• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستان سره بنده سوداګري؛ د ایران پر ماهیرود بندر له افغانستان سره ټرانزیټ زیات شوی

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۶ GMT+۰

د ایران د سویلي خراسان ولایت د سړکونو د ساتنې او ترانسپورټ لوی مدیر سدالله جلال‌زاده وايي، چې د ماهیرود په پوله د بار وړونکو موټرو تګ‌ راتګ په بې‌ساري ډول زیات شوی او دغه بندر د دې هېواد له هغو تر ټولو خوندي او باوري لارو څخه دی چې د ترانزیټ چارې په‌کې ډېرې روانې دي.

جلال‌زاده څرګندوي، چې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰ ایراني لارۍ د ماهیرود له پولې اوړي. د ده په وینا؛ ۳۰۰ تر ۳۵۰ پورې تشې افغان بار وړونکې موټرې هم په ورځني ډول دغه بندر ته داخلېږي، چې د ایران د لاریو مالونه خپل هېواد ته ولېږدوي.

هغه د ټرافیکو د چټک بهیر لامل د ایران د سرحدي ادارو ګډ کار، منظمه همغږي او د سوداګرو لوړ رضایت وباله او زیاته یې کړه، چې ماهیرود د ترانزیټ له پلوه تر ټولو روان او د باور وړ بندر ګڼل کېږي.

د ده په خبره؛ د دغه بندر کار تر ناوخته شپو پورې روان وي او د اړتیا په صورت کې د ۲۴ ساعته خدمتونو وړاندې کولو لپاره بشپړه تابیا لري. جلال‌زاده وویل، چې د بېلابېلو دولتي بنسټونو پرله‌پسې تعقیب او نږدې همکاري، ماهیرود د ختیځ د سیمې پر یوه مهم سوداګریز مرکز بدل کړی دی.

د طالبانو او ایران د همکاریو پراخېدل

د روان کال د چنګاښ په میاشت کې مشهد ته د سفر پر مهال په هرات کې د طالبانو والي شیخ اسلام جار له ایراني چارواکو سره ۳۲ مادې لرونکی تفاهم‌لیک لاسلیک کړ. په‌دې هوکړه کې د سوداګرۍ، پانګونې، د پولو د ګډ مدیریت او د ګډو زېربناوو د پراختیا په څانګو کې همکاري شامله وه.

په وروستیو ناستو کې د ایران او طالبانو استازو پر ګډو تاریخي او کلتوري اړیکو ټینګار وکړ او اړتیا یې څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو د راتلونکو اقتصادي اړیکو لپاره د یوه پراخ لارښود نقشه طرحه شي.

د پولو موضوع، په ځانګړې توګه د دوغارون او اسلام‌کلا بندرونه د دواړو لورو د اقتصادي او امنیتي همکارۍ مهمې برخې جوړوي.

کارپوهان باور لري، چې دغه لیدنې نه یوازې په هرات کې د‌ طالبانو والي له وروستي سفر سره تړاو لري؛ بلکې د پخوانیو هوکړو د پرمختګ د ارزونې او د ایران او افغانستان تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لپاره نوې اسانتیاوې برابروي.

کابو دوه اونۍ وړاندې د‌ طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر افغان سوداګرو ته سپارښتنه وکړه، چې له پاکستان سره دې هر ډول سوداګرۍ نه لاس واخلي او پر ځای دې یې پر بدیلو لارو غور وکړي. د معلوماتو له مخې؛ اوس افغان سوداګرو ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته مخه کړې او ورسره یې سوداګریزې راکړې ورکړې پراخې کړې دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

•
•
•

نور کیسې

ایراني چارواکي وايي، د دغه هېواد له ښځینه‌و سره په واده کولو هیچا ته تابعیت نه ورکوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۶ GMT+۰
ایراني چارواکي وايي، د دغه هېواد له ښځینه‌و سره په واده کولو هیچا ته تابعیت نه ورکوي
100%

د ایران د ملي شورا د داخلي چارو او د شوراګانو کمېسیون مشر په ټینګار سره ویلي، چې د کډوالۍ ملي ادارې د اساسنامې له مخې له ایراني مېرمنو سره د واده له لارې د تابعیت یا دايمي استوګنې ترلاسه کول هېڅ قانوني بنسټ نه‌لري.

