• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د میدانښار له لارې د کابل ـ بامیانو سړک د ۵۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د رغونې چارې پیل شوې

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې په میدان وردګو ولایت کې د کابل ـ بامیانو دویمې لویې لارې اړوند د مرکز میدان ښار څخه تر جلریز ولسوالۍ پورې د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي او معیاري جوړونې پروژه د شاوخوا ۵۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل او په ۱۵ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.

د طالبانو د ټولکټو وزارت نن شنبه، د لړم ۲۴مه په اېکس خواله رسنۍ د دغه وزارت د تخنیکې مرستیال عبدالکریم فاتح له قوله لیکلي، چې دا سړک د مرکز کابل او هرات ترمنځ یو سوداګریز دهلیز دی، چې په ۱۵ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.

همداراز فاتح ویلي، چې دا لویه لار د طالبانو د مشرتابه د ځانګړي هدایت له مخې په اساسي او معیاري توګه رغول کېږي.

د طالبانو د میدان وردګو والي ملا خیرالله خیرخواه د قراردادي شرکت له مسوولینو غوښتي، چې له قرارداد سره سم په لوړ کیفیت او معیاري ډول دا پروژه پلې کړي.
هغه زیاته کړې، چې د طالبانو مشرتابه د هېواد د ابادۍ لپاره قوي اراده لري.

د یادونې وړ ده، طالبانو دا نه ده په ډاکه کړې، چې ددې لارې لګښت د داخلي بودېجې یا هم د کوم هېواد څخه مرسته شوي دي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

ماریا زاخارووا: مسکو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو منځګړیتوب ته چمتو دی

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۰
ماریا زاخارووا: مسکو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو منځګړیتوب ته چمتو دی
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، که طالبان او پاکستان غوښتنه وکړي، مسکو به د دواړیو لوریو ترمنځ د سولې په برخه کې خپله همکاري ونه سپموي.

هغې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا د مسکو او نړیوالې ټولنې لپاره د اندیښنې وړ ده او هر ډول اختلافت باید د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل شي.

نوموړې زیاته کړې:« د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې کړکیچ نه یوازې د روسیې لپاره، بلکې د نړۍ له پلازمېنو څخه د اوریدل شویو بیانونو پر بنسټ، د نړیوالې ټولنې لپاره د اندېښنې وړ دي. موږ له خپلو ملګرو سره پر کابل او اسلام اباد غږ کوو چې هر ډول اختلافات دې یوازې د سیاسي او ډيپلوماټیکو لارو حل کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د قطر او ترکیې په منځګړیتوب درې ځلي مذاکرات ترسره شوي، خو یادو مذاکراتو کومه مطلوبه پایله نه لرله.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر ایران ته تللی تر څو بدیلې سوداګریزې لارې پیدا کړي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۰
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر ایران ته تللی تر څو بدیلې سوداګریزې لارې پیدا کړي
100%

د طالبانو له خوا له پاکستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پرې کولو له پریکړې وروسته، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ایران ته سفر کړې. عزیزي په هیرمند کې د ایران او افغانستان ترمنځ په ګډه اقتصادي غونډه کې ګډون وکړ، او له چابهار بندر څخه به هم لیدنه وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د شنبې په ورځ د سیستان او بلوچستان والي منصور بیجر لخوا په پوله کې هرکلی وشو.

د سیستان او بلوچستان والي منصور بیجر ایسنا ته وویل:«د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پراخولو په سیمه کې د دوامداره پرمختګ او امنیت بنسټ ایښودلی دی.»

هغه زیاته کړه، چې د ګډو کلتوري، مذهبي او ژبني ظرفیتونو څخه ګټه پورته کول کولی شي د سوداګرۍ او پانګونې د زیاتوالي لپاره لاره هواره کړي.

دا سفر وروسته له هغه وشو چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له افغان سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان بندرونو او بازارونو پرځای دې بدیلې لارې ولټوي.

هغه له پاکستان څخه د درملو د واردولو د بندولو امر وکړ.

له ایران سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې په کال کې شاوخوا څلور ملیارد ډالرو ته رسیږي. له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ اړیکو پرې کول کولی شي دا حجم نور هم زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوې دي او د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټ لارې له یوې میاشتې راهیسې تړل شوې دي او د لارو د بیا پرانیستلو او د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو درک نه لکیږي.

