• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان ښځو غورځنګ: پر افغان ښځو زور زیاتی ملي ناورین او جنسیتي تبعیض دی

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۹ GMT+۰

د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د له‌منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په درشل کې د افغان ښځو غورځنګ وايي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې زور زیاتی ملي ناورین او جنسیتي تبعیض دی. دغه غورځنګ له نړۍوالو غوښتي، چې د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو نقض د جنسیتي تبعیض په توګه په رسمیت وپېژني.

د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د له‌منځه وړلو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. د افغان معترضو ښځو غورځنګ په همدې تړاو د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳مه د نومبر ۲۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې زور زیاتی یو «ملي ناورین» او «جنسیتي تبعیض» بللی دی.

دغه غورځنګ زیاتوي: «له زده‌کړو او کار څخه محرمول، کورنی حبس، په خپل سر نیونې، شکنجه، ګواښول، له عمومي فضا د ښځو حذفول او د اعتراضونو ځپل د بشري حقونو د ټولو اصولو ښکاره نقض دی.»

د دغه غورځنګ غړي وايي، طالبان سیاسي، قانوني او اخلاقي مشروعیت نه‌لري او همداراز یې د ښځو پر وړاندې د دغې ډلې چلند د «بشر ضد جنایت» ته ورته بلل دی.

دوی له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې جنسیتي تبعیض ته چوپ پاتې نه‌شي او د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول د «جنیستي تبعیض» په توګه په رسمیت وپېژني.

دغو ښځو همداراز خبرداری ورکړ، تر هغې چې افغان ښځې له خپلو ټولو حقونو نه‌وي برخمنې شوي، نو د دوی مبارزه به دوام ولري او همداراز یې له نورو ښځو او نارینه و، سیاسي جریانونو، مدني ټولنو او ازادي غوښتونکو غورځنګونو غوښتي، چې د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي، ځکه «د ښځو ازادي د یوه ملت ازادي ده.»

طالبانو بیا تل ویلي، چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تر بل هر وخت په ښه توګه خوندي شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د ۱۹۶۰ کال د نومبر په ۲۵مه په ډومېنېکن جمهوریت کې ۳ سیاسي فعالې خویندې «پاتریا، مینروا او ماریا ترسا میرابال» چې د «میرابال خویندو» په نوم مشهورې وې، د هغه وخت دیکتاتور «رافایل تروخیو» په امر په ډېر ظلم سره ووژل شوې.

له هغې ورځې راهیسې هر کال د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي پر وړاندې د مبارزې په نوم نمانځل کېده او بالاخره د ۱۹۹۹کال په اکټوبر کې دغه ورځ د ملګرو ملتونو له لوري د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي یا تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په نوم ونومول شوه او له یادې نېټې وروسته دغه ورځ د رسمي او نړۍوالې ورځې په توګه د ښځو د خوندینې په موخه نمانځل کېږي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

•
•
•

نور کیسې

هه‌نګاو: په ایران کې یو نوی عیسوي شوی افغان د حبس حکم د عملي کېدو لپاره ونیول شو

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۹ GMT+۰
هه‌نګاو: په ایران کې یو نوی عیسوي شوی افغان د حبس حکم د عملي کېدو لپاره ونیول شو
100%

د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان وايي، کوروش تیمور حسیني چې نوی عیسوی شوی افغان دی، شاوخوا دوه کاله مخکې د دغه هېواد د امنیت پر ګډوډولو تورن شو، خو بالاخره د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) پر دوه کاله حبس محکوم او د کرج «قزلحصار» بندخونې ته ولېږدول شو.

هه‌نګاو په همدې تړاو په یوې خبرپاڼه کې وايي، کوروش تیمور حسیني چې له ۲۰ کلونو راهیسې په ایران کې اوسېږي، د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ میاشت کې د دغه هېواد د امنیت پر ګډوډولو تورن شو، خو بیا په هغه وخت کې د ۲ میلیارده تومان په وثیقې سره د قضايي چارو تر بشپړېدو ازاد شو.

د دغه سازمان په وینا، حسیني تېر کال د انقلاب محکمې له لوري په دوه کاله بند محکوم شوی و او بالاخره د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) د حبس مودې د تېرولو په موخه ونیول شو او د کرج قزلحصار بندخونې ته ولېږدول شو.

ویل کېږي، چې کوروش حسیني ۵۲ کاله عمر لري او د دوو اولادونو پلار دی.

