• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جاپان د افغان مېرمنو د پیاوړتیا په برخه کې ۵.۶ مېلیونه ډالر مرسته کوي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۴ GMT+۰

د جاپان حکومت، د جاپان د نړۍوالې همکارۍ ادارې (JICA) او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په همکارۍ د ۵.۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت د دوه کلنې پروژې د پلي کولو لپاره یو تړون لاسلیک کړ، چې موخه یې د افغان مېرمنو اقتصادي پیاوړتیا ده.

دغه تړون په کابل کې د جاپان سفیر کینیچي ماساموتو او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي سټیفن روډریګز له‌خوا لاسلیک شو.

ماساموتو په یادې غونډه کې ویلي: «کله چې مېرمنې په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې په بشپړه توګه برخه واخلي؛ نو افغانستان به له خپلو ټولو ظرفیتونو برخمن شي. جاپان د افغانستان له خلکو سره خپل پیوستون ته ژمن دی.»

ښاغلي روډریګز بیا د افغانستان اوسنیو اقتصادي شرایطو ته په اشارې سره وویل:« افغانستان لاهم له ژور ناورین سره مخ دی او اصلي بار د افغان مېرمنو په اوږو دی.»

د دغه تړون له مخې چې پرون د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) لاسلیک شو، ټاکل شوې بودجه به یې د ۷۳ کوچنیو پروژو د پلي کولو او د ښځو له‌خوا تر ۲زره ډېر اداره کېدونکو کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ لپاره وکارول شي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي، چې په یوې پخوانۍ ورته پروژه کې د ښځو له‌خوا اداره کېدونکو د ۱۲۶۰ کاروبارونو ملاتړ شوی او له ۲۵۰۰ څخه ډېر نوي کاري فرصتونه رامنځته شوي چې شاوخوا ۸۷ سلنه یې د ښځو لپاره وو.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

ايرانی چارواکی: د سیستان ازاده سوداګریره سیمه د افغان سوداګرو لپاره دویم کور کېدای شي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۰ GMT+۰
ايرانی چارواکی: د سیستان ازاده سوداګریره سیمه د افغان سوداګرو لپاره دویم کور کېدای شي
100%

د سیستان د ازادې سوداګرۍ-صنعتي سیمې مشر حسین سنجراني وایي، چې د سیستان ازاده سوداګرۍ-صنعتي سیمه د خپل ستراتيژیک موقعیت او ترانزیتي وړتیاوو له مخې کولای شي د افغان سوداګرو لپاره دویم کور وګرځي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو اقتصادي همکاریو زمینه برابره کړي.

نوموړي د کابل په څلورم نړۍوال نندارتون کې د یادې سیمې ګډون د ظرفیتونو د معرفي کولو او د افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم فرصت وباله.

سنجراني وویل: «د سیستان د ازادې سیمې غرفه په کابل نندارتون کې یوازې د اقتصادي ظرفیتونو د ښودلو لپاره نه وه؛ بلکې د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا یوه نوې دروازه هم ده.»

هغه وویل: «د دغه تعاملاتو له لارې یو ګډ او سوکاله راتلونکی ترلاسه کېدای شي او د نندارتون په لړ کې لاسلیک شوي تفاهم لیکونه د ګډې پانګونې او د اقتصادي تبادلې زیاتوالي لپاره لاره هواروي.»

هغه ورځنۍ لیدنې، تخصصي غونډې او سوداګریز بحثونه د افغان اقتصادي فعالینو لپاره د سیستان ازادې سیمې د وړتیاوو د جذابیت نښې وګڼلې او دغه پروسه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره او اوږدمهاله اړیکو د پراختیا لپاره هیله بښونکې وګڼله.

همدارنګه، د ایران سوداګریز سلاکار حسین روستایي په کابل نندارتون کې د ۴۰ ایرانیو شرکتونو د ګډون خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دوه لوړپوړي سوداګریز پلاوي به د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره کابل ته سفر وکړي.

د کډوالو پخوانی وزیر: د سیاست‌والو اختلافونو خلک له سختو زیانونو سره مخ کړي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۴ GMT+۰
د کډوالو پخوانی وزیر: د سیاست‌والو اختلافونو خلک له سختو زیانونو سره مخ کړي
100%

د تېر جمهوري نظام پرمهال د کډوالو چارو وزیر نور الرحمان اخلاقي وايي، چې د طالبانو د مخالفو سیاست‌والو ترمنځ اختلافونو خلکو ته زیان رسولی او مهم فرصتونه یې له منځه وړي دي. نوموړی ټینګار کوي، چې ځینې مشران نور د مبارزې اراده نه‌لري.

