• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قزاقستان غواړي چې افغانستان ته د زلزله‌ځپلو لپاره بشري مرستې واستوي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۳ GMT+۰

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر یرمک کوشر بایف د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې هېواد یې غواړي د افغانستان د زلزله‌ځپلو لپاره بشري مرستې واستوي.

د قزاقستان دولتي اژانس د معلوماتو له مخې، دا ټلیفوني خبرې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) ترسره شوې دي. په خبرو کې بایف د وروستیو ویجاړوونکو زلزلو له امله د افغان ولس سره د خپل هېواد ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې قزاقستان به ډېر ژر کابل ته یو بشري ماموریت واستوي. په دغه بشري ماموریت کې به د درملنې متخصصین، درمل او اړینې مرستې شاملې وي.

امیر خان متقي د قزاقستان له حکومت څخه د افغان ولس د ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه. نوموړي یادونه وکړه، چې د روان کال په لومړیو کې د قزاقستان له لوري د بشري مرستو دوه کښتۍ چې ټولټال ۳،۷زره ټنه توکي پکې شامل وو، افغانستان ته رسېدلې دي.

په خبرو کې دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او موافقه یې وکړه، چې د سوداګرۍ، بانکدارۍ، کان‌کېندنې، فلزکارۍ او ډیجیټلي ټېکنالوژۍ په برخو کې ګډ کار ته پراختیا ورکړي.

د خبرو په پای کې دواړو وزیرانو د قزاق – افغان اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه وکړه او هوکړه یې وکړه، چې فعاله سیاسي اړیکې به دوام ومومي.

ترویج لرونکی

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې
۱

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۲

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۳

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

۴

په هلمند کې؛ د طالبانو د مخابراتو وزیر له لوري غصب شوې شنې سیمې دېوالونه ونړول شول

۵

د نارینه‌وو ملاتړ؛ عاطفي وابستګي که ټولنیزه اړتیا؟

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په غزني کې د پولي میتال کان د کېندنې قرارداد له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۰ GMT+۰
طالبانو په غزني کې د پولي میتال کان د کېندنې قرارداد له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، ملا هدایت‌الله بدري د غزني د زرکشانو د پولي میتال کان د اکشتاف، کېندنې او پروسس قرارداد له خېبر حسن شرکت سره لاسلیک کړ. طالبانو زیاته کړې، چې دغه کان ۲۴۰ کیلومتره مربع مساحت لري.

د طالبانو یاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه وزارت هڅه کوي چې د کانونو د مسلکي کېندنې په موخه له هغو شرکتونو سره قراردادونه وکړي، چې ښې وړتیاوې ولري.

دغه وزارت د نوي هوکړه‌لیک په اړه ویلي: «یاد کان ۲۴۰ کیلومتره مربع مساحت لري او د کانونو د غوره مدیریت او شفافیت لپاره یې هوکړه‌لیک له خېبر حسن شرکت سره لاسلیک شو.»

د طالبانو د کانونو وزارت یو ځل بیا ژمنه کړې، چې په دې سره به د کان کېندنې او تړونونو د لاسلیک په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ډېری مهال د کان کېندنې او قراردادونو په برخه کې پر طالبانو نیوکه کېږي، چې پروسه یې شفافیت نه لري، د حساب ورکولو پروسه یې نشته او په دې برخه کې غېر مسلکي چلند کوي.

په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد له سخت کړکېچ سره مخ دی، خلک پوښتنه کوي چې د دې او ورته نورو کان‌ کېندنو او قراردادونو ګټې به د ولس جېب ته ځي او که یوازې د واکمنې ډلې د دوام وسیله به ګرځي؟

خو طالبان بیا په خپلو ټولو خبرو او خبرپاڼو کې د روړنتیا ډاډ وړاندې کوي.

طالبان: که پاکستان په معقولو غوښتنو خبرو ته راوګرځي، نو موږ هم بیاځلي خبرو ته چمتو یو

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۳ GMT+۰
طالبان: که پاکستان په معقولو غوښتنو خبرو ته راوګرځي، نو موږ هم بیاځلي خبرو ته چمتو یو
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په کابل کې د بهرنیو سفارتونو له استازو سره د لیدنې پر مهال وویل، هر کله چې د پاکستان لوری په خبرو کې د ښه نیت څرګندونه وکړي او په خپلو غوښتنو کې معقولیت څرګنده کړي، دوی هم چمتو دي چې د ډیپلوماسۍ او تفاهم له لارې د موضوع د حل لور ته لاړ شي.

