• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سوداګرو له طالبانو وغوښتل چې پاکستان کې بند پاتې سوداګریزو توکو ازادولو ته حل لاره ومومي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۱ GMT+۰

یو شمېر افغان سوداګرو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې له هغه وغوښتل، چې په پاکستان کې د دوی د بند پاتې سوداګریزو توکو د ازادولو لپاره حل لاره ومومي.

یو شمېر افغان سوداګرو او په ځانګړې توګه د کندهار او ختیځو ولایتونو سوداګرو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره په کتنه کې له هغه وغوښتل، چې په پاکستان کې د دوی د بند پاتې سوداګریزو توکو د ازادولو مسله وڅاري.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، نورالدین عزیزي ژمنه وکړه چې دغه موضوع به په جدي توګه وڅاري.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړو وروسته پاکستان له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې وتړلې، خو د تورخم دروازه څو ورځې وړاندې یوازې له پاکستان څخه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو پر مخ پرانېستل شوې ده.

ترویج لرونکی

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې
۱

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۲

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۳

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

۴

د نارینه‌وو ملاتړ؛ عاطفي وابستګي که ټولنیزه اړتیا؟

۵

د ازادۍ جبهه: د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان زموږ د بریدونو مشروع هدفونه دي

•
•
•

نور کیسې

تېر کال د چابهار بندر له لارې د دوه میلیارده او ۶۶۱ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۶ GMT+۰
تېر کال د چابهار بندر له لارې د دوه میلیارده او ۶۶۱ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې تېر کال د چابهار بندر له لارې د دوه میلیارده او ۶۶۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي. د یاد وزارت په وینا، د ایران د چابهار بندر له لارې د افغانستان تولیدات د منځنۍ او سویلي اسیا هېوادونو ته صادریږي.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت د وزیر رییس دفتر نن د دوشنبې په ورځ، د لړم پر ۱۹مه، په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د پخوا په پرتله د ایران په چابهار بندر کې د ستونزو په حل کېدو سره له دې لارې صادرات او واردات زیات شوي دي.

محمد الله بختیار وویل، چې د ایران چابهار بندر د پاکستان د کراچۍ بندر بدیل بلل کېږي او دغه بندر د افغان سوداګرو لپاره ښه فرصت دی.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه چارواکي زیاته کړه:«چابهار بندر د چین، هند او عربي اماراتو تر منځ مستقیمه منظمه سمندري لیکه هره اونۍ فعاله ده.»

محمد الله بختیار په یاد خبري کنفرانس کې وویل، « د سوداګرۍ وزارت په هڅو د ایران د چابهار بندر له لارې د ترانزیتي او تجارتي چارو د تنظیم لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې شوي، چې د هېواد د صادراتو او وارداتو په پراختیا کې مهم ګام بلل کېږي».

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت له نظره، د ایران له ترانزیتي لارو په ځانګړي ډول د چابهار له بندره ګټه اخسیتنه ځانګړی اهمیت لري، ځکه دا یو ډاډمن ترانزیتي مسیر دی او اوبو او ازادو سمندرونو ته د هېواد د لاسرسي زمینه برابروي.

یاد وزارت وايي، چې د طالبانو او ایران د چارواکو ترمنځ د پرله ‌پسې رسمي سفرونو او همکاریو په نتیجه کې د بندري چارو د چټکتیا، د اېکسرې ماشینونو د نصب، د لوژستیکي خدمتونو د معیاري کولو پهبرخو کې اړتیا وړ اقدامات تر سره شوي دي.

نوموړي دغه راز په دې خبري ناسته کې وویل، چې د ایران له لوري د چابهار بندر له لارې د ترانزیتي لګښتونو په کچه کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی.

د طالبانود سوداګرۍ وزارت د ګډو ټرانسپورټي شرکتونو جوړول، د لوژستیکي مرکزونو رامنځته کول او د میلک بندر تجهیز هغه چارې وګڼلې، چې د هېواد په اقتصادي ودې، کارموندنې او صادراتو کې مهمې دي.

وخت ناوخت د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د شخړو له امله پر ډیورنډ کرښه سوداګریزې لارې بندېږي، چې سوداګرو ته درانده مالي زیانونه اړوي. دواړو لوریو ته سوداګرو نیوکه کړې، چې سوداګري باید د سیاسي ناندریو ښکار نه‌شي، خو د شنونکو په باور، پاکستان له کلونو راهیسې له افغانستان سره سوداګریزې لارې د فشار د وسیلې په توګه کاروي.

هلمند کې د کبانو روزنه؛ هره میاشت ۳۰زره کیلو ګرامه کبان بازار ته وړاندې کېږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۱۶ GMT+۰
هلمند کې د کبانو روزنه؛ هره میاشت ۳۰زره کیلو ګرامه کبان بازار ته وړاندې کېږي
100%

د افغانستان په سوېل کې د هلمند ولایت د کب روزنې صنعت د بې‌ساري پرمختګ په حال کې دی. د کب روزنې د ټولنې مسوولین وایي، د خلکو د لېوالتیا له زیاتېدو سره هره میاشت شاوخوا ۳۰زره کیلو ګرامه کبان تولیدېږي او سلګونه نوي فارمونه یې ثبت او فعال شوي دي.

