• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینه: طالبان د هرات په عامه ځایونو کې د ښځو لپاره د برقع اغوستل اجباري کوي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۷ GMT+۰

په هرات کې سرچینې وايي، د طالبانو والي د خدماتو ترلاسه کولو او سوداګریزو مرکزونو ته د ننوتلو لپاره د ښځو لپاره د برقع اغوستل لازمي کړي دي. د نور احمد اسلام جار د نوې لارښوونو له مخې، ښځې به نور د برقع اغوستلو پرته دولتي دفترونو، هټیو، روغتونونو او ادارو ته د ننوتلو اجازه ونه لري.

سرچینو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو والي د سې‌شنبې په ورځ ټولو سیمه‌ییزو ادارو ته امر کړی، چې په ادارو، بازارونو او مارکېټونو کې له برقع پرته د ښځو د داخلېدو مخه ونیسي.

په هرات کې د طالبانو سیمه‌ییزو ادارو بیا تر اوسه د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

برقع هغه پوښښ دی، چې د ښځې ټول بدن ان سترګې هم پټوي.

د طالبانو اداره هڅه کوي، چې دا پوښښ په تدریجي ډول د ښځو لپاره عملي کړي.

دا اقدام د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» د قانون د پلي کولو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

د دغه قانون له مخې، د طالبانو په نظر ښځې نه شي کولای په عامه ځایونو کې بې حجابه راڅرګندې شي؛ د ښځې غږ «عورت» بلل کېږي او ښځې پرته له محرم څخه د سفر اجازه نه لري.

سرچینې زیاتوي، چې د دې پرېکړې له عملي کېدو وروسته لسګونه ښځې له ساعتونو انتظار وروسته هم ونه توانېدې، چې په هرات کې له خپلو بندیانو سره وګوري او د ننوتو اجازه ورنه کړل شوه.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د هرات په سیمه‌ییز روغتون کې د هغو ښځو، په ګډون د ډاکټرانو، د ننوتلو مخه ونیوله چې برقع یې نه‌وه اغوستې.

راپورونه ښيي، چې د طالبانو ځینو سرتېرو یو شمېر ښځې د حجاب د نه‌اغوستلو له امله وهلې هم دي.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو ويډیوګانو کې ښکاري، چې د ناروغانو او د دوی د ملګرو په ګډون ډېری ښځې د روغتون په دروازه کې درول شوي، په داسې حال کې چې ډېری یې بشپړ حجاب لري او اوږدې جامې یې هم اغوستې دي؛ خو طالبانو یوازې هغو مېرمنو ته اجازه ورکړې، چې برقع یې اغوستې وې.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۳

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

خواجه اصف: د پاکستان پلاوی یوازې د ټي‌ټي‌پي د مهار غوښتنې لپاره استانبول ته تللی دی

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۹ GMT+۰

د پاکستان د دفاع وزیر وايي، د پاکستان پلاوی د چهارشنبې په ورځ د خبرو اترو د درېیم پړاو لپاره استانبول ته تللی او هیله لري، چې طالبان په دې پړاو کې په هوښیارۍ سره عمل وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې کمې شي.

خواجه اصف وویل، چې پاکستان یوازې یوه غوښتنه لري: «دا چې افغان طالبان د افغانستان له خاورې څخه د وسله والو بریدونه ودروي.»

تمه ده، چې خبرې سبا د پنجشنبې په ورځ پیل شي. له افغانستان څخه د سرچینو په وینا، د طالبانو په پلاوي کې د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق، سهیل شاهین، رحمت‌الله نجیب، قهار بلخي، ذاکر جلالي او انس حقاني شامل دي.

ویل کېږي، چې په دې پړاو کې د پاکستاني پلاوي مشري د پوځي استخباراتي ادراې مشر عاصم ملک پر غاړه ده.

د طالبانو اداره او د پاکستان حکومت په داسې حال کې د درېیم پړاو خبرو لپاره چمتو کېږي، چې دویم پړاو خبرې په استانبول کې بې‌پایلې پای ته رسېدلې وې.

ترکیه او قطر د منځګړیتوب په توګه هڅه کوي، چې دا خبرې تر هغو دوام وکړي، څو څرګندې پایلې ولري.

د طالبانو او د پاکستاني چارواکو تر منځ خبرې وروسته له هغه ترسره کېږي، چې څو ورځې وړاندې د دواړو تر منځ د يورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې وشوې.

دا نښتې وروسته له هغې پیل شوې، چې پاکستان په کابل او پکتیکا ولایتونو هوایي بریدونه وکړل.

