د ټولو ښوونځيو مديرانو ته لېږل شوی دی. د ده په وينا؛ د دغو زده‌کوونکو د مور او پلار دنده ده، چې ژر تر ژره د وګړو چارو مديريت ته ولاړ شي، د لنډمهاله اقامت پېژندپاڼه او د زده‌کړې رسمي پېژند پاڼې ترلاسه کړي.

نوموړي له کډوالو کورنيو وغوښتل، چې د خپل استوګن‌ځي تر ټولو نږدې ښوونځي ته ولاړ شي او زياته يې کړه چې د ښوونيز کال له پيل څخه له يوې مياشتې زيات وخت تېر شوی او ښايي ځينې ښوونځي نور تش ځایونه ونه لري. هغه وويل، که د نوم‌ليکنې پر مهال له ستونزې سره مخ شي؛ نو کورنۍ دې د پوهنې اړوندې ادارې يا د سيمې د «فعاليت د ارزونې مديريت» ته مراجعه وکړي.

د ایران خراسان رضوي د وګړو چارو مسوول وويل، چې د زده‌کوونکو نوم‌ليکنه لومړيتوب لري او کورنۍ تر يوې مياشتې وخت لري؛ څو خپل اسناد بشپړ کړي. له دې وړاندې د تهران د پوهنې رياست د عامه اړيکو دفتر هم ښوونځيو ته د بهرنيو زده‌کوونکو د نوم‌ليکنې د تګلارې د اصلاح خبر ورکړی و.

په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو لویه ستونزه په ښوونځیو کې د دوی د اولادونو د شاملولو مساله ده. په دواړو هېوادونو کې ډېری وخت ان افغان ماشومان د ښوونکو او ښوونځیو د ادارو له لوري له تبعیضي چلند او رواني شکنجې سره هم مخ شوي‌ دي.

د طالبانو سرې میاشتې په بغلان کې له بېرته ستنو شویو ۱۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته کړې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۰ GMT+۰
د طالبانو سرې میاشتې په بغلان کې له بېرته ستنو شویو ۱۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته کړې
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې په بغلان ولایت کې یې له ګاونډیو هېوادونو نه د بېرته ستنو شویو ۱۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته کړې. یکشنبه د (لړم ۱۸مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې ټول ټال ۲۲نیم مېلیونه افغانۍ وېشل شوې چې هرې کورنۍ ته ۱۵زره افغانۍ رسېدلې دي.

د طالبانو یاده اداره وایي، له دې مرستو یې موخه دغو بېرته ستنو شویو کورنیو ته د لومړنیو اړتیاوو برابرول دي. دغه مرستې د بغلان په مرکز پلخمري او ډنډ غوري ولسوالۍ کې وېشل شوې دي. په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو اېستلو یو ځل بیا زور اخیستی، چې په کور دننه یې د بېرته ستنېدونکو پر وړاندې ننګونې هم ډېرې کړې دي.

د روان زېږدیز کال له پیله یادو دواړو ګاونډیو هېوادونو نږدې شاوخوا ۲مېلیونه افغان کډوال په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه کړي او دغه لړۍ یې یو ځل بیا په داسې حال کې چټکه کړې، چې افغانستان له سخت بشري کړکېچ او اقتصادي ناورین سره مخ دی.

له دې سره، سره په افغانستان کې سیاسي بې‌ثباتي او د مشروع حکومت نشتوالي هم د تازه ستنو شویو کډوالو سره د مرستو بهیر ټکنی کړی. ملګرو ملتونو هم اندېښنه ښوولې، چې تازه بېرته ستنېدونکي کډوال د سرپناوو، روزګار، د نجونو زده‌کړو او د ښځو د کار په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

افغانستان کې د یاد سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر عرفات جمال په وار، وار اندېښنه څرګنده کړې، چې د تازه ستنو شویو افغان کډوالو لپاره کافي مالي سرچینې نه‌لري او د نړۍوالې ټولنې تر څنګ باید مرستندویه سازمانونه هم په دې برخه کې د دوی لاسنیوی وکړي.

سره له دې چې طالبان د بېرته ستنېدونکو سره د مرستو خبرونه ورکوي؛ خو راپورونه څرګندوي چې دغه ډله له ګاونډیو هېوادونو د اېستل کېدونکو افغانانو د روانې لړۍ په مدیریت کې پاتې راغلې او د بشري مرستو په چمتووالي کې هم بې‌وسه ده. طالبانو له خیریه بنسټونو او مرستندویه ادارو سره په ناستو کې په وار، وار ترې غوښتي، چې د بېرته ستنېدونکو په برخه کې یې لاسنېوی وکړي.