• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر له هندمیشتو افغان سوداګرو سره پر سوداګریزو فرصتونو غږېدلی

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هند ته د خپل د سفر پرمهال په دغه هېواد کې له مېشتو افغان سوداګرو سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې په افغانستان کې د سوداګرۍ پر فرصتونو او په هند کې د سوداګرۍ په برخه کې د افغان سوداګرو پر ستونزو خبرې شوې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن یکشنبه، د لیندۍ ۲مه وویل، چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي په هند کې له میشتو افغان سوداګرو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د خپلې ادارې د لاسته راوړنو او هند ته د دوی د پلاوي د سفر د هدف په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي په هند کې د میشتو سوداګرو ستونزې او ننګونې هم واورېدې.

ددې لیدنې په پای کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې ټولې راپورته شوې ستونزې بیا کتل شوې او د حل لپاره به یې جدي او عملي اقدامات وشي.

د یادونې وړ ده، چې نورالدین عزیزي د یوه سوداګریز پلاوي په مشرۍ د پنځه ورځني سفر لپاره نوي ډیلي ته تللی دی.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

په ننګرهار کې د پوليو واکسين څلور ورځنی کمپاين پيل شوی

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۰
په ننګرهار کې د پوليو واکسين څلور ورځنی کمپاين پيل شوی
100%

د طالبانو د ننګرهار رسنیز دفتر وايي، چې په دغه ولایت کې د پوليو واکسين څلور ورځنی کمپاين پيل شوی، چې په ترڅ کې به يې له پنځو کالونو کم عمره ۹۵۰ زره ماشومان واکسين شي. یاد دفتر وايي، چې په ننګرهار کې د پولیو هیڅ کومه نوې مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د طالبانو د ننګرهار والي رسنیز دفتر نن یکشنبه، د لیندۍ ۲مه وویل چې د پولیسو واکسین د پیل پرمهال د روغتيا نړيوال سازمان مسوول وويل چې که څه هم د پوليو واکسين د پوښښ ساحه پراخه شوې، خو لا هم په دغه ولايت کې د ګڼې ګوڼې او د کډوالو تګ راتګ له امله د پوليو ويروس خطر شته او پاملرنې ته اړتيا ده.

په ورته مهال د طالبانو د ننګرهار والي مرستیال عزیزالله مصطفی وويل، چې په ننګرهار کې په بشپړ ډول د پوليو واکسين تطبیق ته زمينه برابره ده او هڅه به وکړي چې پاتې دوه سلنه ماشومان هم له واکسين برخمن شي.

نوموړي وويل،چې درسنيو، منبرونو او ناستو له لارې به خلکو ته عامه پوهاوی وکړي، چې د پولیو واکسين د پوښښ ساحه لا پراخه شي.

عزیزي مصطفی په خپلو خبرو کې وویل :«د امنيتي او سکتوري ادارو او ولسواليو مسوولان ټول د پوليو واکسين په تطبیق کې همکاري کوي او په دې برخه کې هيڅ ډول ستونزې او خنډ نشته».

د رپوټونو له مخې، افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې دا وژونکی ویروس پکې پاتې دی.

له ایران څخه افغانستان ته ۲۹۴ افغان محکومان ولېږدول شول

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۰
له ایران څخه افغانستان ته ۲۹۴ افغان محکومان ولېږدول شول
100%

د ایران د تایباد ولسوالۍ چارواکو اعلان کړی چې ۲۹۴ تنه افغان محکومان چې د ایران په بیلابیلو زندانونو کې بندیان وو، د پاتې سزا تېرولو لپاره د اسلام کلا له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. په زندانیانو کې پنځه مېرمنې هم شاملې دي.

د تایباد لوی څارنوال حجت صدیقي د یکشنبې په ورځ د دوغارون په پوله کې د افغان محکومینو د لېږد د پروسې په ترڅ کې ویلي، چې دغه بنديان د ایران او طالبانو ترمنځ د قضایي محکومینو د لېږد د هوکړې پر بنسټ د غربي اذربایجان‌، کرمان، جنوبي خراسان او خراسان رضوي ولایتونو له زندانونو څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ده زیاته کړه چې په دې لېږد کې پنځه مېرمنې هم شاملې دي.

د تایباد لوی څارنوال څرګنده کړه چې د ډېری دغو محکومینو جرایم د مخدره توکو په برخه کې دي او د افغانستان د محکومینو د لېږد پروګرام له ۱۳۹۵ کال راهیسې پيل شوی دی.

صدیقي وویل چې په تېرو څو کلونو کې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډې هوکړې له مهمو برخو څخه یو هم د دواړو هېوادونو د قضایي محکومینو تبادله ده.

هغه زیاته کړه چې تېر کال ۱۷۸ افغان محکومان د ایران له زندانونو څخه د دوغارون له لارې افغانستان ته لېږدول شوي وو.

دوغارون د تایباد ښار په ۱۸ کیلومترۍ کې موقعیت لري او د افغانانو د تګ او راتګ له مهمو او خوندي رسمي دروازې ګڼل کېږي.

