• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په بلخ کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو خوراکي توکي وېشلي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۰ GMT+۰تازه شوی: ۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ویلي، چې د بلخ ولایت د البرز او چارکنت ولسوالیو د بېلابېلو سیمو له ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېوزلۍ د کچې راکمولو په موخه ۳۹ ټنه خوراکي توکو مرسته وېشلي ده.

طالبانو ویلي، چې یاده مرسته د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه او پر هرې کورنۍ ۷۸ کیلو خوراکي توکې وېشل شوې دي. په یاده مرسته کې اوړه، غوړي، وریجي، بوره لوبیا او خورما شامله وه.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۴

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

۵

د ترکیې پولیسو ۱۲ افغانان دغه هېواد ته په ناقانونه توګه د ننوتلو په تور نیولي

•
•
•

نور کیسې

خالد حنفي: طالبان د اسلامي تعلیم خلاف نه دي بلکې له بداخلاقۍ سره حساسیت لري

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۰ GMT+۰
100%

د طالبانو د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي ویلي، چې پر یادې ډلې د تعلیم د مخالفت په اړه نیوکې کېږي، خو د نوموړي په خبره چې یاده ډله په حقیقت کې د اسلامي تعلیم خلاف نه، بلکې له بداخلاقۍ سره حساسیت لري.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف خېبر د د دغه وزارت د وزیر خالد حنفي یو غږیږ پیغام خپور کړی، چې نوموړي پکې ویلي، اغیار او نړیوال له اسلام سره حساسیت لري، خو د نوموړي په خبره چې طالبان اسلام ته لومړیتوب ورکوي.

خالد خنفي زیاتوي:«هر یو دا کوښښ کوي او له هغه وخته چې اسلامي امارت راغلی دی، وایي چې تاسي(طالبان) د تعلیم خلاف یاست، طالبان د اسلام له تعلیم سره نه دي خلاف، اسلام د بداخلاقۍ سره حساسیت لري. او اغیار او نړیوال له اسلام سره حساسیت لري. موږ اسلام ته ترجیح ورکوو.»

نوموړي ویلي، چې افغانستان کې به تعلیم د قران له اصولو سره کېږي او د حجاب لپاره هم به چوکاټ جوړېږي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې پر کابل د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز له امله په کور دننه او نړیواله کچه سختي نیوکې کېږي.

د ۲۵۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۵۰۰ ټنه تازه مېوه ازبکستان ته صادر شوه

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۳ GMT+۰
100%

د طالبانو د بلخ ولایت مقام وايي، چې نن د ازبکستان بازارونو ته او د هغه ځای څخه منځني اسیا ته د ۲۵۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۵۰۰ ټنه انار، مڼې او وچ توت صادرات پیل شول. دوی همدراز زیاتوي، چې د تازه مېوو ترڅنګ غوښي هم د حیرتان بندر له لارې ازبکستان او منځني اسیا ته صادریږي.

د طالبانو د بلخ د والي مرستیال نورالهادی ابو ادریس نن شنبه، د لیندۍ لومړی نېټه ویلي، چې په راتلونکي کې به د مختلفو بندرونو له لارې د هیواد د ۸۰ سلنه کرنیزو او صنعتي محصولاتو د صادراتو لپاره اساس برابر شي.

هغه زیاته کړه، چې د حیرتان بندر ظرفیتونه لوړ شوي او دا بندر اوس د سوداګرو لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره ۲۴ ساعته فعالیت کوي.

ادریس همدراز وویل، چې په اوسني وضعیت کې هغه بندرونه چې تړل شوي دي د حیرتان بندر یو فعال بدیل پاتې دی او افغان محصولات د دې بندر له لارې مرکزي اسیا او حتی اروپا ته صادریږي.

له هغه وروسته، چې پاکستان له افغانستان سره سوداکریزې لارې وتړلې د طالبانو اداره هڅه کوي، چې د سوداګرۍ بدیلي لارې ولټوي.

