• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

۱۵۰ فلسطینیان د یوې نامعلومې الوتنې له لارې جنوبي افریقا ته رسېدلي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۴ GMT+۰

د جنوبي افریقا چارواکي هغه «مرموزه الوتنه» څېړي چې له امله یې له ۱۵۰ زیات فلسطینیان د اسنادو پرته له غزې څخه دغه هیواد ته لېږدول شوي دي. دا الوتنه چې پنجشنبه د «او ار تامبو» نړیوال هوایي ډګر ته رسېدلې وه، مسافر یې نږدې ۱۲ ساعته د اسنادو نشتوالي له امله په الوتکه کې ساتل شوي وو.

د کډوالۍ د مرکو پر مهال څرګنده شوه چې دغو فلسطینیانو نه معلوم منزل درلود، نه د پاتې کېدو مشخص وخت، او نه هم د وتلو هغه اسناد چې معمولاً د اسراییلي چارواکو له خوا د غزې د پرېښودو پر مهال ورکول کېږي.

په الوتکه کې سختو شرایطو، د اوبو او خوړو د نشتوالي له امله د کورنیو، ماشومانو او ان د یوې نهو میاشتو امیندوارې مېرمنې د ساتلو پرېکړې پراخ غبرګونونه راوپارول.

د جنوبي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا وویل چې دغه کسان له غزې څخه د نایروبي له لارې دغه هېواد ته رسېدلي او باید د انسانیت له مخې ورسره مرسته وشي. د هغه په وینا، استخباراتي ادارې، د کورنیو چارو وزارت، او د بهرنیو چارووزارت د قضیې په څېړنه بوخت دي.

د فلسطین سفارت بیا ویلي چې دا الوتنه د یوې «نه ثبت‌ شوې او دوکه‌کوونکې ادارې» له لوري تنظیم شوې چې د غزې له کړکیچ څخه یې ناوړه ګټه اخیستې او مسافر یې غلط‌ پوه کړي دي. دغه سفارت یاده اداره تورنه کړې چې د ستونزو پر رامنځته کېدو یې له مسوولیت څخه تېښته کړې ده.

په همدې حال کې، یوه اسراییلي پوځي چارواکي اسوشیتډ پرېس ته ویلي چې «المجد» په نوم سازمان د دې الوتنې همغږي کړې وه. د هغه په وینا، اسراییلي ځواکونو د همدې سازمان په ترتیب شویو بسونو کې فلسطینیان د غزې له یوه ټاکل ځای څخه تر «کرم‌شالوم» پولې بدرګه کړي او وروسته بل بس‌ د اسراییلو «رامون» هوایي ډګر ته لېږدولي دي.

د جنوبي افریقا چارواکو ویلي چې ۲۳ فلسطینیان نورو هېوادونو ته تللي، خو شاوخوا ۱۳۰ کسان د کورنیو چارو وزارت د مداخلې او د «هدیه‌کوونکو» په نوم د یوې خیریه ادارې د اسکان وړاندیز له تایید وروسته دې هېواد ته پرېښودل شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

•
•
•

نور کیسې

د اردن پاچا دویم عبدالله په دوه ورځني سفر پاکستان ته ورسېد

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۹ GMT+۰
د اردن پاچا دویم عبدالله په دوه ورځني سفر پاکستان ته ورسېد
100%

د اردن پاچا دویم عبدالله د شنبې په ورځ د پاکستان پلازمینې اسلام ته ورسېد. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په نورخان هوايي ډګر کې د اردن د پاچا تود هرکلی کړی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اردن د پاچا د هرکلی پرمهال ویلي، د دواړو هېوادونو اړیکي تاریخي او ارښتناکي بللي او او وايي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوی باب پرانیزي.

د پاکستاني دولتي راډیو ویلي، چې د اردن پاچا د پاکستان د لومړي وزیر او ولسمشر سره د لیدنې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د پراختیا او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د اردن پاچا به د دوو ورځو لپاره په پاکستان کې تم شي.

ډونالډ ټرمپ: واشنګټن د سعودي عربستان د ایف – ۳۵ جنګي الوتکو د پیر غوښتنه ارزوي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۱ GMT+۰
ډونالډ ټرمپ: واشنګټن د سعودي عربستان د ایف – ۳۵ جنګي الوتکو د پیر غوښتنه ارزوي
100%

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ وايي چې واشنګټن د سعودي عربستان هغه غوښتنه ارزوي چې غواړي له امریکا څخه «ایف – ۳۵» له رادار څخه پټېدونکې جنګي الوتکې وپیري. تمه ده چې دا تړون په راتلونکې اوونۍ کې د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان د واشنګټن د سفر پر مهال لاسلیک شي.

