ندامحمد ندیم په کابل کې د جاپان له نوي سفیر سره د پېژندګلوۍ ناسته کړې

د طالبانو لوړو زده‌کړو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی وزیر ندا محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د جاپان له نوي سفیر ماساموتو کېنیچي سره د پېژندګلوۍ ناسته کړې. ندیم د جاپان له سفیره غوښتي، چې هېواد یې باید له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.