• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان د هراتۍ ښځو هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې دوی هرات کې ښځو ته د چادریو د اغوستلو امر کړی

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۳ GMT+۰

د افغان ښځو د اتحاد او پیوستون غورځنګ غړې وايي، په هرات کې طالبانو د نجونو ښوونځیو ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې سر له سبا به له چادري پرته کار ته اجازه ورنه کړل شي، خو د طالبانو د امربالمعروف وزارت دغه ادعاوې ردوي او پر حجاب د مراعاتولو ټینګار کوي.

د افغان ښځو د اتحاد او پیوستون غورځنګ افغانستان انټرنشنل- پښتو ته د دوو سندونو په لېږلو سره وايي، د هرات لپاره د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د دغه ولایت د نجونو ښوونځیو ښځینه ښوونکو او د روغتیايي مرکزونو ښځینه کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې سر له سبا (دوشنبه د لړم ۱۹مه) له چادري پرته کار ته د تګ اجازه نه‌ورکول کېږي او د تخلف په صورت کې له کاره اېستل کېږي.

100%

له دې سره سم، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف السلام خېبر د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) د هراتۍ ښځو دغه ادعاوې چې ګواکې په هرات کې ښځو ته د شنو چادریو اغوستلو امر شوی، رد کړې او زیاته کړې یې ده: «دا خبره دروغ ده، دغه وزارت نه یوازې په هرات کې، بلکې په ټول هېواد کې د حجاب پر اغوستلو تاکید کړی دی.»

سیف‌السلام خېبر د حجاب د څرنګوالي په اړه وضاحت نه دی ورکړی، چې ایا د طالبانو موخه د حجاب له مخې د چادري اغوستل دي او که اوسنی ښځینه پوښښ چې پکې یوازې سترګې ښکاري، کافي ګڼي.

په دې وروستیو ورځو کې یو شمېر هراتۍ ښځو افغانستان انټرنشنل ته د ویډیوګانو په رالېږلو او همدا راز د ځینو سرچینو په وینا، طالبانو په هرات کې پر ښځو د چادرۍ اغوستل جبري کړي دي.

په ورته وخت کې، په هغې ویډیو کې چې نن (یکشنبه د لړم ۱۸مه) افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ښکاري، چې د هرات حوزوي روغتون ښځینه کارکوونکې د طالبانو پر نویو محدودیتونو د اعتراض په توګه سره راټولې شوې دي.

د دوی په وینا، له تېرو څو ورځو راهیسي د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبان هغو کارکوونکو او ناروغانو ته اجازه نه ورکوي، چې پرته له چادرۍ روغتون ته ولاړې شي.

په یوې بلې ویډیو کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، یوه ښځه وایي: «دا درېیمه ورځ ده چې ښځې د هرات حوزوي روغتون ته له چادري پرته نه شي ننوتلی. هېڅوک نشته چې زموږ غږ واوري. ترڅو به دغه ظلم وي؟»

سیف السلام خېبر بیا ویلي، چې ښځې له روغتیایي مرکزونو نه دي راګرځول شوي او دا یې بې بنسټه ادعاوې یادې کړي. هغه په ډاګه کړې، چې په روغتیایي مرکزونو کې پر ښځو بندیز نه دی لګېدلی او نه هم ترې منع شوي دي.

له دې سره هممهاله، په هرات کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې یو شمېر کورنيو او نړۍوالو خیریه بنسټونو د تېرې سې‌شنبې له ورځې راهیسې په اسلام‌کلا سرحدي سیمه کې خپل فعالیتونه د ښځو پر کار او فعالیتونو د طالبانو د نویو بندیزونو له امله ځنډولي دي.

افغانستان انټرنشنل ته څلورو باوري سرچینو ویلي، تېره پنجشنبه د امر بالمعروف یو شمېر مامورینو په اسلام‌کلا کې یادو بنسټونو ته خبر ورکړ، چې د چادرۍ په څېر له بشپړ حجاب پرته ښځو ته د روغتیا په برخه کې په هېڅ خیریه یا بشرپاله سازمان کې د کار اجازه نشته.

د سرچینو په وینا، دغه ستونزه تېره اوونۍ وروسته له هغې رامنځته شوه چې د هرات لپاره د طالبانو والي نور احمد اسلام‌جار په یوې اداري غونډه کې اعلان وکړ، چې هېڅ ښځینه ښوونکې ته له چادري اغوستلو پرته، د هرات ښوونځیو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي او همداراز یې ټولو خدماتي مرکزونو ته پر تلونکو ښځو د چادري اغوستل جبري اعلان کړل.