ټرمپ ویلي چې سعودي غواړي د امریکا له جټ الوتکو ډېر شمېر واخلي او د «ایف – ۳۵» ترڅنګ د نورو امریکایي جنګي الوتکو پیر ته هم چمتو دی. هغه ټینګار کړی چې واشنګټن د ریاض درناوی کوي او خبرې به په سپینه ماڼۍ کې وشي.

ایف – ۳۵ الوتکې د لاک‌ هیډ مارتین شرکت له‌خوا جوړېږي او د نړۍ له تر ټولو پرمختللو جنګي الوتکو شمېرل کېږي.

په ورته وخت کې، نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د پنتاګون استخباراتي ادارې د دې تړون پر سر اندېښنه ښودلې چې ګواکې د ایف – ۳۵ الوتکو ټکنالوژي ښايي د چین لاس ته ورسېږي.

ټرمپ یو ځل بیا هیله څرګنده کړې چې سعودي به د «ابراهیم تړون» سره یوځای شي، خو ریاض وایي چې بې له واضحې ‌لارې د فلسطین د دولت په اړه، دا کار نه کوي.

سپینه ماڼۍ پر ونزویلا د احتمالي برید ارزونه کوي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۶ GMT+۰
سپینه ماڼۍ پر ونزویلا د احتمالي برید ارزونه کوي
100%

د امریکا لوړپوړو پوځي او حکومتي چارواکو په تېرو څو ورځو کې درې ځله په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره لیدلي، څو پر ونزویلا د احتمالي پوځي عملیاتو په اړه سلا مشوره وکړي. سرچینې وايي که څه هم د ټرمپ وروستۍ پرېکړه لا نده معلومه، خو د برید په اړه جدي بحثونه روان دي.

په غونډو کې د امریکا د ولسمشر مرستیال جې‌ډي ونس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د سپینې ماڼۍ ځينو چارواکو هم ګډون درلود. ټرمپ ویلي چې ډېر ژر به د نظامي اقدام پرېکړه وکړي، خو جزییات نه شي څرګندولای.

سپینې ماڼۍ له تبصرې ډډه کړې، خو ویل کېږي له محدودو بریدونو تر پراخو عملیاتو پورې څو سناریوګانې ارزول شوې دي. امریکا په کارائیب کې د «جرالډ فورډ» ستره بېړۍ ځای پر ځای کړې چې شنونکي یې د ونزویلا پر ضد د احتمالي عملیاتو د چمتووالي برخه ګڼي.

ونزویلا بیا وايي شاوخوا ۲۰۰زره سرتیري یې د دفاع لپاره چمتو کړي دي. ولسمشر نیکولاس مادورو ټینګار کوي چې امریکا هڅه کوي حکومت یې نسکور کړي. په ورته وخت کې واشنګټن پر مادورو فشارونه زیات کړي او د هغه د نیولو انعام ۵۰میلیونو ډالرو ته لوړ شوی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې امریکا په کارائیب کې پخوانۍ سمندري اډه نوي کوي، او سیمه‌ییز هېوادونه لکه کلمبیا او مکسیکو د امریکا له وروستیو پوځي اقدامونو اندېښنه لري. په واشنګټن کې هم د کانګرس یو شمېر غړي حکومت د «متناقضو پیغامونو» او «پټي کړنلارې» په تور تورنوي.

محسن نقوي: په پاکستان کې بریدونه زموږ د خلکو کار نه‌دی، بلکې له ډیورنډ اخوا را استول کېږي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۴ GMT+۰
محسن نقوي: په پاکستان کې بریدونه زموږ د خلکو کار نه‌دی، بلکې له ډیورنډ اخوا را استول کېږي
100%

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د کیډیټ کالج له برید وروسته ویلي، چې د ترهګریزو بریدونو تر شا له ډيورنډ کرښې هغې غاړې ډلې ولاړې دي او ځایي خلک په دې پېښو کې ښکېل نه‌دي.

