• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو له ناکامۍ وروسته د ترکیې یو پلاوی اسلام اباد ته سفر کوي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۷ GMT+۰تازه شوی: ۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۱ GMT+۰

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د درې پړاوونو له ناکامۍ وروسته د ترکیې یو لوړ پوړی پلاوی راتلونکې اونۍ اسلام اباد ته سفر کوي. په پاکستان کې د ترکیې سفیر عرفان نذیر اوغلو نن د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې په پلاوي کې به د استخباراتو مشر او څو نور لوړ پوړي چارواکي شامل وي.

هغه زیاته کړه چې د ترکیې د انرژۍ وزیر الپرسلان بایراکاتار به هم په دې سفر کې د پلاوي سره مل وي.

له دې وړاندې د پلاوي د سفر اعلان د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په باکو کې د لیدنې پر مهال کړی و.

د انقرې د امنیتي اندېښنو په ټینګار سره نذیر اوغلو وویل: «ترکیه په کلکه غواړي، چې د افغانستان له خاورې څخه هیڅ فرد یا ډله پاکستان ته د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو لپاره لاړ نشي او په خپله خاوره کې وینه توئ نه کړي. دواړه هیوادونه باید د وروڼو په څیر څنګ په څنګ ژوند وکړي او ترکیه هوډ لري چې د دې موخې لپاره هڅې وکړي.»

ترکیې او قطر تر دې دمه د طالبانو او پاکستان ترمنځ په ګډه منځګړیتوب کړی، خو په دوحه او استانبول کې د خبرو اترو درې پړاوونه پرته له کومې پایلې پای ته رسیدلي دي.

اوس ایران او روسیه هم د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړیتوب هڅه کوي.

ایران د طالبانو او پاکستان د کړکیچونو په اړه د یوې سیمه ییزې غونډې د جوړولو لپاره چمتووالی نیسي.
اوس مهال د طالبانو او پاکستان ترمنځ ډیپلوماټیکې او سوداګریزې اړیکې پرې شوې دي.

طالبان هڅه کوي چې د نورو هیوادونو سره د اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو په پراخولو سره د پاکستان پر ځای بدیلي لارې پیدا کړي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر اوس مهال په هند کې دی.

د طالبانو چارواکي هڅه کوي چې بدیلو سوداګریزو لارو ته لاسرسی ومومي او ددې ډلې د سوداګرۍ وزیر هند ته د سفر دمخه ایران ته سفر کړی و.

پاکستان ټینګار کړی، چې د اړیکو عادي کول یوازې هغه وخت ممکن دي چې طالبان د وسله والو ډلو، په ځانګړي توګه د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي ټي پي) د مخنیوي لپاره همکاري وکړي.

ترویج لرونکی

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی
۱

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۲

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۳

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۴

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

۵

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: له افغانستان سره د سوداګرۍ د بندېدو بهیر د غځېدو پر دريځ لا هم ولاړ یو

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۴ GMT+۰
پاکستان: له افغانستان سره د سوداګرۍ د بندېدو بهیر د غځېدو پر دريځ لا هم ولاړ یو
100%

سره له دې چې پاکستان له څه باندې یوې میاشتې راهیسې له افغانستان سره ټولې لارې بندې کړي، خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د لارې د بندېدو مسوولیت پر طالبانو اچوي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ویلي، لاره د پاکستان له لوري بنده شوې او مسوول یې هم اسلام‌اباد دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د جمعې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په خپل اونیز خبري کنفرانس کې ادعا وکړه، چې له «فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان ترهګرو ډلو» څخه د افغان طالبانو د ملاتړ له امله یې ټولې لارې بندې کړي او هر ډول سوداګري یې ځنډولې ده. خو طالبانو تل په څرګندو ټکو د پاکستان دغه ادعا رد کړې او په ډاګه کړې یې ده، چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نه‌شته او هېچاته به د دې اجازه ورنه‌کړي چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

اندرابي زیاته کړې: « د لارو د نه‌ پرانیستلو مسوولیت پر افغان طالبانو دی.»

طاهر اندرابي څرګنده کړه، له افغانستان سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیل لپاره مهم شرط دا دی، چې طالبان باید د «اېف ای اېچ او اېف ای کې او نورو ترهګرو ډلو» له ملاتړ څخه لاس واخلي.

اندرابي ادعا کړې، چې ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او یو شمېر نورې لویې سیمه‌ییزې پروژې د دوی په هڅو پیل شوي او د دغو پروژو بریا هغه وخت شونې ده، چې طالبان په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو له مرستې او ملاتړه لاس واخلي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني سوداګرو د زیان په اړه ویلي: «موږ د پاکستاني سوداګرو له زیان څخه خبر یو. موږ تر سوداګرۍ د وژنو د بندېدو انتخاب غوره ګڼو.»

پاکستان ویلي، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د بندېدو بهیر د غځېدو پر دريځ لا هم ولاړ دي.

د پاکستان او افغانستان تر ترینګلتیا وروسته د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر له پاکستان سره سوداګري بنده اعلان کړه او افغان سوداګرو ته یې درې میاشتي وخت ورکړ، چې له پاکستان سره خپل سوداګریز مسایل راټول کړي او دوی به ورته د بدیلو لارو د موندلو هڅه وکړي.

