• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ د مستند فلم د اېډیټ پر سر د نیوکو له امله د بي‌بي‌سي مشر استعفا وکړه

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۲ GMT+۰

د بي‌بي‌سي لوی مشر او د خبرونو مسوولې د یکشنبې په ورځ له دندې استعفا وکړه. دغه پرېکړه له هغې وروسته وشوه، چې پر دې برېتانوي رسنۍ د دریځ نیولو او د ټرمپ د مستند فلم د اېډیټ کولو په تړاو نیوکې زیاتې شوې.

بي‌بي‌سي له هغه وروسته تر سختو نیوکو لاندې راغله، چې د اخلاقي او مسلکي معیارونو پخواني سلاکار ډیلي تېلګراف ورځپاڼې ته یو راپور لیک کړ. په دغه راپور کې ویل شوي وو، چې بي‌بي‌سي د اسراییل – حماس جګړې، د ټرانسجندر مسایلو او د ټرمپ د وینا په پوښښ کې د بې‌طرفۍ له معیارونو سرغړونه کړې ده.

سپینې ماڼۍ بي‌بي‌سي ته وروسته له هغه “د تبلیغاتو ماشین” وویل، چې څرګنده شوه د دې شبکې «Panorama» پروګرام د ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د ۶مې وینا دوه جلا برخې سره نښلولې وې، څو داسې ښکاره شي چې هغه د کانګرس پر لور د تاوتریخوالي هڅونه کوي.

د بي‌بي‌سي مشر ټیم ډېوي چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې یې د یادې ادارې مشري کوله، ویلي دي چې دغه پرېکړه یې “له ډېر فکر” وروسته وکړه.
نوموړي زیاته کړه، چې پر هغه شخصي او مسلکي فشارونه په «دې تودو او د شخړو ډکو حالاتو» کې ډېر زیات شوي وو.

له دې سره هم مهاله د بي‌بي‌سي د خبرونو اجراییه مشرې هم استعفا وکړه.

بي‌بي‌سي چې د نړۍ یو له تر ټولو پخوانۍ او با‌اعتباره رسنۍ څخه ده، په وروستیو کلونو کې د بې‌پلوۍ په اړه له پراخو پوښتنو سره مخ ده.
یو لیک شوی داخلي راپور ښيي، چې د بي‌بي‌سي العربیه د غزې جګړې په پوښښ کې د اسراییل پر ضد تعصب ښودلی و.

ترویج لرونکی

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی
۱

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۲

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۳

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۴

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

۵

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

اتریش یو ځل بیا یو افغان پناه غوښتونکی کابل ته استولی

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۰
اتریش یو ځل بیا یو افغان پناه غوښتونکی کابل ته استولی
100%

اتریش د کډوالۍ په برخه کې خپله سخته تګلاره دوامداره ساتلې او یو ځل بیا یې یو افغان وګړی افغانستان ته اخراج کړی دی. نوموړي په ویانا کې د نشه‌یي توکو د پلورنې هڅه کړې وه، خو پولیسو نیولی و او په مارچ میاشت کې محکوم شوی و.

دا د طالبانو د واکمنۍ له بیا ټینګېدو وروسته دویم ځل دی چې اتریش کابل ته افغانان استوي.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کس چې په۱۹۹۲ کال کې زېږېدلی دی، د یکشنبې پر سهار له استانبول څخه کابل ته ولېږدول شو. نوموړي په ویانا کې د نشه‌یي توکو د پلورنې هڅه کړې وه، خو پولیسو نیولی و او په مارچ میاشت کې محکوم شوی و.

وزارت ویلي، دا پرېکړه د اتریش د بهرنیانو او پناه غوښتنې فدرالي ادارې (BFA) او د طالبانو له چارواکو سره په نږدې همغږۍ، شوې ده.

کرونن څایتونګ ویلي، دا دویم ځل دی چې اتریش له ۲۰۲۱ کال وروسته یو څوک افغانستان ته بېرته لېږي.

لومړۍ پېښه د اکتوبر په پای کې وه او یو افغان، چې د جنسي تېري او فزیکي برید په جرم محکوم شوی و، له څلور کلن بند وروسته افغانستان ته واستول شو.

اتریش سږکال په ټولیز ډول خپلې د اخراج کړنلارې سختې کړې دي. له شلو کلونو وروسته یې یو سومالیايي وګړی هم شړلی دی او څو سوریایان یې هم بېرته خپل هېواد ته استولي دي.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګېرهارد کارنر ویلي، د افغانستان او سوریې په اړه نورې ورته پرېکړې هم چمتو کېږي.

افغانستان ته د شړلو موضوع له سیاسي او حقوقي پلوه ډېره لانجمنه ده، ځکه کابل اوس د طالبانو تر واک لاندې دی.

سره له دې، یوازې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې په اتریش کې د نږدې ۴۰۰۰ افغانانو د پناه غوښتنې منل شوې دي چې د منلو کچه یې ۷۶ سلنه ګڼل کیږي. په ځانګړي ډول ښځې چې مخکې یې فرعي خوندیتوب درلود، اوس د اروپايي قوانینو له مخې زیاتره کولای شي بشپړه سیاسي پناه ترلاسه کړي.