طالبانو ایران ته د ۵۲۳ کسانو د ناقانونه تګ مخه نیولې ده

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۷ GMT+۰
طالبانو ایران ته د ۵۲۳ کسانو د ناقانونه تګ مخه نیولې ده
100%

د طالبانو ۲۰۷ قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په تېره اوونۍ کې یې ۵۲۳ کسان چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته ولاړ شي، نیولي دي. دوی په دې اړه چې د دغو کسانو د قاچاق په تړاو څوک نیول شوي او که نه، څه نه دي ویلي.

سره له دې چې ایران له څو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو د اېستنې په ترڅ کې تر اوسه څه باندې یو میلیون افغانان په زوره را اېستلي، خو لا هم په هېواد کې د فقر او بېکارۍ له امله یو شمېر خلک هڅې کوي، چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره په قاچاقي لارو ایران ته ولاړ شي.

د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو وايي، په تېره یوه اوونۍ کې له ایران سره یې په سرحدي سیمو کې ۵۲۳ کسان چې غوښتل یې ایران ته په ناقانونه توګه ولاړ شي، نیولي دي.

دغې قول اردو د یکشنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې د دغو نیول شویو کسانو یو شمېر موټر او موټرسایکلونه هم توقیف شوي، خو په دې اړه چې ایا په دې لړ کې کوم قاچاقبر هم نیول شوی او که نه، څه نه‌دي ويلي.

له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ایران څخه را اړول شوي افغانان وايي، که په کور دننه ورته د کار کولو زمینه برابره شي، نو هېڅکله هم نه‌غواړي په ناقانونه او خونړیو لارو نورو هېوادونو ته د کار کولو لپاره ولاړ شي.

صدیق‌الله توحیدي: افغانستان د قدرت په خلا کې دی، طالبان مشروعیت نه لري

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۶ GMT+۰
صدیق‌الله توحیدي: افغانستان د قدرت په خلا کې دی، طالبان مشروعیت نه لري
100%

د افغانستان پېژندل شوی خبریال او سیاسي شنونکی صدیق‌الله توحیدي وایي، چې طالبان مشروعیت نه لري او افغانستان دا مهال په بشپړه توګه د قدرت په خلا کې دی. هغه طالبان ترهګره او نامشروع ډله بللې او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان د قدرت په خلا کې دی.

نوموړي ویلي، د طالبانو لپاره د بدیل نشتوالي ادعا ناسمه ده او د ازادۍ او مقاومت جبهې او همداراز تحصیل‌کړي کادرونه د هېواد د اداره کولو وړتیا لري.

صدیق الله توحیدي د شنبې په ورځ د لیندۍ لومړۍ پر اېکس‌پاڼه لکیلي: «طالبان ترهګره ډله او نامشروع دي او افغانستان دا مهال د قدرت په خلا کې دی.» هغه ټینګار کړی، چې د طالبانو د سقوط وروسته د احتمالي بحران په اړه وېره بې‌ځایه ده.

توحیدي زیاته کړې: «ازادۍ جبهه، د ملي مقاومت جبهه او سلګونه تحصیل‌کړي کادرونه د هېواد د اداره کولو وړتیا لري.» د هغه په وینا، د طالبانو پر ځای د بدیل نشتوالي ادعا ناسمه او د واقعیت خلاف ده.

په داسې حال کې چې طالبان ځان د افغانستان د حکومت یوازیني مشروع حاکمان ګڼي، له روسیې پرته د نړۍ هېڅ هېواد تر اوسه د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړۍواله ټولنه د ښځو د حقونو درناوی، د بشري حقونو رعایت، د ټول‌ګډونه حکومت جوړول، د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه او د نړۍوالو ژمنو عملي کول د طالبانو سره د تعامل اساسي شرطونه بولي.

په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو له ټول‌ګډونه حکومت جوړولو ډډه کړې او د قدرت د انحصار له امله د نړۍوالو او کورنیو سیاسي ډلو له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.

له بلې خوا، د طالبانو مخالف سیاسي او پوځي حرکتونه لکه د مقاومت او ازادۍ جبهې هڅه کوي، چې د بهرنیو ناستو او سیاسي ابتکارونو له لارې ځان د افغانستان د مشروع او عملي بدیل په توګه معرفي کړي. دوی ادعا کوي، چې د هېواد د اداره کولو وړتیا لري او کولای شي د قدرت خلا ډکه کړي.

