• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېکسپرېس ټربیون: پاکستاني چارواکي د افغانستان په تړاو خپله ټوله پالیسي بیا ارزوي

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۷ GMT+۰

اېکسپرېس ټربیون د افغان طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ له پایلې پرته د درېیم پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته په خپل تحلیل کې د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، اسلام‌اباد د کابل په تړاو پر خپلې ټولې پالیسۍ بیا کتنه کوي. طالبان وايي، پاکستان د امنیتي پېښې د نه کېدو تضمین غواړي.

دغې ورځپاڼې د ترکیې په استانبول کې د دویم او په ټوله کې د افغان طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ له کومې پایلې پرته د درېیم پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته په یوه تحلیل کې د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، پاکستان به له ډيپلوماټيکو اړیکو نیولې بیا تر سوداګریزو چارو او همداراز د کرښې د مدیریت، د تورخم او چمن لارو تړل، په جبري توګه د افغانانو اېستل او د ویزو سخت کنټرول په خپله نوې پالیسۍ کې راولي.

په دغه تحلیل کې ویل شوي، چې اسلام‌اباد له افغان طالبانو سره د خبرو د دوام پر ځای اوس له خپل ملي حاکمیت څخه دفاع ته لومړیتوب ورکوي.

افغان طالبان او پاکستاني استازي د درېیم پړاو خبرو اترو د ناکامۍ مسوولیت پر یو بل اچوي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي (یکشنبه د لړم ۱۸مه) د دغه وزارت د ډیپلوماسۍ انستیتوت د پنځمې تخصصي ښوونیزې دورې فراغت غونډې په مراسمو کې وویل: «په مذاکراتو کې د نه پرمختګ تر ټولو ستر لامل دا و، چې پاکستاني استازو داسې وړاندیزونه او غوښتنې درلودې، چې معقولې او د عمل وړ نه وې. دوی ویل دا تضمین راکړئ، چې په پاکستان کې به بیا امنیتي پېښې نه کېږي.»

متقي وايي چې پاکستاني پلاوي له طالبانو نه د پاکستان د امنیت ساتلو غوښتنې درلودې | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې سربېره، پاکستان ادعا لري چې ټي‌ټي‌پي په افغان خاوره کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه طرحه او عملي کوي، خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي او ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ مساله ګڼي او همداراز یې له پاکستان څخه غوښتي، چې په خپله خاوره کې د داعش وسله والو د روزلو او د افغانستان د حریم د نقضولو مخه ونیسي.

امیرخان متقي همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ روانې شخړې ته په اشاره وویل: «د پاکستان د حکومت یوه لویه برخه د روغې جوړې تمه لري، ځینې پاکستانۍ کړۍ خپلې پروژې عملي کوي، خو افغانستان هم له خپل ځانه د دفاع حق لري.»

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له څو ځلي مخامخ جګړو وروسته په دوحه کې دواړو لوریو پر اوربند سلا وکړه او د دغه اوربند د غځېدو او نورو دوه اړخیزو مسایلو د حل لپاره د یوه میکانیزم د جوړولو په موخه په استانبول کې د خبرو پر دوام ټينګار شوی و، خو درېیم پړاو خبرې له کومې پایلې پرته پای ته رسېدلي او تر اوسه دواړو لوریو د خبرو د بیا پیل په تړاو څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

محمد حلیم فدايي: هر افغان سیاستوال تر اوسه ځکه ناکام دی چې هر یو یې ځان عقل کُل ګڼي

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۷ GMT+۰
محمد حلیم فدايي: هر افغان سیاستوال تر اوسه ځکه ناکام دی چې هر یو یې ځان عقل کُل ګڼي
100%

د جمهوري نظام پر مهال د خوست پخوانی والي حلیم فدايي واشنګټن ته د سوریې د ولسمشر سفر ته په اشارې وايي، احمد الشرع په کمه موده کې پر دې وتوانېد چې سوریه له نړۍوالو بندیزونو وژغوري او یو قانونمند حکومت جوړ کړي، خو په وینا یې افغان سیاستوال ځکه ناکام دي چې هر یو یې ځان عقل کُل ګڼي.

محمد حلیم فدايي د یکشنبې په ماښام (د لړم ۱۸مه) په خپله اېکس پاڼه واشنګټن ته د احمدالشرع سفر ته په اشارې سره زیاته کړې، احمد الشرع وتوانېده چې په ډېرې ځېرکتیا او مهارت سره ځان یو پراګماټیک او کریزماتیک مشر ثابت کړي او هم یې ځان او هم سوریه له نړۍوالو بندیزونو وژغورله او سوریې ته یې یو قانونمند حکومت ورکړ.

