نجیبالله عليخېل په یوه تحلیلي لیکنه کې چې پر اېکس پاڼه یې خپره کړې لیکلي، چې د مرکزي او سویلي اسیا سیمه اوس د نړۍوالو قدرتونو، په ځانګړي ډول د امریکا چین او روسیې د ګټو د تقابل او سیالۍ اصلي محور ګرځېدلی.
هغه ویلي: «له افغانستان نه د امریکا له وتلو او پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د انرژۍ، اقتصاد، امنیت او جغرافیوي موقعیت له امله دغه سیمه د نوي جیوپولیټيک پړاو دروازه پرانیزي.»
عليخېل د مرکزي اسیا په تړاو لیکلي، چې دغه سیمه د تېلو، ګازو، نادره منرالونو او یورانیمو له شتمنیو ډکه ده او له کلونو راهیسې د امریکا، روسیې او چین ترمنځ د سترې لوبې مرکز بلل کېږي.
د هغه په وینا؛ که څه هم د اوکراین جګړې د روسیې پر نفوذ منفي اغېزه کړې؛ خو چین هڅه کوي د «یو کمربند او یو سړک» نوښت او د سيپېک پروژه د سیمهییز نفوذ د پراخولو لپاره وکاروي.
نوموړي زیاته کړې، چې د چین اصلي اندېښنه د ترهګرو ډلو فعالیتونه دي؛ په ځانګړي ډول هغه چې په افغانستان کې اډې لري، ځکه دغه پدیده د چین د اقتصادي پانګونو او سترو پروژو راتلونکی ګواښلای شي.
عليخېل یادونه کړې، چې په ۲۰۲۰کال کې د ترهګرو له نوملړه د «ختیځ ترکستان اسلامي تحریک» د اېستلو په اړه د امریکا پرېکړې د چین اندېښنې لا زیاتې کړې او دغه اقدام یې د ګډې مبارزې پر ضد یو منفي ګام بللی.
هغه په خپلو څرګندونو کې دارنګه ویلي، امریکا د (C5+1) فارمټ له لارې له ۲۰۱۵کال راهیسې هڅه کوي له مرکزي اسیا سره اړیکې پراخې کړي. عليخېل د روسیې، اروپايي ټولنې، جاپان او ترکیې لهخوا د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د اړیکو پر پراخېدو هم تبصره کړې او ویلي یې دي، دغه هېوادونه هڅه کوي متوازن سیاست وساتي او له دې رقابتونو ځان خوندي وساتي.
د هغه په خبره؛ افغانستان د جغرافیایي موقعیت له امله د دغه سیالۍ په «زړه» کې پروت دی او راتلونکی به یې د دې لوبې له لوریو سره د تعامل څرنګوالی ټاکي.