• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پنجاب پولیسو افغان کډوالو ته ۱۰ ورځې وخت ورکړی چې له دغه ولایت څخه ووځي

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۴ GMT+۰

د پاکستان د پنجاب ایالت د راولپنډۍ پولیسو ټولو مېشتو ویزه لرونکو او بې ویزې افغانانو ته ۱۰ ورځې وخت ورکړی، چې له دغه ایالت څخه ووځي. افغانستان انټرنشنل- پښتو ته د راولپنډۍ پولیسو په رارسېدلو غږونو کې د کورونو له مالکانو هم غوښتل شوي، چې افغانان له خپلو کورونو وباسي.

سره له دې چې له څه مودې راهیسې د پاکستان په ټولو ایالتونو او په ځانګړې توګه په پنجاب او سند ولایتونو کې د افغانانو د نیونې او بېرته افغانستان ته د ستنونې بهیر چټک شوی، اوس د پنجاب ایالت پولیسو ټولو افغانان (ویزه لرونکي او بې ویزې افغانانو) ته لس ورځې یعنې د روانې نومبر میاشتې تر وروستۍ ورځې وخت ورکړی، چې له دغه ایالت څخه ووځي.

د پنجاب پولیسو له دغه خبرداري سره سره کابو هره ورځ او شپه سلګونه افغانان په بېلابېلو سیمو کې پر کورونو کې د چاپې په وهلو سره نیول او بیا افغانستان ته استول کېږي.

افغانستان انټرنشنل- پښتو ته د پنجنشبې په ورځ (د لړم ۲۹مه) د پنجاب ولایت د راولپنډۍ پولیس چارواکو په رارسېدلو غږونو کې ویل شوي: «تېره شپه په ګلده ټاڼه کې پرېکړه وشوه چې ټول افغانان که پاسپورټ او ویزه لري او یا یې هم نه‌لري باید واېستل شي.»

په دې رارسېدلو غږیزو پیغامونو کې همداراز له چیناییانو او پاکستانیانو غوښتل شوي، چې په اړوندو پولیس مرکزونو کې ځانونه ثبت کړي او همداراز د کورونو له مالکانو په کلکه غوښتل شوي چې له ټاکل شوې نېټې مخکې افغانان له خپلو کورونو وباسي.

په دې غږیز پیغام کې ویل شوي: «تېره شپه (چهارشنبه د لړم ۲۸مه) د ۸۳ بلاکونو د مسوولینو په حضور سره هدایت وشو، چې له خپلو اپارتمانونو افغانان وباسي ګنې پرته له هغې به افغانان په زوره واېستل شي او د بلاکونو او کورونو مالکان به جریمه هم شي.»

په ورته وخت کې په راولپنډۍ کې مېشت یو شمېر افغانان د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې د کډوالو اړوندو نړۍوالو اصولو، کنوانسیونونو او قوانینو ته ژمن پاتې شي او لږ تر لږه ویزه لرونکو افغانانو ته چې غواړي په قانوني توګه دلته شپې او ورځې تېرې کړي، د اوسېدو اجازه ورکړي.

د راولپنډۍ په یوه ښارګوټي کې افغان کډوال رحیمي وايي: «دا ښکاره ظلم دی، چې اسناد لرونکي افغانانو ته د اوسېدو اجازه نه‌ورکول کېږي. موږ د پاکستان له حکومت څخه غواړو چې پر دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي او افغانانو ته چې د مجبوریت له‌مخې دلته پراته دي، د اوسېدو اجازه ورکړي.»

یو بل افغان د نوم د نه‌ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل: «نن له راولپنډۍ څخه اسلام‌اباد ته روان وم، د لویې لارې په اوږدو کې د پولیسو له لوري ودرول شوم او ماته اجازه رانه‌کړل شوه، چې اسلام‌اباد ته لاړ شم. پولیسو راته ویل، تاسو اسلام‌اباد ته د تګ اجازه نه‌لرئ.»

دغه افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له اړوندو سازمانونو غواړي، چې په دې برخه کې د افغانانو ستونزو ته پام وکړي او د پاکستان پر حکومت فشار راوړي، څو لږ تر لږه د قانوني مېشتو افغانانو له ځورونې لاس واخلي او د کډوالو حقونو او همداراز نړۍوالو اصولو ته ژمن پاتې شي.

دوی همداراز په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو پر کمېشنرۍ په نیوکو سره یاده کمېشنري یوه سمبولیکه کمېشنري ګڼي او په وینا یې د افغان کډوالو ستونزو ته هېڅ پام نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان انټرنشنل-پښتو په دې برخه کې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې د عالي کمېشنرۍ د نظر پر اخیستلو بریالي نشو.

په پاکستان کې د مېشتو افغانانو په وینا، د پاکستان حکومت له څو میاشتو راهیسې د ویزې د تمدید بهیر درولی او په افغانستان کې د پاکستان سفارت په اسانۍ ویزه نه‌ورکوي، خو په تور بازار کې بیا د ویزو بیې تر زرو ډالرو هم رسېدلی.