د نوموړي په باور: «افغانان برعکس د عقل، سټراټیژیک لید، مشترکو ګټو او پراګماتیک سیاست پرځای پاپولیستي، لنډمهاله، شخصي ګټو او شعاري سیاست غوره کړی دی، تر دې چې اوس افغانستان نه ملي، نه اسلامي او نه نړۍوال مشروعیت لري.»

د فدايي په وینا، سره له دې چې طالبان د امریکا په زر او زور واک ته رسول شوي «اوس دوی هم داسې برېښې چې لوی فرصت یې ضایع کړ.»

نوموړی وړاندیز کوي، افغانان باید پر داسې سیاست کار وکړي چې هم د هېوادوالو او هم نړۍوالو په کې ګټه وي.

د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع امریکا ته ورسېد | افغانستان انټرنشنل پښتو

د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع د یوه رسمي سفر په ترڅ کې امریکا ته رسېدلی دی. تر دې وړاندې د سوریې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ویلي و، چې احمد الشرع به د لومړي ځل لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

احمد الشرع به په دې سفر کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

طالبان: ‏د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې واردات پنځه برابره زیات شوي دي

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۰ GMT+۰
طالبان: ‏د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې واردات پنځه برابره زیات شوي دي
100%

د هرات–خواف رېل پټلۍ د طالبانو مسوولین وایي، له دې لارې هره میاشت نږدې ۵۰ زره ټنه واردات کېږي، چې له دې سره واردات پنځه برابره زیات شوي دي. تر دې مخکې، له دې لارې هره میاشت شاوخوا ۱۰ زره ټنه واردات کېدل.

د دغو مسوولینو په وینا، هره ورځ شاوخوا دوه زره ټنه د سوداګریزو توکو انتقالات ترسره کېږي.

په دې توکو کې په ځانګړي توګه سمنټ او کاشي د یادې پټلۍ له لارې د هرات روزنک تم‌ځای ته لېږدول کېږي.

دغه مسوولین د هرات-خواف رېل پټلۍ د صادارتو او وارداتو لپاره تر ټولو غوره لار ګڼي.

یاده دې وي، چې تېره اوونۍ په لومړي ځل شل واګونه ډیزل د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته وارد شول.

د هرات-خواف رېل پټلۍ د ایران د رېل شبکې د افغانستان لوېدیځ سره نښلوي او د سیمې په ټرانزیټي اړیکو کې مهم رول لري. دا مسیر د ختیځ ـ لوېدیځ د ټرانزیټي دهلېز برخه ده چې د چین، قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا ترمنځ اړیکه برابروي.

ایران د افغانستان له سترو اقتصادي شریکانو څخه دی. د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز حجم نږدې څلور میلیارده ډالره اټکل شوی.

طالبان د هراتۍ ښځو هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې دوی هرات کې ښځو ته د چادریو د اغوستلو امر کړی

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۷ GMT+۰
طالبان د هراتۍ ښځو هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې دوی هرات کې ښځو ته د چادریو د اغوستلو امر کړی
100%

د افغان ښځو د اتحاد او پیوستون غورځنګ غړې وايي، په هرات کې طالبانو د نجونو ښوونځیو ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې سر له سبا به له چادري پرته کار ته اجازه ورنه کړل شي، خو د طالبانو د امربالمعروف وزارت دغه ادعاوې ردوي او پر حجاب د مراعاتولو ټینګار کوي.

د افغان ښځو د اتحاد او پیوستون غورځنګ افغانستان انټرنشنل- پښتو ته د دوو سندونو په لېږلو سره وايي، د هرات لپاره د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د دغه ولایت د نجونو ښوونځیو ښځینه ښوونکو او د روغتیايي مرکزونو ښځینه کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې سر له سبا (دوشنبه د لړم ۱۹مه) له چادري پرته کار ته د تګ اجازه نه‌ورکول کېږي او د تخلف په صورت کې له کاره اېستل کېږي.

100%

له دې سره سم، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف السلام خېبر د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) د هراتۍ ښځو دغه ادعاوې چې ګواکې په هرات کې ښځو ته د شنو چادریو اغوستلو امر شوی، رد کړې او زیاته کړې یې ده: «دا خبره دروغ ده، دغه وزارت نه یوازې په هرات کې، بلکې په ټول هېواد کې د حجاب پر اغوستلو تاکید کړی دی.»

سیف‌السلام خېبر د حجاب د څرنګوالي په اړه وضاحت نه دی ورکړی، چې ایا د طالبانو موخه د حجاب له مخې د چادري اغوستل دي او که اوسنی ښځینه پوښښ چې پکې یوازې سترګې ښکاري، کافي ګڼي.