طالبان: د ازبکستان په نړیوال فورم کې مو د هرات ـ کندهار اوسپنې پټلۍ رغولو په اړه خبرې وکړې

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۴ GMT+۰
طالبان: د ازبکستان په نړیوال فورم کې مو د هرات ـ کندهار اوسپنې پټلۍ رغولو په اړه خبرې وکړې
100%

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د ازبکستان د ترانسپورټ او لوجستیک نړوال فورم په څنډه کې یې د قزاقستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ له مسولینو سره د هرات–کندهار د اوسپنې پټلۍ رغولو، چین ته د توکولو د لېږد رالېږد او د افغان ـ ټرانس پروژې د تخنییکي مطالعاتو د پیل په اړه خبرې کړي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ترانسپورټ او لوجستیک نړیوال فورم د ازبکستان په کوربه توب په تاشکند ښار کې د درېیو ورځو لپاره ترسره شو او په یاد فورم او نندارتون کې د یادې ډلې د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ پلاوي ګډون کړی و.

طالبانو ویلي، چې یاد پلاوي د ازبکستان د ترانسپورټ او لوجستیک فورم په څنډه کې د قزاقستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارو له مرستیالانو او د افغان ـ ټرانس په پروژه کې د شاملو هېوادونو له استازو سره لیدنې کړې دي.

طالبانو ویلي، چې په یادو لیدنو کې د هرات ـ کندهار د اوسپنې پټلۍ رغولو ترڅنګ د قزاقستان د اوسپنې پټلۍ له لارې چین ته د توکو د لېږد او رالېږد په بیو کې د تخفیف، د افغان ـ ټرانس پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو پیل او د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد د اسانتیاو برابرولو، تخفیفونو او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو چمتو کولو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې په یادو لېدنو کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو پیاوړتیا، ټرانسپورټي زیربناوو رغولو او د اوسپنې پټلې له لارې د انتقالاتو زیاتولو باندې هم ټینګار شوی دی.

طالبانو په کندهار کې د خپلې تېرې جګړې ځیني پېښې مستند کړې

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۱ GMT+۰
طالبانو په کندهار کې د خپلې تېرې جګړې ځیني پېښې مستند کړې
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې په کندهار کې یې د تېرې جګړې اړوند ځینو پېښو د عیني شاهدانو خبرې مستند کړي ترڅو یې راتلونکو نسلونو ته وسپاري. وزارت په اعلامیه کې لیکلی، چې د کندهار د زندان هغه تونل یې هم مستند کړ، چې ورڅخه ددې ډلې ۵۴۱ تنه نظامي بندیان ژوندي وتلي وو.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن شنبه، د لړم ۲۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ددې ډلې د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست د سمعي او بصري چارو ریاست پلاوي په دې وروستیو کې کندهار ولايت ته د مستندونو د جوړولو په موخه سفر کړی و.

طالبانو په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په دې سفر کې هغه پېښې هم مستند شوي، چې د کندهار په تاریخ کې داسې شپې هم شته، چې د یوه کلي ۶۳ تنه غړي د بهرنیو ځواکونو په ړندې بمبارۍ کې وژل شوي دي.

طالبان په داسې حال کې دا پېښې مستند کوي، چې د بشري حقونو سازمانونو د راپورونو پر اساس دې ډلې په تېر شل کلنې جګړو پرمهال په ځانمرګي بریدونو،د سرک ماین چاودنو او موټر بمونو کې زیات شمیر بې ګناه افغانان وژلي دي.

ذبیح الله مجاهد: طالبان د پښتو او فارسي ترمنځ هېڅ توپیر نه کوي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۱ GMT+۰
ذبیح الله مجاهد: طالبان د پښتو او فارسي ترمنځ هېڅ توپیر نه کوي
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایراني رسنۍ «صدا او سیما» سره په مرکه کې ویلي، چې فارسي «دري» او پښتو ژبې د طالبانو لپاره مساوي ارزښت لري او ترمنځ یې توپیر نه کوي.

مجاهد ویلي:« فارسي زموږ ژبه ده. په افغانستان کې دوې ژبې لرو، چې پښتو او دري دي.»

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د طالبانو لپاره دري او فارسي یو شان ژبه ده. نوموړ‌ي زیاته کړې:«موږ په دري باندي له لکه فارسي داسې خبرو کوو. خو دواړې ژبې موږ ته مساوي ارزښت لري.»

نوموړي ویلي، په هغه سیمو کې چې اکثریت په فارسي خبرې کوي، هلته تدریس هم په دري ژبه کېږي او موږ د کومې ژبې سره کوم تعصب نه لرو.

دا څرګدونې په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو په تېرو څلورو کلنونو کې د هېواد په کچه د لسګونو دولتي دفترونو له لوحو څخه د فارسي – دري کلمې لرې کړې دي.

څو ورځې وړاندې طالبانو د جوزجان پوهنتون له لوحې څخه د ازبکي ژبې توري حذف کړي وو چې د ډیرې علمي، کلتوري او سیاسي اشخاصو غصه یې راپارولې وه.