سرچینه: طالبان د هرات په عامه ځایونو کې د ښځو لپاره د برقع اغوستل اجباري کوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دې موضوع په خواله رسنیو کې د ښځو توند غبرګونونه راپارولي دي. یو شمېر ښځو افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلو ویډیوګانو کې چادريو ته اور ورته کړی دی.

د ښځو حقونو یوه غورځنګ په هرات کې د برقع د جبري کېدو په غبرګون کې برقع ته اور اچولی دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د ښځو د حقونو فعالې هُدا خاموش ویلي، حجاب که په خپله خوښه وي درناوی دی، خو که په زور او جبر وي یوه زنځیر ته ورته دی، چې د ښځو لاسونه او پښې یې کلکې تړلې دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ ملي لوبډلې د ټاکنې مشر: دا چې اسټرالیا کرېکټ له سیاست سره تړي، لوبه زیانمنوي

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۶ GMT+۰
د کرېکټ ملي لوبډلې د ټاکنې مشر: دا چې اسټرالیا کرېکټ له سیاست سره تړي، لوبه زیانمنوي
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ټاکنې مشر اسدالله خان وايي، د اسټرالیا هغه پرېکړه چې د افغان ښځو د حقونو د وضعیت له امله له افغانستان سره لوبې نه کوي، د کرېکټ د پرمختګ لپاره ښه نښه نه ده.

اسټرالیا له ۲۰۲۱ کال راهیسې کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، له افغان لوبډلې سره هېڅ دوه اړخیزې لوبې نه دي ترسره کړي. د اسټرالیا کرېکټ بورډ لومړی د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې پلان شوې ازمایښتي لوبه لغوه کړه، وروسته یې د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ هم لغوه کړه او د ۲۰۲۴ کال د اګسټ لپاره پلان شوې شل اوریزه سیالۍ یې هم ترسره نه کړې.

اسدالله خان د دې پرېکړو پر وړاندې خپل غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د ښځو د کرېکټ د ټیم ستونزې د حل کېدو لپاره وخت ته اړتیا لري، خو له سیاست سره د کرېکټ تړل د لوبې د اصولو خلاف کار دی.

هغه ویلي: «موږ د ای‌سي‌سي غړیتوب د کوم خیرات له لارې نه دی ترلاسه کړی، بلکې د خپلو لاسته راوړنو او ښې کارکردګۍ له امله مو ترلاسه کړی دی. د اسټرالیا او نورو هېوادونو دا چلند د کرېکټ د پرمختګ پر ځای یو پیاوړی ټیم کمزوری کوي.»

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان د کرېکټ ټیم د نړۍ له غوره لوبډلو څخه دی او د سپین توپ اچونې برخه یې بې سارې ده.

هغه په دې اړه ویلي: «زموږ د سپین توپ اچونه د نړۍ تر ټولو پیاوړې توپ اچونه ده، زموږ د بریا سلنه لوړه ده، خو که هېوادونه زموږ لوبې سیاستیزې کړي، دا به یوازې د کرېکټ زیان وي. له موږ سره د نه لوبې کولو پرېکړه د نارینه وو کرېکټ ته هم زیان رسوي.»

په ورته وخت کې د کرېکټ نړۍوالې شورا ویلي، چې د افغانستان د ښځو د کډوالو لوبډلې ته به د راتلونکو دوو نړۍوالو سیالیو د ۲۰۲۵کال د ښځو نړۍوال جام او د ۲۰۲۶کال د ښځو شل اوریز جام پر مهال د ګډون او ښکېلتیا مهم فرصتونه ورکړل شي.

افغان ښځینه لوبغاړې چې له طالبانو وروسته له هېواده وتلې دي، په کاناډا او اسټرالیا کې کډوالې شوې، دوی د ۲۰۲۵کال د ښځو د نړۍوال جام د پرانیستې لوبې نندارې ته بلل شوې وې او دغه لوبې یې له نږدې ولیدې چې دا اقدام د هغوی د نړۍوال کرېکټ سره د بیا یو ځای کېدو یو مثبت ګام بلل کېږي.