د کمېسیون د رییس محمدصالح جوکار په وینا؛ د ایران د کډوالۍ او تابعیت د اوسنیو قوانینو له مخې، بهرنیو وګړو ته کوم ځانګړی امتیاز نه‌دی ټاکل شوی چې د یوې ایرانۍ ښځې سره له نکاح څخه وروسته دې د تابعیت یا دایمي اقامت حق ترلاسه کړي. هغه څرګنده کړه، چې د دغه هېواد د کډوالۍ ملي ادارې اساسنامه په څرګندو ټکو دا اجازه نه ورکوي چې څوک د واده له لارې د اقامت حقونه یا تابعیت ترلاسه کړي.

دغه ایراني دولتي چارواکي په خواله رسنیو کې په دې تړاو خپرو شویو ناسمو معلوماتو ته په اشارې وویل: «هغه ادعاوې چې وایي بهرنی کس کولای شي، له ایرانۍ ښځې سره له نکاح وروسته تابعیت واخلي، په بشپړه توګه بې‌اساسه او له قانوني ارزښت څخه خالي دي».
هغه زیاته کړه، د ایران د کډوالۍ ملي ادارې جوړېدل هغه احتمالي پخوانۍ لارې چارې هم تړلې دي چې ځینو کسانو یې ادعا کوله.

په یادو څرګندونو کې همدارنګه ویل شوي، د ۱۳۹۸کال قانون یوازې د هغو ماشومانو د هویت د ستونزو د حل لپاره تصویب شوی چې له ایراني ښځو او بهرنیو وګړو څخه پیدا شوي وي او دغه قانون بهرنیو مېړونو ته د تابعیت ورکولو هېڅ ماده نه‌لري.

له بلې خوا، د ایران عدلي او امنیتي ادارې د ځانګړو څارنیزو پروګرامونو پر پلي کولو مکلف شوي؛ تر څو د هغو کسانو مخه ونیول شي، چې د اقامتي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره جعلي ودونه ثبتوي او د دغه هېواد قانون تر پښو لاندې کوي.

یو شمېر افغان کډوالو هم له ایرانۍ مېرمنو سره ودونه کړي او ویل کېږي هغوی هم په دې برخه کې د تابعیت او اوږدمهاله استوګنې د قانوني اسنادو نشتوالي له ستونزو څخه کړېږي.

د افغان ښځو غورځنګ: پر افغان ښځو زور زیاتی ملي ناورین او جنسیتي تبعیض دی

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۹ GMT+۰
د افغان ښځو غورځنګ: پر افغان ښځو زور زیاتی ملي ناورین او جنسیتي تبعیض دی
100%

د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د له‌منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په درشل کې د افغان ښځو غورځنګ وايي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې زور زیاتی ملي ناورین او جنسیتي تبعیض دی. دغه غورځنګ له نړۍوالو غوښتي، چې د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو نقض د جنسیتي تبعیض په توګه په رسمیت وپېژني.

د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د له‌منځه وړلو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. د افغان معترضو ښځو غورځنګ په همدې تړاو د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳مه د نومبر ۲۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې زور زیاتی یو «ملي ناورین» او «جنسیتي تبعیض» بللی دی.

دغه غورځنګ زیاتوي: «له زده‌کړو او کار څخه محرمول، کورنی حبس، په خپل سر نیونې، شکنجه، ګواښول، له عمومي فضا د ښځو حذفول او د اعتراضونو ځپل د بشري حقونو د ټولو اصولو ښکاره نقض دی.»

