د روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان کې تر ۸ مېلیونه ډېر ماشومان د شري پر وړاندې واکسین شول

د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) خبر ورکړی، د افغانستان په تودو سیمو کې د شري ناروغۍ پرضد د ملي واکسین دویم پړاو په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی او تر ۸ مېلیونه ډېر ماشومان پهکې د شري پر وړاندې واکسین شوي دي.




