طالبان: د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې واردات پنځه برابره زیات شوي دي

د هرات–خواف رېل پټلۍ د طالبانو مسوولین وایي، له دې لارې هره میاشت نږدې ۵۰ زره ټنه واردات کېږي، چې له دې سره واردات پنځه برابره زیات شوي دي. تر دې مخکې، له دې لارې هره میاشت شاوخوا ۱۰ زره ټنه واردات کېدل.