هغه زیاتوي، چې ځینې سیاسي مشرانو «د مبارزې د دوام لپاره انګېزه او ځواک له لاسه ورکړی دی.» نوموړي د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلي: «د طالبانو د مخالفو یو شمېر سیاست‌والو ګټه په دې کې ده، چې دوی د طالبانو د انزوا په دې فصل کې په یووالي سره عمل وکړي.»

هغه وایي: «که چا د مبارزې د دوام اراده او توان له لاسه ورکړی، خورا انساني او اخلاقي ده چې دغه حقیقت له خلکو سره شریک کړي او هغوی دې د مبارزې او تسلیمۍ په نیمه لاره کې بې‌برخلیکه نه پرېږدي.»

د اخلاقی په باور؛ په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو د مخالفینو ترمنځ هېڅ ډول معنا لرونکی اتحاد نه‌دی رامنځته شوی. هغه ټینګار کوي: «که داسې یو اتحاد رامنځته شوی وای، نن به وضعیت داسې نه و.»

دغه پخوانی چارواکی خبرداری ورکوي، که د سیاست‌والو انزوا او له مسوولیت څخه تېښته دوام ومومي؛ نو هغوی به ان په شخصي برخو کې هم خپل واک او نفوذ له لاسه ورکړي.

د کډوالو چارو پخواني وزیر ټینګار وکړ، چې افغانستان په ټولو کچو کې د ازادۍ لپاره مبارزې ته اړتیا لري.

خواجه اصف: هند کېدای شي د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې برید وکړي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۸ GMT+۰
خواجه اصف: هند کېدای شي د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې برید وکړي
100%

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د سې شنبې په ورځ ویلي، چې پاکستان د هندي پوځ د مشر څرګندونې له پامه نه شي غورځولی او هند کېدای شي د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې برید وکړي. نوموړي زياته کړې: «افغانستان د ترهګرو پټنځای ګرځېدلی.»

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له سماء ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان له خوا پر پاکستان د بریدونو په ترسره کېدو کې هند رول لري.

د نوموړي په خبره، سعودي عربستان، امارات، ایران، چین او نور هېوادونه غواړي چې پر پاکستان د کرښې له هغې غاړې د مداخلې لړۍ پای ته ورسېږي.

هغه زیاته کړې: «افغانستان اوس د ترهګرو لپاره په امن پټنځای بدل شوی دی.»

خواجه اصف ویلي، هند نه غواړي چې پاکستان او افغانستان خپل اختلافات حل کړي.

هغه ټینګار کړی، چې پاکستان په هېڅ ډول پر هند باور نه شي کولی او کېدای شي دغه هېواد د کرښې له هغې غاړې د برید هڅه وکړي.

نوموړي دا هم ویلي: «ډېری خلک هند ته د هغوی د تېرو ماتې یادونه کوي. پاکستان په هېڅ ډول پر هند باور نه شي کولی.»

پر دې څرګندونو سربېره، خواجه اصف دا هم وویل چې پاکستان باید په غزه کې د نړۍوالو ځواکونو برخه شي.

د نوموړي په خبره، پلان لري چې د ابراهیم تړونونو برخه شي. هغه زیاته کړه: «تر هغه وخته چې د دوه‌ دولتي حل لارې زمینه برابره نه شي، پاکستان خپل دریځ نه بدلوي.»

د پاکستان دفاع وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څو ورځې وړاندې د دې هېواد لومړي وزیر شهباز شریف د دې هېواد په پارلمان کې هند او افغان طالبان د پاکستان په ترهګریز برید کې پر لاس لرلو تورن کړل.

هغه هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سفر له دغه هېواد سره د طالبانو د همکارۍ نښه وبلله او ویې ویل، چې ډیلي ته د امیرخان متقي سفر پاکستان ته یو څرګند پیغام ورکوي.

