د پاکستان او برېتانیا ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، چې د افغانستان لپاره د برېتانیا د ځانګړي استازي رېچارډ لېنډسي سره یې د سیمي د امنیت په اړه ټیلفوني خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، چې د افغانستان لپاره د برېتانیا د ځانګړي استازي رېچارډ لېنډسي سره یې د سیمي د امنیت په اړه ټیلفوني خبرې کړې دي.
محمد صادق نن د جمعې په ورځ، د لړم ۳۲مه پر ایکس خواله رسنۍ ویلي، چې دواړو لوریو خبرې د ډیورنډ کرښې ها غاړې څخه پر پاکستان بریدونو او ننګونو باندې متمرکزي وي.
د افغانستان لپاره د برېتانیا او پاکستان ځانکړو استازو پر داسې مهال د سیمي د امنیتي وضعیت په تړاو ټیلفوني خبرې کړې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستۍ شخړې بې پایلو مذاکراتو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري، تګ راتګ او هر ډول اړیکې په پټه دریدلي دي.

طالبانو تر واک لاندې د سردار محمد دواد خان ۴۰۰ بستریز روغتون مشر وايي، باید له پاکستان څخه افغان ناروغان راوګرځو او په خپل هېواد کې ورته روغتیايي امکانات برابر شي. طاهر ابرار ویلي:«د خپلواکۍ او اسلامي نظام مفاهیم همدا دی، چې مونږ په هېواد دننه ولس ته د درملنې زمینه مساعده کړو.»
په کابل کې د سردار داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون رییس نن حمعه، د لړم ۲۳مه چې د روزګان ولایت مرکز ترینګوټ ولایتي روغتون کې د لومړي ځل د ساین طبي سیستم فعالېدو پرمهال غونډې ته وویل، چې د سردار دواد خان ۴۰۰ روغتون کې زیات شمېر هېوادوالو ته روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.
په دې غونډه کې د سردار دواد خان ۴۰۰ بستریز روغتون یو ډاکتر اسماعیل وردګ وویل، چې ساین طبي سیسټم یو پرمختللی سیستم دی، چې د هډوګو په برخه کې په نړۍ کې ورڅخه ګټه اخیستل کېږي.
نوموړی همدراز زیاتوي، چې په روان کال کې د سردار دواد خان ۴۰۰ بستریز روغتون کې ۵۰ زره ناروغان بستر شوي، ۴۲ زره عملیاتونه ترسره شوي او شاوخوا یو ۱ میلیون او اته لکه ناروغانو مراجعه کړې ده.
دا څرکندونې په داسې حال کې کېږي، چې پاکستان او طالبانو ترمنځ له جګړې وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټولې لارې تړل شوي، چې د سوداګرو ترڅنګ ناروغان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
بلخوا د طالبانو ماليې وزارت اعلان کړی چې له ټاکلې نېټې وروسته به نور پاکستاني دارو درمل نه محصول کوي.
د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي رېچارډ لېنډسي د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې پراختیا په دفتر کې د افغانستان د خوړو د خوندیتوب په اړه یوې غونډې ته ویلي چې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي.
نوموړي ویلي، چې په دې برخه کې ګډ او بیړنې اقدام ته جدي اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده چې د د خوړو نړیوال پروګرام راپورونه ښیي چې میلیونونه افغانان د خوړو له شدید نشتوالي یا ګواښ سره مخ دي.
برېټانیا چې له ډیرې مودې راهیسې په افغانستان کې د خوړو د کمښت پر وړاندې مبارزه کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال سازمان سره تر نورو هېوادونو مخکښ دي، څه موده وړاندې ۴۰ میلیونه پونډه مرسته کړې، ترڅو د خوړو نړېوال پروګرام په دغه هېواد کې د خوړو د کمښت په وړاندې د بېړني مقاومت پروګرامونه پر مخ یوسي.
د ترکیې سمندري ځواکونه وایي چې په خپلو وروستیو عملیاتو کې یې د دغه هېواد په چاناککلا ښار کې ۲۴ ناقانونه افغان کډوال نیولي دي. په نیول شویو کډوالو کې ۱۵ ماشومان او یو شمېر مېرمنې هم شامل دي.
د راپورونو له مخې، د جمعې په ورځ په ایواجیک ساحلي سیمه کې د ترکیې ساحلي ګارد هغه وخت په یوه خطرناک ربړي کښتۍ کې ۲۴افغان کډوالو ونیول چې اروپایي هېوادونو ته د ناقانونه سفر هڅه یې کوله.