د دې بریدونو په ځواب کې طالبانو د تلې په ۱۹مه د شپې مهال د ډيورنډ په اوږدو کې د اوو ولایتونو په بېلابېلو برخو کې متقابل بریدونه ترسره کړل، چې د دواړو لوریو ترمنځ سختې نښتې وشوې.

اسلام‌اباد تل افغان طالبان په دې تورنوي، چې د پاکستان د مخالفو توندلارو ډلو ملاتړ کوي او وايي، د دواړو لوریو د خبرو اصلي موضوع دا ده چې دغه ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت او تنظیم کېږي.

د پاکستان د دفاع وزیر د «جیو نیوز» د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو سره د خبرو نتیجه به څه وي؟ وویل: «که دا خبرې بې‌ پایلې پاتې شي او له افغانستان څخه پاکستان ته بریدونه دوام وکړي، جګړه به نه‌ منل کېدونکې وي.»

طالبانو تل د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله‌ والو ډلو د شتون خبره رد کړې ده. دغه ډله وايي، چې د پاکستان حکومت د خپلو کورنیو ناامنیو د ستونزې د حل توان نه لري او غواړي دا بوج د طالبانو پر غاړه واچوي.

پاکستان وايي، د ډیورنډ کرښې هاخوا د بریدونو دوام د اوربند سرغړونه ده او دوی به یې ځواب د افغانستان په خاوره کې ورکړي.

دغه هېواد له طالبانو غواړي، چې د دغو بریدونو د مخنیوي بشپړ مسوولیت پر غاړه واخلي. د طالبانو ویاند ویلي، چې دوی د افغانستان د پولو پر ټولو برخې بشپړ کنټرول نه لري او نه شي کولای د دې ډول بریدونو مخه په بشپړ ډول ونیسي.

د طالبانو او د پاکستان د دفاع وزیرانو ترمنځ د خبرو اترو په لومړي پړاو کې دواړو خواوو په درېیو مسایلو موافقه وکړه: د اوربند دوام، د سولې د ډاډمنولو لپاره د څارنې او بیاکتنې د میکانیزم جوړول او د سرغړونې په صورت کې د سزا ټاکل.

د افغانستان او پاکستان د لارو د بندېدو له امله پاکستان ته د ۵ میلیارد ډالرو زیان اوښتی

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۴ GMT+۰

په پاکستان کې مېشت سوداګر وایي، د پاکستان او افغانستان تر ترینګلتیا او د لارو له بندېدو وروسته، تر اوسه یوازې پاکستان ته شاوخوا ۵ میلیارده ډالره زیان رسېدلی دی. له دې سره، په پاکستان کې د مېوو، سبزیو او نورو خوراکي توکو بیې هم څو برابره لوړې شوې دي.

په پاکستان کې مېشتو سوداګرو د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په ګډون د ټولو لارو د بندېدو له امله د دواړو هېوادونو سوداګریزې چارې اغېزمنې شوې دي.

دوی زياته کړې: «تراوسه یوازې پاکستان ته د پنځه میلیارده ډالرو زیان رسېدلی دی. په پاکستان کې د مېوو او سبزیجاتو بیې په چټکۍ سره لوړې شوې دي.»

سوداګرو اندېښنه ښودلې، چې کاروبار یې په ټپه درېدلی او د خلکو ژوند له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د باروړونکو موټرو اوږده کتارونه ولاړ دي او سوداګر وايي، که دا لارې ژر خلاصې نه شي د خوراکي توکو کموالی او د نرخونو نور زیاتوالی به د دواړو هېوادونو بېوزله ولس ته لا زیاتې ستونزې جوړې کړي.

دغه لارې د لنډمهال لپاره د افغان کډوالو د تګ راتګ لپاره پرانیېستل شوي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف مخکې ویلي و، چې له افغان طالبانو سره د ترکیې د خبرو تر پای ته رسېدو وروسته به د لارو د خلاصېدو په اړه غور وکړي.

د پنجاب پولیسو د ویزو د نه لرلو له امله ۱۲ افغان ډاکټران او د طب ۵ محصلین بندیان کړي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۳ GMT+۰

د پنجاب د بهاولپور په سیمه کې پولیسو ۱۲ افغان ډاکټران او د طب پنځه محصلین نیولي او له تېرې ورځې راهیسې یې بندیان کړي دي. نیول شوي کسان وایي، کورنۍ یې اندېښمنې دي او په اسلام‌اباد کې یې خپله ستونزه د طالبانو له سفارت سره هم شریکه کړې، خو تر اوسه هېڅ اقدام نه دی شوی.

