• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نجیب‌الله علي‌خېل: افغانستان د نړۍوالو قدرتونو د نوې جیوپولیټيکي سیالۍ په مرکز بدل شوی

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۹ GMT+۰

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر نجیب‌الله علي‌خېل وايي، له هغه وروسته چې امریکا له افغانستان نه ووته او روسیې پر اوکراین برید وکړ؛ د مرکزي او سویلي اسیا سیمې د نړۍوالو قدرتونو د ستراتیژیکو رقابتونو په نوي ډګر بدلې شوې او افغانستان په دې سیالۍ کې مهم جیوپولیټيک ځای لري.

نجیب‌الله علي‌خېل په یوه تحلیلي لیکنه کې چې پر اېکس پاڼه یې خپره کړې لیکلي، چې د مرکزي او سویلي اسیا سیمه اوس د نړۍوالو قدرتونو، په ځانګړي ډول د امریکا چین او روسیې د ګټو د تقابل او سیالۍ اصلي محور ګرځېدلی.

هغه ویلي: «له افغانستان نه د امریکا له وتلو او پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د انرژۍ، اقتصاد، امنیت او جغرافیوي موقعیت له امله دغه سیمه د نوي جیوپولیټيک پړاو دروازه پرانیزي.»

علي‌خېل د مرکزي اسیا په تړاو لیکلي، چې دغه سیمه د تېلو، ګازو، نادره منرالونو او یورانیمو له شتمنیو ډکه ده او له کلونو راهیسې د امریکا، روسیې او چین ترمنځ د سترې لوبې مرکز بلل کېږي.

د هغه په وینا؛ که څه هم د اوکراین جګړې د روسیې پر نفوذ منفي اغېزه کړې؛ خو چین هڅه کوي د «یو کمربند او یو سړک» نوښت او د سي‌پېک پروژه د سیمه‌ییز نفوذ د پراخولو لپاره وکاروي.

نوموړي زیاته کړې، چې د چین اصلي اندېښنه د ترهګرو ډلو فعالیتونه دي؛ په ځانګړي ډول هغه چې په افغانستان کې اډې لري، ځکه دغه پدیده د چین د اقتصادي پانګونو او سترو پروژو راتلونکی ګواښلای شي.

علي‌خېل یادونه کړې، چې په ۲۰۲۰کال کې د ترهګرو له نوملړه د «ختیځ ترکستان اسلامي تحریک» د اېستلو په اړه د امریکا پرېکړې د چین اندېښنې لا زیاتې کړې او دغه اقدام یې د ګډې مبارزې پر ضد یو منفي ګام بللی.

هغه په خپلو څرګندونو کې دارنګه ویلي، امریکا د (C5+1) فارمټ له لارې له ۲۰۱۵کال راهیسې هڅه کوي له مرکزي اسیا سره اړیکې پراخې کړي. علي‌خېل د روسیې، اروپايي ټولنې، جاپان او ترکیې له‌خوا د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د اړیکو پر پراخېدو هم تبصره کړې او ویلي یې دي، دغه هېوادونه هڅه کوي متوازن سیاست وساتي او له دې رقابتونو ځان خوندي وساتي.

د هغه په خبره؛ افغانستان د جغرافیایي موقعیت له امله د دغه سیالۍ په «زړه» کې پروت دی او راتلونکی به یې د دې لوبې له لوریو سره د تعامل څرنګوالی ټاکي.

ترویج لرونکی

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی
۱

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۲

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۳

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۴

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

۵

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

د ایران د کورنیو چارو وزیر: د ۱.۵ مېلیونه کډوالو اېستل د کډوالۍ د نظم لپاره مهم ګام و

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۳ GMT+۰
د ایران د کورنیو چارو وزیر: د ۱.۵ مېلیونه کډوالو اېستل د کډوالۍ د نظم لپاره مهم ګام و
100%

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني وايي، د روان کال په ترڅ کې له دغه هېواده د شاوخوا یو نیم مېلیون کډوالو اېستل د کډوالۍ د نظم په برخه کې ستر پرمختګ و. نوموړي زیاته کړې، چې له دغه کډوالو شاوخوا ۷۰ سلنه یې په خپله خوښه ستانه شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) د ایران د ملي شورا په غونډه کې د یاد وزارت د یو کلن فعالیت راپور وړاندې کړی او د پولو د امنیت، د بهرنیو وګړو د تنظیم، عامه ټرانسپورټ، د ښځلو مدیریت او د ټاکنو د برېښنايي سیسټم په اړه یې تفصیلي معلومات ورکړي دي.