نوموړی دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې د افغان طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ په استانبول کې د سولې د درېیم پړاو خبرو له بې پایلې پاتې کېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) په کابل کې د سفارتونو مېشتو استازو ته د افغانستان او پاکستان ترمنځ په استانبول کې د وروستيو مذاکراتو بهير او د طالبانو دریځ په ډاګه کړ.

محمد نعیم وویل: «د استانبول په خبرو کې اساسي ستونزه دا وه، چې پاکستاني لوري د مذاکراتو په جریان کې داسې غوښتنې مطرح کړې، چې غېر واقعي او غېر عملي وې.»

د نوموړي په وینا، پاکستان د خپل هېواد د ټولو امنیتي ستونزو مسوولیت افغانستان ته راجع کوي او دا په دې معنا دی چې د پاکستان په پوځ کې ځانګړې کړۍ نه غواړي د دواړو هېوادونو مسایلو ته مذاکراتي حل لاره وموندل شي.

هغه زیاته کړې: «د پاکستاني پلاوي له‌خوا د غېر مسوولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسېږي.»

متقي وايي چې پاکستاني پلاوي له طالبانو نه د پاکستان د امنیت ساتلو غوښتنې درلودې | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له څو ځلي مخامخ جګړو وروسته په دوحه کې دواړو لوریو پر اوربند سلا وکړه او د دغه اوربند د غځېدو او نورو دوه اړخیزو مسایلو د حل لپاره د یوه میکانیزم د جوړولو په موخه په استانبول کې د خبرو پر دوام ټينګار شوی و، خو درېیم پړاو خبرې له کومې پایلې پرته پای ته رسېدلي او تر اوسه دواړو لوریو د خبرو د بیا پیل په تړاو څه نه دي ویلي.

سرچینې: په سعودي کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت سفیر خپل ماموریت پای ته رسوي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۵ GMT+۰
سرچینې: په سعودي کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت سفیر خپل ماموریت پای ته رسوي
100%

په سعودي کې د افغانستان په سفارت کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې په دغه هېواد کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د سفیر په توګه احمد جاوید مجدیدي غواړي خپل ماموریت پای ته ورسوي. سرچینې وايي چې دا مهال په سفارت کې له سفیر پرته بل هېڅ ډېپلوماټ نشته.

د سرچینې په خبره چې روانه اونۍ د جمعې په ورځ یو شمېر سعودي مېشتو افغانانو د نوموړي لپاره د خدای په امانۍ یوه غونډه هم نیولې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په سعودي عربستان کې د افغانستان د سفارت پخوانيو ډېپلوماټانو د جمهوري دولت له سقوط وروسته دندې پرېښي او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د سفیر په توګه د احمد جاوید مجدیدي دنده پرېښودل به په ریاض کې د افغانستان سفارت د بندېدو له ګواښ سره مخ کړي.

دا مهال سعودي عربستان په ریاض کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو ډېپلوماټان نه دي منلي خو یو استازی یې په جده کې قونسلي خدمات وړاندې کوي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه په سعودي عربستان کې د افغانستان د جمهوري دولت د سفیر نظر هم را واخلو خو له پرلپسې اړیکو نیولو وروسته هم ونه توانېدو.

تر اوسه طالبانو هم په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

جرمني د طالبانو استازی تر اوسه د جنرال کونسل په توګه نه دی منلی

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۷ GMT+۰
جرمني د طالبانو استازی تر اوسه د جنرال کونسل په توګه نه دی منلی
100%

د جرمني په بن ښار کې د دوشنبې په ورځ د افغانستان جنرال کونسلګري بیا پرانیستل شوه. ددې کونسلګرۍ مسوولیت د طالبانو استازی پرمخ وړي، خو د جرمنی د بهرنیو چارو وزارت وايي، کونسلګري جنرال کونسل نه لري او ټاکل شوی کس به یوازې هغه وخت کونسل وي، چې له دوی نه د کنسولري فعالیت اجازه واخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او په بن کې د افغانستان کونسلګرۍ اعلان وکړ، چې د دوشنبې له ورځې یې خپل فعالیت پیل کړی دی.

د جرمني اې ار ډي ټلویزیون وايي، چې د طالبانو یوه غړي د دې کونسلګرۍ مشري په لاس کې اخیستې ده. هغه ځان جنرال کونسل بولي، خو د جرمني حکومت یې په دې توګه لا نه پیژني.