د طبي برخې یو شمېر کارکوونکو او محصلینو د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې پنځه افغان محصلین د قائداعظم په طبي پوهنتون کې زده‌کړې کولې او ۱۲ افغان ډاکټران د همدې پوهنتون اړوند د تخصص پروګرام ترسره کوي.

د همدې کسانو له ډلې ډاکټر شمشاد شینواري زیاته کړې: «تېره ورځ ناڅاپه امنیتي چارواکي راغلل، موږ یې له کالج او روغتون دواړو را واېستلو او د ښار په بل سیول روغتون کې یې بندیان کړو. هغوی وویل، چې موږ د ویزې د نشتوالي له امله نیول شوي یو.»

د پوهنتون یوه چارواکي چې نه‌ یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پېښه تایید کړې او ویلي یې دي: «لوړو چارواکو ورته امر کړی چې ترڅو ستونزه حل شوې نه وي، له رسنیو سره خبرې ونه کړي.»

هغه زیاته کړې: «موږ ته ښکاري چې ستونزه په کار کې نه ده، بلکي د ویزې په اسنادو کې ده. موږ ته ویل شوي چې دا کسان باید تر هغې محاصره پاتې شي څو قانوني تصدیق یې بشپړ نه شي.»

د ډاکټر شمشاد په خبره، دوی پاکستان ته له قانوني اسنادو سره راغلي او د ویزې د تمدید لپاره یې غوښتنلیکونه هم وړاندې کړي، خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی.

نوموړی همداراز زیاتوي: «موږ د دې موضوع په اړه په اسلام‌اباد کې د طالبانو له سفارت سره د اړیکو نیولو هڅه کړې، خو تر اوسه یې هېڅ ځواب نه‌دی راکړی.»

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي، چې له همدې امله نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لارې تړل شوې، بلکې زرګونه کسان هم په جبري ډول له دغه هېواده اېستل شوي دي.

د راپورونو له مخې، په نیول شویو او اېستل شویو کسانو کې د مدني ټولنې غړي، د پخواني جمهوري حکومت کارکوونکي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی او همدارنګه ځينې خبریالان هم شامل دي.

په پېښور کې د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د خبریال جواد شینواري د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو څلورو ورځو کې د تورخم له لارې شاوخوا ۱۸ زره افغانان اېستل شوي دي.

د څارونکو په وینا، دا ډول پېښې کولای شي د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فضا لا پسې زیانمنه کړي.

په خوست او پکتیا کې د فوټسال د ملي لوبډلې تود هرکلي پراخ مثبت غبرګونونه راپارولي دي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۷ GMT+۰
•
مسکا سنګر نیازۍ

د خوست او پکتیا خلکو د افغانستان د ۱۷ کلنو د فوټسال ملي لوبډلې د اتلانو هرکلی په بې‌ساري مینې او احساس وکړ. د دغو ولایتونو زرګونه اوسېدونکي د خپلو اتلانو د لیدو لپاره راوتلي وو او د هغوی د لاسته راوړنو نمانځنه یې وکړه.

د لوبډلې د هرکلي ویډیوګانې او انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې پراخ او مثبت غبرګونونه راپارولي دي. ګڼ شمېر افغانانو دا صحنې د «افغان ولس د یووالي، غرور او مینې» ښکلی انځور بللی دی.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی رییس احمدالله وثیق پر اېکس‌پاڼه لیکلي، د خوست او پکتیا د خلکو دا پراخ هرکلی د ولس او ورزش ترمنځ د پیاوړې اړیکې څرګندونه کوي. نوموړي زیاته کړې، چې دا ملاتړ د افغان اتلانو لپاره د نوې انګیزې او هڅونې سرچینه ده.

100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي حنیف پښتین په دې تړاو ویلي دي: «کرېکټ، فوټبال، فوټسال او نورې ټولې لوبې اوس د ملتونو لپاره یوازې لوبې نه دي. ملتونه، په ځانګړي ډول افغانان د دې لوبو له لارې د کور دننه د ملي یووالي روحیه پیاوړې کوي او له هېواده بهر د عظمت رتبه ګټي.»

هغه زیاته کړې، چې د خوست او پکتیا د خلکو دا ملي احساس د افغانستان د واقعي ځواک څرګندونه کوي.

د خوست یو شمېر ځوانانو ویلي، د ملي لوبډلو بریاوې هغوی ته د راتلونکي لپاره د هڅونې، باور او وطن‌پالنې الهام ورکوي. یو تن ګډونوال ویلي: «موږ وینو چې زموږ اتلان د نړۍ په ډګرونو کې د افغانستان نوم پورته کوي، دا موږ ته د امید او افتخار احساس راکوي.»

