• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د افغانستان د جوجېتسو ملي لوبډلې درې استازي مډالونو ته تر رسېدو وړاندې له سیالیو بهر شول

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۱ GMT+۰

د اسلامي هېوادونو ترمنځ د پیوستون سیالیو پر دوام؛ د افغانستان د جوجېتسو ملي لوبډلې استازي د سیالۍ په لومړۍ ورځ مډالونو ته تر رسېدو وړاندې له سیالیو بهر شول.

د هېواد د ۶۹ کیلوګرامه وزن په ګټګورۍ کې سید سرور حسیني د مراکش سعید الهادي ته په لومړي پړاو کې د ۵۰-۰ نمرو په توپیر ماتې ورکړه. حسیني بیا په نیمه پای لوبه کې د قزاقستان د استازي پر وړاندې ماتې وخوړه او د برونزو مډال ګټلو لپاره د متحده عربي اماراتو له استازي سره مخامخ شو، چې ۲-۰ نمرو په توپیر یې ماتې وخوړه.

دارنګه، د افغانستان د ۹۴ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې بیا عبدالباسط رحیمي د اذربایجان فردوسي زمانوف ته په لومړي پړاو کې ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته لاړ. رحیمي په دې پړاو کې د قزاقستان له رمضان کوساینوف سره سیالي وکړه او ماتې وخوړه.

له هغې وروسته د افغانستان دغه استازی د برونزو مډال لپاره د خپل الجزایري سیال پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شو؛ خو د ۵-۰ نمرو په توپیر یې ماتې وخوړه. محمد رضا عطايي هم د ۸۵ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې په نیمه پایلوبه کې ماتې وخوړه او له سیالۍ بهر شو.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

په پکتیا کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بسم‌الله ځاځي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۵ GMT+۰
په پکتیا کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بسم‌الله ځاځي په اتلولۍ پای ته ورسېدې
100%

د والیبال فدراسیون له لوري د پکتیا ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۳۲لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ له شل ورځني دوام وروسته پای ته ورسېدې.

د سیالیو په پایلوبه کې د بسم‌الله ځاځي لوبډله وتوانېده، چې خپلې سیالې شفیق سکندرخېلو لوبډلې ته د ۲–۰ په توپیر ماتې ورکړي او د دغو سیالیو اتلولي خپله کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي، د دې لړۍ هدف د سیمې د ځوانانو ترمنځ د یووالي او مثبتې ټولنیزې فضا پیاوړي کول وو.

د پای مراسمو کې غوره ورزشکارانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې او اتلې لوبډلې ته د ظاهرشاه ځاځي له لوري ۲۰۰ډالره په تشویقي انعام کې ورکړل شول.

افغان ټکواندو کار محسن رضايي د سرو زرو مډال پر سر له ایراني سیال سره مخ کېږي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۷ GMT+۰
افغان ټکواندو کار محسن رضايي د سرو زرو مډال پر سر له ایراني سیال سره مخ کېږي
100%

افغان ټکواندو کار محسن رضایي د اسلامي هېوادونو د پیوستون په شپږم پړاو سیالیو کې تر اوسه په پرله‌پسې توګه خپل ازبکستاني، عربي او اذربایجاني سیالانو ته ماتې ورکړې او د سپینو زرو مډال یې ګټلی دی. څو ساعته وروسته به د سپینو زرو مډال پر سر له ایراني سیال سره مخ شي.

د طالبانو د بدني روزنې او سپورټ اداره وايي، د اسلامي هېوادونو د پيوستون په شپږم پړاو سياليو کې افغان ټکواندو کار محسن رضایي په منفي ۶۰ کيلوګرامه وزن کې په وروستۍ لوبه کې اذربايجاني سيال ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو د سپینو زر مډال په خپل نوم کړ.

د دغې ادارې د خبرپاڼې له‌مخې، محسن رضايي به تر راتلونکو څو ساعتونو د سرو زرو مډال پر سر د خپل ایراني سیال پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

100%

د اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سيالۍ د سعودي عربستان په کوربتوب په پلازمېنه رياض ښار کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو په ګډون په ۲۳سپورټی څانګو کې د نومبر پر ۷مه پيل او د همدې میاشتې تر ۲۱مې به دوام وکړي.

