د دې ورځې د نمانځلو موخه د زنداني لیکوالانو نه هېرول دي، د هغو چپ شویو غږونو انعکاس او پر هغو حکومتونو فشار راوړل چې د مخالف نظر او عقایدو زغم نه لري.
همداراز دا ورځ د بیان او اندېښنې د ازادۍ د نقض په اړه یو جدي خبرداری ګڼل کېږي.
پېن نړۍواله ټولنه هر کال په همدې ورځ د بېلابېلو هېوادونو د ځینو زنداني لیکوالانو نومونه خپروي او د دوی د ژوند او اثارو لنډه پېژندنه په خپل رسمي وېبپاڼه کې وړاندې کوي.
د بندي لیکوالانو د نړۍوالې ورځې اهمیت
د دویمې نړۍوالې جګړې له پای او د سړې جګړې له پیل وروسته، د ډېرو هېوادونو حکومتونو د لیکوالانو، شاعرانو او خبریالانو پر ضد د فشار او ځورونې لړۍ نوره هم زیاته کړه.
په ختیځ بلاک کې ګڼ شمېر لیکوالان یوازې د خپلو فکري او سیاسي نظرونو د څرګندولو له امله د «نظام پر ضد تبلیغ» په څېر پلمو نیول کېدل او زندان ته لېږل کېدل. په لاتینې امریکا، منځني ختیځ او افریقا کې هم ډیکتاتورانو او نظامي رژیمونو د خپلواکو او منتقدو لیکوالانو غږونه خاموشه کول.
په همدې فضا کې د پېن نړۍوالې ټولنې غړو چې له ۱۹۲۱ کال راهیسې د لیکوالانو نړۍواله اتحادیه په برېتانیا کې فعاله وه، دا درک کړه چې یوازې د اعلامیو خپرول د زنداني لیکوالانو د ملاتړ او د بیان د ازادۍ د دفاع لپاره کافي نه دي.
د همدې لپاره د ۱۹۶۰مې لسیزې په پیل کې د یوې داسې نړۍوالې ورځې د نمانځلو وړاندیز وشو، چې د لیکوالانو د زنداني کولو پر ضد یو سمبولیک اعتراض او یادونه وي. وروسته له هغې، د «بندي لیکوالانو کمېټه (Writers in Prison Committee) د پېن ټولنې تر چتر لاندې جوړه شوه.
د دې کمېټې موخه دا وه، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د بندي لیکوالانو وضعیت وڅاري، د بیان د ازادۍ د نقض پېښې ثبت کړي او د لیکوالانو غږ نړۍوالې ټولنې ته ورسوي. دغې کمېټې به د نړۍ مشرانو ته لیکونه استول، نړۍوال فشارونه یې واردول او هڅه یې کوله، چې لیکوالان له زندان څخه خوشې شي یا له شکنجې او اعدام څخه وژغورل شي.
په ۱۹۸۱کال کې د پېن نړۍوالې ټولنې په کانګرس کې پرېکړه وشوه، چې دا فعالیتونه دې د یوې ځانګړې ورځې په بڼه تنظیم شي، څو د نړۍ پام د بندي لیکوالانو پر حال راواوړي.
له همدې امله د نومبر ۱۵مه (د لړم ۲۴مه) د «بندي لیکوالانو نړۍواله ورځ» وټاکل شوه. له هغه وخت راهیسې، دا ورځ هر کال له ۱۰۰څخه زیاتو هېوادونو کې نمانځل کېږي. د بندي لیکوالانو کمېټه هر کال د زنداني لیکوالانو څو مهمې څېرې معرفي کوي، څو خلک د ملاتړ لیکونه ولیکي، د همدردۍ لاسلیکونه راټول کړي او د فرهنګي فعالیتونو له لارې د هغوی ملاتړ وکړي.
په ۱۹۸۰مې او ۱۹۹۰مې لسیزو کې دا ورځ د شعرونو ماښامنۍ، د زنداني لیکوالانو د لیکونو د لوستلو او نړۍوالو کمپاینونو له لارې شهرت وموند.
په دې کلونو کې د نړۍ مشهورو لیکوالانو لکه ارتور مېلر، ماریو بارګاس یوسا، واتسلاو هاول او اورهان پاموک د دې ورځې په مناسبت د زنداني لیکوالانو د ملاتړ ویناوې وکړې او پیغامونه یې خپاره کړل.
په ډېرو مواردو کې، همدغه کمپاینونه د دې لامل شول چې یو شمېر لیکوالان له زندان څخه خوشې شي، د بېلګې په توګه واتسلاو هاول په چکسلواکیا کې چې وروسته د هېواد ولسمشر شو.
په وروستیو کلونو کې دا پروګرام د کتاب پلورنځیو، پوهنتونونو او فرهنګي مرکزونو په همکارۍ سره نمانځل کېږي او هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سلګونه لیکونه د بندي لیکوالانو ته استول کېږي، هغه لیکونه چې د زندان او انزوا ترمنځ د هېلو او انسانیت نښه ګرځي.
د ۲۰۲۵ کال د بندي لیکوالانو د نړۍوالې ورځې شعار
پېن نړۍوالې ټولنې په خپل سږني راپور کې چې «هویت په محکمه کې: ځورونه او مقاومت» نومېږي، د ۲۰۲۵ کال د قضیو لړلیک خپور کړی دی.
