• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا لپاره د افغانستان، ازبکستان او ايران ګډه سوداګریزه خونه جوړ شوه

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۲ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۷ GMT+۰

ايراني رسنيو راپور ورکړی چې د افغانستان، ازبکستان او ايران د سوداګرۍ ګډه خونه د درې‌واړو هېوادونو د اقتصادي اړيکو د لا پياوړتيا لپاره جوړه شوې ده.

د صدا او سيما خبري اژانس د راپور له مخې د دغه ګډې خونې موخه د شمالي خراسان د سوداګريزو اړیکو پراختیا او د ازبکستان او افغانستان سره د اقتصادي تګ راتګ زياتول دي.

د دې ګډې خونې مسوول، پورابادي، رسنيو ته ويلي:«اوس مهال د شمالي خراسان او د دغو دوو هېوادونو ترمنځ مستقيمې سوداګريزې اړیکې ډېرې محدودې دي، خو د دې ګډ اتاق جوړېدل کولی شي د همکاريو د پراختيا، د سوداګرۍ د ودې او ګډو بازارونو د پېژندلو لپاره مهم فرصتونه رامنځته کړي.»

د هغه په وينا، دغه اتاق به د درې‌واړو هېوادونو تر منځ د نويو سوداګريزو فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

دغه پرمختګ په داسې حال کې شوی چې له طالبانو سره د پاکستان د پوځي نښتو او تېرو ورځو لفظي شخړو له امله پاکستان خپلې ټولې دروازې د سوداګرۍ، ترانزیټ او عام تګ راتګ پر مخ تړلې دي، چې له کبله يې د سيمې په کچه د بديلو لارو ارزښت لا ډېر شوی دی.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۴

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

۵

د ترکیې پولیسو ۱۲ افغانان دغه هېواد ته په ناقانونه توګه د ننوتلو په تور نیولي

•
•
•

نور کیسې

هندي چارواکی: ډیر ژر به د افغانستان او هند ترمنځ کارګو الوتنې پیل شي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۳ GMT+۰
100%

د هند د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ویلي، چې ډېر ژر به د افغانستان او هند ترمنځ کارګو الوتنې پیل شي. نوموړي ویلي، چې دا الوتنې به د کابل - ډیلي او کابل ـ امرتسر ترمنځ پیل شي.

د افغانستان، ایران او پاکستان په چارو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال انند پرکاش د هند او افغانستان ترمنځ د کارګو الوتنو د پیل په اړه رویټرز ته ویلي:« زه ډېر خوشحاله یم چې اعلان کوم، چې د کابل ـ ډیلي او کابل ـ امرتسر هوايي دهلیزونه فعاله کېږي او پر دې لارو به ډېر ژر د مالونو انتقالات پیل شي.»

دغه هندي چارواکي ویلي، چې دا ګام به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي او د سوداګرۍ اړیکو وده به نوره هم پراخه شي.

انند پراکاش ویلي، چې د ډيلي ـ کابل او کابل ـ امرتسر ترمنځ د کارګولو الوتنو لپاره د هند له خوا بشپړ چمتوالی نیول شوی او په دې اړه هند د افغانستان چمتوالي ته په تمه دی.

د طالبانو او هند ترمنځ د سوداګریزو او ډیپلوماټیکو اړیکو پراخوالی پر داسې مهال رامنځته شوی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ شخړې له امله د دواړو لوریو ترمنځ ټولي سوداګریزې اړیکې بندې شوي او دواړه لوري یو پر بل د ترهګرو د ملاتړ تورونه پورې کوي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر له هند څخه د سمنټو، درملو او خوراکي توکو واردلو ته چمتوالی ښودلی

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۰ GMT+۰
100%

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هند د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د خصوصي سکټور غړو سره کتلي او ویلي یې دي، چې طالبان چمتو دي چې له هند څخه سمنټ، درمل او خوراکي توکي وارد او له افغانستان څخه پنبه، وچې او تازه مېوې هند ته صادر کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ډلې د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په هند کې د یاد هېواد د خصوصي سکټور له غړو سره کتنه کې دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا ته چمتوالی ښودلی دی.

