په پنجشېر کې سږ کال د بادامو حاصلات ۷ سلنه زیات شوي

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کرنې ریاست وایي، چې سږکال په دغه ولایت کې د بادامو حاصلات د تېرکال پرتله زیات شوي. د یاد ریاست د شمېرو له مخې؛ سږکال له دغه ولایت څخه شاوخوا ۱۳۱.۵ مټریک ټنه بادام راټول شوي، چې د تېر کال پرتله اووه سلنه زیاتوالی ښيي.

دغه ریاست زیاتوي، چې اوس‌مهال په پنجشېر کې پر نږدې ۲۳۵ هکټاره ځمکه د بادامو بڼونه جوړ شوي دي.