په بغلان کې د ۹۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

په بغلان ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بدني روزنې او سپورټ مسوول محمد امیر امیري خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د ۹۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

په بغلان ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بدني روزنې او سپورټ مسوول محمد امیر امیري خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د ۹۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
په دغه سیالیو کې د جلګې ولسوالۍ نه پهلوان مجید لومړی او د برکې ولسوالۍ نه پهلوان رامین دویم مقام خپل کړی او د لوبو په دویمه ورځ بیا د خوست ولسوالۍ نه پهلوان صدرالحق لومړی او د نهرین ولسوالۍ نه پهلوان عبدالقهار دویم مقام خپل کړی دی.

د افغانستان د ښځینهو والیبال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یووالي سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې هم ماتې وخوړه. افغان لوبډلې دغه لوبه د ۲۵-۹، ۲۵-۱۰ او ۲۵-۸ نمرو په توپیر وبایلوده.
افغان لوبډلې د دغه سیالۍ دوه نورې لوبې هم د ترکیې او تاجکستان پر وړاندې بایللې وې.
افغان لوبډله د یادو سیالیو په لړ کې نن د اذربایجان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.
د افغانستان د ښځینهو والیبال ملي لوبډلې د المپیک نړۍوالې کمېټې او د والیبال نړۍوال فدراسیون په ملاتړ په دغه سیالیو کې برخه اخیستې ده.
د افغانستان دننه طالبانو د ښځو په ورزشي فعالیتونو بندیز لګولی دی.
د ایاوسي غړو، د افغانستان د ملي المپیک کمیټې رییس حفیظ الله وليرحیمي او د ښځینهو والیبال لوبډلې سره په یوه غونډه کې د اسیایي لوبو او د یادې کمیټې تر څار لاندې نورو سیالیو کې د افغان ښځینهو لوبغاړو پر حضور ټینګار کړی.
یوشمېر افغان ښځینهو لوبغاړو تر دې وړاندې د قونیه د اسلامي هېوادونو په سیالیو کې، د هانګزو اسیایي سیالیو او نورو نړۍوالو سیالیو کې د IOC په ملاتړ ګډون کړی و.
سره له دې چې طالبانو د ښځو په ورزشي فعالیتونو بندیز لګولی، د افغانستان د المپیک ملي کمیټه په نړۍوالو سیالیو کې د ښځو د ګډون ملاتړ ته دوام ورکوي.
ورته مهال د افغانستان د ملي المپیک کمېټې مشر حفیظ الله وليرحیمي د هېواد د ښځینهو والیبال لوبډلې سره د دوامداره همکارۍ اعلان وکړ او ویې ویل، کمیټه هڅه کوي چې په بهر کې د افغان ښځینهو ورزشي لوبډلو د ودې او پرمختګ زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړه، چې د المپیک ملي کمیټه به په دوامداره توګه د افغان ښځینهو والیبال ملي لوبډلې د روزنې، ودې او ملاتړ لپاره د غوره شرایطو برابرولو لپاره کار وکړي.
د ملي المپیک کمېټې مشر د افغان ښځینهو ورزشي لوبډلو د بیا جوړولو پروګرام خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په دې اړه له IOC سره خبرې اترې شوې دي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د خلکو اندېښنې پای ته ورسولې. راشد خان د دوشنبې په شپه د لړم ۱۹مه پر انسټاګرام لیکلي، چې د خیریه بنسټ په غونډه کې ورسره ناسته مېرمن یې د ژوند ملګرې ده.
هغه لیکلي، چې د روان کال د اګسټ په دویمه یې له دې مېرمنې سره نکاح کړې او هغه یې د مینې او ملګرتیا انځور یاده کړې ده.
هغه تازه د «خان فاونډېشن» په نوم بنسټ پرانېست او په دې پرانېست غونډه کې له راشد خان سره د یوې مېرمنې حضور تر هغه وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ غبرګونونه راوپارول، چې د دوی انځور او ویډیو خپره شوه.
په دې انځور کې هغه د یوې مېرمنې ترڅنګ ښکاري، چې افغاني جامې یې اغوستي او جبري حجاب نه لري.
خان خپل انسټاګرام پوسټ کې زیاته کړې، چې خپله مېرمن یې د خیریه بنسټ غونډې ته بېولې وه، خو له بده مرغه ځینو خلکو ناسم اټکلونه کړي دي.
