• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند طالبانو ته په «بهارت ټیکس» نندارتون کې د ګډون بلنه ور کړې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، ددې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو ریيس شفیع اعظم او د صنعتي پارکونو لوی رییس د هند د نساجۍ وزارت له مسوولینو سره کتلي. یاد وزارت وايي، چې هند طالبانو ته په بهارت ټیکس نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبه ، د لیندۍ ۳مه په اېکس کې لیکلی، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري کولو او د ټوکر او جامو سکتور د عصري کولو په برخو کې د ګډو همکاریو پر اړتیا او فرصتونو هم بحث شوی دی.

د یاد وزارت په وینا، د ناستې په ترڅ کې هندي لوري افغانستان ته بلنه ورکړه، چې د «بهارت ټیکس» تر نامه لاندې نندارتون کې ګډون وکړي او خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

له افغانستان سره د پاکستان د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، د طالبانو اداره هڅه کوي، چې د سوداګرۍ بدیلي لارې ولټوي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د کتابتونونو د مشرانو غونډه کې ګډون کړی

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۳ GMT+۰
طالبانو د اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د کتابتونونو د مشرانو غونډه کې ګډون کړی
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د (لېندۍ ۳مه) خبر ورکړی، چې د دوی د عامه کتابتونونو رییس رفیع الله صمیم د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د غړو هېوادونو د کتابتونونو د مشرانو غونډه کې ګډون کړی. دغه وزارت وایي، دغه ناسته کې د افغانستان د کتابتونونو پر ډیجیټلي کولو هم خبرې شوې.

د طالبانو د یاد وزارت خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اسیا څخه د دوی په ګډون لسو هېوادونو یاده ناسته کې ګډون کړی و او د غړو هېوادونو ترمنځ د ډیجیټلي ارشیفونو په پراختیا، د نادره اثارو په ساتنې او د مسلکي ظرفیتونو په تړاو بحثونه شوي دي.

همدا راز زیاته شوې، چې په دې ناسته کې د افغانستان کتابتون د ډیجیټل کېدو، تعلیم او تحقیق کمېټو غړیتوب هم ترلاسه کړ. طالبان وایي، په دې ناسته کې د ترکیې هېواد له لوري ژمنه شوې چې د افغانستان د کتابتونو د سیسټم د مدیریت لپاره دوی لازمې همکارۍ وکړي او د تخنیکي مرستو تر څنګ به یې د ظرفیت لوړونې پروګرامونو ته هم پاملرنه وکړي.

تر دې څو ورځې دمخه هم طالبانو له ترکیې سره د ورته یوې هوکړې خبر ورکړی و.

که څه هم د طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې د کتابونو د لوست فرهنګ کم شوی؛ خو لا هم د هېواد په ګوډ ګوډ کې کتابتونونه شته او د بډایه کېدو غوښتنې یې شوې دي. هم‌مهاله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې کتاب پلورونکي شکایت کوي، چې بازار یې کم رنګه شوی او خلک اوس د پخوا پرتله په کتابونو پیسې نه ورکوي.

طالبانو په څلورو ولایتونو کې ۷کوډګر نیولي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۸ GMT+۰
طالبانو په څلورو ولایتونو کې ۷کوډګر نیولي
100%

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی متحسبینو په بلخ، سمنګان، کاپیسا او فراه ولایتونو کې ۷ کوډګر نیولي دي. خبرپاڼه وایي، له دغو کوډګرو څخه د نیول کېدو پرمهال یو شمېر نغدې پیسې، سره زر، څو تذکرې، د جادو اړوند کتابونه او اسناد ترلاسه شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ جاود او سحر د «اسلامي شریعت» خلاف عمل دی، چې د خلکو د ګمراهۍ لامل کېږي. خبرپاڼه کاږي: «ترلاسه شوي اسناد په ډاګه کوي، چې دغه کوډګرو د خلکو او قومونو ترمنځ نفاق ته لمن وهلې، د کورنیو تر څنګ یې د مېرمنې او خاوند ترمنځ د اختلافاتو لپاره هم تعویذونه کړي».