په دغه راپور کې ټینګار شوی، چې «لیکوالان د خپل هویت له مخې د زیاتېدونکو ځورونو او تعقیب سره مخ دي» او ښيي، چې په تېر یوه کال کې د هغو لیکوالانو د سانسور، بند او ګواښ پېښې په پراخه کچه ډېرې شوې دي، کوم چې د خپل جنسیت، جنسي تمایل، قوم، یا مذهبي باورونو له امله نښه ګرځي.
د دې راپور شواهد څرګندوي، چې دا یوه نړۍوال بهیر دی چې پکې هغه لیکوالان چې خپل هویت څرګندوي یا د حکومتونو رسمي روایتونه ننګوي، د عدلي فشارونو، سانسور او تاوتریخوالي سره مخ کېږي.
د سانسور تېغ د افغانستان د لیکوالانو پر ژبه
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان د لیکوالانو، خبریالانو او فرهنګي فعالانو وضعیت ډېر کړکېچن شوی دی.
ډېری لیکوالان، خبریالان او فرهنګي فعالان د سیاسي، مذهبي یا ټولنیزو دلایلو له امله نیول شوي یا د فشار او ګواښ لاندې ژوند کوي. هغه کسان چې د طالبانو د قوانینو یا د دوی د ایډیالوژیکو تعبیرونو انتقاد وکړي، د نیول کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د کتابونو، مقالو او فرهنګي مطالبو ازاد خپرول محدود شوي دي. د هغو کتابونو چې پرې بندیز لګول شوی، اوږد لېست جوړ شوی او رسنۍ د سختې څارنې او سانسور لاندې فعالیت کوي. د دې فشارونو له امله، ډېری لیکوالان او فرهنګي فعالان یا له هېواده وتلي دي یا خپله فرهنګي کړنه په پټه دوام ورکوي.
د ۱۴۴ کال د وږي میاشت کې د طالبانو مشر یو قانون د «مشاعرو د تنظیم قانون» په نوم توشیح کړ، چې له مخې یې د مینې او اعتراضي شعرونو لیکل په رسمي توګه منع اعلان شوي دي.
طالبانو یو شمېر خبریالان هم د خپلو راپورونو او تحلیلي لیکنو له امله محاکمه کړي او د هغوی د اعترافونو ویدیوګانې یې خپرې کړې دي.
د طالبانو محکمې پر یوه ښوونکي عبدالعلیم خاموش اسلام ته د سپکاوي په تور د اعدام حکم صادر کړی و؛ که څه هم په دویمه محکمه کې دغه حکم دوه کلن بند ته راکم شو، خو لا هم څرګنده نه ده، چې د درېیمې محاکمې په ترڅ کې به یې برخلیک څه وي.
همدارنګه د طالبانو محکمې یو بل پېژندل شوی خبریال حمید فرهادي د نجونو د زدهکړې د حق په اړه د یوې لیکنې له امله په دوه کلن بند محکوم کړی دی. ښاغلی فرهادي دا مهال په بګرام زندان کې بندي دی.
له دې وړاندې طالبانو د یو شمېر خبریالانو د اجباري اعترافونو ویډیوګانې خپرې کړې وې، چې په هغو کې خبریالان له طالبانو سره د خپلې نیوکې په اړه د پښیمانۍ څرګندونه کوي.
د بښنې نړۍوال سازمان په وینا، حمید فرهادي، مهدي انصاري، ابوذر صارم سرپلي، محمد بشیر هاتف او شکېب نظري د هغو خبریالانو له ډلې دي، چې د طالبانو پر ضد د تبلیغ په تور نیول شوي او بندیان دي. دغه بنسټ همدارنګه ویلي، چې درې نور خبریالان هم د طالبانو لهخوا په خپله خوښه او بې محاکمې نیول شوي دي.
د ایران د لیکوالانو وضعیت
ایران د هغو هېوادونو له ډلې دی چې تر ټولو ډېر لیکوالان او شاعران په کې بنديان دي. لږ تر لږه ۴۳ لیکوالان چې ۱۳ یې ښځې دي په وروستیو کلونو کې نیول شوي یا لا هم په زندانونو کې دياو ډېری یې د «نظام پر ضد تبلیغ» یا «د ملي امنیت پر ضد د دسیسې» په څېر تورونو لاندې محاکمه شوي دي.
په تېرو لسیزو کې لسګونه لیکوالان او شاعران په زندانونو کې وژل شوي، اعدام شوي یا د سختو فشارونو لاندې ژوند کړی دی. د بېلګې په توګه، بکتاش ابتین د درملنې له محرومېدو وروسته په زندان کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د لیکوالانو، ژباړونکو او څېړونکو د نیونو او ګواښونو لړۍ د ۱۳۹۶، ۱۳۹۸ کلونو او د «ښځه، ژوند، ازادي» د خوځښت له اعتراضونو وروسته هم دوام لري.
یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۹ شاعران او لیکوالان نیول شوي او ځینو ته د اعدام حکم ورکړل شوی لکه پیمان فرحلور.
سانسور، شکنجه او د لیکوالانو ځپنه په ایران کې د حکومتي سیستم نهبېلېدونکې برخه ګرځېدلې ده او د بیان ازادي په ډېره شدیده توګه محدوده شوې ده.