تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۱۳۵زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې په ټولیز ډول ۱۳۵زره او ۴۸۷ مټریک ټنه انتقالات شوي چې پهکې تېل او نور سوداګریز توکي شامل دي.




