• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اصف درانی: د سیمې هېوادونه دې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر ضد ګامونه پورته کړي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وایي، افغانستان د شاوخوا ۲۰ ترهګرو ډلو د فعالیتونو مرکز دی. نوموړی زیاتوي، د سیمې هېوادونه باید د وضعیت د کنټرول لپاره رغنده ګامونه پورته کړي؛ ځکه چې د طالبانو حکومت په خپله د دغه کړکېچ په مدیریت کې بې‌وسه دی.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، د افغانستان له خاورې ګڼ شمېر ترهګرې ډلې فعالیت کوي چې ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو بنسټونو هم د دغې خبرې پخلی کړی دی. هغه زیاته کړې، چې د دغه وضعیت کنټرول د طالبانو له واک څخه بهر دی؛ نو د سیمې هېوادونه باید په ګډه د امنیت د ټینګښت لپاره اقدامات وکړي.

دراني ټینګار کړی، چې د نړۍوالې ټولنې همکاري او سیمه‌ییزه همغږي د دغه کړکېچ د حل لپاره اړینه ده. د هغه په وینا؛ که نړۍوال او سیمه‌ییز اړخونه بېړني ګامونه پورته نه‌کړي، نو افغانستان به د ترهګرۍ او بې‌ثباتۍ په دوامداره مرکز بدل شي، چې نه یوازې سیمه بلکې نړۍوال امنیت هم ګواښي.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم په وار، وار ادعا کړې ده، چې طالبانو د افغانستان په خاوره کې د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون د دوی د حکومت ضد وسله‌والو ډلو ته پناه ورکړې ده او دغه ډلې له هغه ځایه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه پلانوي؛ خو دا هغه ادعاوې دي، چې طالبانو په وار، وار رد کړې دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

•
•
•

نور کیسې

افغانستان سره د لارو تړل کېدو له امله پاکستان کې د چرګانو غوښې خورا ارزانه شوې دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۳ GMT+۰
افغانستان سره د لارو تړل کېدو له امله پاکستان کې د چرګانو غوښې خورا ارزانه شوې دي
100%

د پاکستان ډان ورځپاڼې دوشبنه د (لړم ۳مه) راپور ورکړی، چې افغانستان سره پر دیورنډ کرښه د لارو بندېدو له امله په دغه هېواد کې د چرګانو غوښې په بې‌سارې توګه ارزانې شوې دي. د راپور له مخې؛ دا مهال په کراچۍ کې یو ژوندی چرګ په ۳۵۰کلدارو پلورل کېږي، حال دا چې میاشت وړاندې په ۶۵۰ و.

په راپور کې راغلي، ځینو ګومان کړی چې د چرګانو بیې ګوندې د کومې ناروغۍ له امله راټیټې شوې؛ خو اصلي لامل یې افغانستان سره د لاور تړل کېدل دي. د سند ایالت د چرګانو د پالنې ټولنې مشر کمال اختر صدیقي د هر ډول ناروغۍ احتمال ردوي. نوموړي یادې ورځپاڼې ته ویلي، پر ډیورنډ کرښه د دروازو له تړل کېدو وروسته د چرګانو، خوړو، هګيو او نورو محصولاتو صادرات او سوداګري بنده شوې، چې همدې چارې بیې راغورځولې دي.

راپور زیاتوي، دا مهال پاکستان کې پرچون پلورونکي یو کیلو ژوندی چرګ د ۳۵۰ تر ۳۷۰ روپیو پلوري؛ په داسې حال کې چې په سپتمبر میاشت کې یې بیه ۴۶۰ تر ۵۴۰کلدارې وه.

د اکټوبر په نیمایي کې چې د دروازو د تړل کېدو لومړۍ ورځې وې، ژوندی چرګ ان ۳۱۰ تر ۳۶۰ روپیو ته هم راښکته شوی و. سره له دې چې د بیو په بازار کې ښکته والی راغلی، د کراچۍ کمېشنر د نومبر په ۲۳مه نېټه د ژوندي چرګ رسمي بیه ۲۸۸ روپۍ او د پاک شوي چرګ ۴۳۵ روپۍ اعلان کړې ده؛ خو دغه بیې په بازار کې نه عملي کېږي.

