• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا هبت‌الله اخوندزاده: امریکا او ناټو دې زور وهي او موږ دې د شریعت له نفاذه راوګرځوي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۹ GMT+۰

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په «بیعت» کتاب کې چې تر اوسه نه دی خپور شوی ویلي، که د دوی صف متحد وي بیا دې واشنګټن او ناټو زور وهي او دوی دې د شریعت له نفاذ څخه راوګرځوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د شنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له ملا هبت‌الله سره د ۲۶۰۰ علماوو او د پوهنتونونو استادانو د بیعت کتاب چې ۲۹۵ مخه دی، ډېر ژر به خپور شي.

د دغه کتاب د منځپانګې په یوې برخه کې ملا هبت‌الله اخوندزاده ویلي، «زه ستاسو لپاره هغه څه غواړم چې د ځان لپاره یې خوښ ګڼم، که تاسو هم زما لپاره هغه څه وغواړئ چې د ځان لپاره یې خوښوئ؛ نو ترمنځ به مو هېچا ته فرصت پیدا نه شي چې اختلاف راولاړ کړي، بیا دې واشنګټن هم زور ووهي او ناټو دې هم زور ووهي، بیا دې دوی موږ له خپل هدف څخه چې د شریعت نفاذ دی، راوګرځوي.»

په دغه کتاب کې له ملا هبت‌الله سره په کندهار پوهنتون کې د ننګرهار پوهنتون له لوري «په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت مضامينو د تدريس ارزښت او اغېز» تر سرلیک لاندې غونډه کې د ۲۶۰۰علماوو او د پوهنتونونو د استادانو د بیعت بشپړ جریان راوړل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې کتاب کې په یاده غونډه کې د ملا هبت‌الله اخوندزاده ویناوې او همداراز د علماوو او د پوهنتونونو د استادانو بیعت پاڼې هم راغلي دي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

•
•
•

نور کیسې

د ایران د پارلمان غړی: له طالبانو سره هر ډول همکاري د اوبو په ورکړه مشروطه ده

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۰ GMT+۰
د ایران د پارلمان غړی: له طالبانو سره هر ډول همکاري د اوبو په ورکړه مشروطه ده
100%

د ایران د‌ پارلمان غړی فرهاد شهرکي ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدي، سوداګریزه او اقتصادي همکاري به د هلمند سیند په اوبو کې ایران ته د حقابې په ورکولو پورې مشروطه وي.

د ایران په پارلمان کې د سیسان د خلکو استازي فرهاد شهرکي ایران ته د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د سفر پرمهال ویلي، چې له طالبانو سره هر ډول اقتصادي همکاري به هغه مهال منعی لرونکي شي، چې د هلمند سیند په اوبو کې ایران ته له ځنډ پرته د حقابه ورکړل شي.

نوموړي پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي:« د هیرمند د اوبو له بشپړ او شفاف تړون پلې کېدو پرته له افغانستان سره هېڅ ډول همکاري پایدارې کېدای نه شي.»

نوموړي خبرداری ورکړی، چې له چابهار بندر څخه استفاده او د سیمې اقتصادي پلانونه به د سیستان د اوبو د حقونو له ترلاسه کولو پرته دوامداره پاتې نه شي.

د ایران د پارلمان یاد غړي دغه څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې نن د شنبې په ورځ د طالبانو د سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د بدیلې لارې موندلو په موخه ایران ته سفر کړی دی.

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان استازي د اندونیزیا له چارواکو سره لیدلي دي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۳ GMT+۰
د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان استازي د اندونیزیا له چارواکو سره لیدلي دي
100%

د افغانستان لپاره د اسلامي هیوادونو همکارئ سازمان استازي طارق علي بخیت د اندونیزیا د بهرنیو چارو له مرستیال انیس متا سره لیدلي دي. په لیدنه کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره ددې سازمان هڅې هم ارزول شوي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان نن شنبه، د لړم ۲۴مه په خپله وېپاڼه کې لیکلي، چې دغه ناسته تیره ورځ د لړم ۲۳مه نېټه د اندونیزیا په پلازمینه جکارتا کې ترسره شوه.

په دې لیدنه کې، سفیر بخیت د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه له لوري لیکلی پیغام د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر سوګیانتو ته وسپاره.

په خپل پیغام کې سرمنشي د اسلامي یووالي د ټینګښت په برخه کې د اندونیزیا هڅې ستایلې.

په دې لیدنه کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د سازمان هڅې وڅېړل شوې، چې د اسلامي سرمشریزې او د بهرنیو چارو وزیرانو شورا اړوندو پرېکړو سره سم ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت تېره اوونۍ کابل ته سفر کړی و او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو او د امربالمعروف وزیرانو سره ولیدل.