په خپرپاڼه کې د نورالدین عزیزي له قوله ویل شوي چې:«د وارداتو او پانګونې په برخه کې دوی کولی شي د سمنټو، درملو، خوراکي توکو او نساجي او همداشان په صادراتو کې د پنبې، تازه او وچو مېوو په برخه کې کار وکړي.»

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې عزیزي د هند د خصوصي سکټور له غړو سره په افغانستان کې د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د پرمختګ پلانونه هم شریک کړي دي.

نور الدین عزیزي پر داسې مهال له هند سره د صادراتو او وارداتو لپاره چمتوالی ښودلی، چې د تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول سوداګرې په ټپه دریدلي او طالبانو د سوداګرۍ لپاره د بدیلو لارو چارو په لټه کې دي.

د تورخم د بندېدو له امله اسلام‌اباد کې هر عمده‌ پلورونکي ته ۱۵۰مېلیونه کلدارې تاوان اوښتی

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۳ GMT+۰
100%

پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د (لړم ۳۰مه) یو راپور کې ویلي، د تورخم دروازې تړل کېدو له امله تر اوسه په اسلام‌اباد او راولپنډۍ ښارونو کې عمده پلورونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. راپور کې راغلي، په دې موده کې لویو کاروباریانو کې هر یو ته ۱۵۰مېلیونه کلدارې تاوان اوښتی دی.

د پاکستان په دغه دوو ښارونو کې لسګونه لوی او د منځنۍ کچې عمده‌ پلورونکي وايي، چې د لسګونه مېلیونه روپیو په اندازه پانګې یې له‌منځه تللې دي. یو شمېر زاړه او تجربه‌کار کاروباریان چې یو وخت د بازار له شتمنو څېرو شمېرل کېدل، اوس یې د روزګار کچه خورا ټیټه شوې ده.

راپور کې راغلي، چې دغه کاروباریانو لا له وړاندې له افغان سوداګرو نه قمیتي تازه محصولات په ځانګړې توګه کندهاري انار، انګور او سبزیجات پېرلي وو؛ څو پاکستان ته یې ولېږدوي. د راپور له مخې؛ د محصولاتو بار وړونکي کانټینرونه او بار وړونکي موټرونه له اونیو راهیسې تورخم کې ایسار پاتې دي.

راپور کې راغلي، چې د‌‌ پاکستاني سوداګرو له لوري اخیستل شوې تازه مېوې او سبزیجات یا د ځنډ له امله خراب شوي او یا هم بېرته د افغانستان بازارونو ته ستانه کړای شوي دي. همدا راز زیاته شوې، چې افغان سوداګر په ښکاره ډول هر ډول بېرته‌ پاکستاني سوداګرو ته له پیسو ورکولو ډډه کړې؛ ځکه د اوږدمهاله بندښت له امله د مالونو د خرابېدو ذمه‌واري یې نه شي منلای. هغوی ټینګار کوي، چې بارونه یې د قرارداد د موادو سره سم لېږدولي او د ثبوت لپاره یې د بار لېږلو ویډیوګانې او د ترانسپورټ د کرايې رسیدونه هم ورسره دي.

د راولپنډۍ او اسلام‌اباد عمده پلورونکي اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې ته تاییدوي، چې ځینو سوداګرو له ۴۰ تر ۱۰۰ مېلیونه روپیو پورې زیان لیدلی او په لویه کچه دغه سوداګرۍ کې شاوخوا ۱۵۰مېلیونه کلدارې تاوان شوی دی.

اسلام‌اباد کې د سبزۍ منډۍ د کارورباریانو ټولنې مشر غلام قادر میر په خبره؛ د راولپنډۍ او اسلام‌اباد په بازارونو کې د انګورو او انارو بیې خورا لوړې شوې، چې اوس هره کیلو یې ۶۰۰ نه تر ۷۰۰ روپیو پورې پلورل کېږي.

