مقاومت جبهې ادعا کړې، چې کندوز کې یې دوه طالبان وژلي دي

د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو وسلهوالې مخالفې ډلې ادعا کړې، چې د کندوز ولایت د خاناباد بندر په «زنجیر چرخاب» سیمه کې یې دوه طالبان وژلي او یو بل ټپي دی. د یادې جبهې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه عملیاتو کې ملکي خلکو او د دوی ځواکونو ته زیان نهدی رسېدلی.
لاتر اوسه طالبانو د دغه ادعا په اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.