کمال‌اختر صدیقي وایي، افغانستان سره د سوداګرۍ بندېدو له امله اوس پاکستان کې چرګ پالونکو خپل تولیدات کم کړي دي. نوموړي وویل: «چرګ لا هم د څارویو د غوښې پرتله ډېر ارزانه دی او دا د کم‌ عاید لرونکو او منځنۍ کچې کورنیو لپاره ستره اسانتیا ده؛ ځکه چې د غوا او پسونو د غوښې بیې لا هم ډېرې لوړې دي».

اوس مهال یاد هېواد کې د پسه یو کیلو غوښه له ۲۳۰۰ تر ۲۵۰۰کلدارو پورې او د غوایي یا غوا غوښه په ۱۴۰۰ کلدارو پلورل کېږي. هغه زیاته کړه، چې ډېرې کورنۍ د ودونو او خوښیو په مراسمو کې اوس یوازې چرګان پخوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو افغان سوداګرو ته سپارښتنه کړې چې له پاکستان سره هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې بندې کړي او پر ځای یې باید بدیلې لارې ومومي. هم‌مهاله افغان سوداګرو ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره مخه کړې ده.

نن د افغانستان په ۱۷ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیلېږي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۴ GMT+۰
نن د افغانستان په ۱۷ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیلېږي
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وایي، نن دوشنبه د (لېندۍ ۳مه) د افغانستان په ۱۷ ولایتونو او ۱۷۹ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي. هغه وایي، په دغه بهیر کې به ۷.۴ مېلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ویروس ضد څاڅکي واچول شي.

په دغه ولایتونو کې کابل، ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، بلخ، کندوز، کندهار، هلمند، روزګان، زابل، غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، هرات او فراه ولایتونه شامل دي. په دغه ولایتونو کې به ټول ټال ۱۷۹ولسوالیو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد دغه واکسین ورکړل شي.

طالبان له قومي مخورو، دیني عالمانو او والدینو نه غواړي، چې په دغه کمپاین کې ورسره مرسته وکړي او خپلو سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسینو په تړاو عامه پوهاوی ورکړي. د عبدالغفور په نوم د کابل یو اوسېدونکي د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون ته ویلي: «دا د مور او پلار مسوولیت دی، چې د واکسینو په برخه کې بې‌غوري ونه‌کړي او حتمي دغه واکسین خپلو ماشومانو ته وکړي».

افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي، چې د نړۍ په کچه په‌کې د پولیو ګواښ لا هم شته او هر کال په دغه هېوادونو کې مثبتې پېښې ثبتېږي. د پولیو بېړني مرکز له پاکستان نه ستنېدونکو افغان کډوالو ته هم خبرداری ورکړی، چې پر ډیورنډ کرښه دې هېواد ته د ستنېدو پر مهال خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین وکړي.

د راپورونو له مخې؛ افغانستان کې ډېرې مثبتې پېښې له پاکستان نه ستنو شویو افغان کډوالو کې لیدل شوي او ویل شوي، چې دغه ویروس ډېر کله همدغه ستنېدونکو کسانو کې لېږدول کېږي.

وسله‌والو د پاکستان کراچۍ ښار کې افغان کډوال په ډزو له پولیسو خوشې کړي دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۵ GMT+۰
وسله‌والو د پاکستان کراچۍ ښار کې افغان کډوال په ډزو له پولیسو خوشې کړي دي
100%

پاکستانۍ رسنۍ وایي،‌ د سند ایالت د کراچۍ ښار په سهراب ګوټ او جمالي ګوټ سیمو کې یو شمېر کسانو د افغان کډوالو د نیونې د عملیاتو پرمهال پر پولیسو ډزې کړې دي. د راپورونو له مخې؛ دغه کسانو پولیس په کوتکونو هم ډبولي او نیول شوي افغانان یې ترې بېرته خلاص کړي دي.

سرچینې وایي، چې د برید له امله د پولیسو یو موټر چپه شوې او درې پولیس ټپیان شوي دي.