د دغه غورځنګ غړي وايي، طالبان سیاسي، قانوني او اخلاقي مشروعیت نه‌لري او همداراز یې د ښځو پر وړاندې د دغې ډلې چلند د «بشر ضد جنایت» ته ورته بلل دی.

دوی له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې جنسیتي تبعیض ته چوپ پاتې نه‌شي او د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول د «جنیستي تبعیض» په توګه په رسمیت وپېژني.

دغو ښځو همداراز خبرداری ورکړ، تر هغې چې افغان ښځې له خپلو ټولو حقونو نه‌وي برخمنې شوي، نو د دوی مبارزه به دوام ولري او همداراز یې له نورو ښځو او نارینه و، سیاسي جریانونو، مدني ټولنو او ازادي غوښتونکو غورځنګونو غوښتي، چې د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي، ځکه «د ښځو ازادي د یوه ملت ازادي ده.»

طالبانو بیا تل ویلي، چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تر بل هر وخت په ښه توګه خوندي شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د ۱۹۶۰ کال د نومبر په ۲۵مه په ډومېنېکن جمهوریت کې ۳ سیاسي فعالې خویندې «پاتریا، مینروا او ماریا ترسا میرابال» چې د «میرابال خویندو» په نوم مشهورې وې، د هغه وخت دیکتاتور «رافایل تروخیو» په امر په ډېر ظلم سره ووژل شوې.

له هغې ورځې راهیسې هر کال د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي پر وړاندې د مبارزې په نوم نمانځل کېده او بالاخره د ۱۹۹۹کال په اکټوبر کې دغه ورځ د ملګرو ملتونو له لوري د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي یا تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په نوم ونومول شوه او له یادې نېټې وروسته دغه ورځ د رسمي او نړۍوالې ورځې په توګه د ښځو د خوندینې په موخه نمانځل کېږي.

هه‌نګاو: په ایران کې یو نوی عیسوي شوی افغان د حبس حکم د عملي کېدو لپاره ونیول شو

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۹ GMT+۰
هه‌نګاو: په ایران کې یو نوی عیسوي شوی افغان د حبس حکم د عملي کېدو لپاره ونیول شو
100%

د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان وايي، کوروش تیمور حسیني چې نوی عیسوی شوی افغان دی، شاوخوا دوه کاله مخکې د دغه هېواد د امنیت پر ګډوډولو تورن شو، خو بالاخره د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) پر دوه کاله حبس محکوم او د کرج «قزلحصار» بندخونې ته ولېږدول شو.

هه‌نګاو په همدې تړاو په یوې خبرپاڼه کې وايي، کوروش تیمور حسیني چې له ۲۰ کلونو راهیسې په ایران کې اوسېږي، د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ میاشت کې د دغه هېواد د امنیت پر ګډوډولو تورن شو، خو بیا په هغه وخت کې د ۲ میلیارده تومان په وثیقې سره د قضايي چارو تر بشپړېدو ازاد شو.

د دغه سازمان په وینا، حسیني تېر کال د انقلاب محکمې له لوري په دوه کاله بند محکوم شوی و او بالاخره د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) د حبس مودې د تېرولو په موخه ونیول شو او د کرج قزلحصار بندخونې ته ولېږدول شو.

ویل کېږي، چې کوروش حسیني ۵۲ کاله عمر لري او د دوو اولادونو پلار دی.

طالبانو ایران ته د ۵۲۳ کسانو د ناقانونه تګ مخه نیولې ده

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۷ GMT+۰
طالبانو ایران ته د ۵۲۳ کسانو د ناقانونه تګ مخه نیولې ده
100%

د طالبانو ۲۰۷ قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په تېره اوونۍ کې یې ۵۲۳ کسان چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته ولاړ شي، نیولي دي. دوی په دې اړه چې د دغو کسانو د قاچاق په تړاو څوک نیول شوي او که نه، څه نه دي ویلي.