د جاپان له سفیر سره د متقي لیدنه؛ له جاپان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې اړیکې غواړو

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۸ GMT+۰
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د چاپان له نوي سفیر ماساموتو کينيچي سره په لیدنه کې ویلي چې دغه ډله لېواله ده، چې له جاپان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې پراخې مثبتې اړیکې ولري. متقي ویلي، چې افغانستان او جاپان تاریخي اړیکې لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه، د لیندۍ په لومړی نېټه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د یاد وزارت وزیر امیر خان متقي په کابل کې د جاپان له نوي سفير ماساموتو کينيچي سره تعارفي ليدنه کړې ده.

متقي د جاپان سفير ته ویلي، چې جاپان د نړۍ له پرمختللیو هیوادونو څخه دی او همدارشان افغانستان له جاپان سره تاریخي اړيکې لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جاپان سفير ماساموتو کينيچي حواله لیکلی، چې نوموړي په افغانستان کې د سرتاسري امنيت، د مخدره توکو په وړاندې مبارزې او په نورو ګڼو برخو کې د پرمختګونو ستاينه کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د روان کال د وږي ۳مه د چاپان د کیودو نیوز سره په خبرو کې هغه پر جاپان غږ کړی و، چې د روسیې لاره تعقیب کړي او طالبان په رسمیت وپېژني.

د چاپان کیودو نیوز په خپل راپور کې لیکلي و، چې د امریکا متحده ایالاتو، جاپان او اروپایی هیوادونو له بشري حقونو د سرغړونو په ځانګړي توکه د نجونو پر زده کړو بندیز او د ښځو د کار ترڅنک د نورو محدودیتونو له امله، د طالبانو له رسمیت پیژندلو ډډه کړې ده.

د ایران د پارلمان غړی: په قانوني ډول له افغانستان څخه د تاریاکو واردولو هڅې بریالۍ نه وې

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۱ GMT+۰
100%

د ایران د پارلمان د روغتیا کمیسیون غړي محمد جمالیان ویلي، چې د تاریاکو د کمښت له امله یې په تاریاکي شربت کې یو لړ نیمګړتیاوې وموندلې. هغه وویل:«له افغانستان څخه هیواد ته د تاریاکو د واردولو اندازه کمه شوې او د تاریاکو د قانوني واردولو هڅې هم شوي، مګر دا هڅې بریالۍ نه وې.»

د ایران لپاره دا موضوع له دې امله مهمه ده چې ګڼ شمېر درمل، په ځانګړي ډول د تریاکي شربت په نوم چې د ځانګړو ناروغانو د درد د کنټرول لپاره کارېږي، خام مواد یې له همدې لړۍ څخه تولیدېږي.

شنونکي باور لري چې دا مسئله ښيي چې د افغانستان د وضعیت بدلون یوازې پر داخلي سیاستونو نه، بلکې پر سیمه‌ییزو اقتصادي او بشري برخو مستقیم اغېز لري.

د ایران روغتیايي سکتور خبرداری ورکوي چې که د خامو موادو د تأمین بدیلې لارې پیدا نه شي، د درملو کمښت به د زرګونو ناروغانو پر درملنه ناوړه اغېزه وکړي.

طالبان: هند افغانستان ته د درملو صادرولو لپاره چمتوالی ښودلی

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۷ GMT+۰
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د هند د درملو د صادراتو شورا سره کتلي او افغانستان ته د درملو د صادراتو او په هېواد کې د درملو د تولیدي فابریکو د جوړولو په اړه یې خبرې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، چې په یاده ناسته کې د درملو د صادراتو، د درملو د لوړ کیفیت، د پانګونې لپاره د فرصتونو برابرولو او د درملو د سوداګرۍ په وړاندې د خنډونو د حل په اړه خبرې شوې دي.

طالبانو ویلي، چې د هند د درملو د صادراتو د پراختیا شورا افغانستان ته د درملو د صادراتو او په افغانستان کې د درملو د تولیدي فابریکو جوړولو لپاره چمتوالی ښودلی دی.

طالبانو ویلي، چې د هند د درملو د سکتور غړو سره یې هوکړه کړې، چې د افغانستان د درملو سکټور مسولین به د هند د پرمختللو او نړیوالو معیارونو لرونکو فابریکو څخه کتنه کوي او همدارنګه د هند د درملو جوړونې شورا پلاوی به کابل ته سفر کوي، څو په افغانستان کې د درملو د تولید د فابریکو د جوړولو عملي فرصتونه او د صادراتو د پراختیا امکانات وڅېړي.