اسحاق ډار: افغانستان د سیمې د ثبات لپاره مهم او اغېزناک هېواد دی

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۸ GMT+۰
اسحاق ډار: افغانستان د سیمې د ثبات لپاره مهم او اغېزناک هېواد دی
100%

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، افغانستان د پاکستان او سیمې د ثبات لپاره مهم او اغېزناک هېواد دی. هغه یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له افغانستان څخه د ترهګرۍ جرړې وباسي. طالبانو بیا په وار وار ویلي، چې په افغان خاوره کې ترهګره ډله نه‌شته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د لړم۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، اسحاق ډار دغه څرګندونې د هندـ پسیفیک وزیرانو فورم په غونډه کې چې په بروکسیل کې جوړه شوې وه، کړي دي.

ډار وویل: «افغانستان د پاکستان او د سیمې د ثبات لپاره یو مهم او اغېزناک هېواد دی.»

هغه ټینګار وکړ، چې اسلام‌اباد د یوه سوله‌ییز، سوکاله او ملګري افغانستان غوښتونکی دی.

د اسحاق ډار دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو اوونیو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د موضوع او د پاکستان د هوایي بریدونو له امله ترینګلې شوې دي.

ډار همداراز له افغان طالبانو وغوښتل چې مسوولانه چلند وکړي، خپلې نړۍوالې ژمنې پوره کړي او اجازه ورنه‌کړي چې له افغان خاورې د ترهګرۍ د ملاتړ او خپرېدو لپاره کار واخیستل شي. ډار زیاته کړه، چې سیمه‌ییزه سوله یوازې هغه وخت رامنځته کېږي، چې افغانستان د ترهګرۍ له ګواښ څخه خوندي وي او د سیمه‌ییزو همکاریو لپاره زمینه برابره شي.

طالبان د پاکستان دغه ادعا چې ترهګر د افغانستان له خاورې د ګاونډیو د نارامۍ لپاره استفاده کوي رد کړې او ویلي یې دي، چې د پاکستان ناامني د دوی داخلي ستونزه ده او خپله دې حل کړي او همداراز پړه دې پر نورو نه‌اچوي او طالبانو دا هم ویلي چې له افغان خاورې به د هېڅ هېواد پر وړاندې ترهګریزو فعالیتونو ته اجازه ورنه‌کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سیمې له هېوادونو هم وغوښتل چې د سولې، اقتصادي همکاریو او متقابل باور د رامنځته کولو لپاره ګډ کار وکړي.

له دې سره هممهاله د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له افغان طالبانو سره د مذاکراتو ناکامه کېدو او له هند سره د دغې ډلې سوداګرۍ ته په اشاره ویلي:«طالبان چې له هر چا سره سوداګري کوي خو موږ دې نور پرېږدي.» او زیاته کړې یې ده: « زما په فکر له افغانستان سره دروازې باید خلاصې نه‌شي.»

د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ درېیم پړاو خبرې اترې په استانبول کې بې‌پایلې پای ته ورسېدې. یادې خبرې اترې د اکټوبر په میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له سرحدي نښتو وروسته پیل شوې وې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاو د سیمې نور هېوادونه هم اغېزمن کړي دي. له دې وړاندې د ترکیې ولسمشر او د سیمې یو شمېر نورو مشرانو له دواړو غاړو غوښتي و، چې د خبرو له لارې خپلې شخړې حل کړي.

د بښنې نړیوال سازمان: د پښتون ژغورنې غورځنګ د جبري ترې تم شویو غړو په اړه دې پلټنې وشي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۸ GMT+۰
د بښنې نړیوال سازمان: د پښتون ژغورنې غورځنګ د جبري ترې تم شویو غړو په اړه دې پلټنې وشي
100%

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جبري ورک شویو غړو په اړه دې شفافي پلټنې پیل کړي او د عاملینو په وړاندې دې اقدام وشي.

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې په پیښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د شپږو غړو د جبري ترې تم کېدو ته سخت غبرګون ښودلی او وايي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د جبري نیونو او ترې تم کولو دا ډول پیښې د اندېښنې وړ دي.

یاد سازمان ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي نورالله ترین، حنیف پشتین، سید عرفان الله، فرمان وزیر، عدنان وزیر او حبیب وزیر د نوامبر په ۱۲ نېټه ورک شوي او تر اوسه یې د ځای ځایګې په اړه هېڅ معلومات نشته.

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د جبري ورکېدو عمل پای ته ورسوي او د ورک شویو فعالانو ځای پیدا او خوندې ستنول دې یقیني کړي.

همدارنګه یاد سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړي، چې ژر تر ژره دې د ورک شویو کسانو د موندلو په اړه پلټنې پیل او په دغه ډول قضیو کې لاس لرونکي کسان دې محاکمه کړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځیني غړو د پښتونخوا په امن جرګه کې د وینا نه ورکولو وروسته د اعتراض په ډول له جرګې سره پرېکون وکړ او د جرګې له صالون څخه تر وتلو وروسته د مخ پټو کسانو له خوا وتښتول شول.

