• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

علي احمد جلالي: په افغانستان کې د قوي بنسټونو د نشتوالي له امله اساسي قانون نه دی عملي شوی

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۷ GMT+۰

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وايي، چې په هېواد کې د قوي سیاسي او قانوني بنسټونو د نشتوالي له امله اساسي قانون په سمه توګه نه دی عملي شوی. هغه ویلي، چې خلکو ته په مساوي ډول د حقونو نه ورکولو له امله ولس اړ شوی، چې قومي مشرانو ته مراجعه وکړي.

علي احمد جلالي د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) د افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان د شرایطو په نظر کې نیولو سره اساسي قانون بدلېدای شي.

نوموړي ویلي، چې هر هېواد د خپل سیاسي جوړښت له مخې خپلې ملي ګټې تعریف کړې دي.

د نوموړي په خبره، د جمهوریت پر مهال ټول واک مرکزي و او ان ولایتي ټاکنې هم په مرکز کې تر سره کېدلې.

هغه زياته کړې، چې د اساسي قانون د جوړېدو په لویه جرګه کې یې د ځینو مادو د تعدیدل غوښتنه وکړه، چې ونه منل شوه.

د جلالي په خبره، واليان یوازې د سیاسي موقف له مخې ټاکل کېدل او د ولس استازیتوب یې نه درلود.

نوموړي دا هم ویلي، چې ډېری والیان په اداري او مالي برخو کې کمزوري و او ان تر لاس لاندې مامورین یې هم نه شو ټاکلی.

هغه زیاته کړې: «یو والی د سیاسي موقف پر بنسټ ټاکل کېده، اداري او مالي وړتیاوې یې نه لرلې، د ولس له خوا انتخاب نه و، بلکې د یوه شخص له خوا ټاکل کېده او مالي بودیجه به یې هم ولایتي نه وه، بلکې له مرکز څخه ټاکل کېده.»

جلالي ویلي: «د افغانستان لویه ستونزه دا ده، چې یو متحد ملت یې پیدا نه کړ؛ ځکه خلک په بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي چې اوبه او ژوند یې مختلف دي.»

هغه دا هم ویلي، چې افغانان په فقر کې ژوند کوي او له همدې امله سیاسي، قومي او سیمه‌ییز مشران یې رهبري کوي.

هغه زیاته کړې: «کله چې خلکو ته مساوی حق ونه رسېږي، هغوی مجبور دي چې قومي مشرانو ته مراجعه وکړي.»

ترویج لرونکی

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې
۱

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۲

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۳

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

۴

د نارینه‌وو ملاتړ؛ عاطفي وابستګي که ټولنیزه اړتیا؟

۵

د ازادۍ جبهه: د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان زموږ د بریدونو مشروع هدفونه دي

•
•
•

نور کیسې

خواجه اصف: د ترکیې او قطر د وړاندیز په صورت کې به له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړو

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۲ GMT+۰
خواجه اصف: د ترکیې او قطر د وړاندیز په صورت کې به له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړو
100%

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وایي، که ترکيه او قطر د منځګړیتوب وړاندیز وکړي، اسلام‌اباد چمتو دی له طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ بېرته پیل کړي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په کابل کې د بهرنیو سفارتونو له استازو سره د لیدنې پر مهال وویل، هر کله چې د پاکستان لوری په خبرو کې د ښه نیت څرګندونه وکړي او په خپلو غوښتنو کې معقولیت څرګنده کړي، دوی هم چمتو دي چې د ډیپلوماسۍ او تفاهم له لارې د موضوع د حل لور ته لاړ شي.

اصف د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) له پاکستاني ټلوېزیون «جیونیوز» سره په مرکه کې ویلي، چې ترکيه او قطر د پاکستان نږدې او مهم ملګري هېوادونه دي او اسلام‌اباد به د هغوی غوښتنې ته د نه ویلو توان ونه لري.

نوموړي د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د هڅو ستاینه کړې او څرګنده کړې یې ده، چې طالبانو د استانبول په وروستیو خبرو کې ځینې موضوعات په شفاهي ډول منلي، خو د لیکلې تضمین وړاندې کولو ته نه‌دي تیار شوي.