یوناما: له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ کال پورې ۴.۵ ميليونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۳ GMT+۰
یوناما: له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ کال پورې ۴.۵ ميليونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال او د ياد سازمان د بشري چارو همغږي کوونکي ايندريکا راتوته د یکشنبې په ورځ د طالبانو د رييس الوزرا‌ء له اداري مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ کال پورې ۴.۵ ميليونه کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

ايندريکا راتوته په دې کتنه کې په یاده موده کې د دومره ډېرو کډوالو ستنېدل هر هېواد لپاره يوه لویه ستونزه بللې او زیاته کړې یې ده، چې اوسمهال له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې موضوع ځانګړی اهميت لري او ملګري ملتونه هڅه کوي، چې په دې برخه کې له طالبانو سره همکاري وکړي.

راتوته همداراز په ډاګه کړې: «په ملګرو ملتونو او نورو مرستندويه سازمانونو کې د هغه او همکارانو موخه په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د کډوالو مساله کې له افغانستان سره همکاري ده.»

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ د خبرپاڼې له‌مخې، عبدالسلام حنفي په دې کتنه کې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د مرستو له امله له کورنيو او بهرنيو مرستندويه سازمانونو او افرادو مننه وکړه او زیاته یې کړه: «اوږدې تحميلي جګړې، اقليمي بدلونونه، د سېلابونو او زلزلو په څېر طبيعي پېښې له يوې خوا او له ګاونډيو هېوادونو څخه په جبر د کډوالو اخراج له بلې خوا لا زياتو هر اړخيزو همکاريو او انسجام ته اړتيا لري، څو له هغوی سره په ښه ډول مرسته او ستونزو ته يې رسېدنه وشي.»

هغه راستنېدونکو کډوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په دې سره به د مرستو په رسولو کې لا زيات شفافيت او غوره والي راشي.

په تېرو دوو اوونیو کې له ایران، پاکستان او ترکیې څخه کابو ۱۵۰زره کډوال هېواد ته ستانه شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې ډېری ستانه شوي افغانان د کابل په ګډون په ډېریو ولایتونو کې ځانګړو شویو کمپونو کې د امکاناتو له کمښته شکایت لري او وايي، چې په اوونیو اوونیو ساتل کېږي او خپلو لایتونو ته په ځنډ سره لېږدول کېږي.

طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۳۳۰ کسان په دُرو وهلي دي

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۴ GMT+۰
طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۳۳۰ کسان په دُرو وهلي دي
100%

طالبانو په تېرو درېیو (اګسټ، سپټمبر او اکټوبر) میاشتو کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۳۳۱ کسان د بېلابېلو تورونو له امله په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. ډېری دغه کسان په کابل اوسرپل ولایتونو کې په دُرو وهل شوي دي. په دغو کسانو کې ښځې هم شاملې دي، خو کره شمېر یې معلوم نه‌دی.

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌مخې، د طالبانو سترې محکمې په اګسټ، سپټمبر او اکټوبر میاشتو کې په ۲۱ ولایتونو کې ۳۳۱ کسان د «نامشروع اړیکو، له کورونو د تېښتې، بد اخلاقۍ، زنا، لواطت، غلا، رشوت، د شرابو په ګډون د نشه يي توکو کاروبار، جعل او فرېبکارۍ» په تورونو د خلکو په مخ کې لسګونه دُرې وهلي او یو شمېر یې پر څو کاله تنفیذي بندونو هم محکوم کړي دي.

د دغو موندنو پر بنسټ، په دغو دُرو وهل شویو کسانو کې ښځې هم شاملې دي، خو کره شمېر یې ځکه معلوم نه‌دی، چې د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼو کې ډېری وخت د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه ویل کېږي.

د موندنو پر بنسټ، په دې ډله کې ډېر کسان په کابل کې او کم یې په پکتیکا او کندوز ولایتونو کې په دُرو وهل شوي دي. د شمېرو له‌مخې، په کابل کې ۱۵۱، په سرپل کې ۳۱، په کاپیسا کې ۲۱، په خوست، لغمان او تخار کې ۱۴- ۱۴ کسان، په پروان کې ۱۲، په غور کې ۱۱، په بدخشان او پکتیا کې ۸- ۸ کسان، په زابل کې ۷، په میدان وردګ او غزني کې ۶- ۶ کسان، په ننګرهار، فراه او بغلان کې ۵ – ۵ کسان، په بلخ او فاریاب کې ۴- ۴ کسان، جوزجان کې ۳ کسان، په پکتیکا او کندوز ولایتونو کې ۱ – ۱ کس په عامو محضرونو کې په دُرو وهل شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې اړوند ولایتي محکمې کابو هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې ښځې او نارینه د بېلابېلو تورونو له امله د خلکو د سترګو پر وړاندې په دُرو وهي او دا د نورو لپاره عبرت ګڼي. ډېری دغه بدني سزاوې په ډله ییزه توګه ترسره شوي دي.

