د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالۍ؛ افغان لوبغاړي محمد یوسف جهانګیر د سرو زرو مډال وګاټه

د افغانستان د موی ټای د ۷۵ کیلوګرام وزن کټګورۍ لوبغاړی محمد یوسف جهانګیر نن د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو په لړ کې خپل ترکي سیال مهمت علي میرک ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.یوه بل افغان لوبغاړي سید حمید سادات بیا د ژېړو مډال ګټلی دی.