په دې وروستیو ورځو کې یو شمېر هراتۍ ښځو افغانستان انټرنشنل ته د ویډیوګانو په رالېږلو او همدا راز د ځینو سرچینو په وینا، طالبانو په هرات کې پر ښځو د چادرۍ اغوستل جبري کړي دي.

په ورته وخت کې، په هغې ویډیو کې چې نن (یکشنبه د لړم ۱۸مه) افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ښکاري، چې د هرات حوزوي روغتون ښځینه کارکوونکې د طالبانو پر نویو محدودیتونو د اعتراض په توګه سره راټولې شوې دي.

د دوی په وینا، له تېرو څو ورځو راهیسي د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبان هغو کارکوونکو او ناروغانو ته اجازه نه ورکوي، چې پرته له چادرۍ روغتون ته ولاړې شي.

په یوې بلې ویډیو کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، یوه ښځه وایي: «دا درېیمه ورځ ده چې ښځې د هرات حوزوي روغتون ته له چادري پرته نه شي ننوتلی. هېڅوک نشته چې زموږ غږ واوري. ترڅو به دغه ظلم وي؟»

سیف السلام خېبر بیا ویلي، چې ښځې له روغتیایي مرکزونو نه دي راګرځول شوي او دا یې بې بنسټه ادعاوې یادې کړي. هغه په ډاګه کړې، چې په روغتیایي مرکزونو کې پر ښځو بندیز نه دی لګېدلی او نه هم ترې منع شوي دي.

له دې سره هممهاله، په هرات کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې یو شمېر کورنيو او نړۍوالو خیریه بنسټونو د تېرې سې‌شنبې له ورځې راهیسې په اسلام‌کلا سرحدي سیمه کې خپل فعالیتونه د ښځو پر کار او فعالیتونو د طالبانو د نویو بندیزونو له امله ځنډولي دي.

افغانستان انټرنشنل ته څلورو باوري سرچینو ویلي، تېره پنجشنبه د امر بالمعروف یو شمېر مامورینو په اسلام‌کلا کې یادو بنسټونو ته خبر ورکړ، چې د چادرۍ په څېر له بشپړ حجاب پرته ښځو ته د روغتیا په برخه کې په هېڅ خیریه یا بشرپاله سازمان کې د کار اجازه نشته.

د سرچینو په وینا، دغه ستونزه تېره اوونۍ وروسته له هغې رامنځته شوه چې د هرات لپاره د طالبانو والي نور احمد اسلام‌جار په یوې اداري غونډه کې اعلان وکړ، چې هېڅ ښځینه ښوونکې ته له چادري اغوستلو پرته، د هرات ښوونځیو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي او همداراز یې ټولو خدماتي مرکزونو ته پر تلونکو ښځو د چادري اغوستل جبري اعلان کړل.

سرچینه: طالبان د هرات په عامه ځایونو کې د ښځو لپاره د برقع اغوستل اجباري کوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دې موضوع په خواله رسنیو کې د ښځو توند غبرګونونه راپارولي دي. یو شمېر ښځو افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلو ویډیوګانو کې چادريو ته اور ورته کړی دی.

د ښځو حقونو یوه غورځنګ په هرات کې د برقع د جبري کېدو په غبرګون کې برقع ته اور اچولی دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د ښځو د حقونو فعالې هُدا خاموش ویلي، حجاب که په خپله خوښه وي درناوی دی، خو که په زور او جبر وي یوه زنځیر ته ورته دی، چې د ښځو لاسونه او پښې یې کلکې تړلې دي.

د کرېکټ ملي لوبډلې د ټاکنې مشر: دا چې اسټرالیا کرېکټ له سیاست سره تړي، لوبه زیانمنوي

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۶ GMT+۰
د کرېکټ ملي لوبډلې د ټاکنې مشر: دا چې اسټرالیا کرېکټ له سیاست سره تړي، لوبه زیانمنوي
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ټاکنې مشر اسدالله خان وايي، د اسټرالیا هغه پرېکړه چې د افغان ښځو د حقونو د وضعیت له امله له افغانستان سره لوبې نه کوي، د کرېکټ د پرمختګ لپاره ښه نښه نه ده.

اسټرالیا له ۲۰۲۱ کال راهیسې کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، له افغان لوبډلې سره هېڅ دوه اړخیزې لوبې نه دي ترسره کړي. د اسټرالیا کرېکټ بورډ لومړی د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې پلان شوې ازمایښتي لوبه لغوه کړه، وروسته یې د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ هم لغوه کړه او د ۲۰۲۴ کال د اګسټ لپاره پلان شوې شل اوریزه سیالۍ یې هم ترسره نه کړې.