د اصف په وینا، د طالبانو حکومت یو موټی نه دی او همدا ستونزه د دواړو لوریو ترمنځ د هوکړې د نه کېدو لامل ګرځیدلې ده.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو درېیم پړاو د نومبر په ۶مه نېټه په استانبول کې پیل شوې، خو د نومبر په ۹مه نېټه بې‌پایلې پای ته ورسېدې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) وویل: «د استانبول په خبرو کې اساسي ستونزه دا وه، چې پاکستاني لوري د مذاکراتو په جریان کې داسې غوښتنې مطرح کړې، چې غېر واقعي او غېر عملي وې.»

د نوموړي په وینا، پاکستان د خپل هېواد د ټولو امنیتي ستونزو مسوولیت افغانستان ته راجع کوي او دا په دې معنا دی، چې د پاکستان په پوځ کې ځانګړې کړۍ نه غواړي د دواړو هېوادونو مسایلو ته مذاکراتي حل لاره وموندل شي.

هغه زیاته کړې: «د پاکستاني پلاوي له‌خوا د غېر مسوولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسېږي.»

قزاقستان غواړي چې افغانستان ته د زلزله‌ځپلو لپاره بشري مرستې واستوي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۳ GMT+۰
قزاقستان غواړي چې افغانستان ته د زلزله‌ځپلو لپاره بشري مرستې واستوي
100%

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر یرمک کوشر بایف د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې هېواد یې غواړي د افغانستان د زلزله‌ځپلو لپاره بشري مرستې واستوي.

د قزاقستان دولتي اژانس د معلوماتو له مخې، دا ټلیفوني خبرې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) ترسره شوې دي. په خبرو کې بایف د وروستیو ویجاړوونکو زلزلو له امله د افغان ولس سره د خپل هېواد ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې قزاقستان به ډېر ژر کابل ته یو بشري ماموریت واستوي. په دغه بشري ماموریت کې به د درملنې متخصصین، درمل او اړینې مرستې شاملې وي.

امیر خان متقي د قزاقستان له حکومت څخه د افغان ولس د ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه. نوموړي یادونه وکړه، چې د روان کال په لومړیو کې د قزاقستان له لوري د بشري مرستو دوه کښتۍ چې ټولټال ۳،۷زره ټنه توکي پکې شامل وو، افغانستان ته رسېدلې دي.

په خبرو کې دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او موافقه یې وکړه، چې د سوداګرۍ، بانکدارۍ، کان‌کېندنې، فلزکارۍ او ډیجیټلي ټېکنالوژۍ په برخو کې ګډ کار ته پراختیا ورکړي.

د خبرو په پای کې دواړو وزیرانو د قزاق – افغان اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه وکړه او هوکړه یې وکړه، چې فعاله سیاسي اړیکې به دوام ومومي.

طالبانو په غزني کې د پولي میتال کان د کېندنې قرارداد له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۰ GMT+۰
طالبانو په غزني کې د پولي میتال کان د کېندنې قرارداد له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، ملا هدایت‌الله بدري د غزني د زرکشانو د پولي میتال کان د اکشتاف، کېندنې او پروسس قرارداد له خېبر حسن شرکت سره لاسلیک کړ. طالبانو زیاته کړې، چې دغه کان ۲۴۰ کیلومتره مربع مساحت لري.

د طالبانو یاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه وزارت هڅه کوي چې د کانونو د مسلکي کېندنې په موخه له هغو شرکتونو سره قراردادونه وکړي، چې ښې وړتیاوې ولري.

دغه وزارت د نوي هوکړه‌لیک په اړه ویلي: «یاد کان ۲۴۰ کیلومتره مربع مساحت لري او د کانونو د غوره مدیریت او شفافیت لپاره یې هوکړه‌لیک له خېبر حسن شرکت سره لاسلیک شو.»

د طالبانو د کانونو وزارت یو ځل بیا ژمنه کړې، چې په دې سره به د کان کېندنې او تړونونو د لاسلیک په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ډېری مهال د کان کېندنې او قراردادونو په برخه کې پر طالبانو نیوکه کېږي، چې پروسه یې شفافیت نه لري، د حساب ورکولو پروسه یې نشته او په دې برخه کې غېر مسلکي چلند کوي.