طالبانو د تورغونډۍ بندر له لارې له ترکمنستان سره د سوداګري ډېرولو غوښتنه کړې

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۰
طالبانو د تورغونډۍ بندر له لارې له ترکمنستان سره د سوداګري ډېرولو غوښتنه کړې
100%

په هرات کې د طالبانو والي مولانا اسلام جار په افغانستان کې د ټاپي پروژې له مشر بګنج عبدالله یوف او په هرات کې د ترکمنستان له جنرال کونسل باتور یولوف سره په کتنه کې د تورغونډۍ بندر له لارې د وارداتو او صادراتو ډېرولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د هرات والي رسنیز دفتر نن یکشنبه، د لیندۍ ۲مه په خپل اېکس کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د طالبانو د هرات والي مولانا اسلام جار د تورغونډۍ بندر له لارې د وارداتي او صادراتي توکو د لیږد د زیاتوالي غوښتنه وکړه او په دې بندر کې د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې یې د سیمه ییزې ادارې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د طالبانو په اعلامیه کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د مشر او په هرات کې د ترکمنستان د جنرال کونسل په حواله څه نه دي ویل شوي.

طالبان داسې مهال له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو خبره کوي، چې پاکستان په دې وروستیو کې له طالبانو سره د اړیکو له ترینګلتیا وروسته له افغانستان سره خپلې ټولې لارې تړلې دي.

د اسلام اباد ددغه اقدام په غبرګون کې طالبانو له پاکستان سره هر ډول سوداګریزې اړیکې بندې کړې او افغان سوداګرو ته یې هم سپارښتنې وکړې، چې له د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې ومومي.

له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو پرېکون د افغانستان پر سوداګرۍ هیڅ منفي اغیز نه دی کړی

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۸ GMT+۰
له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو پرېکون د افغانستان پر سوداګرۍ هیڅ منفي اغیز نه دی کړی
100%

د طالبانو د مالیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو پرېکون د افغانستان پر سوداګرۍ هېڅ ډول منفي اغیز نه دی کړی او د سیمي له هېوادونو سره سوداګري په نورمال ډول دوام لري.

د یاد وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو له پرېکون وروسته د ګمرکي محصول په کچه کې هم هېڅ ډول کموالی نه دی راغلی او د افغانستان په ټولو ګمرکونو کې له کومې ستونزې پرته د سوداګریزو توکو پړاوونه ترسره کېږي.

همدارنګه طالبانو ویلي، چې له پاکستان پرته د ګاونډیو، سیمي او نړۍ نورو هېوادونو سره یې د سوداګرۍ په برخه کې د افغان او بهرنیو سوداګرو لپاره په ګمرکونو کې هم اسانتیاوې برابرې کړې دي.

طالبانو د پاکستان پر ځای له نورو بدیلو لارو څخه د سوداګرۍ پراختیا په برخه کې د سوداګرو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

هممهاله نړیوال بانک په خپل تاه راپور کې ویلي، چې له پاکستان سره د تګ راتګ او سوداګرۍ لارو پر تړل کېدو سربیره د افغانستان صادرات د اکتوبر په میاشت کې د سپټمبر په پرتله ۱۳سلنه زیات شوي دي.

نړیوال بانک ویلي، چې افغان سوداګر په بریالیتوب توانیدلي، چې د صادراتو لارې هند او ازبکستان ته بدلې کړي او د ګاونډیو هېوادونو له خوا د افغان کرنیزو محصولاتو زیاتېدونکې تقاضا ددې ودې مهم لامل بلل شوی دی.

په هرات کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۰ تنه مړه شوي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۸ GMT+۰
په هرات کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۰ تنه مړه شوي
100%

د هرات-کندهار پر لویه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله۱۰ تنه مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. طالبانو د یکشنبې ورځې پېښه تایيد کړې او وايي، چې پېښه د هرات شینډنډ هوايي ډګر ته نږدې د یو۳۰۲ ډوله مسافر وړونکي موټر او يو فلاینګکوچ د ټکر له امله شوې.

د طالبانو اړوند رسنیو د زاول ولسوالۍ د اداري مدیر مصباح له قوله لیکلي چې دا پېښه د یکشنبې په سهار د لیندۍ پر دويمه ، شاوخوا د سهار پر۵ بجو، د شېنډنډ هوايي ډګر ته نږدې شوې ده.

د ده په وینا، په پېښه کې ټول مړه شوي کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د فلاینګ کوچ موټر سپرلۍ وې او له دایکندي نه هرات ته روان ول.

سرچينې زياتوي چې د دې پېښې ټپیان د شېنډنډ په ولسوالۍ کې يو روغتون ته انتقال شوي دي.

زاول پخوا د شېنډنډ ولسوالۍ یوه برخه وه، خو د جمهوریت په وروستیو کلونو کې ترې جلا شوه او اوس د هرات–کندهار پر لویه لاره پرته ده.