د طالبانو دغه چاره چې دوی یې د شریعت عملي کول ګڼي، د بشري حقونو اړوندو نړۍوالو سازمانونو غبرګونه راپارولي دي.

دیني عالمان وايي، په یوې ټولنه کې د شرعي حدودو د جاري کولو موخه پر ځمکه د هر ډول فساد مخنیوی او یا هم له‌منځه وړل دي، خو باید پر دیني ارشادات برابر او مستندو اسناد او شواهدو پر بنسټ د یوه اسلامي عادل او متقي نظام له لوري ترسره شي.

متقي وايي چې پاکستاني پلاوي له طالبانو نه د پاکستان د امنیت ساتلو غوښتنې درلودې

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۸ GMT+۰
متقي وايي چې پاکستاني پلاوي له طالبانو نه د پاکستان د امنیت ساتلو غوښتنې درلودې
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، چې پاکستان یې ټول وړاندیزونه رد کړي او مذاکرات یې درولي دي. متقي ویلي، چې د‌پاکستان د اندېښنو د حل په موخه یې له ډیورنډ کرښې څخه د وزیرستان کډوال د افغانستان مرکزي ولایتونو ته انتقال کړې، خو لا هم پاکستان ترې راضي نه دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ددغه وزارت د ډیپلوماسۍ انستیتوت د پنځمې تخصصي ښوونیزې دورې فراغت غونډې په مراسمو کې وویل، چې پاکستان کومې پایلې ته له رسېدو پرته مذاکرات درولي او طالب پلاوی بېرته کابل ته ستون شوی.

د متقي په وینا، طالبانو متوازن سیاست د همدې لپاره غوره کړی و، چې افغانستان له جګړو راوتلی او ښه فرصت دی، چې له ټولو ګاونډیانو او سیمې او نړۍ سره ښې اړیکې جوړې شي، خو څلور کاله په مختلفو ډولونو اسلام اباد د افغانستان حریم نقض کړی، تېری یې کړی او عام خلک یې په نښه کړي دي.

نوموړي وویل، چې طالبان د دوستو هېوادونو په غوښتنه خبرو اترو ته کښېناستل.

متقي زیاته کړه، « په مذاکراتو کې د نه پرمختګ تر ټولو ستر لامل دا و، چې پاکستاني استازو داسې وړاندیزونه او غوښتنې درلودې، چې معقولې او د عمل وړ نه وې. دوی ویل دا تضمین راکړئ، چې په پاکستان کې به بیا امنیتي پېښې نه کیږي».

هغه زیاته کړه، « ایا موږ د پاکستان د امنیت ذمه وار یو، موږ هلته سوله ساتي پوځونه لرو؟، هلته د پوځ او پولیسو واګې لرو، چې امنیت یې ټینګ کړو؟ د هغه امنیت نیول د بل هېواد له لوري دا خو غیر معقوله خبره ده».

نوموړي وویل، چې پاکستان دا وړاندیز هم وکړ، چې د ټي ټي پي ټول ګروپونه افغانستان ته ولیږدول شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې وویل، چې مذاکراتو پرمهال ددوی پلاوي غوښتنه کړې، چې پاکستان دې په خپله خاوره کې د داعش وسله والو د روزلو او د افغانستان د حریم د نقضولو مخه نیسي. هغه وویل، چې پاکستان یې یادې غوښتنې نه دي منلې.

نوموړي د پاکستان ددې غوښتې په تړاو چې د ټي ټي پي ډلې دې افغانستان ته ولېږدول شي وویل:« افغانستان لیونی دی چې ستا غم خپل کور ته راوړي؟ یوځل تور لګوي، چې ټي ټي پي په افغانستان کې ده او پر پاکستان بریدونه کوي، بیا وايي، چې له پاکستان څخه دې افغانستان ته انتقال شي».

امیرخان متقي دغه راز وویل، چې د‌ پاکستان د اندېښو لپاره یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان له ختیزو ولایتونو څخه د میلیونونو ډالرو په لګولو سره د وزیرستاني کډوالو کورنۍ د افغانستان په مرکزي ولایتونو کې ځای پر ځای کړې دي، خو دا هڅې یې لا هم پاکستان ته د قناعت وړ نه دي.