د اتریش صدراعظم کریستیان شتوکر د لومړۍ شړنې پر مهال ویلي و، «موږ د اتریش د خلکو ساتنه کوو، نه د بهرنیو مجرمانو».

د اتریش د کورنیو چارو وزیر هم ټینګار کړی چې دا یوازې پیل دی او نور ګامونه به هم اخیستل کېږي.

په شیکاګو کې یوه نامعلوم کس د امریکا د کډوالۍ پر افسرانو ډزې کړي

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۵ GMT+۰
 په شیکاګو کې یوه نامعلوم کس د امریکا د کډوالۍ پر افسرانو ډزې کړي
100%

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، چې په شیکاګو کې یوه کس د شنبې په ورځ د کډوالۍ د پلي کولو د عملیاتو پر مهال د امریکا د سرحدي ګزمو پر افسرانو ډزې کړې دي. په ورته وخت کې د شیکاګو پولیسو ویلي، چې پېښه کې څوک ټپيان شوي نه دي.

د یاد وزارت په وینا، شکمن کس چې د تور «جیپ» موټر یې چلولو، په تېښته بریالی شوی دی.

د شیکاګو پولیسو ویلي، چې د ډزو غږونو د راپور تر لاسه کولو وروسته سیمې ته رسېدلي او سېمه یې خوندي کړې ده.

پولیسو په خپل بیان کې ویلي: «تر اوسه د کوم کس د ټپي کېدو راپور نشته.»

د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د روسیې په بریدونو کې ۷ کسان ووژل شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۷ GMT+۰
د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د روسیې په بریدونو کې ۷ کسان ووژل شول
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي د شنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) وویل، چې روسیې په تېرو۲۴ ساعتونو کې پرهېوادیې څه باندې ۴۰۰بې پيلوټه الوتکې توغولي دي. د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د ډرون په دې بریدونو کې ۷ کسان هم وژل شوي‌ دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر بیا خبردارۍ ورکړی، چې روسیه په قصدي ډول د دغو بریدونو له لارې په اروپا کې د اټومي تاسیساتو خوندیتوب ګواښي.

په ورته وخت کې د اوکراین هوايي ځواک ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د روسیې ۴۰۶ بې پیلوټه الوتکې رانسکورې او ۹ توغندي شنډ کړي، خو ۲۶ نور توغندي او ۵۲چاودېدونکي بې پیلوټه الوتکې بیا پر ۲۵ سیمو لګېدلي دي.

د اوکراین چارواکي وايي، چې په کېیف، پولتاوا او خارکیف سیمو کې د انرژۍ تاسیسات زیانمن شوي او له امله یې د یادو سیمو د زرګونه کورونو برېښنا پرې او اوبه بندې شوې دي.

د روسیې د دفاع وزارت د شنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) وویل، چې د اوکراین له خوا د روسیې پر خاوره د ترسره شویو بریدونو په ځواب کې روسیې د هوايي، ځمکنيو او سمندري لرې واټن وېشتونکو وسلو په کارولو سره د اوکراین د وسلو د تولید مرکزونه او د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي دي.

د اوکراین دولتي انرژۍ شرکت «څنترنرګو» اعلان کړی، چې دغه وروستي بریدونه د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو ستر بریدونه و او دوی هم اړ شوي چې په کېیف او خارکېف کې د برېښنا تولیدي مرکزونه پرچاو کړي.

دغه شرکت په یوې خبرپاڼه کې ویلي:«وروستی برید یوه میاشت مخکې شوی و او اوس دښمن په یو وخت زموږ ټول تولیدي ظرفیت هدف ګرځولی دی. د برېښنافابریکې سوځي! زموږ د برېښنا تولید اوس صفر شوی دی.»

زلېنسکيد مسکو د بې‌پيلوټه چاودېدونکو بریدونو د زیاتېدو په غبرګون کې له خپلو متحدینو غوښتي، چې پر روسیې باید د بندیزونو فشار زیات کړي. نوموړي ویلي: «د انرژۍ پر تاسیساتو د هر هغه برید لپاره چې موخه یې د خلکو ځورول وي، په ځانګړي توګه د ژمي تر راتلو مخکې، باید له استثنا پرته د روسیې د انرژۍ ټول سکتور په نښه کړي.»

له هغه وخته چې روسیې پر اوکراین برید کړی، د انرژۍ برخه د مسکو لپاره یو نظامي هدف دی، په داسې حال کې چې په یاد هېواد کې په دې سړه هوا کې د کورونو د تودولو لپاره انرژۍ ته ډېره اړتیا ده.

د اوکراین د «نفت او ګاز» دولتي شرکت وايي، چې روسیې یوازې په تېرو دوو میاشتو کې ۹ ځله د دوی د ګاز تاسیسات په نښه کړي دي.