هغه ویلي، چې تر اوسه یې د هېواد ۲۱۰ کیلومتره سرحدونه په بشپړ ډول تړل شوي دي. د نوموړي په وینا؛ د دغه اقدام له امله ناقانونه تګ راتګ تر ډېره کم شوی او امنیتي شاخصونه د تېر کال پرتله ښه شوي دي.

نوموړي د بهرنیو وګړو د تنظیم په برخه کې وویل: «په روان کال کې نږدې یو نیم مېلیون کډوال له ایران نه وتلي، چې شاوخوا ۷۰ سلنه یې په خپله خوښه او له یو مېلیون او ۴۰۰زرو زیات کسان د ملګرو ملتونو د استازي په حضور کې خپلو هېوادونو ته بېرته ستانه شوي دي.»

هغه زیاته کړه، دغه لړۍ د ایران د بهرنیو چارو وزارت، د استخباراتو ریاست، پولیسو او د پارلمان په همکارۍ عملي شوې ده. هغه دارنګه د کډوالو ماشومانو د زده‌کړو په اړه ویلي: «داسې تدابیر نیول شوي، چې هېڅ یو کډوال ماشوم له زده‌کړو بې‌برخې نه‌شي.»

یاده دې وي، چې د ایران حکومت په وروستیو میاشتو کې د زرګونه افغان کډوالو د جبري اېستنې لړۍ چټکه کړې ده. نړۍوالې ادارې وايي، ډېری افغانان د جبري ستنېدنې له امله له بشري ناورین سره مخ دي.

پاکستان: په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې د ناقانونه وسلو د ترلاسه کولو له امله ګواښ جوړوي

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۷ GMT+۰
پاکستان: په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې د ناقانونه وسلو د ترلاسه کولو له امله ګواښ جوړوي
100%

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان دايمي استازي عاصم افتخار ویلي، چې د افغانستان دننه د پرمختللو وسلو او مهماتو شتون د اندېښنې وړ دی.

نوموړي څرګنده کړې، چې معلومات ښيي ترهګر په ښکاره له افغانستان څخه بریدونه کوي او هڅه کوي دغه وسلې د ترهګریزو موخو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کړي.

هغه زیاته کړه، له افغانستان سره د پاکستان په پوله نیول شوې وسلې د هغو زېرمو برخه ده، چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوې وې.

دا هغه څرګندونې دي، چې طالبانو په وار-وار رد کړې دي. طالب چارواکو په تکرار ډول ویلي دي: «د پاکستان ناامني د دوی داخلي ستونزه ده او پړه دې پر موږ نه اچوي. افغان خاوره نه کوم هېواد کې د ترهګریز فعالیت لپاره کارول شوې او نه به دوی چاته اجازه ورکړي چې وې کاروي.»

عاصم افتخار امنیت شورا ته وویل، په افغانستان کې موجودې ترهګرې ډلې په ځانګړي ډول داعش، تحریک طالبان پاکستان، د بلوڅ ازادۍ پوځ او مجید بریګېډ دغه پرمختللې وسلې د پاکستان د عامو خلکو او د قانون د پلي کولو پر بنسټونو د بریدونو لپاره کاروي، چې له امله یې زرګونه بې‌ګناه انسانان وژل شوي دي.

هغه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د ترهګرو ډلو د وسلو تر لاسه کولو د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه واخلي او ډاډ ترلاسه کړي، چې طالبان خپل نړۍوال تعهدات او مسوولیتونه په سمه توګه پوره کوي.