په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد له سخت کړکېچ سره مخ دی، خلک پوښتنه کوي چې د دې او ورته نورو کان‌ کېندنو او قراردادونو ګټې به د ولس جېب ته ځي او که یوازې د واکمنې ډلې د دوام وسیله به ګرځي؟

خو طالبان بیا په خپلو ټولو خبرو او خبرپاڼو کې د روړنتیا ډاډ وړاندې کوي.

طالبان: که پاکستان په معقولو غوښتنو خبرو ته راوګرځي، نو موږ هم بیاځلي خبرو ته چمتو یو

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۳ GMT+۰
طالبان: که پاکستان په معقولو غوښتنو خبرو ته راوګرځي، نو موږ هم بیاځلي خبرو ته چمتو یو
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په کابل کې د بهرنیو سفارتونو له استازو سره د لیدنې پر مهال وویل، هر کله چې د پاکستان لوری په خبرو کې د ښه نیت څرګندونه وکړي او په خپلو غوښتنو کې معقولیت څرګنده کړي، دوی هم چمتو دي چې د ډیپلوماسۍ او تفاهم له لارې د موضوع د حل لور ته لاړ شي.

نوموړی دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې د افغان طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ په استانبول کې د سولې د درېیم پړاو خبرو له بې پایلې پاتې کېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) په کابل کې د سفارتونو مېشتو استازو ته د افغانستان او پاکستان ترمنځ په استانبول کې د وروستيو مذاکراتو بهير او د طالبانو دریځ په ډاګه کړ.

محمد نعیم وویل: «د استانبول په خبرو کې اساسي ستونزه دا وه، چې پاکستاني لوري د مذاکراتو په جریان کې داسې غوښتنې مطرح کړې، چې غېر واقعي او غېر عملي وې.»

د نوموړي په وینا، پاکستان د خپل هېواد د ټولو امنیتي ستونزو مسوولیت افغانستان ته راجع کوي او دا په دې معنا دی چې د پاکستان په پوځ کې ځانګړې کړۍ نه غواړي د دواړو هېوادونو مسایلو ته مذاکراتي حل لاره وموندل شي.

هغه زیاته کړې: «د پاکستاني پلاوي له‌خوا د غېر مسوولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسېږي.»

متقي وايي چې پاکستاني پلاوي له طالبانو نه د پاکستان د امنیت ساتلو غوښتنې درلودې | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له څو ځلي مخامخ جګړو وروسته په دوحه کې دواړو لوریو پر اوربند سلا وکړه او د دغه اوربند د غځېدو او نورو دوه اړخیزو مسایلو د حل لپاره د یوه میکانیزم د جوړولو په موخه په استانبول کې د خبرو پر دوام ټينګار شوی و، خو درېیم پړاو خبرې له کومې پایلې پرته پای ته رسېدلي او تر اوسه دواړو لوریو د خبرو د بیا پیل په تړاو څه نه دي ویلي.

سرچینې: په سعودي کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت سفیر خپل ماموریت پای ته رسوي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۵ GMT+۰
سرچینې: په سعودي کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت سفیر خپل ماموریت پای ته رسوي
100%

په سعودي کې د افغانستان په سفارت کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې په دغه هېواد کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د سفیر په توګه احمد جاوید مجدیدي غواړي خپل ماموریت پای ته ورسوي. سرچینې وايي چې دا مهال په سفارت کې له سفیر پرته بل هېڅ ډېپلوماټ نشته.

د سرچینې په خبره چې روانه اونۍ د جمعې په ورځ یو شمېر سعودي مېشتو افغانانو د نوموړي لپاره د خدای په امانۍ یوه غونډه هم نیولې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په سعودي عربستان کې د افغانستان د سفارت پخوانيو ډېپلوماټانو د جمهوري دولت له سقوط وروسته دندې پرېښي او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د سفیر په توګه د احمد جاوید مجدیدي دنده پرېښودل به په ریاض کې د افغانستان سفارت د بندېدو له ګواښ سره مخ کړي.

دا مهال سعودي عربستان په ریاض کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو ډېپلوماټان نه دي منلي خو یو استازی یې په جده کې قونسلي خدمات وړاندې کوي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه په سعودي عربستان کې د افغانستان د جمهوري دولت د سفیر نظر هم را واخلو خو له پرلپسې اړیکو نیولو وروسته هم ونه توانېدو.

تر اوسه طالبانو هم په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.