ټرمپ ښايي پر سعودي عربستان اېف-۳۵ الوتکې وپلوري

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښایي د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره یوې هوکړې ته ورسېږي، چې له مخې به یې ریاض ته د اېف-۳۵ پټې جنګي الوتکو د ترلاسه کولو اجازه ورکړل شي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښایي د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره یوې هوکړې ته ورسېږي، چې له مخې به یې ریاض ته د اېف-۳۵ پټې جنګي الوتکو د ترلاسه کولو اجازه ورکړل شي.
بلومبرګ نیوز د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي کړي دي.
راپور زیاتوي، چې ټرمپ او محمد بن سلمان به د اقتصادي او دفاعي تړونونو د لاسلیک لپاره د راتلونکې سېشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې سره وګوري.

د ملګرو ملتونو راپور ښيي، چې د اسراییل پوځ له لوري جوړ شوی دېوالد پولې پر ځای په لبنان خاوره کې جوړ شوی، چې دا د لبنان د حاکمیت او د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیک څخه ښکاره سرغړونه بلل کېږي. اسراییل بیا دغه مساله یوازې یوه ادعا بللې ده.
د ملګرو ملتونو د لبنان لپاره لنډمهاله ځواکونود تېرې میاشتې یوې سروې له مخې، د اسراییلي پوځ له لوري دغه کانکریټي دیوال یا «بلو لاین» د دواړو هېوادونو د ګډې پولې د بېلوالي په موخه جوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، چې د اسراییلي پوځ له لوري جوړ شوی دېوال د لبنان شاوخوا څلور زره متره مربع خاوره د ځایي خلکو له لاسرسي اېستلې ده.
د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په وینا، د اسراییل د دېوال یوه بله برخه هم چې له سرحدي کرښې تېره شوې، د یارون په سوېل ختیځ کې جوړېدونکې ده.
د دوجاریک په وینا، د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو دغه مساله د اسراییل پوځ ته رسولې او له هغوی یې د یاد دیوال د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
دغو ځواکونوپه یوې اعلامیې کې ویلي: «د اسراییل موجودیت او د لبنان په خاوره کې یې جوړونې د امنیت شورا د۱۷۰۱پرېکړه لیک لهمخېد لبنان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض دی.»
خو د اسراییل د پوځ ویاند دغه ادعا رد کړې ده.
امریکایي رسنیو خبر ورکړی، چې د ټرمپ ادارې لهخوا د کډوالۍ شاوخوا ۴۰قاضیان پرته له کوم وضاحت څخه له دندو ګوښه شوي دي. له دغه قضایانو ډېری یې د کډوالو له حقونو په دفاع کې کار کاوه. ټرمپ له بیا واکمنېدو سره سم، د کډوالو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی.
امریکايي رسنیو د جمعې په ورځ (د لړم ۲۳مه) خبر ورکړی، چې شاوخوا ۴۰ قاضیانو له کوم وضاحت پرته خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. ویل کیږي، چې د ټرمپ ادارې په دې اقدام سره د محکمو چارې ټکنۍ شوې دي.
امریکايي رسنیو تر ډېره دا پوښتنه مطرح کړې: «چې ایا دا ګوښه کېدل د امریکا ادارې د سخت دريځ چلند برخه ده؟»
هغه پوښتنه، چې لا تر اوسه امریکايي چارواکو ورته ځواب نه دی ویلی.
د امریکا د کډوالۍ اړوند محاکمو د چارو مسوول په خبره، دوی په دې برخه کې شاوخوا ۷۰۰ قاضیان لري.
د ټرمپ د مشرۍ پر مهال ۲۰ قاضیان له وضاحت پرته ګوښه شوي او ګڼو نورو استعفاوې کړي.
اوس مهال په امریکا کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه دوسیې پاتې دي.
د قانوني بنسټونو او ټولنو لهخوا خبرداری ورکړل شوی، چې دا ګوښه کېدل به «د حقوقي خپلواکۍ» لپاره خطرناکې پایلې او د عدالت پر بهیر منفي اغېز ولري.