په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه په داسې حال کې مخ په ډېرېدو دي، چې د ډيورند کرښې په اوږدو کې ټولې لارې د پاکستان له لوري تړل شوي او یوازې د دوی له لوري په جبري توګه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو پرمخ خلاصه ده.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو برېښنا شرکت: د ازبکستان وارداتي برېښنا به سبا «جمعه» په ګڼو ولایتونو کې پرچاو وي

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۴ GMT+۰
د طالبانو برېښنا شرکت: د ازبکستان وارداتي برېښنا به سبا «جمعه» په ګڼو ولایتونو کې پرچاو وي
100%

د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی، چې د ازبکستان وارداتي ۲۲۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزي د اساسي رغونې له امله به سبا (جمعه د لړم ۳۰مه) د سهار له ۶ بجو د ماښام تر شاوخوا ۵ بجو د هېواد په ګڼو ولایتونو کې وارداتي برېښنا پرچاو وي.

د طالبانو د برېښنا شرکت د پنجشنبې په ورځ (د لړم۲۹مه) د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، هغه ۲۲۰ کېلوولټ وارداتي برېښنا لېږد مزي چې څو ورځې مخکې د تاشقرغان په تنګي سیمه کې د زلزلې له امله زیانمن شوي و، په راتلونکي ژمي کې د تخنیکي ستونزو د مخنیوي په موخه یې د لوړ ولټاژ تخنیکي کارکوونکو له لوري د اساسي ترمیم او رغونې چارې پيل شوې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت زیاتوي، چې د دې پرچاوۍ له امله به د بغلان ځینې سیمې، پروان، کاپیسا، پنجشیر، کابل، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې وارداتي برېښنا پرې شي.

د یادونې وړ ده، چې د ازبکستان د «اوز انرګوتیش» او د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ د راتلونکي کال تر پایه د برېښنا د صادراتو تړون لاسلیک شوی. د ازبکستان د انرژۍ وزارت وايي، په ۲۰۲۶ کال کې به دغه هېواد افغانستان ته د برېښنا صادرات جاري وساتي.

۳ ورځې مخکې د ازبکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمودوف او دطالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر سره د افغانستان د لوړ ولتاژ برېښنا لېږدمزو او سب سټېشنونو د جوړولو پر روان حالت او د چارو پر چټکولو خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې د ۲۰۲۶ کال لپاره د برېښنا د صادراتو تړون هم لاسلیک شو.

د بشري حقونو څار بنسټ: په هرات کې پر ښځو چادري اجباري کول د ښځو پر خپلواکۍ تېری دی

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۹ GMT+۰
د بشري حقونو څار بنسټ: په هرات کې پر ښځو چادري اجباري کول د ښځو پر خپلواکۍ تېری دی
100%

د بشري حقونو څار بنسټ په یوه مطلب کې ویلي چې په هرات کې د طالبانو له لوري پر ښځو د چادري جبري کول د ښځو پر خپلواکۍ ښکاره تېری دی او د هغوی د کار، روغتیايي خدمتونو او بنسټیزو حقونو مخه نیسي.

ددغه بنسټ پر پاڼه په یوه مطلب کې راغلي، چې جبري حجاب د طالبانو د هغې پراخې تګلارې برخه ده چې موخه یې د ښځو د بدن کنټرول او مېرمنې له ټولنیز ژوند څخه لرې کول دي.

د بشري حقونو څار بنسټ لیکواله وايي، چې د طالبانو هره نوې محدودیتي پرېکړه ښځې لا پسې له ټولنې منزوي کوي او د هغوی پر ورځني ژوند مستقیم منفي اغېز لري.

د سرچینې په وینا، د هرات په ګډون د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې ښځو د دغو بندیزونو پر وړاندې مقاومت کړی، خو د طالبانو فشارونو ته یې د زغم کچه هره ورځ تنګېږي.

په مطلب کې له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو چې له طالبانو سره تعامل لري غوښتل شوي، چې د افغان مېرمنو غږ واوري او د طالبانو د حساب ورکولو لپاره ژر تر ژره عملي ګامونه واخلي، څو د ښځو حقونه او ازادۍ په هېواد کې بېرته خوندي شي.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو او افغان فعالانو له لوري د «جنسیتي اپارتاید» په نوم یاد شوي دي؛ یو داسې سیسټم چې د جنسیت پر بنسټ د خلکو ترمنځ توپیر رامنځته کوي او د ښځو اساسي ژوند ته پراخ زیان رسوي.

د ډنمارک استازې وايي چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو له ادارې «منظم ملاتړ» ترلاسه کوي

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۰ GMT+۰
د ډنمارک استازې وايي چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو له ادارې «منظم ملاتړ» ترلاسه کوي
100%

ډنمارک د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په افغانستان او سیمه کې د داعـ.ـش خراسان، نورو وسله والو ډلو او د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک د دایمي استازولۍ مرستیالې ساندرا جینسن لینډي ویلي، چې ټي ټي پي ډله د افغان طالبانو له ملاتړه برخمنه ده او اوس مهال شاوخوا شپږ زره فعاله جنګیالي په افغانستان کې لري، چې د سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی.