د امام ابو حنیفه نندارتون د ۷۰۰میلیون ډالرو په ارزښت د هوکړو په لاسلیکېدو سره پای ته ورسېد

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۸ GMT+۰
د امام ابو حنیفه نندارتون د ۷۰۰میلیون ډالرو په ارزښت د هوکړو په لاسلیکېدو سره پای ته ورسېد
100%

د امام ابوحنیفه په نوم اووه ورځنی ملي او نړۍوال نندارتون چې د تېرې دوشنبې په ورځ په کابل کې پرانېستل شوی و، نن پای ته ورسېد. په دې نندارتون کې له ۸۰ میلیونو افغانیو زیات پلور ترسره شوی او د شاوخوا ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړې هم لاسلیک شوې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د امام ابو حنیفه رح څلورم ملي او نړۍوال نندارتون چې د دغې خونې له‌خوا د اوو ورځو لپاره د کورنيو توليداتو د ودې، د پانګونو د جلب او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د کابل ښار په نړۍوال نندارتون مرکز کې جوړ شوی و، د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېد.

د طالبانو تر واک لاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي ريیس محمد ولي امیني وویل، په دې نندارتون کې په ۲۵ سکټورونو کې کورنیو او بهرنیو شرکتونو په شاوخوا ۸۵۰ غرفو کې خپل توليدات نندارې ته اېښي و.

په دغو غرفو کې شاوخوا ۲۰۰ غرفې د ښځينه متشبثو او ۲۵۰ غرفې د بهرنیو شرکتونو لپاره ځانګړې شوې وې.

د محمد ولي امیني په وینا، له دغه نندارتون څخه شاوخوا یو میلیون کسانو لیدنه کړې او په‌کې د ۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پلور شوی او همداراز د افغان سوداګرو او څلورو هېوادونو ترمنځ د شاوخوا ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې هم لاسلیک شوې دي.

د امام ابو حنیفه رح څلورم ملي او نړۍوال نندارتون
100%
د امام ابو حنیفه رح څلورم ملي او نړۍوال نندارتون

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي ريیس محمد ولي امیني زیاته کړه: «دغه نندارتون د اوو ورځو په موده کې تر ۸۰ میلیونه افغانیو ډېر پلور درلود او د شاوخوا ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۰۰ سوداګريز هوکړه لیکونه د افغان سوداګرو او د ازبکستان، ايران، ترکيې او هند د سوداګرو ترمنځ د کرنې، ودانیزو چارو او تولیدي فابریکو په برخو کې لاسلیک شول او شاوخوا یو میلیون هېوادوالو دغه نندارتون ته مراجعه کړې ده.»

په دغه نندارتون کې د کورنیو شرکتونو ترڅنګ د ازبکستان، ایران او هند یو شمېر شرکتونو هم خپل تولیدات نندارې ته اېښي و.

سوداګر د کورنیو تولیداتو د ودې او همداراز بازار موندنې لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل مهم ګڼي او همداراز پر دوام یې ټينګار لري.

عراقچي: ایران له افغانستان سره د اروپا په پرتله زیاته سوداګري لري

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۰ GMT+۰
عراقچي: ایران له افغانستان سره د اروپا په پرتله زیاته سوداګري لري
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، ایران له افغانستان سره د اروپا په پرتله زیاته سوداګري لري. د هغه په وینا، په دې پراختیا کې د دواړو هېوادونو سرحدي ولایتونو مهم رول لوبولی.

سید عباس عراقچی زیاته کړې، چې اوسمهال باید دوی خپله پاملرنه افغانستان ته کړي او د هغه په وینا، سرحدي ولایتونه د سوداګرۍ په پراخیتا کې کلیدي رول لوبولی شي.

بلخوا، د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي راډیو ټلوېزیون سره په مرکه کې افغان سوداګرو ویلي، چې د ایران بازارونه د افغان سوداګرو لپاره ښه مارکېټونه لري او له ایران څخه غواړي، چې د وارداتو تر څنګ د افغاني توکو صادراتو زیاتوالي لپاره هم زمینه برابره کړي.

له پاکستان سره د طالبانو د سوداګریزو اړیکو له پرېکون او د پاکستان له لوري پر ډيورند کرښه د دروازو له تړل کېدو وروسته، د منځنۍ اسیا او ایران استازو له افغانستان سره د سوداګریزو چارو د پراختیا لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او ایران کلنۍ سوداګري تر درې میلیارد ډالرو پورې رسېږي او داواړه هېوادونه هوډ لري، چې د سوداګرۍ دا کچه لس میلیارد ډالرو ته ورسوي.