د سهراب ګوټ پولیسو په جمالي ګوټ کې د هغو افغانانو پر ضد عملیات کول، چې په ناقانونه توګه په سیمه کې اوسېدل. د عملیاتو پرمهال یو شمېر ناقانونه مېشت افغانان د پولیسو له‌خوا نیول شوي وو. دوی وایي، بریدګرو خوشې کړي افغان کډوال له ځانه سره وړي او له سیمې تښتېدلي دي.

لا تر اوسه د بریدګرو د هویت په تړاو ځايي پولیسو نور جزییات نه‌دي ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیونې په تړاو پراخ عملیات روان دي او هره ورځ پولیس د افغانانو د کورونو دروازو ته ورځي.

د روان کال له پیله پاکستان او ایران څه باندې ۲مېلیونه افغان کډوال په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه کړي او د اسلام‌اباد په ګډون تهران خبرداری ورکړی، چې نور په خپلو هېوادونو کې د دغه کډوالو شتون نه‌شي منلی.

که څه هم نړۍوالې ټولنې او د کډوالو ملاتړو یو شمېر سازمانونو د افغانستان له دغه دواړو ګاونډیانو غوښتي، چې د اېستل کېدو دغه جبري لړۍ دې ودروي؛ خو ښکاري چې چندان اغېزه یې نه‌ده کړې.

دغه کډوال داسې مهال بېرته خپل هېواد ته ستنېږي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لا وار دمخه له لوی بشري ناورین سره مخ دی. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې دغه تازه ستنېدونکي افغانان په خپل هېواد کې د سرپناوو، بې‌روزګارۍ، اقتصادي ستونزو او پر ښځینه‌وو یې د طالبانو له سختو بندیزونو سره مخ دي.

له پاکستان سره بنده سوداګري؛ د ایران پر ماهیرود بندر له افغانستان سره ټرانزیټ زیات شوی

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۶ GMT+۰
له پاکستان سره بنده سوداګري؛ د ایران پر ماهیرود بندر له افغانستان سره ټرانزیټ زیات شوی
100%

د ایران د سویلي خراسان ولایت د سړکونو د ساتنې او ترانسپورټ لوی مدیر سدالله جلال‌زاده وايي، چې د ماهیرود په پوله د بار وړونکو موټرو تګ‌ راتګ په بې‌ساري ډول زیات شوی او دغه بندر د دې هېواد له هغو تر ټولو خوندي او باوري لارو څخه دی چې د ترانزیټ چارې په‌کې ډېرې روانې دي.

جلال‌زاده څرګندوي، چې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰ ایراني لارۍ د ماهیرود له پولې اوړي. د ده په وینا؛ ۳۰۰ تر ۳۵۰ پورې تشې افغان بار وړونکې موټرې هم په ورځني ډول دغه بندر ته داخلېږي، چې د ایران د لاریو مالونه خپل هېواد ته ولېږدوي.

هغه د ټرافیکو د چټک بهیر لامل د ایران د سرحدي ادارو ګډ کار، منظمه همغږي او د سوداګرو لوړ رضایت وباله او زیاته یې کړه، چې ماهیرود د ترانزیټ له پلوه تر ټولو روان او د باور وړ بندر ګڼل کېږي.

د ده په خبره؛ د دغه بندر کار تر ناوخته شپو پورې روان وي او د اړتیا په صورت کې د ۲۴ ساعته خدمتونو وړاندې کولو لپاره بشپړه تابیا لري. جلال‌زاده وویل، چې د بېلابېلو دولتي بنسټونو پرله‌پسې تعقیب او نږدې همکاري، ماهیرود د ختیځ د سیمې پر یوه مهم سوداګریز مرکز بدل کړی دی.

د طالبانو او ایران د همکاریو پراخېدل

د روان کال د چنګاښ په میاشت کې مشهد ته د سفر پر مهال په هرات کې د طالبانو والي شیخ اسلام جار له ایراني چارواکو سره ۳۲ مادې لرونکی تفاهم‌لیک لاسلیک کړ. په‌دې هوکړه کې د سوداګرۍ، پانګونې، د پولو د ګډ مدیریت او د ګډو زېربناوو د پراختیا په څانګو کې همکاري شامله وه.