د پاکستان امنیتي ادارې: په پښتونخوا کې مو د ترهګرې ضد عملیاتو کې امریکایي وسلې نیولي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۰ GMT+۰
د پاکستان امنیتي ادارې: په پښتونخوا  کې مو د ترهګرې ضد عملیاتو کې امریکایي وسلې نیولي
100%

پاکستاني رسنیو د یاد هېواد د امنیتي ادارو له قوله راپور ورکړی، چې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې یې له ترهګرو څخه، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له خوا کارول شوي وسلې او تجهیزات نیولي دي.

د پاکستان جیونیوز رسنۍ د دغه هېواد د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې په نیول شویو وسلو کې یې اېم فور، اېم ۱۶ وسلې او پرمختللي د شپې دوربینونه، چاودیدونکي مواد، مرمۍ او نور عصري تجهیزات هم شامل دي.

امنیتي سرچینو ویلي، چې یادې وسلې د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان پاتې شوې وي او اوس یې ترهګر د پاکستاني ځواکونو پر ضد استفاده کوي.

یادو پاکستاني سرچینو په افغانستان کې د امریکايي وسلو پاتې کېدل د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ بللی دی.

د تورخم د بندېدو له امله اسلام‌اباد کې هر عمده‌ پلورونکي ته ۱۵۰مېلیونه کلدارې تاوان اوښتی

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۳ GMT+۰
د تورخم د بندېدو له امله اسلام‌اباد کې هر عمده‌ پلورونکي ته ۱۵۰مېلیونه کلدارې تاوان اوښتی
100%

پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د (لړم ۳۰مه) یو راپور کې ویلي، د تورخم دروازې تړل کېدو له امله تر اوسه په اسلام‌اباد او راولپنډۍ ښارونو کې عمده پلورونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. راپور کې راغلي، په دې موده کې لویو کاروباریانو کې هر یو ته ۱۵۰مېلیونه کلدارې تاوان اوښتی دی.

د پاکستان په دغه دوو ښارونو کې لسګونه لوی او د منځنۍ کچې عمده‌ پلورونکي وايي، چې د لسګونه مېلیونه روپیو په اندازه پانګې یې له‌منځه تللې دي. یو شمېر زاړه او تجربه‌کار کاروباریان چې یو وخت د بازار له شتمنو څېرو شمېرل کېدل، اوس یې د روزګار کچه خورا ټیټه شوې ده.

راپور کې راغلي، چې دغه کاروباریانو لا له وړاندې له افغان سوداګرو نه قمیتي تازه محصولات په ځانګړې توګه کندهاري انار، انګور او سبزیجات پېرلي وو؛ څو پاکستان ته یې ولېږدوي. د راپور له مخې؛ د محصولاتو بار وړونکي کانټینرونه او بار وړونکي موټرونه له اونیو راهیسې تورخم کې ایسار پاتې دي.

راپور کې راغلي، چې د‌‌ پاکستاني سوداګرو له لوري اخیستل شوې تازه مېوې او سبزیجات یا د ځنډ له امله خراب شوي او یا هم بېرته د افغانستان بازارونو ته ستانه کړای شوي دي. همدا راز زیاته شوې، چې افغان سوداګر په ښکاره ډول هر ډول بېرته‌ پاکستاني سوداګرو ته له پیسو ورکولو ډډه کړې؛ ځکه د اوږدمهاله بندښت له امله د مالونو د خرابېدو ذمه‌واري یې نه شي منلای. هغوی ټینګار کوي، چې بارونه یې د قرارداد د موادو سره سم لېږدولي او د ثبوت لپاره یې د بار لېږلو ویډیوګانې او د ترانسپورټ د کرايې رسیدونه هم ورسره دي.

د راولپنډۍ او اسلام‌اباد عمده پلورونکي اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې ته تاییدوي، چې ځینو سوداګرو له ۴۰ تر ۱۰۰ مېلیونه روپیو پورې زیان لیدلی او په لویه کچه دغه سوداګرۍ کې شاوخوا ۱۵۰مېلیونه کلدارې تاوان شوی دی.

اسلام‌اباد کې د سبزۍ منډۍ د کارورباریانو ټولنې مشر غلام قادر میر په خبره؛ د راولپنډۍ او اسلام‌اباد په بازارونو کې د انګورو او انارو بیې خورا لوړې شوې، چې اوس هره کیلو یې ۶۰۰ نه تر ۷۰۰ روپیو پورې پلورل کېږي.

په دې سختو حالاتو کې پاکستاني سوداګر او کاروباریان له خپل حکومته غواړي، چې ژر تر ژره له افغان طالبانو سره د دروازو د خلاصون په موخه رسمي خبرې پیل کړي.

راپور زیاتوي، په دغه سخت اقتصادي وضعیت کې د راولپنډۍ او اسلام‌اباد زیانمن شوي عمده‌ پلورونکي اړ شوي چې د مېوې او سبزیجاتو په ځایي بازارونو کې د محدود کار د بیا پیل لپاره درانه پورونه واخلي؛ څو لږ تر لږه خپلو کاروبارونو کې ساه وچلوي.