د دوی د معلوماتو له مخې، ۱۰۰۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۵۹۲ ته رسېږي، د کندهار سپین بولدک له لارې، ۲۸۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۸۳ ته رسېږي د تورخم له لارې، ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۶ ته رسېږي د نیمروز د ورېښمو له لارې او ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۵ ته رسېږي د هرات د اسلام کلا له لارې له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ هم نن ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستان او ایران څخه ۳۵ زره او ۹۲ افغان کډوال اېستل شوي، چې ځیني یې له دغو هېوادونو په زور اېستل شوي دي.
دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په دې ډله کې ۱۷۰۲۷نارینه او ۱۸۰۶۵ښځې دي، چې د نومبر له ۹ مې څخه تر ۱۵ مې پورې افغانستان ته تللي دي.
د دواړو هېوادونو له خوا د افغان کډوالو جبري اېستل د ملګرو ملتونو په ګډون له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ دی، خو ایران او پاکستان لا تر اوسه د کډوالو په تړاو په خپل چلند کې نرمښت نه دی ښودلی.
له دې سره، په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو له ګواښ سره د مخ افغانانو د خونديتوب لپاره په یوه پرانیستي لیک کې بیا له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او د کډوالو ادارو نه غوښتنه کړې، چې د دوی د جبري اېستلو لړۍ دې ودرول شي او د بیا مېشتېدو قضیې دې ژر بشپړې شي.
د سیمې خلک له دواړو لوریو څخه غواړي چې د ستونزې د حل لپاره د خبرو لاره غوره کړي، څو د لارې د بندېدو له امله د رامنځته شوي او رامنځته کېدونکي اقتصادي ناورین مخه ونیول شي.
د ډیورنډ پر کرښه د تورخم، سپین بولدک او نورې د تګ راتګ ټولې لارې وروسته له هغه د هر ډول تګ راتګ او سوداګریزو چارو پر مخ وتړل شوې چې د اکتوبر پر نهمه ماښام د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل او نورو ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل او طالبانو یې په غبرګون کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.
یو لوړ پوړي ایراني ډیپلومات ریا نووستي خبري اژانس ته ویلي: «موږ د افغانستان په اړه د تماس ډلې په جوړولو کار کوو، چې د افغانستان ټول ګاونډیان، او همدارنګه د روسیې او چین په ګډون یو شمیر نور هیوادونه به پکې شامل وي. د دې غونډې په اجنډا کې افغانستان سره د مرستې او د سیمه ییزو میکانیزمونو له لارې د ثبات ساتلو پر څرنګوالی سربېره نور خورا مهم سیمه ییز مسایل شامل دي.»
له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یوې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي و، چې تهران د افغانستان او پاکستان د ستونزو د حل په موخه د یوې سیمه ییزې ناستې په لټه کې دی.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې د اکتوبر پر نهمه ماښام د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل او نورو ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل.
پاکستان وویل، چې دا بریدونه دپاکستاني طالبانو د مشرانو د له منځه وړلو لپاره ترسره شوي وو، خو د طالبانو دفاع وزارت د غچ اخیستنې د عملیاتو د پلي کولو اعلان وکړ او د دواړو لوریو ترمنځ پر ډیورند کرښه نښتې پیل شوې.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ دوه پړاوه خبرې اترې د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شوې چې له مطلوبې پایلې پرته پای ته ورسېدې.
اسلام اباد په مکرر ډول افغان طالبان د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي ټي پي) وسله والې ډلې په ملاتړ تورنوي، خو افغان طالبان دا ادعا ردوي او وایي چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده.
نوموړي د یاد سفر پرمهال د ښار د اوسپنې پټلۍ ستراتیژیکو پروژو ارزونه وکړه او د کراچۍ کېنټ سټیشن د نوې بڼې د پرانیستې په مراسمو کې یې وینا وکړه. هغه وویل، چې حکومت په اوسپنې پټلۍ کې د عصري بدلون پر لور حرکت کړی او نړۍوال مالي ملاتړ به دغه پلانونه نور هم پیاوړي کړي.
شهباز شریف اعلان وکړ:« اسیايي پراختیايي بانک پاکستان ته دوه مېلیارده ډالر پور منظور کړی، چې دا د نړۍوال باور څرګندونه ده. دغه پیسې به د هېواد د اقتصادي ثبات او زېربنايي پروژو لپاره کاروو.»
شهباز شریف د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې د تهران ـ استانبول رېلوې روټ د بیا فعالېدو پلان هم روان دی او که دغه لار پرانیستل شي پاکستان اوسپنې پټلۍ به نوی اقتصادي اهمیت ترلاسه کړي.