پر کیف د روسیې برید؛ یو کس وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان دي

د اوکراین د بېړنیو حالاتو ادارې ویلي، چې پر کیف د روسیې د پراخو بریدونو له امله یو کس وژل شوی او لږترلږه ۱۵ نور ټپیان دي. دغه اداره زیاتوي، چې د روسیې په شپنیو بریدونو کې شاوخوا ۴۰ کسان ژغورل شوي او د کیف په لسو ولسوالیو کې د اورلګېدنې له امله ګڼې ودانۍ زیانمنې شوې دي.