په ورته وخت کې روسیه اوکراین ته د جګړې لومړۍ کرښه لنډوي. د روسیې پوځ د شنبې په ورځ وویل، چې هغوی د «پوکروفسک» او «کوپیانسک» ښارونو په شاوخوا کې پرمختګ کړی او په ختیځ اوکراین کې یې یو وړوکی کلی هم نیولی دی.

خو د اوکرایني چارواکو په وینا، کېیف هم د بې پيلوټه چاودېدونکو الوتکو او لرې واټن وېشتونکو توغندیو په وسیله پر روسیې بریدونه زیات کړي او د دغه هېواد ريفاینري فابریکې، ګودامونه او لوژستیکي مرکزونه په نښه کړي دي. دا هغه سیمې دي، چې کېیف وايي، د کرملین د جګړې ماشین ته وسایل او مواد برابروي.

اوکراین بیا پر روسیې برید له ځانه د دفاع لپاره یو مشروع عمل ګڼي.

د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع امریکا ته ورسېد

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۵ GMT+۰
د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع امریکا ته ورسېد
100%

د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع د یوه رسمي سفر په ترڅ کې امریکا ته رسېدلی دی. تر دې وړاندې د سوریې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ویلي و، چې احمد الشرع به د لومړي ځل لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر احمد الشرع لګېدلي بندیزونه لرې کړي چې سانا په دې اړه لیکلي: «دا پرېکړه د معاصرې سوریې په تاریخ کې یو نوی فصل پرانیزي.»

په وروستیو میاشتو کې واشنګټن له امنیت شورا غوښتي و، چې د سوریې پر وړاندې بندیزونه کم کړي. یوازې دوه ورځې مخکې امنیت شورا د امریکا په وړاندیز د سوریې د مشر نوم د بندیزونو له نوملړ څخه لرې کړ.

ټاکل شوې ده، چې احمد الشرع په دې سفر کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

تر اوسه د دې سفر نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو دا به د یوه سوریایي ولسمشر لومړی رسمي سفر وي چې د امریکا پلازمېنې ته یې کوي.

تر دې وړاندې رویټرز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې امریکا د سوریې په خاوره کې د یوې نظامي اډې د جوړولو په درشل کې ده.

امریکا دا مهال هم د سوریې په شمال ختیځ کې هغه ځواکونه لري چې له کُردي ځواکونو سره د داعش پر ضد د ګډې همکارۍ په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د سوریې او امریکا اړیکې پخوا د بندیزونو له امله له ستونزو سره مخ وې، خو په تېرو څو میاشتو کې د احمد الشرع د نویو سیاستونو او د سیمې د پیاوړو هېوادونو د منځګړیتوب له امله ډونالډ ټرمپ خپل دریځ د سوریې په اړه بدل کړی دی.

دا د احمد الشرع دویم سفر دی چې امریکا ته یې کوي

دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي تر دې وړاندې د تلې میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ کې د وینا لپاره نیویارک ته سفر کړی و.

سوريه وایي چې د داعش ډلې پر ضد یې مخکېني عملیات ترسره کړي دي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۹ GMT+۰
سوريه وایي چې د داعش ډلې پر ضد یې مخکېني عملیات ترسره کړي دي
100%

د سوريې د کورنيو چارو وزارت وياند د شنبې په ورځ ویلي، چې سوريې په ټول هېواد کې د داعش ډلې پر ضد مخکې له مخکې عمليات ترسره کړي دي.

د یاد وزارت وياند له الاخباریه دولتي ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، چې د سوريې امنيتي ځواکونو ۶۱ چاپې وهلي، ۷۱ کسان يې نيولي او یوه اندازه چاودېدونکي توکي او وسلې يې ضبط کړي دي.

دا عملیات د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د سوريې د ولسمشر احمد الشرع له سفر مخکې ترسره شوي. احمد الشرع به هلته ډونالډ ټرمپ سره وګوري او د امريکا په مشرۍ د داعش ضد اېتلاف سره به يوځای شي.

ټرمپ به د دوشنبې په ورځ د سوریې له ولسمشر الشرع سره په سپینه ماڼۍ کې وویني.

دا به لومړی ځل وي، چې یو سوریایی ولسمشر واشنګټن ته رسمي سفر کوي.

د امريکا د بهرنيو او دفاع چارو وزارتونو تر اوسه د دې موضوع په اړه تبصره نه ده کړې.

واشنګټن چمتووالی نیسي، چې په دمشق کې پوځي حضور رامنځته کړي ترڅو هغه امنیتي تړون ته لاره هواره کړي، چې امریکا یې د سوریې او اسراییل تر منځ منځګړیتوب کوي.

تر دې مخکې هم راپورونه و، چې امریکا د سوریې پلازمېنې دمشق په یوه هوايي اډه کې د پوځي حضور ټينګولو لپاره چمتووالی نیسي.
د رویټرز د راپور له مخې، دا موضوع شپږو سرچینو تایید کړې ده.

د امريکا د ادارې يوه چارواکي هم مخکې ويلي وو، چې واشنګټن په دوامداره توګه په سوريه کې خپل اړين پوځي حالت ارزوي، څو د داعش پر ضد په اغېزمن ډول مبارزه وکړي.