نوموړی له قبایلي مشرانو غوښتي چې له حکومته ملاتړ وکړي ځکه، د ده په خبره، دولت په ترهګرۍ کې هېڅ ډول معامله نه کوي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جنوبي وزیرستان واڼا ته سفر کړی او هلته یې د څو ورځې وړاندې پر کیډیټ کالج د شوي ډله‌ییز برید تر پېښې وروسته له قومي مشرانو سره کتلي دي.

نقوي د غونډې پر مهال ویلي چې د پاکستان اقتصاد د سمېدو پر لور روان دی او له نړۍوالو شریکانو سره د هېواد اړیکې هم ښه روانې دي. هغه ټینګار کړی چې ټول وضعیت مثبت لوري ته روان دی، خو ستونزه یوازې «هغه خلک دي چې له ډېورنډ کرښې هغې خوا راځي».

د ده په وینا:«په اسلام‌اباد کې د ځانمرګي برید لپاره هم له ډيورنډ کرښې هغې غاړې کسان راغلي وو، زموږ ځایي خلک په دې بریدونو کې نه استعمالېږي، له هغه ځایه لېږل شوي کسان دلته بریدونه کوي».
نقوي زیاته کړې چې په سیمه کې هېڅ‌کله داسې نه‌دي شوي چې ځایي خلک دې دې په بریدونو کې ښکېل وي. هغه وايي، که څه هم د حکومت او خلکو ترمنځ ځینې وختونه ناخوالي وي، خو دا «مناسبه خبره نه ده چې خلک د حکومت پر ضد ودریږي».

نوموړي زیاته کړه چې پوځ او دولت د ترهګرۍ پر وړاندې ښکاره دریځ لري:«فیلډ مارشل په ښکاره ویلي چې د ترهګرۍ په اړه معامله نه کوو، نو موږ ستاسو ملاتړ غواړو».

محسن نقوي له قومي مشرانو غوښتنه کړې چې د امنیت په ټینګښت کې د حکومت تر څنګ ودرېږي، څو د سیمې امن بېرته ټينګ شي او د ورته بریدونو مخنیوی وشي.

پخوانی ایرانی چارواکی: په تېرو لسو کلونو کې د پوهنتونونو تر «۱۲زرو ډېر استادان» له هېواده وتلي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۰ GMT+۰
پخوانی ایرانی چارواکی: په تېرو لسو کلونو کې د پوهنتونونو تر «۱۲زرو ډېر استادان» له هېواده وتلي
100%

د ایران د لوړو زده کړو وزارت پخواني مرستیال ویلي چې په تېرو لسو کلونو کې له ۱۲ زرو زیات د بېلابېلو پوهنتونونو استادانو ایران پرېښی او له دې ډلې نږدې ۶۰ سلنه یوازې په تېرو څلورو کلونو کې کډوال شوي دي.

غلام‌ رضا ظریفیان وايي، د مدیریت اوسنی جوړښت د علمي نظام وړتیاوې کمزورې کړې او د اکاډمیک قشر د پراخې کډوالۍ لامل شوی دی. د تهران پوهنتون استاد کارن ابرینیا تېره ورځ ویلي و چې یوازې د همدې پوهنتون له انجینري او تخنیکي برخو څخه لږ تر لږه ۱۵۰۰ غړي د تېرو پنځو کلونو په ترڅ کې کډوال شوي دي.

ابرینیا زیاتوي، د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۳ کلونو تر منځ، د مخکښو پوهنتونونو د انجینري له شاوخوا ۶۰۰۰ استادانو څخه نږدې له څلور یوې برخې د بېلابېلو لاملونو له کبله هېواد پرېښی دی. تر دې وړاندې د ایران د علومو، تحقیقاتو او ټکنالوژۍ وزیر هم د علمي کدرونو د کډوالۍ له زیانونو سره په تړاو ویلي و چې د ۲۰۱۰ تر ۲۰۲۲ پورې له ۱۲ زرو ډېر ایراني څېړونکي له هېواده وتلي دي.

حسین سیمایي صراف وویل: «دا هغه کسان دي چې په ایران کې یې تحصیل کړی، د ماسټرۍ، دوکتورا فارغین او یا د پوهنتون استادان وو، خو هېواد یې پرېښی او خپلو څېړنو ته یې په نړۍوالو معتبره مجلو کې د بهرنيو څېړنیزو مرکزونو په نوم دوام ورکړی».

هغه زیاته کړه، که چیرې دغه څېړنیزې مقالې د ایران د پوهنتونونو په نوم خپرې شوې وای، د هېواد علمي درجه به ورسره لوړه شوې وای.