عراق ته د افغانانو او پاکستانیانو ناقانونه تګ زیات شوی دی

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۵ GMT+۰
عراق ته د افغانانو او پاکستانیانو ناقانونه تګ زیات شوی دی
100%

د عراق د اربيل ځايي سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې په وروستيو مياشتو کې عراق ته د افغانستان او پاکستان د وګړو ورتګ زيات شوی دی. د دوی په وينا، ډېری دغه کسان د ايران له پولو تېرېږي او د کار د موندلو په موخه بغداد او نورو ښارونو ته روانېږي.

د دغو کسانو تګ راتګ د ناقانونه لارو او د سيمه‌ييزو قاچاقبرو په مرسته ترسره کېږي او له هغې وروسته ځينې شرکتونه د هغوی د انتقال مسووليت بغداد يا د عراق نورو ښارونو ته پر غاړه اخلي. ويل کېږي، د ډېرو دغو کسانو موخه د عراق په ساختماني او خدماتي برخو کې دندې موندل دي.

همدا راز د عراق د کردستان امنيتي ادارو د سپتمبر په مياشت کې اعلان کړی و چې د انسانانو د قاچاق يوه شبکه يې نيولې ده چې له اوو کسانو جوړه وه او غوښتل يې ۱۴ کډوال د ايران له پولې د لارۍ له لارې داخل کړي.

ايران او پاکستان ميليونونه افغان کډوال له خپلو خاورې شړلي دي. دا کډوال زياتره د کار د موندلو لپاره ګاونډيو هېوادونو ته ځي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې عراق د کار غوښتونکو کډوالو لپاره د سيمې يو مهم منزل دی. سره له دې چې د عراق پوليس هڅه کوي د ناقانونه کډوالو مخه ونيسي، خو په دې هېواد کې سلګونه زره بهرني وګړي پرته له قانوني اجازې په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

د عراق د کار وزارت فرانس پرېس ته ويلي، چې زياتره کډوال له سوريې، پاکستان او بنګله‌دېش څخه راځي، چې نږدې ۴۰ زره تنه يې د رسمي کارګرو په توګه ثبت دي.

د بغداد حکومت غواړي د بهرني کارګرو شمېر تنظيم او کنټرول کړي. له بلې خوا، د ناقانونه کارګرو وضعيت په دغه هېواد کې ډېر ستونزمن دی. احمد چې يو سوري دی، په عراق کې پرته له قانوني اسنادو ژوند کوي. هغه په پيل کې په بغداد کې اشپز و او وروسته کربلا ته ولاړ.

هغه فرانس پرېس ته ويلي: «دلته ژوند ستونزمن دی، موږ هېڅ حق نه لرو. موږ ناقانونه راځو او امنيتي ځواکونه زموږ پسې دي.»

عربي هېوادونه، په ځانګړي ډول د خليج هېوادونه، د افغان کار غوښتونکو لپاره له مهمو مقاصدو څخه دي. د طالبانو اداره وايي، له ځينو هېوادونو، لکه قطر سره خبرې کوي ترڅو افغان کارګر هلته ولېږي.

علي احمد جلالي: په افغانستان کې د قوي بنسټونو د نشتوالي له امله اساسي قانون نه دی عملي شوی

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۴ GMT+۰
علي احمد جلالي: په افغانستان کې د قوي بنسټونو د نشتوالي له امله اساسي قانون نه دی عملي شوی
100%

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وايي، چې په هېواد کې د قوي سیاسي او قانوني بنسټونو د نشتوالي له امله اساسي قانون په سمه توګه نه دی عملي شوی. هغه ویلي، چې خلکو ته په مساوي ډول د حقونو نه ورکولو له امله ولس اړ شوی، چې قومي مشرانو ته مراجعه وکړي.

علي احمد جلالي د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) د افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان د شرایطو په نظر کې نیولو سره اساسي قانون بدلېدای شي.

نوموړي ویلي، چې هر هېواد د خپل سیاسي جوړښت له مخې خپلې ملي ګټې تعریف کړې دي.