په داسې حال کې چې په ټوله اسلامي نړۍ کې نجونې او ښځې د زده کړو او کار اجازه لري، خو په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو او همداراز ښځې د کار اجازه نه لري.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان چې کابو ټول اسلامي هېوادونه یې غړیتوب لري په وار-وار له طالبانو غوښتي، چې د نجونو د زده کړو د دوام او همداراز ښځو ته د کار د دوام اجازه ورکړي.

د میدانښار له لارې د کابل ـ بامیانو سړک د ۵۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د رغونې چارې پیل شوې

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۶ GMT+۰
د میدانښار له لارې د کابل ـ بامیانو سړک د ۵۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د رغونې چارې پیل شوې
100%

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې په میدان وردګو ولایت کې د کابل ـ بامیانو دویمې لویې لارې اړوند د مرکز میدان ښار څخه تر جلریز ولسوالۍ پورې د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي او معیاري جوړونې پروژه د شاوخوا ۵۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل او په ۱۵ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.

د طالبانو د ټولکټو وزارت نن شنبه، د لړم ۲۴مه په اېکس خواله رسنۍ د دغه وزارت د تخنیکې مرستیال عبدالکریم فاتح له قوله لیکلي، چې دا سړک د مرکز کابل او هرات ترمنځ یو سوداګریز دهلیز دی، چې په ۱۵ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.

همداراز فاتح ویلي، چې دا لویه لار د طالبانو د مشرتابه د ځانګړي هدایت له مخې په اساسي او معیاري توګه رغول کېږي.

د طالبانو د میدان وردګو والي ملا خیرالله خیرخواه د قراردادي شرکت له مسوولینو غوښتي، چې له قرارداد سره سم په لوړ کیفیت او معیاري ډول دا پروژه پلې کړي.
هغه زیاته کړې، چې د طالبانو مشرتابه د هېواد د ابادۍ لپاره قوي اراده لري.

د یادونې وړ ده، طالبانو دا نه ده په ډاکه کړې، چې ددې لارې لګښت د داخلي بودېجې یا هم د کوم هېواد څخه مرسته شوي دي.

ماریا زاخارووا: مسکو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو منځګړیتوب ته چمتو دی

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۰
ماریا زاخارووا: مسکو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو منځګړیتوب ته چمتو دی
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، که طالبان او پاکستان غوښتنه وکړي، مسکو به د دواړیو لوریو ترمنځ د سولې په برخه کې خپله همکاري ونه سپموي.

هغې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا د مسکو او نړیوالې ټولنې لپاره د اندیښنې وړ ده او هر ډول اختلافت باید د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل شي.

نوموړې زیاته کړې:« د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې کړکیچ نه یوازې د روسیې لپاره، بلکې د نړۍ له پلازمېنو څخه د اوریدل شویو بیانونو پر بنسټ، د نړیوالې ټولنې لپاره د اندېښنې وړ دي. موږ له خپلو ملګرو سره پر کابل او اسلام اباد غږ کوو چې هر ډول اختلافات دې یوازې د سیاسي او ډيپلوماټیکو لارو حل کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د قطر او ترکیې په منځګړیتوب درې ځلي مذاکرات ترسره شوي، خو یادو مذاکراتو کومه مطلوبه پایله نه لرله.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر ایران ته تللی تر څو بدیلې سوداګریزې لارې پیدا کړي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۰
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر ایران ته تللی تر څو بدیلې سوداګریزې لارې پیدا کړي
100%

د طالبانو له خوا له پاکستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پرې کولو له پریکړې وروسته، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ایران ته سفر کړې. عزیزي په هیرمند کې د ایران او افغانستان ترمنځ په ګډه اقتصادي غونډه کې ګډون وکړ، او له چابهار بندر څخه به هم لیدنه وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د شنبې په ورځ د سیستان او بلوچستان والي منصور بیجر لخوا په پوله کې هرکلی وشو.

د سیستان او بلوچستان والي منصور بیجر ایسنا ته وویل:«د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پراخولو په سیمه کې د دوامداره پرمختګ او امنیت بنسټ ایښودلی دی.»

هغه زیاته کړه، چې د ګډو کلتوري، مذهبي او ژبني ظرفیتونو څخه ګټه پورته کول کولی شي د سوداګرۍ او پانګونې د زیاتوالي لپاره لاره هواره کړي.

دا سفر وروسته له هغه وشو چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له افغان سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان بندرونو او بازارونو پرځای دې بدیلې لارې ولټوي.

هغه له پاکستان څخه د درملو د واردولو د بندولو امر وکړ.

له ایران سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې په کال کې شاوخوا څلور ملیارد ډالرو ته رسیږي. له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ اړیکو پرې کول کولی شي دا حجم نور هم زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوې دي او د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټ لارې له یوې میاشتې راهیسې تړل شوې دي او د لارو د بیا پرانیستلو او د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو درک نه لکیږي.