دی یو له هغو دوو ډیپلوماتانو دی چې له څو ورځو راهیسې د جرمني حکومت له خوا په رسمي توګه تصویب شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ډوبرینټ په وینا، دوی ددې لپاره راغلي چې د جرمونو مرتکب افغانان ژر تر ژره وایستل شي. خو د اې ار ډي د څېړنو له مخې، یوه یې د کونسلګرۍ مشري په لاس کې اخیستې او له افغان کډوالو سره اړیکې جوړوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دغه ټلویزیون ته ویلي چې «د بن جنرال کونسلګري اوسمهال هیڅ جنرال کونسل نه لري او د افغانستان [طالبانو] ټاکل شوی کس به یوازې هغه وخت کونسل شي چې له بهرنیو چارو وزارت څخه د کنسولري فعالیت اجازه، ترلاسه کړي. دا تر اوسه نه دی ترسره شوی».

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، د برلین او مونشن افغان کونسلګرۍ لا هم د ۲۰۲۱ کال د اګست له واک بدلون مخکې د افغانستان له خوا ټاکل شوي کسان پر مخ وړي.

یاد وزارت ویلي، « د بن جنرال کونسلګري د برلین سفارت تر څارنې لاندې ده».

د طالبانو د استازو پر وړاندې د غبرګون په ډول د بن کونسلګرۍ پخواني جنرال کونسل حامد ننګیالی کبیري څو اونۍ مخکې خپله دنده پرېښوده. د کونسلګرۍ کارکوونکو هم استعفاوې ور کړې، خو اوس یې پنځه تنه بېرته دندو ته حاضر شوي دي.

تېر کال د چابهار بندر له لارې د دوه میلیارده او ۶۶۱ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۶ GMT+۰
تېر کال د چابهار بندر له لارې د دوه میلیارده او ۶۶۱ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې تېر کال د چابهار بندر له لارې د دوه میلیارده او ۶۶۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي. د یاد وزارت په وینا، د ایران د چابهار بندر له لارې د افغانستان تولیدات د منځنۍ او سویلي اسیا هېوادونو ته صادریږي.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت د وزیر رییس دفتر نن د دوشنبې په ورځ، د لړم پر ۱۹مه، په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د پخوا په پرتله د ایران په چابهار بندر کې د ستونزو په حل کېدو سره له دې لارې صادرات او واردات زیات شوي دي.

محمد الله بختیار وویل، چې د ایران چابهار بندر د پاکستان د کراچۍ بندر بدیل بلل کېږي او دغه بندر د افغان سوداګرو لپاره ښه فرصت دی.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه چارواکي زیاته کړه:«چابهار بندر د چین، هند او عربي اماراتو تر منځ مستقیمه منظمه سمندري لیکه هره اونۍ فعاله ده.»

محمد الله بختیار په یاد خبري کنفرانس کې وویل، « د سوداګرۍ وزارت په هڅو د ایران د چابهار بندر له لارې د ترانزیتي او تجارتي چارو د تنظیم لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې شوي، چې د هېواد د صادراتو او وارداتو په پراختیا کې مهم ګام بلل کېږي».

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت له نظره، د ایران له ترانزیتي لارو په ځانګړي ډول د چابهار له بندره ګټه اخسیتنه ځانګړی اهمیت لري، ځکه دا یو ډاډمن ترانزیتي مسیر دی او اوبو او ازادو سمندرونو ته د هېواد د لاسرسي زمینه برابروي.

یاد وزارت وايي، چې د طالبانو او ایران د چارواکو ترمنځ د پرله ‌پسې رسمي سفرونو او همکاریو په نتیجه کې د بندري چارو د چټکتیا، د اېکسرې ماشینونو د نصب، د لوژستیکي خدمتونو د معیاري کولو پهبرخو کې اړتیا وړ اقدامات تر سره شوي دي.

نوموړي دغه راز په دې خبري ناسته کې وویل، چې د ایران له لوري د چابهار بندر له لارې د ترانزیتي لګښتونو په کچه کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی.

د طالبانود سوداګرۍ وزارت د ګډو ټرانسپورټي شرکتونو جوړول، د لوژستیکي مرکزونو رامنځته کول او د میلک بندر تجهیز هغه چارې وګڼلې، چې د هېواد په اقتصادي ودې، کارموندنې او صادراتو کې مهمې دي.

وخت ناوخت د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د شخړو له امله پر ډیورنډ کرښه سوداګریزې لارې بندېږي، چې سوداګرو ته درانده مالي زیانونه اړوي. دواړو لوریو ته سوداګرو نیوکه کړې، چې سوداګري باید د سیاسي ناندریو ښکار نه‌شي، خو د شنونکو په باور، پاکستان له کلونو راهیسې له افغانستان سره سوداګریزې لارې د فشار د وسیلې په توګه کاروي.