د نوموړي په خبره، د جمهوریت پر مهال ټول واک مرکزي و او ان ولایتي ټاکنې هم په مرکز کې تر سره کېدلې.

هغه زياته کړې، چې د اساسي قانون د جوړېدو په لویه جرګه کې یې د ځینو مادو د تعدیدل غوښتنه وکړه، چې ونه منل شوه.

د جلالي په خبره، واليان یوازې د سیاسي موقف له مخې ټاکل کېدل او د ولس استازیتوب یې نه درلود.

نوموړي دا هم ویلي، چې ډېری والیان په اداري او مالي برخو کې کمزوري و او ان تر لاس لاندې مامورین یې هم نه شو ټاکلی.

هغه زیاته کړې: «یو والی د سیاسي موقف پر بنسټ ټاکل کېده، اداري او مالي وړتیاوې یې نه لرلې، د ولس له خوا انتخاب نه و، بلکې د یوه شخص له خوا ټاکل کېده او مالي بودیجه به یې هم ولایتي نه وه، بلکې له مرکز څخه ټاکل کېده.»

جلالي ویلي: «د افغانستان لویه ستونزه دا ده، چې یو متحد ملت یې پیدا نه کړ؛ ځکه خلک په بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي چې اوبه او ژوند یې مختلف دي.»

هغه دا هم ویلي، چې افغانان په فقر کې ژوند کوي او له همدې امله سیاسي، قومي او سیمه‌ییز مشران یې رهبري کوي.

هغه زیاته کړې: «کله چې خلکو ته مساوی حق ونه رسېږي، هغوی مجبور دي چې قومي مشرانو ته مراجعه وکړي.»

خواجه اصف: د ترکیې او قطر د وړاندیز په صورت کې به له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړو

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۲ GMT+۰
خواجه اصف: د ترکیې او قطر د وړاندیز په صورت کې به له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړو
100%

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وایي، که ترکيه او قطر د منځګړیتوب وړاندیز وکړي، اسلام‌اباد چمتو دی له طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ بېرته پیل کړي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په کابل کې د بهرنیو سفارتونو له استازو سره د لیدنې پر مهال وویل، هر کله چې د پاکستان لوری په خبرو کې د ښه نیت څرګندونه وکړي او په خپلو غوښتنو کې معقولیت څرګنده کړي، دوی هم چمتو دي چې د ډیپلوماسۍ او تفاهم له لارې د موضوع د حل لور ته لاړ شي.

اصف د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) له پاکستاني ټلوېزیون «جیونیوز» سره په مرکه کې ویلي، چې ترکيه او قطر د پاکستان نږدې او مهم ملګري هېوادونه دي او اسلام‌اباد به د هغوی غوښتنې ته د نه ویلو توان ونه لري.

نوموړي د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د هڅو ستاینه کړې او څرګنده کړې یې ده، چې طالبانو د استانبول په وروستیو خبرو کې ځینې موضوعات په شفاهي ډول منلي، خو د لیکلې تضمین وړاندې کولو ته نه‌دي تیار شوي.

د اصف په وینا، د طالبانو حکومت یو موټی نه دی او همدا ستونزه د دواړو لوریو ترمنځ د هوکړې د نه کېدو لامل ګرځیدلې ده.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو درېیم پړاو د نومبر په ۶مه نېټه په استانبول کې پیل شوې، خو د نومبر په ۹مه نېټه بې‌پایلې پای ته ورسېدې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) وویل: «د استانبول په خبرو کې اساسي ستونزه دا وه، چې پاکستاني لوري د مذاکراتو په جریان کې داسې غوښتنې مطرح کړې، چې غېر واقعي او غېر عملي وې.»

د نوموړي په وینا، پاکستان د خپل هېواد د ټولو امنیتي ستونزو مسوولیت افغانستان ته راجع کوي او دا په دې معنا دی، چې د پاکستان په پوځ کې ځانګړې کړۍ نه غواړي د دواړو هېوادونو مسایلو ته مذاکراتي حل لاره وموندل شي.

هغه زیاته کړې: «د پاکستاني پلاوي له‌خوا د غېر مسوولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسېږي.»