• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په کندهار کې غاصبین او زورواکي د غصب د مخنیوي کمېسیون پر هڅو فشار زیاتوي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۹ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو د غصب د مخنیوي کمېسیون غړي وايي، یو شمېر غاصبین او زورواکي هڅه کوي، چې د دوی د کارونو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي او فشار زیات کړي. د دغه کمېسیون غړي وايي، چې یوازې د هبت‌الله فرمان عملي کوي او د هېڅ فشار پروا نه لري.

د یاد کمېسیون غړو دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په کندهار کې طالبانو د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) ویلي، چې په دامان ولسوالۍ کې یې ۱۹ زره او ۵۰۰ جریبه امارتي ځکمه له غصب څخه خلاصه کړې.

له غصب څخه د مخنیوي پلاوي غړي عبدالمتین سعید ویلي، خلاصه شوې ځمکه باید د هبت‌الله له لوري د ملي ګټو او عامه خدمتونو لپاره وکارول شي.

د نوموړي په خبره، د غصب شویو ځمکو د خلاصولو لړۍ پیل شوې او د کندهار په صنعتي پارک کې به هم غصب شوې ځمکه ژر خلاصه کړي.

د سعید په خبره، یو شمېر زورواکي او غاصبین هڅه کوي تاثیرات او فشارونه زیات کړي، خو دوی یې پروا نه ساتي.

هغه زیاته کړې: «غاصبین او زورواکي هڅه کوي چې فشارونه او اغېزې واچوي، خو موږ دا په پام کې نه نیسو. د خپل مشر د فرمانونو مطابق کار ته دوام ورکوو او د غصب مخنیوی کوو.»

دغه کمېسیون ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې په دامان ولسوالۍ کې ۱۸ زره جریبه نوره ځمکه هم له غصب څخه خلاصه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عدلیې وزارت تر دې وړاندې ویلي و چې تراوسه د هېواد په کچه له غاصبینو شاوخوا څلور مېلیونه جریبه دولتي ځمکه بېرته اخیستل شوې او د نورو زرګونو جریبو ځمکو د بېرته راګرځولو قضیې لا هم تر څېړنې او تعقیب لاندې دي.

دغه وزارت په وار-وار ټينګار کړی، چې د ځمکو د بېرته ترلاسه کولو بهیر د روڼتیا او د دوی د قانون پر بنسټ روان دی او د ملکیتونو د تثبیت دا هڅې به د عامه شتمنیو د ساتنې او د دغه ډلې د قانون حاکمیت د پیاوړتیا لامل وګرځي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

د نورستان قومي مشران: د طالبانو ۲۱ ولایتي چارواکي له دوی سره د دوی په ژبه نه پوهېږي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۴ GMT+۰
د نورستان قومي مشران: د طالبانو ۲۱ ولایتي چارواکي له دوی سره د دوی په ژبه نه پوهېږي
100%

د نورستان یو شمېر قومي مشرانو نن د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په یوه لیک کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د والي سربېره ۲۱ ولایتي چارواکي او رییسان له دوی سره په د دوی په ژبه نه پوهېږي او پخواني نورستاني چارواکي یې له دندو ګوښه کړي دي.

په دغه لیک کې د نورستان قومي مشرانو له دولتي ادارو څخه د نورستانیانو د ګوښه کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په دولتي دندو کې د نورستانیانو حقوق له پامه غورځول شوي دي.

دوی د طالبانو دغه کړنه «قومي تصفیه بللې» او ویلي یې دي، چې دا کار به په دغه ولایت کې قومي او ټولنیزې ناکرارۍ ته لاره هواره کړي، چي «د ناوړه پایلو مسوولیت» به یې د طالبانو پر غاړه وي.

د دوی په وینا، نورستان په افغانستان کې یوازینی قومي ولایت دی چې ۹۵ سلنه اوسېدونکي یې د نورستاني ژبو قبایلي اصلي اوسېدونکي او شاوخوا پنځه سلنه یې د پشه یي قبایلو اصلي اوسېدونکي دي.

دغو قومي مشرانو ادعا کړې، چې د دغه ولایت شاوخوا ۹۰ سلنه مهم دولتي پوسټونه د نورو ولایتونو اوسېدونکو، غېر مسلکی، د جهادي مدرسو فارغینو او هغو کسانو ته سپارل شوي، چې ټیټ تعلیم لري. دوی وایي، ځینې دغه کارکونکي د طالب چارواکو سره د ملګرتیا او شخصي اړیکو له مخې په دندو ګومارل شوي دي.

یادو قومي مشرانو ویلي، چې له والي، امنیه قومندان، د والي له مرستیال، د استخباراتو له رییس څخه نیولې تر دې چې د دې ولایت د نورو ریاستونو او مهمو دولتي پوستونو پورې د نورو قومونو کسان ګومارل شوي دي.