د طالبانو د یاد وزارت د ویاند سیف الاسلام خېبر په وینا؛ دغه کوډګر یې د خپلې ډلې اړوند عدلي او قضایې ارګانونو ته ور پېژندلي دي. د دغه وزارت متحسبینو له خلکو غوښتي، چې د دغه ډول کوډګرو په تړاو دې خپلو سیمو کې ورسره معلومات شریک کړي.

د طالبانو دغه وزارت تر دې پخوا په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې هم ورته کسان نیولي دي.

اصف درانی: د سیمې هېوادونه دې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر ضد ګامونه پورته کړي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۴ GMT+۰
اصف درانی: د سیمې هېوادونه دې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر ضد ګامونه پورته کړي
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وایي، افغانستان د شاوخوا ۲۰ ترهګرو ډلو د فعالیتونو مرکز دی. نوموړی زیاتوي، د سیمې هېوادونه باید د وضعیت د کنټرول لپاره رغنده ګامونه پورته کړي؛ ځکه چې د طالبانو حکومت په خپله د دغه کړکېچ په مدیریت کې بې‌وسه دی.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، د افغانستان له خاورې ګڼ شمېر ترهګرې ډلې فعالیت کوي چې ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو بنسټونو هم د دغې خبرې پخلی کړی دی. هغه زیاته کړې، چې د دغه وضعیت کنټرول د طالبانو له واک څخه بهر دی؛ نو د سیمې هېوادونه باید په ګډه د امنیت د ټینګښت لپاره اقدامات وکړي.

دراني ټینګار کړی، چې د نړۍوالې ټولنې همکاري او سیمه‌ییزه همغږي د دغه کړکېچ د حل لپاره اړینه ده. د هغه په وینا؛ که نړۍوال او سیمه‌ییز اړخونه بېړني ګامونه پورته نه‌کړي، نو افغانستان به د ترهګرۍ او بې‌ثباتۍ په دوامداره مرکز بدل شي، چې نه یوازې سیمه بلکې نړۍوال امنیت هم ګواښي.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم په وار، وار ادعا کړې ده، چې طالبانو د افغانستان په خاوره کې د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون د دوی د حکومت ضد وسله‌والو ډلو ته پناه ورکړې ده او دغه ډلې له هغه ځایه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه پلانوي؛ خو دا هغه ادعاوې دي، چې طالبانو په وار، وار رد کړې دي.

افغانستان سره د لارو تړل کېدو له امله پاکستان کې د چرګانو غوښې خورا ارزانه شوې دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۳ GMT+۰
افغانستان سره د لارو تړل کېدو له امله پاکستان کې د چرګانو غوښې خورا ارزانه شوې دي
100%

د پاکستان ډان ورځپاڼې دوشبنه د (لړم ۳مه) راپور ورکړی، چې افغانستان سره پر دیورنډ کرښه د لارو بندېدو له امله په دغه هېواد کې د چرګانو غوښې په بې‌سارې توګه ارزانې شوې دي. د راپور له مخې؛ دا مهال په کراچۍ کې یو ژوندی چرګ په ۳۵۰کلدارو پلورل کېږي، حال دا چې میاشت وړاندې په ۶۵۰ و.

په راپور کې راغلي، ځینو ګومان کړی چې د چرګانو بیې ګوندې د کومې ناروغۍ له امله راټیټې شوې؛ خو اصلي لامل یې افغانستان سره د لاور تړل کېدل دي. د سند ایالت د چرګانو د پالنې ټولنې مشر کمال اختر صدیقي د هر ډول ناروغۍ احتمال ردوي. نوموړي یادې ورځپاڼې ته ویلي، پر ډیورنډ کرښه د دروازو له تړل کېدو وروسته د چرګانو، خوړو، هګيو او نورو محصولاتو صادرات او سوداګري بنده شوې، چې همدې چارې بیې راغورځولې دي.