متقي زیاته کړه:« چې ستا “پاکستان”تشویش حل شي، ستا د تشویش د حل په موخه مو د وزیرستان کډوال د افغانستان مرکزي سیمو ته انتقال کړل، میلیونونه ډالر مو ولګول او ځای پر ځای مو کړل. نو چې دا ټولې هڅې موږ کړې دي او خپل مسوولیت مو ادا کړی دی، له دې وروسته هم که څوک تجاوز کوي، مسوولیت به د هغوی پر غاړه وي.»

همدارنګه متقي زیاته کړه:«که ته “پاکستان” ادعا لرې چې زما له خوا تاسې ته در اوړي او برید کوي او بیا افغانستان ته راځي، خو زه وایم چې ته یې ولې پریږدې؟ ته یې ولې مخه نه نیسې؟ دا ټول هغه دلایل دې چې دوی یې نه مني او غاړه نه ورته ږدي.»

نوموړی د دواړو هېوادونو ترمنځ روانې شخړې ته په اشاره وویل، چې «د پاکستان د حکومت یوه لویه برخه د روغې جوړې تمه لري، ځینې پاکستانۍ کړۍ خپلې پروژې عملي کوي، خو افغانستان هم له خپل ځانه د دفاع حق لري.»

امیرخان متقي پر طالبانو د هرې پېښې د مسوولیت اچولو چاره نه منونکې وبلله او ویې ویل، چې « د ټي ټي پي د بریدونو نسبت پر طالبانو تاوانوي، نو د هند او ایران سره دې هم جګړه وکړه هغه هم پر افغانستان تاوانوې؟ ستا اقتصاد خراب شوی نو دا ته ټول پر افغانستان تاوانوې؟افغانستان ستا سره د ښه نیت لاس اوږدی کړی دی، ښې اړیکې مو لرلې، چې ته خپله خپل وضعیت نه شې کنترولولای، د ملامتۍ ګوته موږ ته مه نیسئ.»

نوموړي دغه راز وویل، چې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ د ستونزو په حل کې یې خپل مسوولیت ادا کړی دی او د دواړو لوریو ترمنځ یې د مذاکراتو زمینه برابره کړې، خو خپله پاکستان ۹۰ سلنه حل شوې مساله کې بې پروايي کړې ده.

امیرخان متقي پر پاکستان غږ وکړ، چې راولاړې شوي، ستونزې دې د دیپلوماتیکو اصولو له لارې حل کړي.

طالبان وايي د جرمني په بن کې افغان کونسلګري بېرته فعالیت پیلوي

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۲ GMT+۰
طالبان وايي د جرمني په بن کې افغان کونسلګري بېرته فعالیت پیلوي
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د جرمني په بن ښار کې افغان کونسلګري له راتلونکې دوشنبې خپلې چارې بېرته پیلوي. هممهاله له درې زرو ډېرو افغان کډوالو په یوه انلاین غوښتنه کې له جرمني غوښتي، چې له طالبانو سره تعامل بند کړي او استازي یې وباسي.

د جرمني په بن ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ، چې د لړم په میاشت کې یې چارې طالبانو ته سپارل شوې، د راتلونکې دوشنبې په ورځ خپل فعالیتونه بېرته پیلوي.

ددې کونسلګرۍ چارې د تلې میاشتې په وروستیو کې د پخوانیو ډیپلوماتانو او کارکوونکو له استعفا وروسته د طالبانو استازو ته وسپارل شوې.

د دې کونسلګرۍ مخکېني سرپرست حامد ننګیالي کبیري د کونسلګرۍ د کارکوونکو له ډله ییزې استعفا وروسته وویل، چې طالبانو ته د کونسلګرۍ په واک کې اخېستلو اجازه ورکړل شوې ده.

جرمني د طالبانو دوه استازي د ډيپلوماټانو په توګه منلي او یو استازی د بن کونسلګرۍ ته معرفی شوی دی.

ددغو ډیپلوماتانو منل ظاهرا د هغو افغانانو د بېرته استولو په چارو کې اسانتیا رامنځته کول بلل شوي، چې په جرمني کې د جرمونو او محکومیت له امله نور د استوګنې حق نه لري.

هممهاله له درې زرو ډېرو افغان کډوالو په انلاین غوښتنه کې له جرمني غوښتي، چې له طالبانو سره تعامل بند کړي او استازي یې وباسي.

یادو اعتراض کوونکو په خپل غوښتنلیک کې ویلي، چې د افغانستان په سیاسي استازولیو کې د طالبانو د استازو حضور « د ولسواکۍ له اصولو او بشري حقونو سره په ټکر کې دی».

د جرمني چارواکو له طالبانو سره اړیکې په تخنیکي کچه بللې او وايي، ددې ډلې حکومت په رسمیت نه پېژني.