همداراز دوی دا ادعا هم کوي، چې د نورستان ولایت د کانونو او پټرولیم رییس سید رحیم عمیر چې د لغمان ولایت اصلي اوسېدونکی دی، د نورستان ولایت څخه هم ورته پېژندپاڼه اخیستل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې نړۍوالې ټولنې په وار-وار د طالبانو له خوا د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او دغه مسله د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره یو له شرطونو څخه دی.

طالبان د خوراکي توکو د دولتي شرکت اړوند ځنځیري مغازې بېرته پرانیزي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۳ GMT+۰
طالبان د خوراکي توکو د دولتي شرکت اړوند ځنځیري مغازې بېرته پرانیزي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د دولتي شرکتونو ریاست اړوند د ارزاقو دولتي شرکت وایي چې خپلې ځنځیري مغازې بېرته پرانېزي. یاد شرکت ددې چارې هدف د خپلو عوایدو لوړول او خلکو ته اسانتیا را منځته کول بللي.

د ارزاقو یا خوراکي توکو دولتي شرکت، له څو لسیزو را په دې خوا، په دوو بنسټیزو او غیر بنسټیزو برخو کې خدمتونه وړاندې کول چې په هېواد کې د کورنیو جګړو پر مهال یې ځنځیري پلورنځي چور او تالان شول، او له همغه وخته یې خپل دا خدمات تړلي وو.

‏د دغه شرکت طالب مسوولان وايي، په راتلونکي کال کې پلان لري، چې د بنسټیزو خدمتونو ترڅنګ، د خلکو په غوښتنه د اړوندو مغازو په بیافعالولو سره، سوداګریزې پراختیا ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

‏د دغه شرکت د سوداګریزو چارو د پراختیا مشر اسدالله ابراهیمي وایي، چې د خرڅلاو مغازو بیا فعالول یو ستراتیژیک اقتصادي ګام دی، چې له دې لارې به خلک ارزانه او با کیفیته خوراکي توکو ته په اسانۍ لاسرسی پیدا کړای شي.

د هبت‌الله جنجالي ټاکنه؛ قاسم خالد د نوي مرستیال په معرفت غونډه کې ګډون نه دی کړی

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۲ GMT+۰
د هبت‌الله جنجالي ټاکنه؛ قاسم خالد د نوي مرستیال په معرفت غونډه کې ګډون نه دی کړی
100%

د طالبانو د اصلاحي کمیسیون پخواني رییس عبدالرحمن منیر نن د چارشنبې په ورځ، ددې ډلې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د نوي معیین په توګه دنده پیل کړه، خو پخواني معیین محمد قاسم خالد چې یوازې یې ۲۸ ورځې دنده ترسره کړه، د نوي معیین په معرفت غونډه کې ګډون نه دی کړی.

طالبانو د تېر اکتوبر میاشتې پر ۲۲ مه نېټه د نیمروز پخوانی والي محمد قاسم خالد د یادې ډلې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معیین په توګه وټاکه، خو له ۲۸ ورځو وروسته یې له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې د یادې ډلې د اصلاحي کمیسیون پخوانی رییس عبدالرحمن منیر په دنده وګوماره.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او د یاد وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینت له خوا خپرو شویو خبرپاڼو او انځورونو کې د نوي معیین په پیژندګلویزه غونډه کې محمد قاسم خالد نه ښکاري.

باخبره سرچیني وايي، چې محمد قاسم خالد د نشه يي توکو سره د مبارزې معینت څخه د ګوښه کېدو په اړه ناخوښه دی.

تېره ورځ په کابل کې د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معیین محمد قاسم خالد د هغو طالب مشرانو په غوښتنه اصلاحي کمیسیون ته تبدیل شوی، چې د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکیل دي.

د سرچینو په وینا، د نشه یې توکو په کښت او قاچاق کې د طالبانو ځینې ښکیل چارواکي چې هبت الله ته نږدې دي، د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو د نوي معیین محمد قاسم خالد له اصلاحاتو او تغیراتو څخه خوښ نه ول او د کندهار د والي ملا شیرین او د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل په هڅونه یې ملاهبت الله دې ته اړ اېست، چې له خپلې دې ټاکنې لاس پر سر شي او محمد قاسم خالد د طالبانو اصلاحي کمیسیون ته ولیږي.

د کندهار والي ملا شیرین او د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل هبت الله ته ویلي، چې ددې ډلې د اصلاحي کمیسیون اوسنی رییس عبدالرحمن منیر د تحریک طالبان پاکستان پر مشرانو فشار ډېروي او مخالف یې دی او باید د هغه پرځای «نرم دریځی» محمد قاسم خالد، چې د ټي ټي پي له مشرانو سره د ښو اړیکو سابقه هم لري، د اصلاحي کمیسیون د رییس په توګه معرفي شي.