د دغو سياليو په ټکواندو برخه کې د افغانستان په استازولۍ پنځه لوبغاړي ګډون لري.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د موی‌ټای په برخه کې محمد یوسف جهانګیر له یادو سیالیو د سرو زرو مډال ګټلی دی.

د ځوانانو اسیا جام کرېکټ سیالۍ؛ د افغانستان الف لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړه

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۹ GMT+۰
د ځوانانو اسیا جام کرېکټ سیالۍ؛ د افغانستان الف لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړه
100%

د افغانستان الف کرېکټ لوبډلې د ځوانانو اسیا جام کرېکټ سیالۍ پر بریا پیل کړه او په خپله لومړنۍ لوبه کې یې د سریلانکا الف لوبډلې ته د درېیو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سریلانکا الف لوبډلې وګتله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د سریلانکا الف لوبډلې د خپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره ۱۷۰ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه.

د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د افغانستان الف کرېکټ لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره په ۱۹،۵ اورونو کې د سریلانکا له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې د درېیو ویکټو په توپیر وګټله.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د افغانستان الف کرېکټ لوبډله به خپله دویمه لوبه د دوشنبې په ورځ د بنګله دېش په وړاندې ترسره کړي.

د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالۍ؛ افغان لوبغاړي محمد یوسف جهانګیر د سرو زرو مډال وګاټه

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۸ GMT+۰
د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالۍ؛ افغان لوبغاړي محمد یوسف جهانګیر د سرو زرو مډال وګاټه
100%

د افغانستان د موی‌ ټای د ۷۵ کیلوګرام وزن کټګورۍ لوبغاړی محمد یوسف جهانګیر نن د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو په لړ کې خپل ترکي سیال مهمت علي میرک ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.یوه بل افغان لوبغاړي سید حمید سادات بیا د ژېړو مډال ګټلی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان المپیک، بدنی روزنې او سپورټ رییس احمدالله وثیق د جمعې په ورځ (د لړم ۲۳مه) د افغان لوبغاړي‌ جهانګیر تر اتلولۍ وروسته هغه ته مبارکي ورکړې او د سرو زرو دغه مډال یې د افغانستان لپاره ویاړ ګڼلی دی.

وثیق زیاته کړې، چې یوه بل افغان لوبغاړي سيد حميد سادات خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړې، خو د ايراني سيال پر وړاندې يې ماتې وخوړه او د ژېړو مډال ګټونکی شو.

سره له دې چې جهانګیر لومړي پړاو کې ماتې وخوړه، خو دویم او درېیم پړاو یې وګاټه، حمید سادات بیا لومړی پړاو ګټلی و، خو په دویمو او درېیمو پړاوونو کې یې ماتې وخوړه.

د اسلامي هېوادونو پیوستون سیالۍ د سعودي‌ عربستان د ریاض ښار په کوربتوب پيل شوي وې.

د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالۍ؛ افغان لوبغاړی د ترکي سیال پر وړاندې لوبېږي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۲ GMT+۰
د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالۍ؛ افغان لوبغاړی د ترکي سیال پر وړاندې لوبېږي
100%

د افغانستان د موی‌تای د منفي ۷۵ کیلوګرام وزن کټګورۍ لوبغاړی محمد یوسف جهانګیر به نن شپه د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو په لړ کې د سرو زرو مډال لپاره د خپل ترکي سیال مهمت علي میرک پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.

د افغانستان د موی‌تای یو بل لوبغاړی سید حامد سادات به هم د برونزو مډال لپاره د متحده عربي اماراتو لوبغاړي الیاس حبیب علي پر وړاندې سیالي وکړي.

د محمد یوسف جهانګیر سیالي به د ځايي وخت په ۲۱:۱۵ (د کابل په وخت ۲۲:۴۵) او د سید حامد سادات سیالي به د ځايي وخت په ۲۱:۳۰ (د کابل په وخت ۲۲:۴۵) پیل شي.

پرون محمد یوسف جهانګیر د سعودي عربستان یو لوبغاړي ته د ۲-۱ په توپیر ماتې ورکړه او حمید سادات بیا د خپل ایراني سیال پر وړاندې د ۲-۱ په توپیر ماتې وخوړه.

سره له دې چې جهانګیر لومړي پړاو کې ماتې وخوړه، دویم او درېیم پړاو یې وګاټه؛ خو حمید سادات چې لومړی پړاو ګټلی و، په دویمو او درېیمو پړاوونو کې یې ماتې وخوړه.