ازادۍ جبهه وايي چې په بدخشان کې یې د طالبانو پر محبس راکټي برید کړی

د طالبانو یوه وسله واله مخالفه ډله د ازادۍ جبهه وايي، چې جنګیالیو یې د لړم میاشتې پر ۲۵مه د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ پر محبس راکټي بریدونه کړي او یو طالب یې وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.