طالبانو د ۲۵.۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت د کونړ ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورلې دي

په کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ازادې بولۍ له لارې نږدې ۷۳۶ کیلوګرامه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې د ۲۵.۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي.
