سوېلي کوریا د چین د ډوبې شوې کښتۍ د عملې د موندلو عملیات پیل کړل

سوېلي کوریا د دغه هېواد په لوېدیځ ساحل شاوخوا کې د یوې چینایي کښتۍ تر ډوبېدو وروسته د نهو لادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړي دي. ځایي چارواکو ویلي، په دغه کښتۍ کې ۱۱ کسان سپاره وو چې تر دې دمه دوه کسان ژغورل شوي؛ خو پاتې ۹ کسان لا هم لادرکه دي.

دوی زیاته کړې، کښتۍ شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره له ساحل څخه لرې ډوبه شوې ده.