چارواکي وایي چې په نیول شویو کسانو کې ۱۵ماشومان او یو شمېر ښځې هم شاملې دي، چې د انساني قاچاق وړونکو له لوري د اروپا د سفر په تمه دې سیمې ته لېږدول شوي وو.
د چارواکو په وینا، نیول شوي کډوال د طبي معایناتو وروسته د پناه غوښتنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي ترڅو قانوني مراحل پرې پلي شي.
ترکیه ټینګار کوي چې د اژه بحر په ساحلي سیمو کې د انسان قاچاق او د غیرقانوني کدوالۍ پر وړاندې جدي عملیات دوام لري او د دې بهیر څارنه نوره هم سخت شوې ده.
راپورونه ښيي چې په ترکیه کې د افغان کډوالود نیولو لړۍ تېزه شوې او پولیس هره ورځ په بېلابېلو ښارونو کې د ګڼ شمېرهغه کډوال چې اسناد نلري نیسي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په تازه ارقامو کې ویلي چې د روان کال د جنوري څخه تر اکتوبر پورې، په بېلابېلو ښارونو کې ۳۰زره او ۹۹افغان کډوالنیول شوي او د قانوني پروسو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر مولوي شهاب الدین دلاور وایي چې رواني ناروغانو ته پاملرنه د ټولنې له مهمو مخو څخه دي او هڅې روانې دي چې د رواني ناروغیو په مرکزونو کې ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې نن جمعې ورځ، د لړم ۲۳مه په اېکس کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې د یادې ټولنې رییس شمالي ولایتونو ته سفر پرمهال په کندز ولایت کې د رواني ناروغانو له مرکز څخه لیدنه کې ده.
مولوي دلاور په داسې حال کې رواني ناروغانو ته د پاملرنې په اړه څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د رواني ناروغیو وضعیت د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پیچلی او له ګڼو ننګونو ډک دی.
راپورونه وایي چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واک ته له رسېدو وروسته د اروايي او رواني ناروغیو کچه لوړه شوې ده.
د بشري حقونو سازمانونه هم وايي چې محدودیتونه، اقتصادي فشار، بېکاري او ټولنیزې ستونزې د رواني فشارونو لامل شوي.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف، ویلي چې د منځنۍ اسیا هر اړخیزه سوله او ثبات په لویه کچه د افغانستان د بیا رغونې او پراختیا پورې تړلی دی. نوموړي دا څرګندونې په یو مقاله کې کړې چې د ازبکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په ویبپاڼه کې خپره شوې ده.
میرضیایف په خپله مقاله کې لیکلي چې افغانستان د سیمې له اصلي جوړښت څخه دی او هېڅکله هم باید د یوې څنډې یا حاشیې په توګه ونه لیدل شي.
د هغه په وینا، د سیمې د ثبات ساتل د افغانستان له مسایلو سره د جدي برخې اخیستنې پرته امکان نه لري.
هغه چې دغه لیکنه د منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشورتي ناستې تر مخه خپره کړې، وایي چې د افغانستان ځورېدلی ملت لا هم په یو ژور بشري بحران کې ژوند کوي. ولسمشر میرضیایف د افغانستان په سیمهییزو او نړیوالو بهیرونو کې د دوامدار ګډون پر اړتیا ټینګار کړی دی.
ازبکستان چې له طالبان سره پراخې اقتصادي او ډیپلوماتیکې اړیکې لري، د افغان–ترانس د رېلپټلۍ جوړول یو مهم ستراتیژیک پروژه بولي.
میرضیایف ویلي چې دا رېلپټلۍ به د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د وصل یوه بنسټیزه کړۍ شي او د افغانستان د اقتصادي احیا لپاره به نوې زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو، انرژۍ په برخه کې د همکارۍ او د افغان متخصصینو د روزنې پروګرامونه روان دي او ازبکستان یې پیاوړتیا ته ژمن دی.
میرضیایف ټینګار کوي چې افغانستان باید د سولې، امنیت، همکارۍ او پرمختګ د ګډې سیمې یوه برخه واوسي؛ یوه داسې سیمه چې د ټولو هېوادونو د ګډو ګټو استازیتوب وکړي او په سویلي پوله د ثبات یو دوامدار کمربند رامنځته کړي.
سره له دې چې ازبکستان له طالبانو سرهنږدې اړیکې لري، د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښمن پاتې دي، په ځانګړي ډول د داعش فعالیتونه او نور رادیکال جریانونه.