هغې زیاته کړې، چې ټي ټي پي په افغانستان کې د طالبانو له ادارې څخه لوژستیکي مرسته او منظم ملاتړ ترلاسه کوي.

لینډي د داعش خراسان او القاعده د حضور په اړه هم خبرداری ورکړی، او ویلي یې دي چې یوازې داعش خراسان د ثناالله غفاري تر مشرۍ لاندې دوه زره فعاله جنګیالي لري چې د طالبانو، د افغانستان شيعه اقلیتونو او بهرنیو وګړو پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

د غونډې پر مهال د پاکستان استازي عثمان جدون هم ورته څرګندونې کړې دي.

هغه وویل چې داعش خراسان، ټي ټي پي، د بلوچستان ازادي‌پوځ او مجید ډلې لا هم د طالبانو تر سیوري لاندې فعالیت کوي او د سیمې ثبات یې له جدي ګواښ سره مخامخ کړی.

دا ټولې اندېښنې په داسې وخت کې راپورته کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په استانبول کې خبرو اترو د دې توان ونه موند چې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره یو عملي میکانېزم جوړ کړي.

اسلام اباد له اوږدې مودې راهیسې ادعا کوي چې د ټي ټي پي ډلې غړي په افغانستان کې خوندي ځایونه لري او له همدې ځایه د پاکستان پر خاوره بریدونه تنظیموي.

خو طالبان بیا دا ادعا ردوي او وایي چې دوی هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي او ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع بولي.

په ایران کې یو افغان ځوان د قاچاق وړونکي د موټر په ډګۍ کې مړ شوی

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۷ GMT+۰
په ایران کې یو افغان ځوان د قاچاق وړونکي د موټر په ډګۍ کې مړ شوی
100%

د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ ۱۹ کلن ځوان ظفربېګ د ایران په کرمان ښار کې د قاچاق وړونکي د موټر په ډګۍ کې د ساه بندېدو له امله مړ شوی. د ظفربېګ کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې هغه د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله ایران ته تللی و.

د فاریاب پوهنتون استاد او د ظفربېګ مشر ورور خال‌محمد شجاع وویل چې قاچاق‌وړونکو لږ تر لږه څلور افغان کډوال، چې ورور یې هم په دې ډله کې و، د یو وړوکي چټک ګاډي په ډګۍ کې اچولي وو او څو ساعته یې موټر د کرمان ښار پر لور چلولی و.

د هغه په وینا، ظفربېګ د هوا دپ کېدو، د اکسیجن کمښت او ګڼه‌ګوڼې له امله د موټر په ډاله کې سا ورکړې ده.

د شجاع په وینا، دا پېښه د دوشنبې په ورځ کرمان ښار ته نږدې ته شوې او د چارشنبې په ورځ د کرمان روغتون چارواکو د ظفربېګ د مړینې خبر ورکړی دی.

د کرمان روغتون سرچینو ویلي چې قاچاق وړونکي د هغه پر مړینې له خبرېدو وروسته، د نوموړي مړی د سړک پرغاړه پرېیښی و او وروسته خلکو سیمه‌ییز بیړني خدمات خبر کړي دي.

ډاکترانو ویلي چې ظفربېګ څو ساعته مخکې له دې چې روغتون ته ورسول شي، مړ شوی و.

رپوټونه ښيي چې د ایران قاچاق‌وړونکي په پنځه کسیزو موټرو کې تر ۱۵پورې کسان باروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران پولیسو وړمه ورځ وویل، چې لږ تر لږه ۹ افغان کډوال د سې‌شنبې په ورځ د سیستان او بلوچستان په ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله مړه شوي دي.

امر الله صالح وايي چې هبت الله ته له ورته چلندونو باید ډډه وشي

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۱ GMT+۰
امر الله صالح وايي چې هبت الله ته له ورته چلندونو باید ډډه وشي
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د طالبانو د پرځولو لپاره پر مبارزه ټینګار کړی او وايي، دغه مبارزه باید انحصاري نه شي. نوموړي ویلي، چې تر هڅه مخکې باید د طالبانو له منځه وړلو ته لومړیتوب ورکړل شي.

امرالله صالح ویلي، چې هېڅ ډله او فرد د ملي ګټو د تعریف د انحصار حق نه لري.

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د مشروع حکومت له امله هرڅوک او هر سیاسي جریان حق لري د ملي ګټو تعریف په خپله خوښه وکړي.

د صالح په وینا، د ملي ګټو په تعریف او د قوانینو د پلي کولو لپاره له زوره کار اخېستل یوازې د مشروع او د خلکو په خوښه حکومت له لوري ممکن دي او هبت الله ته د ورته چلندونو څخه باید ډډه وشي.