سره له دې چې ایران له څو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو د اېستنې په ترڅ کې تر اوسه څه باندې یو میلیون افغانان په زوره را اېستلي، خو لا هم په هېواد کې د فقر او بېکارۍ له امله یو شمېر خلک هڅې کوي، چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره په قاچاقي لارو ایران ته ولاړ شي.

د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو وايي، په تېره یوه اوونۍ کې له ایران سره یې په سرحدي سیمو کې ۵۲۳ کسان چې غوښتل یې ایران ته په ناقانونه توګه ولاړ شي، نیولي دي.

دغې قول اردو د یکشنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې د دغو نیول شویو کسانو یو شمېر موټر او موټرسایکلونه هم توقیف شوي، خو په دې اړه چې ایا په دې لړ کې کوم قاچاقبر هم نیول شوی او که نه، څه نه‌دي ويلي.

له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ایران څخه را اړول شوي افغانان وايي، که په کور دننه ورته د کار کولو زمینه برابره شي، نو هېڅکله هم نه‌غواړي په ناقانونه او خونړیو لارو نورو هېوادونو ته د کار کولو لپاره ولاړ شي.

صدیق‌الله توحیدي: افغانستان د قدرت په خلا کې دی، طالبان مشروعیت نه لري

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۶ GMT+۰
صدیق‌الله توحیدي: افغانستان د قدرت په خلا کې دی، طالبان مشروعیت نه لري
100%

د افغانستان پېژندل شوی خبریال او سیاسي شنونکی صدیق‌الله توحیدي وایي، چې طالبان مشروعیت نه لري او افغانستان دا مهال په بشپړه توګه د قدرت په خلا کې دی. هغه طالبان ترهګره او نامشروع ډله بللې او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان د قدرت په خلا کې دی.

نوموړي ویلي، د طالبانو لپاره د بدیل نشتوالي ادعا ناسمه ده او د ازادۍ او مقاومت جبهې او همداراز تحصیل‌کړي کادرونه د هېواد د اداره کولو وړتیا لري.

صدیق الله توحیدي د شنبې په ورځ د لیندۍ لومړۍ پر اېکس‌پاڼه لکیلي: «طالبان ترهګره ډله او نامشروع دي او افغانستان دا مهال د قدرت په خلا کې دی.» هغه ټینګار کړی، چې د طالبانو د سقوط وروسته د احتمالي بحران په اړه وېره بې‌ځایه ده.

توحیدي زیاته کړې: «ازادۍ جبهه، د ملي مقاومت جبهه او سلګونه تحصیل‌کړي کادرونه د هېواد د اداره کولو وړتیا لري.» د هغه په وینا، د طالبانو پر ځای د بدیل نشتوالي ادعا ناسمه او د واقعیت خلاف ده.

په داسې حال کې چې طالبان ځان د افغانستان د حکومت یوازیني مشروع حاکمان ګڼي، له روسیې پرته د نړۍ هېڅ هېواد تر اوسه د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړۍواله ټولنه د ښځو د حقونو درناوی، د بشري حقونو رعایت، د ټول‌ګډونه حکومت جوړول، د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه او د نړۍوالو ژمنو عملي کول د طالبانو سره د تعامل اساسي شرطونه بولي.

په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو له ټول‌ګډونه حکومت جوړولو ډډه کړې او د قدرت د انحصار له امله د نړۍوالو او کورنیو سیاسي ډلو له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.

له بلې خوا، د طالبانو مخالف سیاسي او پوځي حرکتونه لکه د مقاومت او ازادۍ جبهې هڅه کوي، چې د بهرنیو ناستو او سیاسي ابتکارونو له لارې ځان د افغانستان د مشروع او عملي بدیل په توګه معرفي کړي. دوی ادعا کوي، چې د هېواد د اداره کولو وړتیا لري او کولای شي د قدرت خلا ډکه کړي.