د یادونې ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ په دې وروستیو کې کړکېچ اوج ته رسېدلی دی. اسلام‌اباد دعوه لري، چې افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو غورځنګ غړو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او له هماغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي. د ترکیې په مذاکراتو کې لانجمن ټکي دا بلل شوي، چې اسلام‌اباد له طالبانو تضمینونه غوښتي؛ څو د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌وال به نور پاکستان کې بریدونه نه کوي؛ خو طالبانو یې دې شرطونو ته غاړه نه‌ده اېښودلې.


ایران د دوو افغانانو په ګډون اته بندیان اعدام کړي دي

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۹ GMT+۰
ایران د دوو افغانانو په ګډون اته بندیان اعدام کړي دي
100%

د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو یوه سازمان راپور ورکړی، چې ایران د دوو افغانانو په ګډون اته بندیان اعدام کړي دي. په راپور کې ویل شوي، چې د ایران قضايي ادارې دغه دوه افغانان له وړاندې د «نشه‌يي توکو د تړاو» په تور په اعدام محکوم کړي وو.

دغه دوه افغان بندیان د سې شنبې په سهار (د لړم ۲۷مه) د شمالي خراسان په اسفراین زندان کې اعدام شوي دي. د اعدام شویو افغانانو د هویت په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

له دې سره، شپږ ایرانیان هم د بیرجند، بوجنورد، دورود، ملایر او شېراز په زندانونو کې د بېلابېلو تورونو پر اساس اعدام شوي دي.

تر اوسه د ایران او د طالبانو چارواکو د دې اعدامونو په اړه هېڅ څرګندونې نه دي کړي او دا هم لا روښانه نه ده، چې اعدام شویو کسانو مدافع وکیل ته لاسرسی درلود او که نه.

د ایران د بشري حقونو سامان (د لړم ۱۶مه) په خپل میاشتنې راپور کې ویلي و، چې تېر اکټوبر میاشت کې په ایران کې د ۱۱ افغانانو په ګډون ۲۱۷ کسان اعدام شوي دي.

د یاد سازمان د موندنو له مخې، په دغه هېواد کې په هرو درېیو ساعتونو کې یو کس اعدام شوی دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان په راپور کې ویل شوي، چې اعدام شویو کسانو کې ۱۱ افغانان، ۶ ښځې، ۸ بلوڅان، ۸ کُردان او ۱۱ عربان هم شامل وو.

طالبانو له پانګه‌والو وغوښتل چې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت لپاره لابراتوارونه جوړ کړي

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۷ GMT+۰
طالبانو له پانګه‌والو وغوښتل چې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت لپاره لابراتوارونه جوړ کړي
100%

د طالبانو د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال په کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت او ارزښت د لوړولو په موخه د یوه خصوصي لابراتوار په پرانېست غونډه کې له پانګه‌والو وغوښتل، چې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د تضمین لپاره لابراتوارونه جوړ کړي.

ملا عبدالغني برادر د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) په کندهار کې د دوو میلیونو ډالرو په لګښت د «کندا وزیرزي» تر نامه لاندې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت لوړولو لپاره یو خصوصی لابراتوار پرانیست.

نوموړي د دغه لابراتوار فعالیت د هېواد د کرنیزو حاصلاتو د کیفیت او ارزښت د لوړولو په برخه کې مهم ګام وباله.

هغه زیاته کړه: «د معیاري لابراتواري خدماتو نشتون له ډېر پخوا راهیسې د دې لامل شوی، چې د محصولاتو کیفیت او تولیدات راټیټ شي او د هېواد بزګران له تاوان سره مخ کړي. زه هیله لرم چې دغه خدماتي مرکز به په دې برخه کې شته اړتیاوې تر یوه حده پوره او د هېواد صادرات به ورسره معیاري شي.»

نوموړي له سوداګرو وغوشتل، چې خپل فعالیتونه د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

په کندهار کې سوداګرو پر بهر مېشتو افغانانو غږ وکړ، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

سوداګرو تر دې وړاندې اندېښنه لرله، چې په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د معیاري ازموینې او تصدیق لابراتوارونو نشتون د هېواد د کرنیز سکتور لپاره جدي ستونزې راولاړوي.

که څه هم افغانستان یو کرنیز هېواد دی او ډېر صادرات یې له کرنیزو توکو لکه وچو مېوو، زعفرانو، سبزیجاتو او نباتي توکو سره تړلې دي، خو د نړۍوالو معیارونو پر اساس د کیفیت د کنټرول لابراتوارونو کمښت د دې سکتور د پراختیا بهیر ټکنی کړی دی.