د کب روزنې د ټولنې مشر قدرت‌الله وایي، په وروستیو کلونو کې د کب روزنې لېوالتیا د پام وړ ډېره شوې ده او اوس زرګونه فارمونه د تولید په حال کې دي. نوموړی زیاتوي، یوازې په تېرو دوو اونیو کې له دوو زرو ډېر فارمونه ثبت او راجستر شوي چې دغه صنعت د پراختیا څرګنده نښه ده.

قدرت‌الله باور لري، که د حکومت او خصوصي سکتور پانګونه زیاته شي؛ نو هلمند کولای شي په لنډ وخت کې د کبانو د تولید له پلوه ځان بسیا شي. نوموړی زیاتوي: «موږ د هیچري یا د کب بچیو د تولید د یو مرکز جوړولو ته اړتیا لرو؛ څو د سوېلي زون اړتیاوې پوره کړو.»

د کب روزنې یو شمېر فارم‌ لرونکي هم له خپلو لاسته راوړنو خوښ دي. شاه‌محمد چې د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي: «یو کال مخکې مې درې زره د کبانو بچي اخیستي وو، اوس یې وزن له یو نیم کیلوګرامه اوښتی او بازار ته برابر دي.»

په دغه ولایت کې د کبانو روزونکي وایي، چې له دې لارې یې عاید ښه شوی. دوی وایي، که پانګه‌وال دې برخې ته راشي نه یوازې به یې کاري فرصتونه ډېر شي؛ بلکې هلمند به د کبانو د تولید یو مهم مرکز شي.

په خوست کې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان د یوې نجلۍ د تښتونې په تړاو ونیول شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۱ GMT+۰
په خوست کې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان د یوې نجلۍ د تښتونې په تړاو ونیول شول
100%

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، په دغه ولایت کې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان د یوې نجلۍ د تښتونې او جبري ودولو په تور نیول شوي دي. نوموړی وايي، د دغې پېښې نور جزییات د کلتوري حساسیتونو د ساتنې له‌مخې نه اعلانوي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) ویلي، دغو کسانو غوښتل یاده نجلۍ په جبر او له خوښې پرته نکاح ته اړه باسي، خو تر هغې مخکې نیول شوي دي.

هغه زیاتوي، د دغې پېښې نور جزییات د ټولنیزو او کلتوري حساسیتونو او ارزښتونو د ساتنې له‌مخې نه اعلانوي.

هغه خبرداری ورکړی، هر هغه کس چې د ښځو پر ازاد انتخاب تېری وکړي، د شرعي قانون منګولو ته به وسپارل شي.

طالبان: ‏د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې واردات پنځه برابره زیات شوي دي

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۰ GMT+۰
طالبان: ‏د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې واردات پنځه برابره زیات شوي دي
100%

د هرات–خواف رېل پټلۍ د طالبانو مسوولین وایي، له دې لارې هره میاشت نږدې ۵۰ زره ټنه واردات کېږي، چې له دې سره واردات پنځه برابره زیات شوي دي. تر دې مخکې، له دې لارې هره میاشت شاوخوا ۱۰ زره ټنه واردات کېدل.

د دغو مسوولینو په وینا، هره ورځ شاوخوا دوه زره ټنه د سوداګریزو توکو انتقالات ترسره کېږي.

په دې توکو کې په ځانګړي توګه سمنټ او کاشي د یادې پټلۍ له لارې د هرات روزنک تم‌ځای ته لېږدول کېږي.

دغه مسوولین د هرات-خواف رېل پټلۍ د صادارتو او وارداتو لپاره تر ټولو غوره لار ګڼي.

یاده دې وي، چې تېره اوونۍ په لومړي ځل شل واګونه ډیزل د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته وارد شول.

د هرات-خواف رېل پټلۍ د ایران د رېل شبکې د افغانستان لوېدیځ سره نښلوي او د سیمې په ټرانزیټي اړیکو کې مهم رول لري. دا مسیر د ختیځ ـ لوېدیځ د ټرانزیټي دهلېز برخه ده چې د چین، قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا ترمنځ اړیکه برابروي.

ایران د افغانستان له سترو اقتصادي شریکانو څخه دی. د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز حجم نږدې څلور میلیارده ډالره اټکل شوی.

امیر خان متقي عباس عراقچي ته: پاکستان د استانبول په خبرو کې مسولیت منلو ته چمتو نه و

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۱ GMT+۰
امیر خان متقي عباس عراقچي ته: پاکستان د استانبول په خبرو کې مسولیت منلو ته چمتو نه و
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ویلي، د استانبول د خبرو درېیم پړاو کې پاکستاني لوری هېڅ ډول مسولیت منلو ته تیار نه و، چې له امله یې خبرې بې پایلې پاتې شوې. هغه دا څرګندونې د ایران بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو وزیرانو د افغانستان او ایران د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو خبرو پر بهیر هم بحث وکړ.

د خبرپاڼې له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره د خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی او له خپل اړخه یې د منځګړیتوب او رغنده رول وړاندیز کړی دی.

مولوي امیر خان متقي ویلي، د طالبانو پلاوی د مشرتابه په ځانګړي هدایت او صلاحیت او په ښه نیت سره د پاکستاني استازو سره د استانبول په خبرو کې ګډون کړی و، خو له بده مرغه د پاکستان لوری د مسولیت منلو ته تیار نه و.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو حکومت د پاکستان سره د شخړو د حل لپاره د ډېپلوماسۍ، تفاهم او خبرو اترو له لارې تهجیز ته لومړیتوب ورکوي.