د ویزې نهورکړه؛ یاسین قادري د مېسټر المپیا په سیالیو کې له ګډونه پاتې شو

د افغان لوبغاړو د ویزو ستونزو پر دوام د افغانستان د بدن جوړونې اتل یاسین قادري د «مېسټر المپیا» په نړۍوالو سیالیو کې له ګډونه پاتې شو. ټاکل شوې ده، چې دغه سیالۍ په جاپان، چین او تایوان کې ترسره شي؛ خو د ویزې د نهورکړې له امله یاسین قادري په دغه سیالیو کې له ګډونه بېبرخې شو.