راپور زیاتوي، دا مهال پاکستان کې پرچون پلورونکي یو کیلو ژوندی چرګ د ۳۵۰ تر ۳۷۰ روپیو پلوري؛ په داسې حال کې چې په سپتمبر میاشت کې یې بیه ۴۶۰ تر ۵۴۰کلدارې وه.

د اکټوبر په نیمایي کې چې د دروازو د تړل کېدو لومړۍ ورځې وې، ژوندی چرګ ان ۳۱۰ تر ۳۶۰ روپیو ته هم راښکته شوی و. سره له دې چې د بیو په بازار کې ښکته والی راغلی، د کراچۍ کمېشنر د نومبر په ۲۳مه نېټه د ژوندي چرګ رسمي بیه ۲۸۸ روپۍ او د پاک شوي چرګ ۴۳۵ روپۍ اعلان کړې ده؛ خو دغه بیې په بازار کې نه عملي کېږي.

کمال‌اختر صدیقي وایي، افغانستان سره د سوداګرۍ بندېدو له امله اوس پاکستان کې چرګ پالونکو خپل تولیدات کم کړي دي. نوموړي وویل: «چرګ لا هم د څارویو د غوښې پرتله ډېر ارزانه دی او دا د کم‌ عاید لرونکو او منځنۍ کچې کورنیو لپاره ستره اسانتیا ده؛ ځکه چې د غوا او پسونو د غوښې بیې لا هم ډېرې لوړې دي».

اوس مهال یاد هېواد کې د پسه یو کیلو غوښه له ۲۳۰۰ تر ۲۵۰۰کلدارو پورې او د غوایي یا غوا غوښه په ۱۴۰۰ کلدارو پلورل کېږي. هغه زیاته کړه، چې ډېرې کورنۍ د ودونو او خوښیو په مراسمو کې اوس یوازې چرګان پخوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو افغان سوداګرو ته سپارښتنه کړې چې له پاکستان سره هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې بندې کړي او پر ځای یې باید بدیلې لارې ومومي. هم‌مهاله افغان سوداګرو ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره مخه کړې ده.

نن د افغانستان په ۱۷ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیلېږي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۴ GMT+۰
نن د افغانستان په ۱۷ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیلېږي
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وایي، نن دوشنبه د (لېندۍ ۳مه) د افغانستان په ۱۷ ولایتونو او ۱۷۹ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي. هغه وایي، په دغه بهیر کې به ۷.۴ مېلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ویروس ضد څاڅکي واچول شي.

په دغه ولایتونو کې کابل، ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، بلخ، کندوز، کندهار، هلمند، روزګان، زابل، غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، هرات او فراه ولایتونه شامل دي. په دغه ولایتونو کې به ټول ټال ۱۷۹ولسوالیو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد دغه واکسین ورکړل شي.

طالبان له قومي مخورو، دیني عالمانو او والدینو نه غواړي، چې په دغه کمپاین کې ورسره مرسته وکړي او خپلو سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسینو په تړاو عامه پوهاوی ورکړي. د عبدالغفور په نوم د کابل یو اوسېدونکي د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون ته ویلي: «دا د مور او پلار مسوولیت دی، چې د واکسینو په برخه کې بې‌غوري ونه‌کړي او حتمي دغه واکسین خپلو ماشومانو ته وکړي».

افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي، چې د نړۍ په کچه په‌کې د پولیو ګواښ لا هم شته او هر کال په دغه هېوادونو کې مثبتې پېښې ثبتېږي. د پولیو بېړني مرکز له پاکستان نه ستنېدونکو افغان کډوالو ته هم خبرداری ورکړی، چې پر ډیورنډ کرښه دې هېواد ته د ستنېدو پر مهال خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین وکړي.

د راپورونو له مخې؛ افغانستان کې ډېرې مثبتې پېښې له پاکستان نه ستنو شویو افغان کډوالو کې لیدل شوي او ویل شوي، چې دغه ویروس ډېر کله همدغه ستنېدونکو کسانو کې لېږدول کېږي.