هغه ویلي: «حقیقت ډېر ساده دی، هغه زما مېرمن ده او موږ دواړه یو ځای ولاړ یو او د پټولو لپاره هېڅ نه لرو.»
راشد خان له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې له ده سره یې د مهربانۍ، ملاتړ او درک احساس څرګند کړی دی.
خو اصلي خبره دا ده، چې راشد خان تېر کال د اکټوبر په درېیمه د کابل په یوه عصري هوټل کې په ښه شان او شوکت سره واده وکړ او اوس پوښتنه دا ده، چې ایا هغه واده چې راشد خان نن یې یادونه وکړه، د نوموړي دویم واده دی او که نه؟
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ټاکنې مشر اسدالله خان وايي، د اسټرالیا هغه پرېکړه چې د افغان ښځو د حقونو د وضعیت له امله له افغانستان سره لوبې نه کوي، د کرېکټ د پرمختګ لپاره ښه نښه نه ده.
اسټرالیا له ۲۰۲۱ کال راهیسې کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، له افغان لوبډلې سره هېڅ دوه اړخیزې لوبې نه دي ترسره کړي. د اسټرالیا کرېکټ بورډ لومړی د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې پلان شوې ازمایښتي لوبه لغوه کړه، وروسته یې د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ هم لغوه کړه او د ۲۰۲۴ کال د اګسټ لپاره پلان شوې شل اوریزه سیالۍ یې هم ترسره نه کړې.
اسدالله خان د دې پرېکړو پر وړاندې خپل غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د ښځو د کرېکټ د ټیم ستونزې د حل کېدو لپاره وخت ته اړتیا لري، خو له سیاست سره د کرېکټ تړل د لوبې د اصولو خلاف کار دی.
هغه ویلي: «موږ د ایسيسي غړیتوب د کوم خیرات له لارې نه دی ترلاسه کړی، بلکې د خپلو لاسته راوړنو او ښې کارکردګۍ له امله مو ترلاسه کړی دی. د اسټرالیا او نورو هېوادونو دا چلند د کرېکټ د پرمختګ پر ځای یو پیاوړی ټیم کمزوری کوي.»
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان د کرېکټ ټیم د نړۍ له غوره لوبډلو څخه دی او د سپین توپ اچونې برخه یې بې سارې ده.
هغه په دې اړه ویلي: «زموږ د سپین توپ اچونه د نړۍ تر ټولو پیاوړې توپ اچونه ده، زموږ د بریا سلنه لوړه ده، خو که هېوادونه زموږ لوبې سیاستیزې کړي، دا به یوازې د کرېکټ زیان وي. له موږ سره د نه لوبې کولو پرېکړه د نارینه وو کرېکټ ته هم زیان رسوي.»
په ورته وخت کې د کرېکټ نړۍوالې شورا ویلي، چې د افغانستان د ښځو د کډوالو لوبډلې ته به د راتلونکو دوو نړۍوالو سیالیو د ۲۰۲۵کال د ښځو نړۍوال جام او د ۲۰۲۶کال د ښځو شل اوریز جام پر مهال د ګډون او ښکېلتیا مهم فرصتونه ورکړل شي.
افغان ښځینه لوبغاړې چې له طالبانو وروسته له هېواده وتلې دي، په کاناډا او اسټرالیا کې کډوالې شوې، دوی د ۲۰۲۵کال د ښځو د نړۍوال جام د پرانیستې لوبې نندارې ته بلل شوې وې او دغه لوبې یې له نږدې ولیدې چې دا اقدام د هغوی د نړۍوال کرېکټ سره د بیا یو ځای کېدو یو مثبت ګام بلل کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان المپیک، بدنی روزنې او سپورټ رییس احمدالله وثیق وايي، چې د سعودي عربستان د ورزش له وزیر امير عبد العزيز بن تركي الفيصل سره په لیدنه کې یې دواړو هیوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ رییس محمد وثیق نن یکشنبه،د لړم ۱۸مه وویل، چې د سعودي عربستان د ریاض ښار په کوربه توب د اسلامي هیوادونو پیوستون سیالیو په څنډه کې یې د یاد هېواد د ورزش له وزیر امير عبد العزيز بن تركي الفيصل سره ولیدل.
نوموړی زیاتوي، چې د سعودي عربستان د ورزش وزیر د اسلامي هیوادونو پیوستون سیالیو کې د افغان ورزشکارانو پر پراخ ګډون او د یادو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان د ورزش ادارې د رهبري پلاوي پر ګډون ځانګړې خوښي څرګنده کړه.
احمد الله وثیق د سعودي عربستان د ورزش له وزیر څخه مننه کړې، چې په یادو سیالیو کې يې د افغان ورزشکارانو لپاره مناسب امکانات او اسانتیاوې برابرې کړې دي.