اسدالله خان د دې پرېکړو پر وړاندې خپل غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د ښځو د کرېکټ د ټیم ستونزې د حل کېدو لپاره وخت ته اړتیا لري، خو له سیاست سره د کرېکټ تړل د لوبې د اصولو خلاف کار دی.

هغه ویلي: «موږ د ای‌سي‌سي غړیتوب د کوم خیرات له لارې نه دی ترلاسه کړی، بلکې د خپلو لاسته راوړنو او ښې کارکردګۍ له امله مو ترلاسه کړی دی. د اسټرالیا او نورو هېوادونو دا چلند د کرېکټ د پرمختګ پر ځای یو پیاوړی ټیم کمزوری کوي.»

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان د کرېکټ ټیم د نړۍ له غوره لوبډلو څخه دی او د سپین توپ اچونې برخه یې بې سارې ده.

هغه په دې اړه ویلي: «زموږ د سپین توپ اچونه د نړۍ تر ټولو پیاوړې توپ اچونه ده، زموږ د بریا سلنه لوړه ده، خو که هېوادونه زموږ لوبې سیاستیزې کړي، دا به یوازې د کرېکټ زیان وي. له موږ سره د نه لوبې کولو پرېکړه د نارینه وو کرېکټ ته هم زیان رسوي.»

په ورته وخت کې د کرېکټ نړۍوالې شورا ویلي، چې د افغانستان د ښځو د کډوالو لوبډلې ته به د راتلونکو دوو نړۍوالو سیالیو د ۲۰۲۵کال د ښځو نړۍوال جام او د ۲۰۲۶کال د ښځو شل اوریز جام پر مهال د ګډون او ښکېلتیا مهم فرصتونه ورکړل شي.

افغان ښځینه لوبغاړې چې له طالبانو وروسته له هېواده وتلې دي، په کاناډا او اسټرالیا کې کډوالې شوې، دوی د ۲۰۲۵کال د ښځو د نړۍوال جام د پرانیستې لوبې نندارې ته بلل شوې وې او دغه لوبې یې له نږدې ولیدې چې دا اقدام د هغوی د نړۍوال کرېکټ سره د بیا یو ځای کېدو یو مثبت ګام بلل کېږي.

یوناما: له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ کال پورې ۴.۵ ميليونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۳ GMT+۰
یوناما: له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ کال پورې ۴.۵ ميليونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال او د ياد سازمان د بشري چارو همغږي کوونکي ايندريکا راتوته د یکشنبې په ورځ د طالبانو د رييس الوزرا‌ء له اداري مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ کال پورې ۴.۵ ميليونه کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

ايندريکا راتوته په دې کتنه کې په یاده موده کې د دومره ډېرو کډوالو ستنېدل هر هېواد لپاره يوه لویه ستونزه بللې او زیاته کړې یې ده، چې اوسمهال له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې موضوع ځانګړی اهميت لري او ملګري ملتونه هڅه کوي، چې په دې برخه کې له طالبانو سره همکاري وکړي.

راتوته همداراز په ډاګه کړې: «په ملګرو ملتونو او نورو مرستندويه سازمانونو کې د هغه او همکارانو موخه په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د کډوالو مساله کې له افغانستان سره همکاري ده.»

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ د خبرپاڼې له‌مخې، عبدالسلام حنفي په دې کتنه کې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د مرستو له امله له کورنيو او بهرنيو مرستندويه سازمانونو او افرادو مننه وکړه او زیاته یې کړه: «اوږدې تحميلي جګړې، اقليمي بدلونونه، د سېلابونو او زلزلو په څېر طبيعي پېښې له يوې خوا او له ګاونډيو هېوادونو څخه په جبر د کډوالو اخراج له بلې خوا لا زياتو هر اړخيزو همکاريو او انسجام ته اړتيا لري، څو له هغوی سره په ښه ډول مرسته او ستونزو ته يې رسېدنه وشي.»

هغه راستنېدونکو کډوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په دې سره به د مرستو په رسولو کې لا زيات شفافيت او غوره والي راشي.

په تېرو دوو اوونیو کې له ایران، پاکستان او ترکیې څخه کابو ۱۵۰زره کډوال هېواد ته ستانه شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې ډېری ستانه شوي افغانان د کابل په ګډون په ډېریو ولایتونو کې ځانګړو شویو کمپونو کې د امکاناتو له کمښته شکایت لري او وايي، چې په اوونیو اوونیو ساتل کېږي او خپلو لایتونو ته په ځنډ سره لېږدول کېږي.