• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په یمن کې د بریتانیا پخوانی سفیر: د سپاه پاسداران د کښتیو د ډوبولو وخت رارسېدلی دی

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۵ GMT+۰

ادموند فیتن براون، چې پخوا په یمن کې د بریتانیا سفیر و، د فارس خلیج په اوبو کې د یوې تېل‌وړونکې بېړۍ د نیولو په غبرګون کې د سپاه پاسداران پر ضد د پوځي غبرګون غوښتنه وکړه.

هغه د شنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «په سمندر کې دا بې‌قانوني پوځي ځوابته اړتیا لري. د سپاه پاسداران د کښتیو د ډوبولو وخت رارسېدلی دی.»

د سپاه پاسداران سمندري ځواک د شنبې په ورځ تایید کړه چې د «تالارا» په نوم تېل‌وړونکې بېړۍ، چې د مارشال ټاپوګانو بیرغ یې درلود، نیولې ده. دغه بېړۍ د سنګاپور پر لور روانه وه.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴
ستاسو روایت

یو طالب جنګیالی: د جګړې د ډګر جنګیالي اوس یا اوزګار دي او یا هم په کمو پیسو عسکري‌ کوي

۵

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

•
•
•

نور کیسې

فاطمه مهاجراني: ایران د خبرو اترو لپاره له منځګړو پیغامونه ترلاسه کړي دي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۹ GMT+۰
100%

د ایران دولت ویاندې فاطمه مهاجراني المیادین شبکې ته ویلي، ایران د منځګړو له لوري پیغامونه ترلاسه کړي؛ خو «څو چې د مقابل لورو چلند یو اړخیز او د برلاسۍ او واکمنۍ پر بنسټ وي، خبرې اترې به بې معنا وي.»

فاطمې مهاجراني د شنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) د درېیو اروپايي هېوادونو له‌‌خوا د ماشه مېکانېزم فعالېدو ته په اشارې وویل، ایران اعلان کړی، چې خپلې اړیکېبه له دغو هېوادونو سره د ملي ګټو پر بنسټ جوړوي.

د هغې په خبره، دا مهال د ځینو هېوادونو په ځانګړي ډول له جرمني سره د اړیکو د ښه کېدو نښې نښانې تر سترګو کېږي.

مهاجراني د الوتنو بیا پيلېدل او د ځینو سیاسي استازولیو پرانېستنه د یادو پرمختګونو بېلګې یادې کړې.

ولادیمیر پوتین او بنیامین نتنیاهو د غزې، ایران او سوریې په اړه ټېليفوني خبرې وکړې

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۱ GMT+۰
100%
ارشیف

د کرملین مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ وویل، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ټیلیفون له لارې د منځني ختیځ د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د سرچینې په وینا، د دوی د خبرو اصلي موضوعات د غزې تړانګې او د ایران اټومي پروګرام له وضعیت او همداراز له سوریې سره تړلي مسایل و.

د کرملین د خبرپاڼې له‌مخې، د دواړو مشرانو د خبرو اصلي تمرکز پر غزې د اوربند د پلي کېدو او د اسراییل او فلسطینیانو د بندیانو د تبادلې موضوعاتو و.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې دغه ټیلیفوني خبرې د روسیې د ولسمشر په غوښتنه ترسره شوې دي.

تر دې مخکې هم د روسیې او اسراییلمشرانو د تېرې میاشتې په ترڅ کې د امریکا د وړاندیز شوي اوربند د طرحې په اړه خبرې کړې وې، چې پوتین په هغه کې د فلسطین د مسالېپر هر اړخیز حلېدو ټينګار کړی و.

طالبان: له پاکستان سره سوداګري کمه شوې، خو له ایران سره زیاته شوې ده

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۸ GMT+۰
100%

د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د اړیکو له ترینګلي کېدو وروسته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، له پاکستان سره سوداګري کمه شوې، خوله ایران سره زياته شوې ده. د اړیکو له ترینګلیدو مخکې پاکستان د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیت یو له مهمو لارو و.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د شنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې له ایران سره سوداګري له یو نیم میلیارد ډالرو زیاته شوې؛ خو له پاکستان سره بیا شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته راټيټه شوې ده.

د نوموړي په وینا، افغان سوداګر نور له انحصاره وتلي او له نورو لارو له نړۍوالو بازارونو سره وصل شوي او ورسره د تېر پرتله اوس سوداګري غوړېدلې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې، په تېرو ۶ میاشتو کې له ایران سره د یو میلیارد او ۶ سوه ۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې، خو ډېره برخه یې واردات جوړوي.

د دوی په خبره په همدې موده کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ سوداګري شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې ده.

عبدالسلام جواد زیاته کړې: «له نورو لارو څخه په استفادې او د نورو هېوادونو د لارو د توکو په بیو کې تر پخوا کمښت راغلی او د اړتیا وړ توکو بیې کنټرول، صادرات او واردات په نورمال ډول جریان لري.»