طالبانو له شاتوت بند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې لپاره یو میلیارد افغانۍ بېلې کړې

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۰ GMT+۰
طالبانو له شاتوت بند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې لپاره یو میلیارد افغانۍ بېلې کړې
100%

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت ویاند ویلي، چې په کابل کې د څښاک اوبو د ستونزې د حل په موخه له شاتوت بند څخه د اوبو لېږدونې پروژې لپاره یو میلیارد افغانۍ ځانګړې شوې او ډیر ژر به یې عملي چارې پیل شي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت ویاند مطیع الله عابد ویلي، چې د شاتوت للندر بند څخه کابل ښار ته د څښاک اوبو د لېږد پروژې تخنیکي مطالعات بشپړ شوي او ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي.

د نوموړي په وینا، د یادې پروژې په بشپړیدو سره به د ۴ تر ۵ میلیونه کابل ښاریانو د څښاک اوبو ستونزه حل شي.

عابد ویلي:« دا بند کولای شي له څلور تر پنځه میلیونو کسانو ته د څښاک اوبو زمینه برابره کړي، ځکه دې پروژې ته لومړیتوب ورکړل شوی دی. کار ته اماده پروژه ده او تر یو میلیارد افغانیو بودجه ورته منظور شوې ده او ډېر ژر به یې عملي چاري پیل شي.»

طالبانو په کابل ښار کې د اوبو د کمښت ستونزه جدي بللې ده او وايي، چې د پنجشیر سیند او د شاه او عروس بند څخه هم کابل ښار ته د اوبو رسونې پروژو باندې غور کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاند د «مرسي کورپس» نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به کابل د اوبو له جدي کمښت سره مخ شي.

د نومبر له ۲۴مې؛ عبدالغفور لېوال د افغانستان انټرنشنل فرهنګي «سپړنه» خپرونه پرمخ وړي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۲ GMT+۰
د نومبر له ۲۴مې؛ عبدالغفور لېوال د افغانستان انټرنشنل فرهنګي «سپړنه» خپرونه پرمخ وړي
100%

عبدالغفور لېوال، چې د افغانستان د ادبیاتو، ژورنالیزم او ډیپلوماتیکو چارو پېژندل شوې څېره ده، د نومبر له ۲۴مې نېټې به د افغانستان انټرنشنل تلویزیون په «سپړنه» خپرونه کې پر فرهنګي او تاریخي مسایلو بحثونه وړاندې کوي. دغه خپرونه د کابل پر وخت په اونۍ کې ۵ ورځې د شپې پر ۱۰ بجو خپریږي.

لېوال په کورنیو او نړیوالو پېژندل شویو تحصیلي موسسو کې زده کړې کړې دي؛ له علامه طباطبایي پوهنتون څخه یې د ادبیاتو په برخه کې د دکتورا سند اخېستی او د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو ماسټري لري.

لېوال دغه راز د امریکا په مریلینډ پوهنتون کې (Humphrey ) فیلوشیپ بشپړ کړی او په ژورنالیزم، ادبیاتو او سیاست کې تخصص لري.

په مسلکي ژوند کې عبدالغفور لېوال د افغانستان په ډیپلوماتیکو، کلتوري او ټولنیزو چارو کې مهمې دندې ترسره کړې دي.

هغه په ایران کې د افغانستان سفیر، د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر او د افغانستان د سیمه‌ییزو مطالعاتو مرکز رییس پاتې شوی. دغه راز نوموړي د سرحدونو اوقبایلو په چارو کې د ولسمشر اشرف غني ارشد سلاکار په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

لېوال د ژورنالیزم په ډګر کې هم فعاله تجربه لري؛ د سولې او جګړې خبریالۍ له انسټیټوټ او ازادۍ راډیو پښتو څانګې سره یې هم دندې ترسره کړې دي. دی همدا راز د افغانستان د اساسي قانون د تسوید او تصویب کمیسیونونو ویاند او د مطبوعاتي دفتر مشر پاتې شوی دی.

عبدالغفور لېوال ۳۱ کتابونه او له ۲۰۰ډېرې مقالې خپرې کړې دي.

« سپړنه» د افغانستان او سیمې د تودو سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي مسایلو ژور تحلیل وړاندې کوي او د عبدالغفور لېوال په راتګ سره به د کره، بې‌ پرې او مستندو تاریخي او فرهنګي شننو او معلوماتو پر رسولو تمرکز لا ډېر کړي.

دغه خپرونه په اونۍ کې پنځه ورځې د افغانستان پر وخت د شپې په ۱۰بجو خپریږي.