تازه خبر

د امریکا د کانګرس سناتوران د حکومت د موقتي بندېدو د پای ته رسېدو لپاره هوکړې ته رسېدلي دي

د امریکا د کانګرس سناتورانو د حکومت د موقتي بندېدو د پای ته رسېدو لپاره هوکړې ته رسېدلي دي. د فاکس نیوز د راپور له‌مخې، دا هوکړه د سناتورانو اېنګس کینګ، جین شاهین او مګي حسن او د څو جمهوري غوښتونکو سناتورانو ترمنځ تر خبرو وروسته شوې ده.

سرچینې وايي، د ډیموکرات ګوند کافي غړي هم له دې تړون سره موافق دي، چې دا به د حکومت د عادي فعالیت د بیا پیل لپاره لاره هواره کړي.