طالبان په داسې مهال پر نورو بدیلو لارو فکر کوي، چې د افغانستان او پاکستان تر ترینګلتیا وروسته د دغې ډلې اقتصادي مرستیال ملا برادر ویلي، چې نور له پاکستان سره د سوداګرۍ چارې مخ ته نه وړي.

په ورته وخت کې په پاکستان کې مېشت سوداګر له دغه هېواد سره د افغان سوداګرۍ بندېدل اندېښمن کړي او وايي که ستونزه حل نه شي په پاکستان کې به د خوراکي توکو بیې لوړي شي.

ملګرو ملتونو په افغانستان او نړۍ کې د جرمي شبکو پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۱ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو ضد دفتر د «سرحدونو هاخوا د سازمان‌شویو جرمونو د مبارزې نړۍوالې ورځې» په مناسبت اعلان کړی، چې له جنایي شبکو سره مبارزه کولای شي په افغانستان او نړۍ کې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د کیفیت د لوړوالي لامل شي.

د دغه دفتر استازي پولیک اوکیسیري په یوې ویډیو کې د جرمي شبکو د مهارولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه وویل، چې دا شبکې خلکو، ټولنې، د هېواد اقتصاد او چاپېریال ته جدي زیان رسوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان د تریاکو د کر او تولید د کمېدو او په سیمه کې د مصنوعي نشه‌یي توکو د قاچاق د زیاتېدو له امله ښایي جنایي شبکې د خپلو پخوانیو عوایدو د جبران لپاره د مصنوعي نشه‌یي توکو تولید او قاچاق ته لا ډېره مخه کړي.

هغه وویل: «د نشه‌یي توکو تولید او قاچاق لا هم د فراملي جنایتکارو شبکو د عوایدو سرچینه ده. دغه عواید د وسلو قاچاق، د انسان او کډوالو قاچاق او نورو جدي جرمونو لکه فساد او ترهګرۍ ته لاره هواروي.»

پولیک اوکیسیری ویلي، چې د سرحدونو هاخوا د سازمان‌ شویو جرمونو او د نشه‌یي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره نړۍواله همکاري او د ناقانونه مالي لارو بندول اړین دي.

د هغه په باور، د دې ستونزې حل د نشه‌یي توکو د عرضې د اصلي لاملونو په لرې کولو پورې تړلی دی، چې پکې د بدیلو معیشتونو رامنځته کول او بزګرانو ته د اقتصادي فرصتونو برابرول شامل دي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو ضد دفتر د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې د مصنوعي نشه‌یي توکو په ځانګړي ډول مېتامفټامین (شیشه)، تولید په زیاتېدو دي او د ۲۰۲۴ تر پایه پورې د دغو توکو نیونې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه لوړې شوې دي.

ولادیمیر زېلېنسکي د اوکراین د انرژۍ د سترو شرکتونو د مشرتابه د بدلون اعلان وکړ

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۵ GMT+۰
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له هغه وروسته چې د هېواد د انرژۍ په سترو دولتي شرکتونو کې د فساد او اختلاس رسوایي افشا شوه، د دغو شرکتونو د مشرتابه په جوړښت کې د پراخو بدلونونو اعلان وکړ.

زېلېنسکي د شنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) په ټیلګرام ولیکل، چې د مالي چارو له هر اړخیزې څېړنې سره باید د شرکتونو د مدیریت د بیا کتنې بهیر هم پیل شي. د هغه په وینا، له لومړۍ وزیرې یولیا سوردنکو سره د اصلاحاتو د راتلونکو پړاوونو په اړه هوکړه شوې ده.

د ولسمشر په خبره، د اټومي انرژۍ دولتي شرکت «انرګواتم» لپاره د نوې نظارتي شورا جوړول باید د یوې اوونۍ په موده کې بشپړ شي او د یاد شرکت ټوله مدیره پلاوي هم بدلېږي.

هغه زیاته کړه، چې د مدیریت بدلونونه به د دولتي برېښنايي شرکت «اوکرهیدروانرګو» د ګازو د نل‌لیکې سیسټم او د دولتي انرژۍ ستر شرکت «نفتوګازو» کې هم عملي شي.

د راپورونو له مخې، انرګواتم د روسیې د ۲۰۲۲ کال د پوځي مداخلې له پیل راهیسې د اوکراین د تر ټولو سترې فساد قضیې په مرکز کې دی، هغه رسوايي چې د وروستیو ورځو په ترڅ کې د دوو وزیرانو د استعفا لامل شوې ده.

دغه قضیه د میلیونونو ډالرو په رشوتونو متمرکزه ده، چې ویل کېږي د هغو دفاعي تاسیساتو د جوړولو پر مهال ورکړل شوي، کوم چې د روسیې د بریدونو پر وړاندې د انرژۍ د بنسټونو د خوندي کولو لپاره طرحه شوي وو.

په ورته وخت کې راپورونه وایي، چې دوه تورن کسان چې یو یې د زېلېنسکي له نږدې کسانو څخه دی له هېواده تښتېدلي دي.