په دې سختو حالاتو کې پاکستاني سوداګر او کاروباریان له خپل حکومته غواړي، چې ژر تر ژره له افغان طالبانو سره د دروازو د خلاصون په موخه رسمي خبرې پیل کړي.

راپور زیاتوي، په دغه سخت اقتصادي وضعیت کې د راولپنډۍ او اسلام‌اباد زیانمن شوي عمده‌ پلورونکي اړ شوي چې د مېوې او سبزیجاتو په ځایي بازارونو کې د محدود کار د بیا پیل لپاره درانه پورونه واخلي؛ څو لږ تر لږه خپلو کاروبارونو کې ساه وچلوي.

ایران او طالبان سرحدي سیمو کې د کاني موادو د پروسس ګډ مرکز د جوړولو هڅه کوي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۶ GMT+۰
100%

د ایران د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خبر ورکړی، چې د یوې نوې طرحې پر بنسټ ایراني شرکتونه کولای شي د افغانستان او ایران په پوله کې د افغانستان د کانونو د پروسس لپاره ګډ مرکز جوړ کړي. ایراني رسنۍ وایي، دغه موضوع د طالبانو او ایران ترمنځ بحث شوې ده.

د ایران اېراف اژانس د راپور له مخې؛ دغه موضوع د ایران د سوداګرۍ خونې د مرستیال او د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري په تازه لیدنه کې مطرح شوې او دواړه غاړو پرې لومړنۍ هوکړه هم کړې ده.

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال قدیر قیافه په دغه ناسته کې د افغانستان د پراخو کاني زېرمو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د یادې برخې د پراختیا لپاره پراخې او علمي څېړنې اړینې دي. هغه زیاته کړه، چې وروسته باید د کاني موادو پروسس په اساسي ډول ترسره شي؛ څو د افغانستان اقتصاد کې د پام وړ ښه‌والی رامنځته شي.

راپور وایي، نوموړي د دواړه هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د ګډې کاني کمېټې د جوړولو وړاندیز هم وکړ؛ څو همکاري په بېلابېلو برخو کې پراخه شي. قیافه د ایران د صنعتي او کاني وړتیاوو په اړه وویل، چې ایران د فولادو په تولیدي ځنځیر کې بشپړه تجربه لري او کولای شي خپلې ماشینرۍ، بنسټیزې اسانتیاوې او تخنیکي پوهه له افغان لوري سره شریکه کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې د برېښنا انرژۍ ته لاسرسی د کاني موادو د پروسس لپاره بنسټیز اهمیت لري او ایران چمتو دی چې په ګډو برېښنايي پروژو کې ګډون وکړي. د انساني ځواک روزنه هم هغه برخه ده، چې ایران په‌کې د همکارۍ وړتیا لري.

قیافه وړاندیز وکړ، چې په سرحدي سیمه کې دې د کاني توکو د پروسس ګډ مرکز جوړ شي؛ هغه اقدام چې د ده په وينا د افغانستان لپاره ځانګړې اقتصادي ګټه لري، ځکه ډېری غني کانونه د پولې ترڅنګ پراته دي او لومړی باید د دغه زېرمو دقیقې سروې ترسره شي.

هغه دارنګه د افغانستان د کانونو د برخې لپاره د لس کلن ستراتیژیک پلان د جوړولو ګډې کمېټې د رامنځته کولو وړاندیز وکړ او ویې ویل، چې ایراني شرکتونه کولای شي د یادې ستراتیژۍ په ډیزاین او لومړنیو اصولو کې له افغان لوري سره مرسته وکړي.

راپور کې د هدایت‌الله بدري له قوله لیکل شوي، د ایراني لوري له وړاندیزونو یې هرکلی وکړ او ویې ویل چې له ایران سره د اړیکو پراختیا د دوی له کاري لومړیتوبونو څخه ده. هغه یادونه وکړه، چې تر دې وړاندې هم د ایران د صنعت، کان او سوداګرۍ له وزیر سره یې مهمې هوکړې شوې دي.

بدري ټینګار وکړ، چې د افغانستان تګلاره دا ده چې پانګه‌وال د همدې هېواد په خاوره کې پانګونه وکړي او د استخراج او پروسس ټول کارونه دې د افغانستان دننه ترسره شي.