په وروستیو ناستو کې د ایران او طالبانو استازو پر ګډو تاریخي او کلتوري اړیکو ټینګار وکړ او اړتیا یې څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو د راتلونکو اقتصادي اړیکو لپاره د یوه پراخ لارښود نقشه طرحه شي.

د پولو موضوع، په ځانګړې توګه د دوغارون او اسلام‌کلا بندرونه د دواړو لورو د اقتصادي او امنیتي همکارۍ مهمې برخې جوړوي.

کارپوهان باور لري، چې دغه لیدنې نه یوازې په هرات کې د‌ طالبانو والي له وروستي سفر سره تړاو لري؛ بلکې د پخوانیو هوکړو د پرمختګ د ارزونې او د ایران او افغانستان تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لپاره نوې اسانتیاوې برابروي.

کابو دوه اونۍ وړاندې د‌ طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر افغان سوداګرو ته سپارښتنه وکړه، چې له پاکستان سره دې هر ډول سوداګرۍ نه لاس واخلي او پر ځای دې یې پر بدیلو لارو غور وکړي. د معلوماتو له مخې؛ اوس افغان سوداګرو ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته مخه کړې او ورسره یې سوداګریزې راکړې ورکړې پراخې کړې دي.

ایراني چارواکي وايي، د دغه هېواد له ښځینه‌و سره په واده کولو هیچا ته تابعیت نه ورکوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۶ GMT+۰
ایراني چارواکي وايي، د دغه هېواد له ښځینه‌و سره په واده کولو هیچا ته تابعیت نه ورکوي
100%

د ایران د ملي شورا د داخلي چارو او د شوراګانو کمېسیون مشر په ټینګار سره ویلي، چې د کډوالۍ ملي ادارې د اساسنامې له مخې له ایراني مېرمنو سره د واده له لارې د تابعیت یا دايمي استوګنې ترلاسه کول هېڅ قانوني بنسټ نه‌لري.

د کمېسیون د رییس محمدصالح جوکار په وینا؛ د ایران د کډوالۍ او تابعیت د اوسنیو قوانینو له مخې، بهرنیو وګړو ته کوم ځانګړی امتیاز نه‌دی ټاکل شوی چې د یوې ایرانۍ ښځې سره له نکاح څخه وروسته دې د تابعیت یا دایمي اقامت حق ترلاسه کړي. هغه څرګنده کړه، چې د دغه هېواد د کډوالۍ ملي ادارې اساسنامه په څرګندو ټکو دا اجازه نه ورکوي چې څوک د واده له لارې د اقامت حقونه یا تابعیت ترلاسه کړي.

دغه ایراني دولتي چارواکي په خواله رسنیو کې په دې تړاو خپرو شویو ناسمو معلوماتو ته په اشارې وویل: «هغه ادعاوې چې وایي بهرنی کس کولای شي، له ایرانۍ ښځې سره له نکاح وروسته تابعیت واخلي، په بشپړه توګه بې‌اساسه او له قانوني ارزښت څخه خالي دي».
هغه زیاته کړه، د ایران د کډوالۍ ملي ادارې جوړېدل هغه احتمالي پخوانۍ لارې چارې هم تړلې دي چې ځینو کسانو یې ادعا کوله.

په یادو څرګندونو کې همدارنګه ویل شوي، د ۱۳۹۸کال قانون یوازې د هغو ماشومانو د هویت د ستونزو د حل لپاره تصویب شوی چې له ایراني ښځو او بهرنیو وګړو څخه پیدا شوي وي او دغه قانون بهرنیو مېړونو ته د تابعیت ورکولو هېڅ ماده نه‌لري.

له بلې خوا، د ایران عدلي او امنیتي ادارې د ځانګړو څارنیزو پروګرامونو پر پلي کولو مکلف شوي؛ تر څو د هغو کسانو مخه ونیول شي، چې د اقامتي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره جعلي ودونه ثبتوي او د دغه هېواد قانون تر پښو لاندې کوي.

یو شمېر افغان کډوالو هم له ایرانۍ مېرمنو سره ودونه کړي او ویل کېږي هغوی هم په دې برخه کې د تابعیت او اوږدمهاله استوګنې د قانوني اسنادو نشتوالي له ستونزو څخه کړېږي.