100%

افغانې خبریالې فرحناز فروتن پر اېکس‌پانه لیکلي: «په تېرو شلو کلونو کې هېڅ صحنه د پکتیا او خوست د خلکو د هرکلي په اندازه اغېزمنه نه وه. زرګونه مشاوران، میلیاردونه ډالر او بې‌شمېره ویناوو نتیجه ورنه کړه، تریخ حقیقت دا دی چې د جمهوریت سیاستوالو یو ځل بیا طالبانو ته وبایلله او د افغانستان خلکو ته یې هره ورځ بایلي.»

100%

د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر لطیف نظري د افغان ورزشکارانو رول ستایلی او ویلي یې دي: «ورزشکاران د سولې، ورورولۍ او ملي یووالي استازي دي. دوی د ټولنې په یوځای کولو، مثبت فکر خپرولو او د افغانستان د عزت د بېرغ پورته ساتلو کې مهم رول لري.»

هغه په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د ورزش له لارې د افغان ملت یووالی پیاوړی کېږي او د ځوانانو انرژي د سولې، پرمختګ او ملي غرور په لور رهبري کېږي.

100%

د پخواني ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي په دري ژبه لیکلي: «چه کسی می خواهد من و تو ما نشویم ؟» مانا دا چې څوک غواړي چې زه او ته موږ نه شو؟ هغه د خوست او پکتیا ولس ستایلی دی.

پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل په خوست او پکتیا کې د فوټسال د ملي لوبډلې هرکلی د ملي یووالي ژوندی انځور یاد کړی او ویلي یې دي: «دا ولس د غرور ولس دی، نه د تسلیمېدو.»

100%

د ولسي جرګې پخواني استازي کمال ناصر اصولي لیکلي: «موږ د هېواد له هر هغه زوی سره مینه لرو، چې د افغانستان لپاره افتخار راوړي.»

سیاسي شنونکي بسم‌الله تابان بیا ویلي: «که سیاستوال خلکو ته د عادي ژوند اجازه ورکړي، د افغانستان د خلکو دا ډول ښکلی او رښتینی انځور به تل ووینو.»

100%

دا په داسې حال کې ده، چې له خوست او پکتیا مخکې په کابل کې هم د فوټسال د ملي لوبډلې شانداره هرکلی شوی و.

پرون هم په کابل کې د عزیزي سوداګریز ګروپ مشر میرویس عزیزي د افغانستان ۱۷ کلنه فوټسال ملي لوبډله د یوې غونډې پر مهال وستایله او د یو میلیون افغانیو جایزه یې هم ورکړه.

یاده دې وي، چې د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د روان کال د لړم په ۹مه نېټه د ایران لوبډلې ته ۲ پر ۱ ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د اسیا د فوټسال د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

د ملک سلمان د بشري مرستو بنسټ د بلخ او سمنګان له زلزله‌ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۳ GMT+۰

د ملک سلمان د بشري مرستو بنسټ د افغانستان په شمالي ولایتونو بلخ او سمنګان کې د زلزله‌ځپلو کورنیو د ملاتړ په موخه د خوراکي او غېرخوراکي توکو د مرستو یوه بسته د افغان سرې میاشتې ټولنې ته سپارلې ده.

په سپارل شویو مرستو کې ۵۰۰ خیمې، ۲۵۰۰ کمپلې، د پخلنځي ۵۰۰ سیټونه او لوښي، ۱۴۱ ټنه (۲۰۰۰ بستې) بېلابېل خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا او بوره او همدارنګه ۲۴ ټنه خرما شاملې دي.

دغه مرستې د سعودي عربستان د سفیر فیصل بن طلق البقمي له‌خوا د کابل په سفارت کې د افغان سرې میاشتې د عمومي رییس شهاب‌الدین دلاور ته وسپارل شوې.

دلاور دا ډول بېړنۍ مرستې د زلزله‌ځپلو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ارزښتمنې وبللې او له سعودي دولت او ولس څخه یې وغوښتل، چې دا لړۍ دوامداره وساتي.

د سعودي عربستان سفیر وویل، هېواد به یې د هر ډول سختو حالاتو پر مهال د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي او د بشري مرستو د پراخېدو هڅو ته به دوام ورکړي.

څو ورځې وړاندې سمنګان، بلخ او ځینې نور ولایتونه نسبتا زوروري زلزلې ولړزول.

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۶کسان مړه او ۱،۱۴۴ تنه نور ټپیان شوي دي. یاد سازمان زیاتوي، په زلزله ځپلو سیمو کې د ویجاړو شویو کورونو شمېر له ۹۰ څخه ۴۳۰ ته پورته شوی.