په دې ناسته کې په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي هم ګډون لاره. هغه د افغانستان او پاکستان د اوسنیو ستونزو په اړه وویل، چې ایران غواړي له افغانانو سره په سختو شرایطو کې مرسته وکړي او د امکان تر بریده د دوی اړتیاوې پوره کړي.

بېکدلي د ایران د سوداګرۍ خونې د پلاوي حضور د ایران د خصوصي سکتور د افغانستان بازار ته د لېوالتیا څرګندونه وبلله او زیاته یې کړه، د ایران د سوداګرۍ خونې په ملاتړ سره معتبرو ایراني شرکتونو ته لاره هوارېږي چې افغانستان ته داخل شي او په بېلابېلو برخو کې فعالیت پیل کړي.

هغه همدارنګه یادونه وکړه، چې د ایران د صنعت او کانونو د وزیر او د طالب چارواکو ترمنځ مخکینۍ هوکړې باید وڅارل شي.

ایران هره اونۍ افغانستان ته د ۱۰۰۰ټنه سمنټو صادرات پیل کړل

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۸ GMT+۰
100%

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه هېواد د پنج‌شنبې په ورځ د (لړم ۲۹مه) د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته د سمنټو لومړنۍ جوپه واستوله. راپورونه وایي، ایران به هره اونۍ د مهالوېش پر بنسټ افغانستان ته ۱۰۰۰ټنه سمنټ صادر کړي.

د معلوماتو له مخې؛ دغه انتقالات د رېل پټلۍ او سړکونو د ګډې تګلارې په وسیله کېږي، چې د لګښتونو په کمولو، د لېږد په چټکتیا او د صادراتي خدمتونو په ښه‌والي کې مهم رول لوبوي. د تهران اېراف اژانس وایي، د سمنټو پرله‌پسې صادرات نه یوازې د ایران سیمه‌ییز مارکېټ پیاوړی کوي؛ بلکې د غیر نفتي صادراتو د پراختیا او د اقتصاد د تنوع په برخه کې هم اغېزمن ګام بلل کېږي.

راپور کې زیاته شوې، د خصوصي سکټور د واګونونو کارول او د سیمې د رېل پټلۍ لارو پیاوړتیا د دغه پروژې د نورو مثبتو پایلو څخه دي. دغه اقدام د ایران د لوژستیکي سیسټم د بدلون او د صادراتو د سیالۍ ځواک د لوړولو په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي.

بل خوا په وروستیو کې د ایران د رېل‌پټلۍ د بهرنیو سوداګریزو چارو مشر شهریار نقي‌زاده ویلي، له افغانستان سره یو مهم بندر شمتیغ چې تړل شوی و؛ بېرته فعال شوی او ترکیې ته ترې رېل ګاډی هم روان شوی دی. د ده په وینا؛ په تېرو اوو میاشتو کې د ایران او افغانستان ترمنځ ۳۵۰زره ټنه سوداګري د رېل ګاډي په وسیله ترسره شوې ده.

همدارنګه د ایران رېل‌پټلۍ د شمالي حوزې دویم رییس او د «اشیانه هزاره سوم» شرکت د مشرانو ترمنځ په یوه ناسته کې د دغه شرکت عمومي مدیر سیدجواد موسوي ویلي، چې د دوی د کار اساسي محور د سون توکو او تېلو ټرانزیت دی. د ده په وینا؛ په هر پړاو کې ۵زره ټنه ډیزل د روسیې څخه د کاسپین بندر ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان روزنک بندر ته استول کېږي.

طالبانو په دې وروستیو کې له پاکستان سره خپله هر ډول سوداګري بنده کړې او افغان سوداګرو ته یې سپارښتنه کړې، چې له یاد هېواد سره هېڅ ډول سوداګریزې اړیکې ونه ساتي. له همدې امله طالبانو او افغان سوداګرو د منځنۍ اسیا هېوادونو تر څنګ د وارداتو لپاره د ایران مارکېټ ته مخه کړې ده.