طالبان وایي، په بلخ کې د روضې ودانۍ د زیانمن شویو برخو د بیارغونې چارې پیل شوې دي

په بلخ ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې په مزارشریف ښار کې د روضې ودانۍ يو شمېر برخې چې د وروستۍ زلزلې له امله ویجاړې شوې وې؛ د بیارغونې چارې يې پيل شوې دي.

یاد ریاست ویلي، چې د روضې د زیانمن شویو برخو د بیارغونې چارې به په څو پړاوونه کې ترسره شي.