د ترکیې په انقره کې د طالبانو سفیر شیخ سنیع الله فرهمند د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له مرستیال محمد اکتاش سره کتلي. نوموړي په دې کتنه کې په ترکیه کې د مېشتو افغانانو پر وضعیت، ستونزو او نور موضوعاتو مفصلې خبرې کړي.
په ترکیه کې د طالبانو سفارت د جمعې په ورځ (د لړم ۲۳مه ) پر اېکسپاڼه لیکلي د دواړو لورو د افغانستان او ترکیې ترمنځ سیاسي او فرهنګي اړیکې څېړلي او د پراختیا پر لارو چارو یې هم بحث کړی دی.
سفارت زیاتوي چې د دغې لیدنې په پای کې داوړو لورو د ګډو اړیکو د لا پراخیدو لپاره د دوامدارو اړیکو ژمنه وکړه.
د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر مولوي شهاب الدین دلاور وایي چې رواني ناروغانو ته پاملرنه د ټولنې له مهمو مخو څخه دي او هڅې روانې دي چې د رواني ناروغیو په مرکزونو کې ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې نن جمعې ورځ، د لړم ۲۳مه په اېکس کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې د یادې ټولنې رییس شمالي ولایتونو ته سفر پرمهال په کندز ولایت کې د رواني ناروغانو له مرکز څخه لیدنه کې ده.
مولوي دلاور په داسې حال کې رواني ناروغانو ته د پاملرنې په اړه څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د رواني ناروغیو وضعیت د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پیچلی او له ګڼو ننګونو ډک دی.
راپورونه وایي چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واک ته له رسېدو وروسته د اروايي او رواني ناروغیو کچه لوړه شوې ده.
د بشري حقونو سازمانونه هم وايي چې محدودیتونه، اقتصادي فشار، بېکاري او ټولنیزې ستونزې د رواني فشارونو لامل شوي.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف، ویلي چې د منځنۍ اسیا هر اړخیزه سوله او ثبات په لویه کچه د افغانستان د بیا رغونې او پراختیا پورې تړلی دی. نوموړي دا څرګندونې په یو مقاله کې کړې چې د ازبکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په ویبپاڼه کې خپره شوې ده.
میرضیایف په خپله مقاله کې لیکلي چې افغانستان د سیمې له اصلي جوړښت څخه دی او هېڅکله هم باید د یوې څنډې یا حاشیې په توګه ونه لیدل شي.
د هغه په وینا، د سیمې د ثبات ساتل د افغانستان له مسایلو سره د جدي برخې اخیستنې پرته امکان نه لري.
هغه چې دغه لیکنه د منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشورتي ناستې تر مخه خپره کړې، وایي چې د افغانستان ځورېدلی ملت لا هم په یو ژور بشري بحران کې ژوند کوي. ولسمشر میرضیایف د افغانستان په سیمهییزو او نړیوالو بهیرونو کې د دوامدار ګډون پر اړتیا ټینګار کړی دی.
ازبکستان چې له طالبان سره پراخې اقتصادي او ډیپلوماتیکې اړیکې لري، د افغان–ترانس د رېلپټلۍ جوړول یو مهم ستراتیژیک پروژه بولي.
میرضیایف ویلي چې دا رېلپټلۍ به د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د وصل یوه بنسټیزه کړۍ شي او د افغانستان د اقتصادي احیا لپاره به نوې زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو، انرژۍ په برخه کې د همکارۍ او د افغان متخصصینو د روزنې پروګرامونه روان دي او ازبکستان یې پیاوړتیا ته ژمن دی.
میرضیایف ټینګار کوي چې افغانستان باید د سولې، امنیت، همکارۍ او پرمختګ د ګډې سیمې یوه برخه واوسي؛ یوه داسې سیمه چې د ټولو هېوادونو د ګډو ګټو استازیتوب وکړي او په سویلي پوله د ثبات یو دوامدار کمربند رامنځته کړي.
سره له دې چې ازبکستان له طالبانو سرهنږدې اړیکې لري، د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښمن پاتې دي، په ځانګړي ډول د داعش فعالیتونه او نور رادیکال جریانونه.